د ښځو حقوق

طالبانو په کابل کې ښځینه لاریونوالې د ټوپک د ډزو په وسیله خپرې کړې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

طالبانو د تلې په ۸مه د ښځو د حقونو یو کوچنی لاریون سخت وځاپه، هوایي ډزې یې وکړې او لاریونوال یې په شا وتمبول. د تېرې میاشتې په نیمایي کې د سخت دریځې اسلامي ډلې له خوا د نجونو د ښوونځیو له بندولو څخه وروسته، د شپږو ښځو یو ګروپ د کابل په ختیځه برخه کې له یوې لېسې څخه بهر راټول شو او ثانوي ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ غوښتنه یې وکړه. [ایمانویل پیوچوټ/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۸مه/ د ښځو د حقونو یو کوچنی لاریون په تاوتریخوالي سره وځاپه، هوایي ډزې یې وکړې او معترضینې یې په شا وتمبولې.‌

لاریونکونکې د ښځو یو شپږ کسیز ګروپ وو چې د کابل په ختیځه برخه کې له یوې لېسې څخه بهر راټول شوی وو او ثانوي ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ غوښتنه یې کوله. طالبانو د تېرې میاشتې په نیمایي کې هغوی ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړې.‌

ښځو داسې یو بینر لېږداوه چې پرې لیکلي وو «زموږ قلمونه مه ماتوئ، زموږ کتابونه مه سوځوئ، زموږ ښوونځي مه بندوئ». وروسته طالبانو دغه بینر ترې واخیست.‌

ښځو هڅه کوله چې خپل لاریون ته دوام ورکړي خو هغوی په شا وتمبولې، او یو بهرنی ژورنالست د ټوپک په وسیله ووهل شو او له عکس اخیستنې څخه منع کړای شو.

د طالبانو د ډلې یو غړی د تلې په ۸مه په کابل کې له یوه ښوونځي څخه بهر د یوه لاریون په ترڅ کې له ښځینه معترضینو سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې بل غړی یې هڅه کوي چې د خپل لاس په وسیله د کمرې مخه ونیسي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د طالبانو د ډلې یو غړی د تلې په ۸مه په کابل کې له یوه ښوونځي څخه بهر د یوه لاریون په ترڅ کې له ښځینه معترضینو سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې بل غړی یې هڅه کوي چې د خپل لاس په وسیله د کمرې مخه ونیسي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو یو غړی د تلې په ۸مه په کابل کې له یوه ښوونځي څخه بهر د ښځینه معترضینو له خوا د یوه لاریون د پوښښ پر وخت یو ژورنالست (چپ) ټېل وهي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو یو غړی د تلې په ۸مه په کابل کې له یوه ښوونځي څخه بهر د ښځینه معترضینو له خوا د یوه لاریون د پوښښ پر وخت یو ژورنالست (چپ) ټېل وهي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د ای اېف پي د ژورنالستانو په وینا چې د دغې ځپنې صحنه یې په خپلو سترګو لیدلې وه، د طالبانو د ډلې یوه غړي د خپل اتومات ټوپک په وسیله څو هوایي ډزې هم وکړې.‌

لاریونوالو، چې ځانونه یې «د افغان ښځینه فعالانو د خودجوشه حرکت» ګروپ غړې بللې، په ښوونځي کې پناه واخیستله.

د طالبانو یوه ساتونکي مولوي نصرت الله چې ځان یې په کابل کې د ځانګړیو ځواکونو قوماندان معرفي کړ، وویل، لاریونوالو «د خپل اعتراض په هکله له امنیتي مقاماتو سره همغږي نه وه کړې».

هغه وویل، «هغوی حق لري چې د بل هر هېواد په څېر زموږ په هېواد کې اعتراض وکړي، لاکن هغوی باید وار له مخه امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.»

تیارو ته د ښځو او نجونو ورټېل وهل

د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته د هرات په ګډون، چې د وږي په ۱۶مه دوه کسان په کې ووژل شول، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو په مشرۍ خواره واره لاریونونه وشول.

خو د حکومت له خوا د یوه خبرداري له خپرېدلو راهیسې اعتراضونه کمزوري شول، او طالبانو وویل چې د سرغړوونکیو پر ضد به «سخت قانوني عمل» وکړي.‌

شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې نجونې ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي.‌

طالبانو ویلي دي چې هغوی به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي خو لومړی «باید مناسب شرایط جوړ کړای شي»، په داسې حال کې چې ډېر افغانان په دې خبره شک څرګندوي.‌

د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو راهیسې، د هغوی عملونو په ټولنه کې د ښځو او نجونو رول کمزوری کړی دی.

دا وخت یواځې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته ځي.

طالبانو ویلي چې، په خصوصي پوهنتونونو کې، ښځې کولی شي یواځې په حجاب او نقاب کې صنفونو ته لاړې شي او هغوی به له سړیو څخه جلا کړای شي.

تر اوسه پورې ټول دولتي پوهنتونونه بند دي.‌

دغه راز، طالبانو کار ته د ښځو لاسرسی بند کړی، او چارواکي هغوی ته وایي چې د خپل امنیت لپاره دې تر هغه وخته په کورونو کې پاتې شي څو چارواکي وکولی شي د طالبانو له خوا د شرعي قانون تر سخت تفسیر لاندې د پردې کولو پروګرام پلی کړي.‌

د وږي په نیمایي کې، د کابل سرپرست ښاروال وویل چې د ښاروالۍ ټول هغه وظایف به چې پخوا ښځو ترسره کول، سړیو ته ورکړل شي.

له بشري حقونو څخه سرغړونې خفه کوونکې دي

د قطر او اروپایي اتحادیې جګپوړو دیپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو وروستۍ لړۍ «خفه کوونکې» وبلله او دوحې طالبان وهڅول چې د یوه اسلامي نظام د چلولو لپاره له قطر څخه زده کړه وکړي.

طالبانو تېره اونۍ په هرات کې د څلورو مشکوکو انسان تښتوونکیو جسدونه په عام محضر کې په کرینونو کې راوځړول. مشکوک کسان تر دې مخکې له طالبانو سره په وسله واله نښته کې ووژل شول او بیا یې جسدونه په عام ډول نندارې ته وړاندې کړای شول‌.‌

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په دوحه کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «هغه وروستي کارونه چې موږ په افغانستان کې لیدلي دي، بدبختانه چې ډېر خفه کوونکي دي. د دغو کارونو په ترڅ کې د پر شاتګ یو شمېر ګامونه اخیستل شوي دي.»

قطر،‌ تېره میاشت د امریکایي‌ ځواکونو له وتلو څخه وروسته، د زرګونو بهرنیانو او افغانانو په اېستلو کې د مرستې کولو، د طالبانو له نویو واکمنو سره د تعامل او د کابل هوایي ډګر کې د عملیاتو د ملاتړ کولو له امله، په افغانستان کې په یوه مهم شریک باندې بدل شوی دی.

شیخ محمد وویل، «موږ باید له هغوی سره تعامل ته دوام ورکړو او ترې وغواړو چې داسې کارونه ونه کړي،‌ او دغه راز موږ هڅه کوو طالبانو ته وښیو چې اسلامي هېوادونه خپل قوانین څنګه عملي کوي، او هغوی د ښځو له مسایلو سره څه وړ چلند وکړي.»

هغه وویل، «یو مثال د قطر دولت دی چې یو اسلامي هېواد دی؛ زموږ نظام اسلامي دی،‌ خو زموږ په حکومت کې په کاري ځواک او د لوړو زده کړو په څانګو کې د سړیو په نسبت ښځې ډېرې دي.»

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست رییس جوزېف بوریل چې د کتنو لپاره په دوحه کې دی، د جګپوړي قطري دیپلومات غږ غبرګ کړ او «په افغانستان کې ځینې وروستي پېښ شوي کارونه یې ډېر خفه کوونکي» وبلل.‌

هغه د دې ټکي‌ په زیاتولو سره چې هغه هیله من دی چې قطر به وکولی شي‌ له ملکي خلکو سره د چلند د ښه کولو په موخه د طالبانو د هڅولو لپاره، په دغې ډلې باندې له خپل «قوي اغېز» څخه استفاده وکړي، وویل، «راځئ هیله من واوسو چې موږ کولی شو د افغانستان حکومت بیا صحیح لوري ته سوق کړو.»

بد شګونونه

په هرات کې په عام محضر کې د مشکوکو انسان تښتوونکیو د جسدونو نندارې ته وړاندې کول تر ټولو غټه سزا وه چې طالبانو تېره میاشت د واک ترلاسه کولو راهیسې ورکړې ده.‌

دا د دې یوه نښه ګڼل کیږي چې سخت دریځي اسلامپالي به په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په ترڅ کې ورکول کېدونکیو سزاګانو ته ورته وېروونکي ګامونه بیا پورته کړي.

شیخ محمد په طالبانو باندې غږ وکړ چې «په تېرو کالونو کې شوې لاسته راوړنې وساتي او خوندي یې کړي» او نړۍ والې ټولنې ته یې خبرداری ورکړ چې افغانستان یواځې پرې نه ږدي.‌

شیخ محمد وویل، «د اسلامي هېوادونو لپاره دا ډېره مهمه ده چې طالبانو ته ښه مثالونه وښيي او په دې توګه د ښځو پر وړاندې د هر ناوړه چلند یا له شرعي قانون څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نجونې/ښځې حق لري چې زده کړې وکړي او که کله ترې دغه حق اخیستل کېږي ورته په کار ده چې په سوله ییز ډول لاریون وکړي، د وخت له واکمن سره خپلې غوښتنې شریکې کړي او په ډېر ښه شکل خپل پیغام ور ورسوي، کوم کار چې په اسانۍ کېږي په کار نه ده چې په زور وشي چې پایله یې بیا تاوتریخوالی وي. سمه ده چې طالبان د پخواني افغان حکومت په پرتله له زور کار اخلي خو عامو خلکو ته په کار ده چې دوی له نرمۍ کار واخلي او وار له مخه له طالب چارواکو سره خپلې خبرې شریکې کړي چې لاریون کوي... په هر حال د نجونو د ښونځیو دروازې باید بندې پاتې نه شي او که دغه چاره دوام وکړي لرې نه ده چې له ګړنګ لاندې وغورزېږو.طالبان باید په دې وپوهېږي چې د نجونو ښوونځي بندول او یا یې حقونه نه ورکول د دوی لپاره یو لوی سرخوږی جوړولی شي. مننه

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې د افغانستان په تېر نظام کې پراخ فساد موجود وه او په دغه فساد کې له چارواکو نه نیولې تر خارجیانو پورې بېلابېلو حلقاتو لاس درلود لاکن هغه نظام باید نه وای نړېدلی، د افغان نظام د تخریب لپاره د پاکستان هیله نه وای پوره شوې، هغه باید اصلاح شوی وای. د دوحې تړون کې چې امریکا له طالبانو سره کاوه باید د تړون درېیم لوری د افغانستان حکومت هم موجود وای یعنې د مثلث په شکل تړون باید شوی وای. طالبانو ته باید دومره امتیاز نه وای ورکول شوای. تاسو سوچ وکړئ چې د افغانستان حکومت د مذاکراتو له پیل نه تر پایه پورې په هیڅ غونډه کې ونه غوښتل شو، د امریکا او طالب تر منځ تړون وشو او افغان حکومت څنډې ته پرېښودل شو. اوس چې یو شمېر خلک وایي اردو جنګ ونه کړ،‌ نه اردو ملامته وه نه امنیت او نه پولیس، ملامتيا په ترتیب سره د پاکستان، امریکا، طالب، او بیا حکومت وه. ټولو له افغان ولس او عامو خلکو په ځانګې توګه له ښځو سره مساوی خیانت وکړ.

ځواب ورکړئ