امنیت

طالبانو د فاریاب - بلخ په لویه لاره لارۍ وتښتولې او له چلوونکو څخه یې په زور پیسې واخیستلې

د هدایت الله راپور

یوه لارۍ د لیندۍ په ۷ مه د بغلان - کندوز د لویې لارې په اوږدو کې توکي انتقالوي. [هدایت الله]

یوه لارۍ د لیندۍ په ۷ مه د بغلان - کندوز د لویې لارې په اوږدو کې توکي انتقالوي. [هدایت الله]

کندوز -- ځایي چارواکي او سوداګر وایي، چې له افغانانو څخه د قېمتي توکو د غلا کولو په لړ کې په یوه وروستۍ هڅه کې طالب اورپکو د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې ۲۲ لارۍ، چې تېل او نور توکي په کې بار ول، وتښتولې.

یاغیانو دا ۱۴ لارۍ او ۸ د تېلو ټانکرونه د فاریاب ولایت د اقینې بندر او د بلخ ولایت د مزارشریف تر منځ په لویه لاره له افغان سوداګرو او تجارانو څخه ونیول.

اقینه بندر، چې له ترکمنستان سره په سرحد باندې پراته اندخوی ښار څخه ۳۵ کیلومتره فاصله کې پروت دی، د وچې یو تجارتي بندر دی چې افغانستان له منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادونو سره نښلوي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل، «د مرغومي په ۲۲مه طالبانو دغه لارۍ یوه نامعلوم ځای ته بوتللې.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هڅې روانې دي چې دا لارۍ او توکي یې له طالبانو څخه بېرته ترلاسه کړای شي،»

هغه وویل، «د بلخ محلي واکمني او امنیتي ادارې به غافل او بې تفاوته پاتې نشي... او په دې لاره به ژر په امنیتي وضعه کې مثبت بدلونونه راوستل شي،»

غلا او په زور پیسې اخیستل

په ورته وخت کې، د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سلواغې په ۱۵مه په فیسبوک په یوه پست کې وویل، چې طالبانو د جوزجان - بلخ په لویه لاره د تېلو دوه نور ټانکرونه، چې خصوصي شرکتونو پورې اړوند ول، غلا کړي دي.‌

افغان ملي اردو د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته، وویل، عسکرو ۱۲ عرادې، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې غلا کړې وې، بېرته ترلاسه کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي، «طالبانو دا وړتیا له لاسه ورکړې چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي او اوس هڅه کوي چې بې ګناه خلک ووېروي او د هغوی شتمني غلا کړي،»

د فیض اباد ولسوال الف شاه د مرغومي په ۲۳مه په فاریاب ولایت کې خبریالانو ته وویل، «د طالبانو هدف پیسې دی، چې د هغو لپاره هغوی حاضر دي چې هر جنایت ترسره کړي،»

هغه وویل، د شبرغان او مزارشریف د نښلوونکې لویې لارې یوه برخه امن ده، خو د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د پل عاقل ګدا سیمې او د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ تر منځ برخه یې نا امنه ده.‌

شاه وویل، طالبانو د سړک دواړو غاړو ته د تلاشۍ پوستې خرابې یا حتی ویجاړې کړي څو موټروانان ژوبل کړي او ویې وېروي.

سوداګر او پانګه وال اندېښمن دي

د بلخ ولایت یوه سوداګر، محمود رحمتي، وویل، طالبان په دې لاره د چلوونکیو وېرولو ته دوام ورکوي. هغه خبرداری ورکړ، چې که امنیت بیا ټینګ نشي، کیدای شي چې اقتصاد ته ضربه ورسیږي او عام خلک له ستونزو سره مخامخ شي.

هغه د مرغومي په ۲۴مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ اندېښنه لرو چې طالبان به زمونږ موټر چلوونکي ووژني او سوداګریزو توکو او مالونو ته به مو،‌ چې مونږ د سخت کار په نتیجه کې او په ډېره سختۍ ترلاسه کړي دي، اور ور واچوي،»

هغه وویل، «طالبانو پخوا له سوداګرو څخه غوښتي وو چې هغوی ته د خپلو مالونو مالیه ورکړي. ځینې سوداګرو غوښتل شوې مالیه ورکړې، په داسې حال کې چې ډېرو نورو د طالبانو دا غوښتنه بابېزه ګڼلې ده.»

هغه وویل، «حکومت باید زمونږ لویې لارې خوندي کړي څو مونږ وکولی شو چې په ارامۍ سره خپل کار ته دوام ورکړو او سوداګري وکړو،»

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس، نصیراحمد قاسمي، وویل، «د تېرو دوه کالو په ترڅ کې په لویو لارو باندې وضعه خرابه ده، او اکثر سوداګر او موټروانان په کې له ستونزو سره مخامخ دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په بلخ ولایت کې لویې او وړې پانګونې موجودې دي،‌ او هغه نوې فابریکې، چې دلته جوړې شوي دي، د حکومت او همدارنګه د خصوصي سکټور دواړو جدي ملاتړ ته ضرورت لري،»

هغه وویل، «دا هڅې، چې په مزارشریف کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې راجلب کړای شي، ډېرې مؤثرې ګرځېدلې دي، او حکومت باید سوداګرو ته د اړتیا وړ اسانتیاوې او تشویقۍ برابرې کړي،»

د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې

د بلخ ولایت یوه سوداګر، سید طاهر روشن، سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا، له اقینې بندر څخه په ټرانزیټي لاره او هغې لویه لاره چې بلخ او جوزجان سره نښلوي، ترسره کېدونکي بریدونه د دې سبب شوي چې سوداګر په خپلو سوداګریزو فعالیتونو کې علاقه مندي له لاسه ورکړي،»

هغه وویل، «د طالبانو له خوا دغه ډول کارونه د دې سبب شوي چې افغان سوداګر بهرنیو کمپنیو ته په منل شویو نېټو د تادیاتو په ورکولو کې پاتې راشي... او بهرنۍ کمپنۍ له محلي سوداګرو سره چې هغوی ورسره قراردادونه لري، علاقه مندي کمه کړي،»

په اقینه بندر او بلخ ولایت کې یوه ټانکر چلوونکي، حشمت الله محمدي، چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، طالبان له موټر چلوونکیو څخه په زور مالیات اخلي او په بدل کې یې هغوی ته لاره ورکوي چې شیان او توکي انتقال کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که مونږ هغوی ته غوښتل شوی مبلغ ورکړو، بیا ستونزه نه وي، خو که رد یې کړو، هغوی زمونږ ملکیت نیسي او تر هغه وخت پورې زمونږ موټرونه ایساروي چې تادیات ورته وکړو.»

هغه وویل، غلا شویو لاریو ټولو خواړه او نور مجاز مالونه انتقالول.

محمدي وویل، «په نورو ټکو، د نشه ییزو توکو د قاچاق، د وسلو د قاچاق یا د غیرمجاز توکو انتقال په کې نه دی شوی، له دې امله، طالبان دا کار یوازې د دې لپاره کوي چې داسې پیسې ترلاسه کړي چې هغوی یې 'مالیه' بولي.»

غیرقانوني مالیات

د طالبانو له خوا د ټرانزیټي دهلېزونو په اوږدو کې په ناقانونه توګه د مالیاتو ټولول دغه ګروپ ته دا وړتیا ورکوي چې ځانونه د افغانستان د خلکو او حکومت پر ضد لا نور تجهیز کړي.‌

میر احمد حیدري، چې ۳۸ کاله عمر لري او په سمنګان ولایت کې د یوه شرکت لپاره د تېلو د ټانکر چلوونکي په توګه کار کوي، وویل، «طالبان له هرې عرادې څخه د مالیاتو په نوم له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ افغانیو (۶۷ - ۹۳ ډالر) ټولوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د غوښتل شویو مالیاتو له ټولولو څخه وروسته، طالبان لارۍ چلوونکي ته داسې ټکټ ورکوي چې د [تش په نامه] اسلامي امارت مهر پرې لګېدلی دی،»

هغه وویل، «د دغو مالي امکاناتو په کارولو سره، طالبان ځانونه تمویل او تجهیزوي، چې وروسته د افغانستان د خلکو او حکومت پر ضد جنګ وکړي،»

طالبانو له دې تکتیک څخه د تېر کال په وروستیو کې د فراه - هرات او هرات - کابل د لویو لارو په اوږدو کې کار واخیست.

طالبانو د ناقانونه دخولي نقطو له جوړولو څخه وروسته، د سوداګریزو مالونو د ارزښت په اساس له موټروانانو څخه «مالیات» اخیستل او د تش په نامه اسلامي امارت په مهر ټاپه شوي رسیدونه یې ورکول.

د جعلي مالیاتو د ودرولو لپاره، افغان امنیتي ځواکونو د لویو لارو په اوږدو کې ګزمې زیاتې کړې،‌ او په اورپکو یې زور راوړ چې د تلاشۍ یا دخولي نقطې ړنګې کړي او وتښتي.‌

د طالبانو د مالیاتو د ردولو له امله موټروانان ووژل شول

طالبان د موټر چلوونکیو د وېرولو او له هغوی څخه په زور د پیسو اخیستلو تاریخچه لري،‌ چې شیان او موټرونه غلا کوي، او حتی چلوونکي یرغمل نیسي.

د لیندۍ په ۱۰ مه، طالبانو د سمنګان ولایت د صوف درې ولسوالۍ په چیچل دره سیمه کې خواوشا ۷۰ عرادې او د مسافرو په شمول ۱۲۰ افغانان او د سکرو د لاریو چلوونکي ونیول او یوه نامعلوم ځای ته یې بوتلل.

طالبانو د هغوی له ډلې څخه یو شمېر وروسته له هغه خوشې کړل چې غوښتل شوي مالیات یې تادیه کړل.

خو د ځایي چارواکو په وینا، ځینې موټروانان او د هغوی موټرونه تر اوسه پورې هم له طالبانو سره ایسار دي. ولایتي شورا او ځایي مشران د هغوی په راخلاصولو کار کوي.‌

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وایي،‌ چې د اورپکو له خوا د موټروانانو د تښتولو علت دا وو چې لارۍ چلوونکیو طالبانو ته د غوښتل شویو پیسو له ورکړې څخه انکار کړی وو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د موافقې په اساس، چلونکي مجبور ول چې طالبانو ته هر ځل، چې هغوی له لارې څخه استفاده کوي، ۵۰۰۰ افغانۍ (۶۷ ډالر) ورکړي. وروسته له هغه چې یو شمېر چلوونکیو طالبانو ته له تادیاتو څخه انکار وکړ،‌ اورپکو هغوی وتښتول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د هغه هېواد لپاره یو شرم دی چې نه غواړي د یوه روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي بلکې هغوی یوازې د خلکو ژوند ویجاړوي.

ځواب ورکړئ