جرم او انصاف

د افغان کومانډویانو له خوا ژغورل شویو بندیانو د طالبانو د ظلمونو کیسې وکړې

د محمد قاسم راپور

افغان کومانډویان د سلواغې په ۲۸مه په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ژغورل شویو بندیانو سره د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو]

افغان کومانډویان د سلواغې په ۲۸مه په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ژغورل شویو بندیانو سره د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو]

کندوز -- افغان کومانډویانو د چارشنبې په شپه /د سلواغې ۲۹مه/ د ژغورنې د ورته عملیاتو د لړۍ په وروستۍ کړۍ کې په کندوز ولایت کې ۲۴ تنه بندیان د طالبانو له یوه زندان څخه را ازاد کړل.

د ځانګړیو عملیاتو قول اردو وویل، د کومانډو واحدونو د کندوز ولایت د اقتاش ولسوالۍ په کابلي قشلاق کلي کې د طالبانو یو زندان ویجاړ کړ.‌

هغوی ۲۴ کسان چې طالبانو بنديان کړي وو راخوشې کړل. د بندیانو په ډله کې ۱۶ تنه د افغان ملي اردو غړي،‌ دوه پولیس افسران، څلور کومانډویان، یو د ملي امنیت ریاست غړی او یو ملکي کس شامل ول.

څو ورځې مخکې، د دوشنبې د شپې په عملیاتو کې، افغان کومانډویانو په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۷ تنه ملکیان او ۲۵ تنه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو غړي راخلاص کړل.

د افغان کومانډویانو له خوا ژغورل شوي ملکي کسان د سلواغې په ۸مه په بغلان ولایت کې لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت له خوا خپور شوی عکس]

د افغان کومانډویانو له خوا ژغورل شوي ملکي کسان د سلواغې په ۸مه په بغلان ولایت کې لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت له خوا خپور شوی عکس]

د ځانګړیو عملیاتو قول اردو وویل، هغه عملیات د بغلان جدید ولسوالۍ په علي خواجه کلي کې ترسره شول.

د سلواغې په ۷مه، افغان کومانډویانو د بغلان ولایت له ډنډ شهاب الدین سیمې سره نږدې د طالبانو له یوه زندان څخه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۲ منسوبینو په ګډون ۳۲ کسان وژغورل.

د ډنډ شهاب الدین له زندان څخه ژغورل شویو کسانو د هغې شکنجې او ځورونې کیسې وکړې چې هغوی د طالبانو په لاس د توقیف په ترڅ کې لیدلې وې.

د طالبانو له خوا شکنجه شوي

۳۸ کلن محمد صابر چې د بغلان له یوه زندان څخه راخلاص شوی دی، وویل چې طالبانو نوموړی په تېره لیندۍ کې د بغلان په جر خشک سیمه کې هغه وخت وتښتاوه چې له کندوز څخه کابل ته په لاره وو.‌

هغه وویل، «طالبانو زه ووهلم ځکه هغوی فکر کاوه چې زه له حکومت سره کار کوم،‌ او هغوی غوښتل زه اعتراف وکړم چې زه دولتي کارمند یم، خو زه دوکاندار یم، او ما غوښتل چې له کابل څخه کندوز ته د خپل دوکان لپاره توکي راوړم.»

صابر وویل، طالبانو به هغه کسان چې د دوې پوښتنو ته مفصل ځوابونه نه ورکول په سوکانو، لغتو، قمچینو وهل او برقي شاټونه به یې ورکول او په زوره به یې اعترافونه ترې اخیستل. هغوی د دې پروا نه کوله چې دا اعترافونه صحیح دي که غلط.

هغه وویل، «هغوی بندیانو ته په ورځ کې یواځې یو ځل خواړه ورکول. خلکو به یوه ډوډۍ سره په شریکه خوړله.»

یوه بل ازاد شوي بندي عبدالصبور سیدي وویل، «د مرغومي په ۱۹مه زه د بغلان - بدخشان په لویه لاره بدخشان ته په سفر روان وم چې طالبانو د بغلان ولایت په حسین خېلو سیمه کې زموږ موټر ودراوه او موږ څو کسان یې وتښتولو.»

سیدي چې ځان یې یو «ټیټ رتبه دولتي مامور» وښود او ویې ویل چې کابل ته د څه کار لپاره تللی وو، وویل چې د بند پر وخت هغه او نور «په یوه کنډواله کور کې» ساتل کېدل.‌

هغه وویل، «طالبانو وکولی شوای چې په څو دقیقو کې دننه زما په هکله ټول معلومات ومومي.‌ هغوی معلومه کړه چې زما وظیفه څه ده او چېرې کار کوم، او ان دا چې د استخدام د ثبت په ډېټابېس کې یې راته زما عکس وښود.»

سیدي وویل، «ما د طالبانو په زندان کې ۱۸ ورځې تېرې کړې چې په دې ترڅ کې ما ډېرې له وحشت نه ډکې ورځې ولیدلې، او له ډاره زه ویده کېدلی نشوای.»

هغه وویل، «هره شېبه، ما داسې احساس کاوه چې کېدی شي زه دغه ورځ یا په ورپسې ورځ ووژل شم، خو کومانډویان د نجات د پریښتو په ډول راورسېدل او موږ یې د طالبانو له شکنجې څخه خلاص کړو.»

د افغان ملي اردو عسکر عبدالفتاح صمدي وویل چې د طالبانو په زندان کې د هغه دماغي روغتیا خرابه شوه.‌ هغه وویل چې هغه پرله پسې د خپلې کورنۍ په هکله فکر کاوه او وارخطا وو چې که هغه مړ شي ښځه او ماشومان به یې څه کوي.

هغه وویل، «کله چې زه د طالبانو له زندان څخه ازاد شوم، ما داسې احساس وکړ لکه بیا چې زېږېدلی یم،» او زیاته یې کړه چې هغه به هېڅکله هم هغه احساس هېر نه کړي.

صمدي وویل، «د طالبانو په نظام کې قانون یا انصاف نشته.»

د ملکي خلکو پر وړاندې وحشیانه چلند

په بغلان کې د سیاسي چارو یوه شنونکي غلام فاروق فاروقي وویل، طالبان ملکي خلک او امنیتي منسوبین بندي کوي چې له هغوی څخه د بندیانو د تبادلې په سلسله کې د فشار د اعمال په توګه کار واخلي.‌

هغه وویل، اکثر بندیان ملکي خلک دي چې له حکومت سره هېڅ تړاو نه لري.‌

په بغلان کې د مدني ټولنې یوه فعال خالد شریفي وویل، طالبان په وروستیو اونیو کې ډېر کسان تښتوي او غواړي چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «زموږ معلومات ښیي چې طالبانو په بغلان ولایت کې په بندیانو باندې څاګانې او تونلونه اېستلي دي.»

د بغلان ولایت د ملکي خلکو د خوندیتابه د ګروپ رییس عبدالرحیم اریا وویل، «موږ په بغلان کې د ملکي خلکو د راتلونکي په هکله اندېښنه لرو ځکه چې د تښتونو او تلفاتو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.»

اریا وویل، یواځې د مرغومي په میاشت کې په ډنډ غوري او بغلان مرکزي ولسوالیو او پلخمري ښار کې د یو شمېر ماشومانو په ګډون تقریبا ۵۰ ملکي کسان وژل شوي یا ټپي شوي دي، او زیاته یې کړه چې، «موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې ... د ملکي خلکو ژوند ته درناوی وکړي.»

د لویو لارو ښه شوی امنیت

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، د افغان ملي اردو عسکرو د مرغومي په میاشت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ‌ کې د بغلان - سمنګان په لویه لاره د چشمه شېر په سیمه کې د طالبانو د تلاشۍ پوستې ویجاړې کړې.‌

هغه وویل، له هغه وخت راهیسې د طالبانو داسې مشخص موقعیتونه نه دي معلوم چې هلته خلک ځوروي یا پیسې ترې په زور اخلي.‌

بشارت وویل، د بغلان امنیتي ځواکونو د طالبانو د ویجاړونکیو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د بغلان - کابل، بغلان - کندوز او بغلان - سمنګان په لویو لارو خپلې ګزمې او ګرځنده تلاشیانې زیاتې کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د حکومت په بندیانو کې د ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د زاړه سړي موجودیت ډېر ټکان ورکوونکی دی. د هغه سړي عمر خواوشا ۷۰ کاله دی، او د هغه باید درناوی شوی وای، خو دښمن هغه په زندان کې ساتلی وو. ښایي دغه سړي د بند په موده کې میاشتې میاشتې په ډېر بد حالت کې تېرې کړې وي، خو له نېکه مرغه چې د هېواد زړورو کومانډویانو هغه خلاص کړ.‌ دښمن دومره سپین سترګی وو چې د هغه له سپینې ږیرې څخه هم نه شرمېده او هغه یې بندي کړی وو.

ځواب ورکړئ

افغان کومانډویان په ټولوعملیاتو کې بریالي دي او طالبان نشي کولی چې د هغوی پر وړاندې جګړه وکړي. افغان حکومت باید په افغان کومانډو ځواک باندې ډېره پانګونه وکړي او شمېر یې زیات کړي او د افغان ملي اردو شمېر کم کړي، ځکه چې افغان ملي اردو دومره ډېرې لاسته راوړنې نه دي لرلي. د کومانډویانو شمېر د هغو امنیتي ګواښونو په پرتله چې د هېواد او حکومت پر وړاندې موجود دي ډېر کم دی.‌ ډېر دلایل شته چې ولې افغان کومانډویان په جنګ کې له عادي عسکرو څخه ډېر بریالي دي. ۱. د افغان ملي اردو اکثر کومانډویان باسواد او تعلیم یافته دي. په عملیاتو کې، هغوی لږې تېروتنې کوي. هغوی اکثر وختونه هدف ولي، خو اکثرعادي عسکر بې سواد دي، او د دښمن د په نښه کولو پرځای ملکي خلک په نښه کوي. ۲. په کومانډویانو باندې ډېرې پيسې لګول کیږي، او هغوی خپل ډېر وخت په روزنه باندې لګوي، نو له فزيکي پلوه هغوی د نورو عسکرو په نسبت ډېر پیاوړي دي. ۳. کومانډویانو ته د نورو په نسبت ښې تنخاګانې ورکول کیږي او هغوی ته ډاډ ورکول کیږي چې هغوی ښه عاید لري، او هغوی د خپلو کورنیو د فقر او لوږې په هکله اندېښنه نه لري. که زه د حکومت پر ځای وای، ما به د کومانډویانو شمېر دوه لکو ته زیات کړی وای او د میاشتې به مې لږ تر لږه ۵۰۰ ډالر ورکولی. که حکومت دا کار وکړي، نه یوازې دا چې کومانډویان به د داخلي دښمن پر ضد بریالي شي، بلکې همدارنګه هغوی به دې ته چمتو شي چې د پاکستان او ایران پر ضد هم جنګ وکړي.‌

ځواب ورکړئ

زه پخپل ملی او امنیتی ځواکونو خاص کر د ملی امنیت خاثو قوتونو او کمنډویانو ویاړم. او یوه غوښتنه لرم چی نور دی د پاکستان اجیران او غلامان ژوندی نه راولی بلکه ځای پر ځای تحقیقات او بیا دی په هماغ ځای د جهنم کندی ته وغورځوی او یوه خاصه قطعه باید جوړه شی او کوم غدار او وطن پلورونکی مشران چی د وطن په خلاف کارونه کوی او تبلیغات کونکی دی په مرموز ډول مردار کړی.

ځواب ورکړئ

الحمدلله. دا د شکر ځای دی چې مونږ داسې کومانډو ځواک لرو چې ډېر پېچلي عملیات ترسره کوي او مظلوم او بې ګناه افغانان راخلاصوي.

ځواب ورکړئ