د ښځو حقوق

افغان پوه وایي د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي او د خپلو خویندو تر څنګ ولاړ دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

اسماعیل مشال، چې له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې په کابل کې په درې پوهنتونونو کې د ژورنالیزم د پوهنځي د استاد په توګه کار کوي او په پوهنتونونو کې د ښځو پر وړاندې د بندیز پر ضد اعتراض کې یې په یوه ژوندي تلوېزیوني پروګرام کې د کار پرېښودلو او خپلو دیپلومونو په شکولو سره یو توپان رامنځته کړ، ژمنه کړې چې که د ژوند په قېمت یې هم وي د دغه حکم پر ضد به مبارزه وکړي. [زهرا نبي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پی]

کابل – یوه افغان پوه چې، په پوهنتونونو کې د ښځو پر وړاندې د بندیز پر ضد اعتراض کې یې په یوه ژوندي تلوېزیوني پروګرام کې د کار پرېښودلو او خپلو دیپلومونو په شکولو سره یو توپان رامنځته کړ، ژمنه کړې چې که د ژوند په قېمت یې هم وي د دغه حکم پر ضد به مبارزه وکړي.

اسماعیل مشال چې ۳۵ کاله عمر لري او له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې په کابل کې په درې پوهنتونونو کې د ژورنالیزم په برخه کې تدریس کوي، د لیندۍ په میاشت کې د بندیز له اعلانېدلو څخه وروسته، خپل اسناد څیرې کړل او له پوهنتونونو څخه یې استعفا ورکړه.

مشال د جمعې په ورځ /د مرغومي ۹مه/ په کابل کې په خپل دفتر کې ای اېف پي ته وویل، «زه خپل غږ پورته کوم. زه له خپلو خویندو سره درېږم... که زما د ژوند په قېمت هم وي، زه به خپل اعتراض ته دوام ورکړم.»

هغه وویل، «د یوه سړي او د یوه ښوونکي په توګه، ما ونشوای کولی چې د هغوی لپاره نور څه وکړم، او ما داسې احساس کړه چې زما اسناد بې معنی شوي دي. نو ایسته مې څیرې کړل.»

اسماعیل مشال چې ۳۵ کاله عمر لري او په درې پوهنتونونو کې تدریس کوي، د مرغومي په ۹مه په کابل کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. هغه وویل، «زه خپل غږ پورته کوم. زه له خپلو خویندو سره درېږم... که زما د ژوند په قېمت هم وي، زه به خپل اعتراض ته دوام ورکړم.» [ای اېف پي]

اسماعیل مشال چې ۳۵ کاله عمر لري او په درې پوهنتونونو کې تدریس کوي، د مرغومي په ۹مه په کابل کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. هغه وویل، «زه خپل غږ پورته کوم. زه له خپلو خویندو سره درېږم... که زما د ژوند په قېمت هم وي، زه به خپل اعتراض ته دوام ورکړم.» [ای اېف پي]

۱۸ کلنه افغانه محصله مروه د مرغومي په ۴مه له کابل پوهنتون څخه بهر د ښځو په لوړو زده کړو باندې د بندیز پر ضد په یواځې ځان اعتراض کوي. [ای اېف پي]

۱۸ کلنه افغانه محصله مروه د مرغومي په ۴مه له کابل پوهنتون څخه بهر د ښځو په لوړو زده کړو باندې د بندیز پر ضد په یواځې ځان اعتراض کوي. [ای اېف پي]

افغانه سیاستواله فوزیه کوفي د مرغومي په ۸مه په لندن کې د عکس اخیستنې لپاره ځان برابروي. هغې له نړۍ څخه وغوښتل چې د افغانستان د ښځو، چې 'په زړورتیا سره په خپل طرز مبارزه او مقاومت کوي' ملاتړ وکړي. [جسټېن تالیس/ای اېف پي]

افغانه سیاستواله فوزیه کوفي د مرغومي په ۸مه په لندن کې د عکس اخیستنې لپاره ځان برابروي. هغې له نړۍ څخه وغوښتل چې د افغانستان د ښځو، چې 'په زړورتیا سره په خپل طرز مبارزه او مقاومت کوي' ملاتړ وکړي. [جسټېن تالیس/ای اېف پي]

په طلوع نیوز باندې د هغه د مرغومي د ۶مې ویډیو په ټولنیزو رسنیو ډېره خپره شوه.‌

افغان سړي د ښځو په ملاتړ په ښکاره لږ اعتراضونه کوي، خو مشال وویل چې هغه به د ښځو د حقونو لپاره ټینګ ودرېږي.‌

هغه وویل، «په یوه ټولنه کې چې کتابونه او قلمونه له میندو او خویندو څخه واخیستل شي، دا کار به یواځې جرمونو، بې وزلۍ او سپکاوي ته لاره هواره کړي.»

مقاماتو ادعا وکړه، چې په هغو ښځو چې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، له دې امله بندیز ولګول شو چې هغوی شرعي حجاب نه مراعتاوه.

خو مشال، چې د سړیو او ښځو لپاره یو تعلیمي انسټیټیوټ هم چلوي، دغه توجیه رد کړه.

هغه وویل، «هغوی موږ ته وویل چې د ښځو لپاره د حجاب اغوستل تطبیق کړئ. موږ دغه کار وکړ. هغوی موږ ته وویل چې صنفونه سره جلا کړئ، دا کار مو هم وکړ.»

هغه وویل، د بندیز لپاره هېڅ منطقي دلیل نشته، او زیاته یې کړه چې «دا بندیز شاوخوا ۲۰ میلیونه نجونې اغېزمنوي.»

خدای ورکړی حق

مشال زیاته کړه، دغه بندیز په اسلامي شریعت کې هېڅ اساس نه لري.

هغه په داسې حال کې چې دیني کتابونه یې په لاس کې وو، وویل، «د ښځو لپاره د زده کړو حق خدای (ج)، قران کریم، محمد رسول الله (ص) او زموږ دین ورکړی دی.»

مشال وویل، «نو، ولې باید موږ ښځو ته په کمه سترګه وګورو؟»

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې، په ښځو باندې زیاتېدونکي سخت محدودیتونه په اغېزمنه توګه هغوی له عام ژوند څخه لیرې کوي.

دغه راز، تېره اونۍ مقاماتو ټولو مرستندویو موسسو ته حکم وکړ چې ښځینه کارمندانې کار ته له ورتګ څخه ایسارې کړي.

یو کال کیږي چې د نجونو پرمخ ثانوي ښوونځي بند کړای شوي، په داسې حال کې چې ډېرو ښځو په حکومت کې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او هغوی ته د تنخواګانو یوه برخه ورکول کیږي چې په کورونو کې پاتې شي.

همدارنګه، ښځې پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو ته له ورتګ څخه منع شوي دي. هغوی له محرم پرته له سفر کولو څخه ایسارې شوي او مجبورې دي چې په عامه ځایونو کې ځانونه پټ کړي.‌

مشال چې مېرمنې یې تېر کال د ښوونکې په توګه خپله وظیفه له لاسه ورکړه، وویل، «زما په نظر، موږ شاته روان یو.»

هغه خپلې لور ته چې په شپږم ټولګي کې ده، او دا یې د لومړني ښوونځي وروستی کال دی، خفه دی. له شپږم وروسته د نجونو په زده کړو باندې بندیز دی

هغه وویل، «زه نه پوهېږم چې څنګه هغې ته ووایم چې له شپږم ټولګي څخه وروسته خپلې زده کړې ودروي. هغې څه جرم کړی دی؟»

ښځې په زړورتیا سره مبارزه او مقاومت کوي

د افغانستان د ولسي جرګې یوې پخوانۍ مرستیالې فوزیې کوفي وویل، د ښځو او نجونو په فعالیتونو لکه د مرستندویو موسسو لپاره کار کولو یا ښوونځي یا پوهنتون ته تللو باندې بندیزونه لګول له عام ژوند څخه د هغوی د حذفولو سبب شوي دي.

هغې تېره پنجشنبه له لندن څخه په یوه مرکه کې ای اېف پي ته وویل،‌ «په ساده ژبه، هغوی ښځې حذف کړي دي؛ له دې پرته چې بل ځل ووایي چې ښځې دې ساه نه اخلي نور هېڅ پاتې نه دي.»

کوفي وویل، د کورنۍ یوه غړي له هغې څخه غوښتي چې په وتلو کې ورسره مرسته وکړي.

یاده ښځه وایي، پخوا مې ځکه مرسته نه غوښتله چې،«ما کار کاوه او ما فکر کاوه چې څو چې زه کار کولی شم، زه کولی شم دلته ژوند وکړم

خو هغې وویل، اوس چې هغه نشي کولی چې کار وکړي د هغې هیلې «ماتې شوي» دي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې چې په افغانستان کې له دوو مرګونو بریدونو څخه ژوندۍ پاتې شوې، وویل چې هغې په مرسته کولو کې د ناتوانۍ احساس وکړ ځکه چې «که ټول له افغانستان څخه راوځي، څه به کېږي؟»

هغې له نړۍ څخه وغوښتل چې د افغانستان د ښځو «چې په زړورتیا سره په خپل طرز مبارزه او مقاومت کوي» ملاتړ وکړي.

هغې وویل، «هغوی نیول کیږي؛ هغوی شکنجه کیږي.»

هغې وویل، «زه فکر کوم د نړۍ لپاره د دې وخت را رسېدلی چې زموږ مبارزې په رسمیت وپېژني.»

کوفي وړاندوینه وکړه، چې په ښځو باندې د لګول شویو محدودیتونو پر ضد اعتراضونه به په اوږده موده کې په اسانۍ سره ونه ځپل شي.‌

هغې وویل، «همدغه زړورتوب دی. زه فکر کوم دا به دوام وکړي، ځکه چې ښځو ته نور داسې څه نه دي پاتې چې له لاسه یې ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

استاد مشال یو زړور باغیرته او هوښیار افغان دی. دی پوهېږي که نن د خپلې خور لور د تعلیم حق ونه غواړي نو سبا به یې همدغه خور یا لور د پاکستان، ایران، هند ... په روغتون کې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به پرې لاس وهي. استاد مشال پوهېږي، دردمند دی، چې څو ورځې مخکې یې خپل اصلي اسناد په یوه تلویزیوني مرکه کې څېرې کړل. دا یو ډول اعتصاب دی خو پر موږ افغانانو پردي اجنټان د چارواکو په نوم واکمني کوي چې متاسفانه کلونه کلونه یې افغانستان ته په څو میاشتو کې ضربه واړوله او له مخکې تګ څخه یې واېسته. ای کاش موږ ټولو (نارینه وو) د ښځو د زده کړو د بندیز په غبرګون کې په یووالي سره اعتصاب کړی وی او خپل حق مو غوښتی وای او تر هغې نه وو په شا شوي څو چې ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو لپاره نه وو خلاص شوي. خو موږ ډېر بل ډول خلک یو نن ژاړو سبا رانه هماغه د ژړا موضوع چې موږ پرې پرون ژړل ورکه وي. د ښځو/نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندېدونو په غبرګون کې موږ اکثریتو د فېسبوک یوه ورځنۍ مبارزه وکړه او سبا مو ورته د پای ټکی کېښود. پکار وه چې تر اوسه مبارزه روانه وه او په منظم ډول لاریونونه شوي وای.

ځواب ورکړئ

د افغانانو لپاره د خپلو خویندو له حقونو څخه د دفاع له پاره پرته له دې چې خپل تحصیلي اسناد وسوځوي یا له دندو څخه استعفا وکړي بله لار نشته. فکر وکړئ چې دغو استادانو چې د رسنیو په مخ کې یې خپل اسناد وسوزول، همدومره کولی شوای. په افغانستان کې د بیان ازادي نشته. د افغانانو غږ غلی شوی دی. د افغانستان د نارینه وو وجدانونه مړه دي. هر څوک چې د هغوی په برخلیک لوبې کوي، هغوی چوپ دي. په افغانستان کې، له ۱۳۵۶ څخه تر ۱۴۰۱ پورې، د بې وزلو خلکو، د افغانستان د ښځو او نارینه وو په برخلیک باندې لوبې روانې دي او د افغانستان بې وزله ولس هيڅکله له خپلو حقوقو څخه دفاع نه ده کړې. فوزیه کوفي هم د افغانستان د سولې په عالي شورا کې برخه لرله. د هغې خبرې د اعتبار وړ ندي. یو ځل بیا د ښځو په برخلیک لوبې کیږي. دوی باید له خپلې دندې استعفا کړې وای. په افغانستان کې هر څوک لس ورځې چیغې وهي او څو ورځې وروسته خوار ولس یوازې پاتې کیږي او بهر ته تښتي. هیڅوک د دې بې وزله ملت په څنګ کې درېدلی نه دی، تر څو دا بې وزله ملت ودریږي او د افغانستان د بې وزله ولس له حقونو څخه دفاع وکړي. د افغانستان بې وزله ولس تل د دې جنګسالارانو له خوا د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ښکار شوی دی.

ځواب ورکړئ

اصلا دا ټول څه چې روان دي زمونږ د جهالت او د سیمې او نړۍ د استخباراتي سازمانونو لوبې دي. زمونږ د جهالت تر شا هم سیمه ییز او یو شمېر غربي سازمانونه لاس لري. د پاکستان استخباراتي اداره چې د برتانویانو له خوا حمایه کیږي، له تېرو څلور نیمو لسیزو راهیسې د وسله والو یاغیانو په لاس د افغانستان د کلیو او حتی د ښارونو ښوونځي ویجاړوي. دا زما د سترګو لیدلی حال دی. زمونږ په سیمه کې درې ښوونځي وسله والو یاغیانو وران کړل. دا هغه یاغیان ول چې په پاکستان کې د هغه هېواد د پوځ او استخباراتو له خوا تربیه شوي ول. پاکستاني پوځي او استخباراتي مامورینو به وسله والو یاغیانو ته دا ویل چې مکتبونه وران کړي چې نوی نسل بې سواد پاتې شي. که مکتب ولولي، یو خو کافر کیږي او بل دا چې بیا به څوک نه وي چې له تاسو سره په جنګ کې مرسته وکړي. هغوی به دا هم ورته ویل چې د برق ډیمونه ویجاړ کړي. لویې لارې او سرکونه ویجاړ کړي چې د حکومت موټرونه او ټانکونه پرې تېر نشي. تاسو پوهېږئ، دغو وسله والو داسې سرکونه ویجاړ کړل چې د غرب او بالخصوص د امریکا د خلکو په پیسو جوړ شوي ول. د اروپایانو د خیراتونو په پیسو جوړ شوي ول لاکن د پاکستان له خوا حمایه کېدونکو وسله والو ویجاړ کړل. دا کار په څو دورو کې څو ځلې وشو. یو ځل د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰مې په سر کې وشو. بیا په ۱۹۹۰مو کې وشو. بیا له ۲۰۰۱ نه وروسته وشو. د دې ټولو تر شا د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ لاس درلود. هغوی په اوله دوره کې له غرب نه پیسې ترلاسه کولې او افغانستان یې پرې وراناوه او په وروستیو کالونو کې یې له روسیې او چین نه پیسې ترلاسه کولې او زمونږ هېواد یې پرې ویجاړاوه. دا چې اوس د تخریب ساحه ښارونو ته را ورسېدله او پوهنتونونه بندوي دا د هماغې لړۍ تازه کړۍ د

ځواب ورکړئ