زده کړه

د افغانستان پوهنتونونه د طالبانو له خوا د بندیزونو په لګېدلو سره شاړ شول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د وږي په ۱۵مه، په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو په بیا پیلېدلو سره یو محصل په یوه ټولګي کې دننه ناست دی. د طالبانو د حکم په اساس، هغه ښځې چې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته ځي هغوی باید چپن او نقاب چې د مخ ډېره برخه یې پوښلې وي، واغوندي، او ټولګي باید د جنسیت په اساس سره جلا وي یا لږ تر لږه د یوې پردې په وسیله سره جلا شوي وي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د وږي په ۱۵مه، په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو په بیا پیلېدلو سره یو محصل په یوه ټولګي کې دننه ناست دی. د طالبانو د حکم په اساس، هغه ښځې چې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته ځي هغوی باید چپن او نقاب چې د مخ ډېره برخه یې پوښلې وي، واغوندي، او ټولګي باید د جنسیت په اساس سره جلا وي یا لږ تر لږه د یوې پردې په وسیله سره جلا شوي وي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د تحصیلي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې پوهنتونونه تقریبا تش ول ځکه استادان او محصلین د طالبانو له خوا د ټولګیو لپاره د محدودوونکیو نویو قواعدو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

طالبانو ژمنه کړې چې په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د هغوی د لومړۍ واکمنۍ په نسبت به ډېره نرمي ولري. په هغه وخت کې په افغانستان کې د ښځو ازادۍ کاملا محدودې وې او هغوی اجازه نه لرله چې لوړې زده کړې وکړي.‌

دا ځل، دغه سخت دریځي اسلام پالي ګروپ ویلي چې ښځې اجازه لري ترڅو تر نوي رژیم لاندې خصوصي پوهنتونونو ته لاړې شي، خو هغوی د لباس په هکله قانون په ګډون له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي.

طالبانو وویل، ښځې یواځې هغه وخت کولی شي درسي ټولګیو ته لاړې شي چې چپن او نقاب یې اغوستي وي، او هغوی به له سړیو څخه جلا کیږي.‌

محصلین د وږي په ۱۶مه په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې په یوه ټولګي کې چې سړي او ښځې په کې د یوې پردې په وسیله سره جلا شوي دي، درس لولي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

محصلین د وږي په ۱۶مه په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې په یوه ټولګي کې چې سړي او ښځې په کې د یوې پردې په وسیله سره جلا شوي دي، درس لولي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

په کابل کې د غرجستان پوهنتون رییس نور علي رحماني چې د پوهنتون انګړ یې د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ تقریبا تش وو، وویل، «زموږ محصلینې دا نه مني، او موږ مجبور یو چې دا پوهنتون بند کړو.»

هغه زیاته کړه، «زموږ محصلینې حجاب یا چپنې اغوندي، خو نقاب نه اغوندي.»

د طالبانو د زده کړو مقاماتو د یکشنبې په ورځ یو اوږد سند صادر کړ چې په کې یې د ټولګیو لپاره اقدامات تشریح کړي، او وایي چې سړي باید له ښځو څخه جلا وي یا که په یوه ټولګي کې ۱۵ یا کم محصلین وي بیا باید د یوې پردې په وسیله سره جلا کړای شي.

رحماني ای اېف پي ته وویل، «موږ وویل چې موږ یې نه منو ځکه چې دا کار کول به سخت وي.»

هغه وویل، «دغه راز موږ وویل چې دا حقیقي اسلام نه دی؛‌ دا هغه څه نه دي چې قران کریم یې وایي.»

له اوس نه ایسته، په خصوصي پوهنتونونو کې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پای ته رسېدلو څخه وروسته ډېرو زیاتو محصلینو ورته مخه کړه، ښځو ته باید یواځې ښځینه استادانې یا «زاړه نارینه استادان» تدریس وکړي، او هغوی باید په داسې دروازه باندې ننوځي چې یواځې ښځې پرې ننوځي.

دغه راز، د ښځو صنفونه باید د سړیو له صنفونو څخه پنځه دقیقې مخکې رخصت شي چې له ټولګي څخه بهر له خپلو نارینه همصنفیانو سره د یوځای کېدلو مخه یې ونیول شي.

پوهنتون په آنلاین ډول د نارینه او ښځینه محصلانو یو عکس خپور کړ چې د یوې پردې په وسیله سره جلا شوي ول او نوي محدودیتونه یې په ګوته کول.

د پوهنتون د اقتصاد او ادارې د پوهنځي له خوا په فیسبوک شریکو شویو عکسونو شپږ ښځې چې حجابونه یې اغوستي‌ ول او لس نارینه محصلین په داسې حال کې ښودل چې د هغوی تر منځ د لګېدلې یوې خړې پردې په وسیله سره جلا شوي ول، او یوه نارینه استاد په سپینه تخته لیکل کول.‌

تر اوسه پورې، طالبانو د دولتي پوهنتونونو په هکله څه نه دي ویلي.

له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۴۰۰ کال پورې، ښځو د تعلیم او د افغانانو د ژوند په نورو برخو کې ډېر څه ترلاسه کړل. په ۱۴۰۰ کال کې،‌ په هرات ولایت کې د پوهنتون د کانکور ازموینه کې چې د غوایي ۳۰ - د غبرګولي ۱ واخیستل شوه، د ۴۰۰ محصلینو له جملې څخه ۵۶٪ یې ښځې وې، چې د ۱۳۹۹ په پرتله ۴٪ ډېرې وې.

په ولایتونو کې د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې له لیک او لوست څخه پاتې شوې وې، د سواد زده کړې کورسنه ترتیب او وړاندې کړای شول.

هر څه په بشپړ ډول بدل شول

معمولا به د سمستر په لومړۍ ورځ د پوهنتون صحن له محصلینو څخه چې د اوړي له رخصتیو څخه به راستانه شوي ول، ډک وو.‌

لاکن د دوشنبې په ورځ، د کابل په پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر ډېر کم وو، چې د تعلیمي‌ او تحصیلي برخې مشران یې حیران کړل چې له هېواد څخه د مغزونو د تیښتې په لړ کې څومره ځوان، با استعداده خلک تښتېدلي دي.‌

رحماني وویل، د هغو ۱۰۰۰ محصلینو له جملې څخه چې تېر کال په غرجستان پوهنتون کې شامل شوي ول، یواځې له ۱۰ څخه تر ۲۰٪ پورې محصلان د دوشنبې په ورځ راڅرګند شول.

هغه اټکل وکړ چې، د طالبانو له خوا د هېواد له نیولو څخه وروسته تر ۳۰٪ پورې د پوهنتونونو محصلینو افغانستان پرېښود.‌

د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي یوه استاد رضا رمضان وویل، ښځې پوهنتون ته د تګ پر وخت په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ وې.‌

هغه وویل، «کېدی شي چې د تلاشۍ په پوستو کې خطر وي.‌ ښایي چې طالبان د هغوی ټیلیفونونه او کمپیوټرونه وګوري.‌»

د کمپیوټر ساینس د ۲۸ کلن محصل امیر حسین لپاره د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته «هر څه په بشپړ ډول بدل شول.»

هغه وویل، «ډېر محصلین نور نه غواړي زده کړې وکړي ځکه هغوی نه پوهېږي چې د هغوی راتلونکی به څنګه وي.»

هغه وویل، «هغوی ډېری غواړي ترڅو له افغانستان څخه ووځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پوهنتونونه مو طالبانو راته شاړ کړل، پلونه او پلچکونه، روغتونونه او ښوونځي مو پاکستانیانو راته د ترهګرو د توظیف او تمویل له لارې خراب کړل او د کابل هوایي ډګر او هلته موجود وسایل مو نړۍ والو دوستانو راته خراب کړل. مونږ بدبخت خلک یو، هیڅوک زمونږ دوستان نشول.

ځواب ورکړئ