امنیت

طالبان اوس هم په لویو لارو له مسافرو څخه په زور پیسې اخلي او هغوی وژني

د هدایت الله راپور

هغه موټروانان چې په لویو لارو ډېر تګ راتګ کوي، وایي، طالبان د افغانستان په شمال ختیځ کې د لویو لارو په اوږدو کې ملکي خلک ځوروي او وژني، چې د سولې بین الافغاني خبرو لپاره هیلې مړاوې کوي.‌ [هدایت الله]

کندوز -- هغه موټروانان چې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو تر منځ په نښلوونکیو لویولارو باندې ډېر تګ راتګ کوي، په طالبانو باندې تور لګوي چې، له خلکو نه په زور پیسې اخلي، او هغه ملکيان او امنیتي منسوبین چې پیسې نه ورکوي، وژني.

دغه خونړي عملونه د سولې له هغه تړون څخه سرغړونه ده چې د کب په میاشت کې د طالبانو او د متحده ایالاتو د مرکچیانو تر منځ وشو، او د سولې بین الافغاني خبرو تهچې افغان حکومت او طالبان دواړه وایي چې ژر به پیل شي، زیان رسوي.

هغه موټروانان او مسافر چې په شمال ختیځو ولایتونو کې له لویو لارو څخه استفاده کوي د امنیت د ښه کېدلو غوښتنه کوي.

د عبدالقیوم حمیدي په نامه یوه ټکسیوان چې د کندوز - کابل په لویه لاره کار کوي، وویل، طالبان د بغلان ولایت په جر خشک، چارشنبه تپه، بایسقال، بغلان مرکزي او بالا دوري سیمو کې د تلاشۍ پوستې لري، او موټروانان او مسافر ځوروي.

دا عکس چې د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی د کندوز - تخار لویه لاره ښیي. [هدایت الله]

دا عکس چې د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی د کندوز - تخار لویه لاره ښیي. [هدایت الله]

هغه وویل، «زه له ۱۰ کالونو راهیسې په دې لویه لاره ټکسي چلوم. زه وینم چې طالبان د ملکي خلکو موټرونه دروي او تلاشي کوي. که هغوی حکومتي کارکونکي ومومي، له ځان سره یې بیایي.»

د کندوز د ټرانسپورټ ریاست یوه کارکونکي شریف الله غني زاده چې په تخار ولایت کې اوسیږي، وویل، هغه د طالبانو د تلاشۍ د پوستو له امله په تېر یوه کال کې نه دی توانېدلی چې خپل کور ته ستون شي.‌

هغه وویل، «زه دا زړه نه لرم چې د کندوز - تخار په لویه لاره کور ته لاړ شم. تېر کال، زه له خان اباد ولسوالۍ سره نږدې د طالبانو د تلاشۍ په پوستو وربرابر شوم. ډېره سخته وه چې پرې ور تېر شم.»

په زور پیسې اخیستل او ځورول

په بغلان کې یوه لارۍ چلونکي محمد اقبال سدید وویل،‌ د بغلان او سمنګان تر منځ هره ورځ په زرګونو موټرونه تګ راتګ کوي،‌ او طالبان له هر غټ او کوچني تجارتي موټر څخه پیسې اخلي.‌

هغه وویل، «طالبان له لاریو څخه د ۲۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ افغانیو (۲۶۲ - ۳۹۲ ډالرو) تر منځ او له کوچنیو موټرو څخه د ۵۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ افغانیو (۶۵ - ۱۹۶ ډالرو) تر منځ اخلي، او که کوم موټروان یې له ورکړې څخه انکار وکړي، هغوی یې موټر سوځوي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي فریداحمد سکندري وویل، «ما پخپله د چنګاښ په ۳مه چې له کندوز څخه مزارشریف ته مې سفر کاوه ولیدل چې طالبانو یو موټروان وروسته له هغه وویشت چې د بغلان ولایت په چشمه شېر کې یې د پیسو له ورکړې انکار وکړ.»

هغه وویل، «طالبانو د چشمه شېر په بازار سیمه کې د پیسو ټولولو ځای جوړ کړی دی.‌ د هر موټر تادیات یو له بل نه فرق لري. هغه لارۍ چې تېل او ګاز انتقالوي باید ۳۰۰۰۰ افغانۍ (۳۹۲ ډالر)، چې د ډبرو سکاره انتقالوي ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۳۱ ډالر) او عادي موټرونه ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۹ ډالر) ورکړي.»

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې یوه دوکاندار شېرمحمد عسکرزاده وویل،‌ طالبان په لویو لارو د ملکي خلکو موټر تلاشي کوي او د امنیتي منسوبینو په ګډون دولتي کارکونکي ځای په ځای وژني.

هغه وویل، «ما چې د غوایي په ۲۱مه له کندوز څخه تخار ولایت ته د خپل دوکان لپاره توکي راوړل، طالبانو زموږ موټر ودراوه او موږ ته یې امر وکړ چې ښکته شو.»

هغه وویل، «په موټر کې د افغان ملي اردو درې عسکرو په ملکي لباس کې سفر کاوه، خو طالبانو وپېژندل او زموږ په مخکې یې د سړک غاړې ته وویشتل او ووژل.»

د سولې تړون څخه سرغړونه

د کب په ۱۰مه د سولې د لاسلیک شوې هوکړې تر شرایطو لاندې، طالبانو ژمنه کړې وه چې د لویو لارو په مسافرو باندې به بریدونه نه کوي.

په کندوز ولایت کې د سیاسي چارو شنونکي عین الله ادیب وویل،‌ طالبانو نه یواځې د کندوز، بغلان، تخار او بدخشان په لویو لارو خپل تاوتریخوالی زیات کړی، بلکې همدارنګه ملکي خلک او امنیتي منسوبین وژني او مسافر ځوروي.‌

هغه وویل، «طالبانو د غبرګولي په ۱۵مه د کندوز - تخار د لویې لارې په اوږدو کې په خواجه پسته کلي کې یوه پوځي کاروان ته چې له کندوز څخه تخار ته روان وو، کمین ونیو.»

هغه وویل، «د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نږدې درې ساعته جګړه روانه او لویه لاره بنده وه. د ملکي خلکو موټرونه ایسار ول او درې ملکي مسافر ووژل شول.»

په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو متقاعد جګړن غلام مرتضی شفیق وویل، «له بده مرغه چې طالبان هېڅ تړون ته ژمن نه دي ځکه چې د هغوی پرېکړه د نورو خلکو په واک کې ده او هغوی خپلې ګټې په افغانستان کې د جګړې په دوام کې ویني.

»هغه وویل، «طالبانو په ډېرو حالتونو کې له متحده ایالاتو سره له خپل کړي تړون څخه سرغړونه کړې،‌ چې ښیي چې هغوی په سوله باندې،‌ چې د افغانستان د خلکو پخوانۍ هیله ده، باور نه لري.»

هغه وویل،‌ «هغوی له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي بلکې جنګ او تاوتریخوالی او په لویو لارو باندې بریدونه یې زیات کړي او دایمي اوربند کول یې رد کړي دي.»

د لویو لارو د بندولو لپاره هڅې

ځایي چارواکو وویل، طالبانو د چنګاښ په ۴مه د چشمه شېر په سیمه کې په بغلان - سمنګان لویه لاره باندې حمله وکړه او هڅه یې وکړه چې بنده یې کړي، خو امنیتي ځواکونو زرغبرګون وښود.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، د افغان ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او ملي پولیسو د چټک غبرګون ځواکونه راورسېدل.‌

هغه وویل، ۹ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.‌

بشارت وویل، «په وژل شویو کې د طالبانو د بمي بریدونو د مسؤل قاري صلاح الدین یو خپلوان قاري جمعه ګل چې د متقي په نامه مشهور وو هم شامل دی.»

د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند ډګروال عبدالهادي جمال وویل، د وري له لومړیو څخه په شمال ختیځو ولایتونو کې په لمړۍ لویه لاره، په ځانګړې توګه هغو لویو لارو چې کندوز، بغلان،‌ تخار، او بدخشان ولایتونه یو له بل سره نښلوي، د امنیت ټینګولو مسؤلیت افغان ملي اردو ته ور په غاړه شوی دی.‌

هغه وویل، «زموږ ځواکونه د دغو لویو لارو په کمزورو برخو کې د تلاشۍ پوستې، امنیتي اډې او ګرځنده واحدونه لري،» او زیاته یې کړه چې هغوی کولی شي چې «د طالبانو بریدونه په چټکۍ سره په شا وتمبوي.»

هغه وویل، «موږ په تېرو درې میاشتو کې د کندوز په لویه لاره د طالبانو درې غټ بریدونه په شا تمبولي او طالبانو ته مو درانه تلفات وراړولي دي.»

هغه وویل، «په لویو لارو امنیتي ګواښونه د پامیر قول اردو لپاره یو جدي لومړیتوب دی. موږ به ډېر ژر تصفیوي عملیات پیل کړو چې په دغو لویو لارو باندې ترهګر ګروپونه له منځه وېسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا بهتره ده چې موټروانان محصول طالبانو ته ورکړي ځکه چې طالبان به د هغوی موټر وسوزوي او هغوی به په ډزو وولي.‌ د محصول اندازه شاید له پنځو څخه تر لسو زرو افغانیو پورې وي، خو د هغوی ژوند او ملکیت به خوندي وي.‌ دوه ورځې مخکې، زه له پل خمري څخه مزار ته راتلم،‌ طالبانو دوه غټو د تېلو ټانکرونو ته اور ور اچولی وو.‌ د یوه موټر قېمت ۵۵ زره ډالر دی او د تېلو قېمت به یې څو وي؟‌ دا به غوره وای چې که هغوی محصول طالبانو ته ورکړی وای.‌ دا اوس زمونږ په هېواد کې یوه بدبختي ده. طالبان د افغانستان په ۵۰ سلنه خاوره باندې واکمن دي.‌ نو موټروانان او سوداګر مجبور نه دي چې له طالبانو سره ټینګ شي یا مقاومت وکړي او د محصول له ورکړې څخه مخ وګرځوي.

ځواب ورکړئ