د ښځو حقوق

د ملګرو ملتونو مشر له طالبانو څخه وغوښتل چې له ښځو او نجونو سره ماتې کړې وعدې پوره کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یوه افغانه نجلۍ د وږي په ۳۰مه د هرات په لمنه کې ښوونځي ته په لاره روانه ده. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یوه افغانه نجلۍ د وږي په ۳۰مه د هرات په لمنه کې ښوونځي ته په لاره روانه ده. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۹مه/ د طالبانو له خوا له افغانو ښځو او نجونو سره د شویو وعدو په ماتولو باندې انتقاد وکړ او له نړۍ څخه یې وغوښتل چې له افغانستان سره د نورو پیسو مرسته وکړي څو د دې هیواد د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي.

هغه دا خبرې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د یادې اسلام پالې ډلې له خوا د هېواد د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته لومړنیو مخامخ خبرو پسې وروسته وکړې. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دغو خبرو کې د ښځو د حقونو مسئله هم راپورته کړای شوه.‌

ګوتریش خبریالانو ته وویل، «زه په ځانګړې توګه دې ته پرېشان یم چې ګورم له افغانو ښځو او نجونو سره د طالبانو له خوا شوې ژمنې ماتېږي.»

هغه وویل، «زه له طالبانو څخه په کلکه غواړم چې له ښځو او نجونو سره په خپلو کړو ژمنو باندې ودرېږي او د نړۍ والو بشري حقونو او د بشردوستۍ قانون لاندې خپل وجایب پوره کړي.»

ګوتریش وویل، ملګري ملتونه به دا مسئله «شاته ونه غورځوي»، او زیاته یې کړه چې دغه موسسه هره ورځ له طالبانو سره چې د زمري له وروستیو راهیسې یې واک ترلاسه کړی خو حکومت یې تر اوسه په نړۍ واله سطحه په رسمیت پېژندل شوی نه دی، په دې هکله خبرې کوي.

ګوتریش وویل، «ژمنې ماتول د افغانستان د ښځو او نجونو هیلې په اوبو لاهو کوي،» او زیاته یې کړه چې له ۱۳۸۰ راهیسې درې میلیونه نجونې په ښوونځیو کې شاملې شوي، او د نجونو د زده کړو اوږدوالی په اوسط ډول له شپږو کالونو څخه ۱۰ ته زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو مشر خبرداری ورکړ چې، «د افغانستان د اقتصاد ۸۰٪ غیر رسمي دی، چې ښځې په کې عمده رول لري. له هغوی څخه پرته، ناشونې ده چې د افغانستان اقتصاد او ټولنه به بیا ورغېږي.»

دغه راز ګوتریش د هغو ننګونو په هکله چې د افغانستان اقتصاد ورسره مخامخ دی په تفصیل سره خبرې وکړې. بهرنیو بانکونو په بهر کې د افغانستان موجودې پانګې کنګل کړي، په داسې حال کې چې نړۍ والو سازمانونو او حکومتونو پرمختیایي مرستې ځنډولي دي.

هغه وویل، «موږ باید داسې لارې ومومو چې اقتصاد ورسره بیا ساه واخلي.‌ کېدی شي چې دا کار له نړۍ والو قوانینو څخه له سرغړونې یا په خطر کې د اصولو له اچولو څخه پرته وشي.»

نوموړي وویل، «زه له نړۍ څخه غواړم چې لاس په کار شي او د افغانستان اقتصاد ته پیسې زرق کړي ترڅو د سقوط مخه یې ونیسي.»

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي،‌ کېدی شي چې نړۍ والې مرستې یا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکړل شي او هغوی په ترتیب سره په افغانستان کې افغانانو ته تنخواګانې ورکړي.

دا طریقه، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له خوا د منظور شویو استثنأتو په پام کې نیولو سره، وار له مخه د یمن په شمول په نورو هېوادو کې کارول شوې ده.

خو ګوتریش خبرداری ورکړ چې نړۍ واله ټولنه افغانستان ته په مرستو ورکولو کې ډېره ورو روانه ده، په داسې حال کې چې هلته بشری او اقتصادي بحران لږ تر لږه ۱۸ میلیونه خلک اغېزمنوي چې د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي.

هغه وویل، تر اوسه پورې د هېواد بېلابېلو برخو ته د طالبانو له خوا له کوم خنډ رامنځته کولو پرته نړۍ واله بشري مرسته رسول شوې او ان دا چې هغوی په دې برخه کې همکاري کړې او امنیت یې ورته برابر کړی دی.

ګوتریش وویل، «د بشردوستانه عملیاتو په ترڅ کې د پېښو شمېر په منظمه توګه راکم شوی دی.»

له ښځو او نجونو سره ژمنې

طالبانو په ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ کې د خپلې جابرانه واکمنۍ پر وخت چې تر ډېره یې ښځې له کار او ښوونځیو څخه ایسارې کړې وې، بد نوم ګټلی وو. په دې لړ کې هغوی د یوه نارینه خپلوان له ملتیا پرته له کور څخه د ښځو په وتلو باندې بندیز هم لګولی وو.

دا ځل هغوی ژمنه کړې وه چې یو ډېر معتدل حکومت به جوړ کړي، لاکن دا یې روښانه کړې چې هغوی به له شرعي قانون څخه د خپل تفسیر په اساس په سختو حدودو کې په افغانستان حکومت وکړي.

له دې سره سره چې په افغانستان کې نجونې اوس هم منتظرې دي چې ښوونځیو ته د تګ اجازه به ورکړل شي، لاکن دغه هیلې د کم رنګه کېدلو په لور روانې دي.

د طالبانو تر نویو محدودیتونو لاندې، نجونې اجازه لري چې یواځې تر شپږم ټولګي‌ پورې زده کړې وکړي، په داسې حال کې چې په خصوصي‌ پوهنتونونو کې به ښځې له سړیو څخه جلا کړای شي او یواځې هغه وخت د تګ اجازه لري‌ چې حجاب او نقاب واغوندي. دولتي پوهنتونونه ټول بند پاتې دي.

په هرات ښار کې د ۱۰م ټولګي یوې زده کوونکې نسیمې عظیمي وویل، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې نجونې د افغانستان ښوونځیو ته تګ ته منتظرې دي، لاکن د نجونو د تعلیم په هکله د طالبانو موقف لا تر اوسه پورې ناڅرګند دی.‌

عظیمي په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د نجونو په تعلیم باندې د بندیز له امله یې خفګان څرګنداوه، وویل، «ما له اقتصادي ستونزو سره سره زده کړې وکړې او هیله مې لرله چې یوه ورځ به ډاکتره شم.»

نسیمې وویل، په زرګونو با استعداده افغانې نجونې دې ته منتظرې دي چې ښوونځیو ته لاړې شي او غواړي چې د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي،‌ لاکن هغوی ته د دې کار اجازه نه ورکول کیږي.

هغې وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي،» او زیاته یې کړه چې طالبان باید د نجونو له خوا د زده کړو ترلاسه کولو څخه ونه وېرېږي.‌

هغې وویل هغه نه غواړي‌ چې هیلې یې د هغې د سترګو پر وړاندې په سیند لاهو شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان نه یوازې چې د ښځو تعلیم ته په اجازه نه ورکولو باندې ځانته کنده باسي او د نړیوالو له پامه غورځول کېږي بلکې د نړیوالو له خوا چې کومې مرستې پخوا کېدې تر دې وروسته به هېڅ کله ونه شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله څو ورځې مخکې وویل، طالبان به د نجونو له تعلیمه پرته د رسمیت پېژندلو صفر چانس ونه لري د ملګروملتو د سرمنشي مرستیاله زیاته کړه، تر څو چې د افغان نجونو تعلیم یقیني شوی نه وي، باید نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې فکر هم ونه کړي او که د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي، نو نه یوازې چې طالب به خیر ونه ګوري بلکې ولسونه به هم د ښې ورځې خاوندان نه شي، نړۍ نن سبا د یوه کلي په څېر شوې او طالب په دې ډول کارونو سره ځان په زوره ښيي چې دی په کلي کې له کلیوالو سره ګډ ژوند کول نه غواړي. کوم کس چې له کلیوالو لرې اوسي تل به یې رمه لېوانو داړلي وي.

ځواب ورکړئ