امنیت

په بغلان کې د موټروانانو له خوا د پیسو نه ورکولو څخه وروسته طالبانو ټانکرونو ته اور ورته کړ

د هدایت الله راپور

د تېلو ټانکرونه د مرغومي په ۲۶مه د کابل - بغلان د لویې لارې په اوږدو کې د سورۍ تیږې په سیمه کې د طالبانو له برید څخه وروسته د سوځېدلو په حال کې لیدل کیږي. [حمید شېرزی]

د تېلو ټانکرونه د مرغومي په ۲۶مه د کابل - بغلان د لویې لارې په اوږدو کې د سورۍ تیږې په سیمه کې د طالبانو له برید څخه وروسته د سوځېدلو په حال کې لیدل کیږي. [حمید شېرزی]

کندوز -- امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ /د مرغومي ۲۶مه/ وویل، په بغلان ولایت کې طالب اورپکو شپږو د تېلو ټانکرونو ته چې د خصوصي شرکتونو له خوا چلېدل اور ورته کړ او لږ تر لږه څلور موټروانان یې وروسته له هغه وتښتول چې اورپکو ته یې د پیسو له ورکولو څخه انکار وکړ.‌

ځینو سرچینو وویل د پېښې په ترڅ کې د طالبانو د تلاشۍ په موقته پوسته کې شپږ تنه موټروانان تښتول شوي دي.

ټانکرونو خصوصي پمپ سټېشنونو ته تېل انتقالول چې د کابل - بغلان په لویه لاره د دوشي ولسوالۍ په سورۍ تیږه سیمه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې پرې برید وشو .‌

د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري وویل، «له بده مرغه چې طالبان تل داسې جنایتونه ترسره کوي.»

هغه وویل، «یواځې هغه کسان چې دغې ډلې ته مالیه ورکوي کولی شي چې د کابل - بغلان په لویه لاره سفر وکړي،» او زیاته یې کړه چې که موټروانان د پیسو له ورکولو څخه انکار وکړي هغوی د برید له خطر سره مخامخ کیږي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، طالبانو غوښتل چې په سیمه کې د تېلو ۱۰ نورو ټانکرونو ته هم اور ور واچوي.

هغه وویل، خو مخکې له دې چې هغوی دا کار وکړي امنیتي ځواکونه سیمې ته ور ورسېدل.

ځورول او په زور پیسې اخیستل

شاه ولي یقین چې د بغلان - بلخ په لویه لاره یوه لارۍ چلوي، وویل، طالبانو د بغلان - بلخ د لویې لارې په چشمه شېر او د بغلان - کندوز د لویې لارې په وچه ویاله سیمه کې د تلاشۍ موقتې پوستې جوړې کړې وې.

هغه وویل، د تېر کال په دوران کې، هغوی له هغو موټروانانو څخه چې د تلاشۍ په دغو پوستو باندې ورتلل پیسې اخیستلې او په ځینې حالتونو کې یې دا کار په زور کاوه.

یقین وویل، «طالبان له لاریو څخه د هغو بارونو په پام کې نیولو سره چې هغوی بار کړي وي له ۵۰۰۰ څخه نیولې تر ۳۰۰۰۰ افغانیو (۶۵ - ۳۸۵ ډالرو) پورې مالیه اخلي.»

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې موټروانان نشي کولی دومره پیسې وګټي چې د طالبانو تادیات پرې وکړي، وویل، «موږ له دغه حالت نه پوزې ته رسېدلي یو.»

هغه وویل، «حکومت باید زمونږ غږ واوري.»

د بغلان سوداګرو او اوسېدونکیو په طالبانو باندې غږ کړی چې له حکومت سره خپل اختلافات په دوحه کې د مذاکراتو پر مېز حل کړي او په افغانستان کې موجودې ستونزې پای ته ورسوي.

د بغلان ولایت د پلخمري اوسېدونکي نقیب الله رحماني وویل، «طالبان باید د سیاسي امتیاز د ترلاسه کولو لپاره زموږ بې ګناه ملکي خلک،‌ په ځانګړې توګه سوداګر ونه ځوروي.»

هغه وویل، «دا کار کولی شي چې هغوی زړه توري کړي او خپل سوداګریز فعالیتونه ودروي،» او په طالبانو باندې یې تور ولګاوه چې غواړي «دا هیواد ویجاړ کړي».‌

د نه منلو وړ چلند

له درې میاشتو څخه ډېر وخت وشو چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې روانې ديخو طالبانو د تاوتریخوالي ترسره کولو ته دوام ورکړی دی.‌

د مدني ټولنې فعالان دغه کار ته د فشار د اعمال د وسیلې په سترګه ګوري، او وایي چې طالبانو د دې لپاره خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی چې حکومت کمزوری او داسې وښیي چې نشي کولی د هغوی جنایتونه ودروي او په دې توګه په قطر کې امتیازات ترلاسه کړي.

په بغلان کې د مدني ټولنې فعال محمد مشال شهیر وویل، «له بده مرغه چې طالبان د نورو او لا نورو جرمونو ترسره کولو ته دوام ورکوي او په دې توګه غواړي چې په افغان عوامو او حکومت باندې خپلې غیرمشروع غوښتنې تحمیل کړي.»

د بغلان د ولایتي شورا غړي سمیع الدین ناظر وویل، دا چلند د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.‌

ناظر وویل، «ټانکرونو ته اور اچول د هیواد اقتصاد ته غټ زیان ور رسوي او کولی شي چې د تېلو د قېمتونو په لوړېدلو باندې مستقیما اغېز وکړی.‌

د بغلان د لویو لارو خوندي کول

د امنیه قوماندانۍ ویاند بشارت وویل، حکومتي ځواکونو تېره اونۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د بغلان د لویې لارې په اوږدو کې د چشمه شېر او کېله ګي په سیمو کې د طالبانو له خوا «په زور د پیسو اخیستلو پوستې» ویجاړې کړې.‌

هغه وویل، طالبان له یوې فاصلې څخه د تېلو په ټانکرونو بریدونه کوي چې دا د هغوی د زیاتېدونکې کمزورې یوه نښه ده.

هغه وویل، «طالبان نور نشي کولی چې له حکومتي ځواکونو سره مخامخ جنګ وکړي، له دې امله، هغوی د تاوتریخوالي د خپرولو لپاره بېلابېلو نورو لارو ته مخه کوي.»

بشارت وویل، «موږ د بغلان د لویو لارو د ښه خوندیتابه او په زور د پیسو اخیستنې او د تېلو د ټانکرونو د سوځېدنې د مخنیوي لپاره ګزمې فعالې کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول اړخونه د دې غریب ملت پر وړاندې ظلم کوي. طالبان او حکومت دواړه پرې ظلم کوي. افغان سوداګر دوو حکومتونو، هم افغان حکومت او هم د طالبانو اسلامي امارت ته مالیه ورکوي. له دې امله، د لومړنیو توکو قیمتونه ورځ تر بلې لوړیږي، او زیانونه یې غریبو خلکو ته ور رسیږي. د افغانستان مظلوم خلک یو حکومت غواړي، دوه نه.

ځواب ورکړئ

یا طالبان انتخاب کړئ یا حکومت

ځواب ورکړئ