د ښځو حقوق

افغانانې په کار او زده کړو باندې د بندیزونو پر ضد خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي

د عمران راپور

د لیندۍ په ۲۵مه په لسګونو ښځې په هرات ښار کې د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې راټولې شوې ترڅو د هغوی له حقونو څخه د سرغړونو د دوام پر ضد اعتراض وکړي. د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې،‌ ښځې په اکثرو حکومتي دوایرو کې د کار کولو اجازه نه لري. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په لسګونو ښځې تېره اونۍ په هرات ښار کې د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې راټولې شوې ترڅو له حقونو څخه یې د سرغړونو د دوام پر ضد اعتراض وکړي.

د لیندۍ د ۲۵مې په اعتراض کې پخوانیو حکومتي کارمندانو،‌ د پوهنتونونو محصلانو او د ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.‌

هغوی وویل، له ښوونځیو، پوهنتونونو او حکومتي دوایرو څخه د ښځو ایسارول له اساسي حقونو څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.

نوي افغان حکومت لږ شمېر ښځینه دولتي مامورینو، هغه چې د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې کار کوي، ته اجازه ورکړې چې کار ته ورستنې شي، او په دې هکله په روښانه ډول څه نه وایي چې په راتلونکي کې به یې تګلاره څنګه وي.

د پخوانیو حکومتي کارمندانو، د پوهنتونونو د محصلانو او د ښځو حقونو د فعالانو په ګډون، په لسګونو ښځې د لیندۍ په ۲۵مه په هرات ښار کې د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې راټولېږي ترڅو له حقونو څخه یې د سرغړونو د دوام پر ضد اعتراض وکړي. [عمران/سلام ټایمز]

د پخوانیو حکومتي کارمندانو، د پوهنتونونو د محصلانو او د ښځو حقونو د فعالانو په ګډون، په لسګونو ښځې د لیندۍ په ۲۵مه په هرات ښار کې د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې راټولېږي ترڅو له حقونو څخه یې د سرغړونو د دوام پر ضد اعتراض وکړي. [عمران/سلام ټایمز]

په ورته وخت کې، دولتي پوهنتونونه د زمري میاشتې راهیسې تړلي دي. سربېره پر دې، د افغانستان نوي واکمنان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له ۶ ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي.

د غونډې یوې برخه والې فرشتې یعقوبي وویل، نوی حکومت هغه لاسته راوړنې له پامه غورځوي چې افغان ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې کړي دي او د هغوی د حقونو درناوی نه کوي.

هغې وویل، افغانانې هغه حقونه غواړي چې خدای (ج) او اسلام هغوی ته ورکړي دي.‌

هغې زیاته کړه، «خدای پاک په سړیو او ښخو دواړو باندې تعلیم لازمي ګرځولی، لاکن په افغانستان کې، ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي ترڅو ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي.»

یعقوبي وویل، «د اسلام په اوایلو کې، د نبي (ع) مېرمنې تجارت کاوه، او د ښځو په فعالیتونو باندې بندیز نه وو، لاکن اوس ښځې د اسلامي ارزښتونو په بهانه اجازه نه لري چې په دولتي سکتور کې کار وکړي.»

په ولسي جرګه کې د هرات پخوانۍ استازې مسعودې کروخي چې په دغه اعتراض کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي، ښځو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي او دولتي ادارې د ښځو پر مخ بندې دي.»

هغې وویل، حکومتونه باید د خپلو وګړو د حقونو درناوی وکړي، او یادونه یې وکړه چې هېڅ حکومت هم نشي کولی چې د خپلو وګړو له اساسي حقونو څخه سرغړونه وکړي.

کروخي زیاته کړه، «په دولتي سکتور کې د ښخو د کار کولو مخنیوی افغانانو او هېواد ته زیان رسوي.»

کار ته د تللو هیله لرل

د هرات د پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیالې زینب سروري هغه وخت خپله دنده له لاسه ورکړه چې د زمري په میاشت کې پخوانی حکومت نسکور شو.

هغه غواړي چې کار ته ستنه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

سروري وویل، «يواځې زه نه یم چې د پوهنې ریاست کې له دندې لرې شوم. د پوهنې ریاست یوې ښځېنه کارمندې ته هم اجازه نه ورکول کیږي چې هلته کار وکړي.»

هغې زیاته کړه، «د پوهنې ریاست ټولو ښځینه کارمندانو څخه وغوښتل شول چې اداري کار پرېږدي او تدریس ته مخه کړي.»

هغې وویل، «ښځې هم د سړیو په څېر وړتیاوې او پوهه لري او باید وکولی شي چې هر چېرې چې ورته اړتیا وي هلته کار وکړي.»

سروري وویل، هرات ډېرې داسې ښځې لري چې په لوړه سویه زده کړې یې کړي او کولی شي چې په هېواد کې د ستونزو په هوارولو کې مهم رول ولوبوي، لاکن لګول شویو محدودیتونو هغوی مجبورې کړي دي چې په کور پاتې شي.‌

هغې وویل، «ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په دولتي سکتور کې په ویاړ سره کار وکړ، چې د اداري‌ فساد پر ضد مبارزه کې یې مهم رول ولوباوه. که هغوی ته اجازه ورکړل شي، هغوی به د خدمتونو ترسره کول لا ښه کړي.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې فراهي وویل، د لوستو او تجربه لرونکیو ښځو لپاره چې دندې یې لرلې دا ډېره دردوونکې ده چې په کور پاتې شي.

فراهي زیاته کړه، «افغانو ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلو کارونو ته ورستنې شي څو هغوی خپل د عزت کارونه بیا پیل کړي.»

د ښوونې او روزنې غوښتنه

په ورته وخت کې، په اعتراض کې برخه والو زده کوونکیو غوښتنه وکړه چې د ښځو لپاره دې ښوونځي بېرته پرانستل شي.

د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د وروستي کال محصلې مریم نیازي وویل، ښوونه او روزنه د هرې ښځې حق دی، او هغوی باید نور پوهنتونونو او ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې نه شي.

هغې وویل، «زه خوشحاله وم چې سږ کال به له پوهنتون څخه خپل فراغت ولمانځم، لاکن پوهنتون د کال په نیمایي کې بند کړای شو.»

هغې زیاته کړه، «موږ ټولو نجونو په ډېره لېوالتیا سره زده کړې کولې او غوښتل مو چې په راتلونکي کې په حکومت کې په لوړو پوسټونو کار وکړو، لاکن اوس موږ هېڅ هیلې نه لرو.»

نیازي وویل، له ښوونې او روزنې څخه د ښځو محرومول به افغانستان د تیارو خواته ورټېل وهي، او زیاته یې کړه چې د هغې ډېرې ټولګیوالې د ښوونځیو په بندېدلو سره مجبورې شوې چې ودونه وکړي.‌

په هرات کې د یوې لېسې د وروستي کال زده کوونکې خدیجې دانشیار وویل چې د ښوونځیو په بندېدلو سره د هغې یو پوره کال ضایع شو، او که نوي حکومت بندیزونه نه وای لګولي اوس به هغه له لېسې څخه فارغه شوې وای.

هغې وویل، «د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته ما د زده کړې انګېزه له لاسه ورکړه، او خپل راتلونکي ته مې نهیلې شوې یم.»

هغې زیاته کړه، «د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو حق د ټولو ټولنو یو اساسي حق دی، لاکن له بده مرغه چې افغانې نجونې له دغه اساسي حق څخه محرومې کړای شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500