زده کړه

ملالې یوسفزۍ له افغان ښځو سره د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ښځو د زده کړو پاکستانۍ فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن ورسره مل دی،‌ د لیندۍ په ۱۵مه په واشنګټن کې خبرې کوي. [مانویل بالس سینیټا/پول/ای اېف پي]

د ښځو د زده کړو پاکستانۍ فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن ورسره مل دی،‌ د لیندۍ په ۱۵مه په واشنګټن کې خبرې کوي. [مانویل بالس سینیټا/پول/ای اېف پي]

واشنګټن -- د بشري حقونو ملاتړې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، چې په ۱۳۹۱ کې د یوه اورپکي له ډزو څخه ژوندۍ ووتله، د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۵مه/ له واشنګټن څخه د یوې لیدنې پر وخت د متحده ایالاتو له خوا د افغان نجونو او ښځو لپاره د قوي ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغې چې ۲۴ کاله عمر لري او له ښځینه افغان فعالانو سره کار کوي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکېن تر څنګ د خبرو کولو پر وخت وویل، «دا وخت افغانستان یواځینی هېواد دی چې نجونې په کې ثانوي زده کړو ته لاسرسی نه لري. هغوی له زده کړو څخه ایسارې کړای شوي دي.»

یوه وسله وال سړي ملاله یوسفزۍ په ۱۳۹۱ کې د پاکستان په سوات سیمه کې د هغې د ښوونځي په بس کې وویشتله. هغه په انګلستان کې بېرته ورغېدله چې اوس هم هلته ژوند کوي.

یوسفزۍ په ۱۳۹۳ کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د یاغیانو فراري مشر ملا فضل الله چې د هغې د وژلو امر یې کړی وو په ۱۳۹۷ کې په کونړ ولایت کې ووژل شو.

د افغانې نجلۍ غوښتنه

هغې په داسې حال کې چې د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ ستودې لیک یې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په نامه یې لیکلی وو، وړاندې کاوه،‌ زیاته کړه، «دا همدا اوس د افغانو نجونو پيغام دی:‌ موږ غواړو داسې یوه نړۍ ووینو چې ټولې نجونې په کې خوندي او باکیفیته ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري.»

یوسفزۍ وویل، ستودې لیکلي، «څومره چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ بند پاتې کېږي، هومره به د راتلونکي لپاره د هغوی هیله کمه شي.»

یوسفزۍ لیک ته داسې دوام ورکړ، «د نجونو ښوونه او روزنه د سولې او امنیت د راوستلو لپاره یوه قوي وسیله ده. که نجونې زده کړه ونه کړي، افغانستان به بیا له ستونزو سره مخامخ شي.»

په افغانستان کې، چې پخوانی حکومت په کې د زمري په میاشت کې نسکور شو، ثانوي ښوونځي یواځې د هلکانو لپاره پرانستل شوي،او یواځې سړي د تدریس اجازه لري.‌

یوسفزۍ له بلینکېن سره له یوه خصوصي مجلس څخه مخکې یادونه وکړه چې، «موږ هیله لرو چې متحده ایالات به، له ملګرو ملتونو سره یوځای، ژر تر ژره لاس په کار شي او دا به ډاډمنه کړي چې نجونې ژر تر ژره بیا خپلو ښوونځیو ته لاړې شي.»

بلینکېن یوسفزۍ «په ګرده نړۍ کې د نجونو او ښځو لپاره د یوه الهام او داسې چا په توګه وستایله چې د خپل کار او د خپلو هڅو له لارې واقعي تغیر رامنځته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500