امنیت

افغان کومانډویانو د طالبانو له زندانونو څخه ۸۱ بندیان راخلاص کړل

د نجیب الله راپور

په عکس کې چې د سلواغې په ۸مه اخیستل شوی، د افغان کومانډویانو له خوا په بغلان ولایت کې په یوه چاپه کې راخوشې شوي ملکي خلک لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

په عکس کې چې د سلواغې په ۸مه اخیستل شوی، د افغان کومانډویانو له خوا په بغلان ولایت کې په یوه چاپه کې راخوشې شوي ملکي خلک لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کابل -- افغان کومانډویانو تېره میاشت په یو شمېر ځانګړیو عملیاتو کې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونو ملکيان او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبین راخلاص کړل.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۳مه/ سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ملي اردو زړورو کومانډو ځواکونو په هلمند، لوګر او بغلان ولایتونو کې د طالبانو درې زندانونه مات کړل او د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۸۱ بندیان یې راخوشې کړل.»

وزارت وویل، د افغان ملي اردو کومانډو ځواک د بغلان ولایت د شهاب الدین ډنډ سیمې ته نږدې د طالبانو په یوه زندان باندې د سلواغې د ۷مې په عملیاتو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۲ منسوبینو په ګډون ۳۲ کسان وژغورل.

هغوی د عملیاتو په ترڅ‌ کې ۳ طالب یاغیان ونیول.

د سلواغې په ۶مه په یوه بل عملیات کې، ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۷ منسوبین او ۱۵ ځايي ملکي کسان راخوشې کړل.

همدارنګه، هغوی درې طالب جنګیالي ونیول او څه وسلې او مهمات یې ضبط کړل.

د سلواغې په ۱ کومانډویانو د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان باندې چاپه واچوله او ۲۷ ملکي کسان یې ترې راخلاص کړل.

وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، ډېر هغه کسان چې د طالبانو له زندانونو څخه راخوشې شوي سخت شکنجه شوي دي.

د بغلان یوه اوسېدونکي بشیراحمد وویل د هغه د تره زوی دوکاندار وو خو طالبانو د مرغومي په وروستیو کې له حکومت سره د همکارۍ په تور بندي کړ.‌

هغه وویل، «طالبانو هغه سخت وهلی او شکنجه کړی دی.»

نوموړي وویل، «که زما د تره زوی افغان ملي اردو نه وای راخوشې کړی، کېدی شي چې طالبانو هر ډول ظلم ورسره کړی وای.»

د کومانډو روزنه

د پوځي چارو شنونکي وایي، افغان کومانډویانو د اړتیا وړ روزنه ترلاسه کړې او د دې لپاره ښه مجهز دي چې دغه ډول عملیات ترسره کړي.

په کابل کې د افغان ملي اردو یوه پخواني افسر متقاعد جنرال دولت وزیري وویل، سرتیري په عصري او د لوړ کیفیت وسلو سمبال دي.

هغه وویل، «د حکومت ضد عناصر باید پوه شي چې په افغانستان کې هر چېرې چې پټ شي،‌ نشي کولی له کومانډو څخه خلاص شي. کومانډویان دا وړتیا لري چې د هغوی زندانونه مات کړي او د هغوی له خوا بندي شوي کسان راخوشې کړي.»

د امنیتي چارو یوه شنونکي متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو کالونو کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي او د پام وړ لاسته راوړنې یې لرلي دي.

هغه وویل، «د روان کال په ترڅ کې چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لوړه کچه غبرګون ښودلی چې ډېر د ستاینې وړ دی.»

امرخېل وویل، «دا د کومانډو ځواکونو وظیفه ده چې ځانګړي عملیات ترسره کړي، او هغوی د دې کار لپاره روزل شوي دي. په حقیقت کې، د هغوی اجرأت د قدر وړ دي، او خلک باید د هغوی په ارزښت پوه شي.»

په کابل کې متقاعد برید جنرال یوسف امین ځاځي وویل،‌ «د شپنیو عملیاتو مؤثریت د استخباراتي ادارو همکارۍ پورې تړلی دی چې کولی شي دغو عملیاتو ته دقیق استخباراتي معلومات برابر کړي.»

په زندانونو کې د پرتو نهیلو کسانو لپاره هیله

د طالبانو له زندانونو څخه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او افغان ملکیانو د راخوشې کولو لپاره چاپو د هغو کسانو لپاره هیلې راټوکولې دي چې اوس هم په زندانونو کې د نهیلۍ شپې سبا کوي.

وزیري وویل، «هغه کسان چې بندیان دي ... دا هیله لري چې کومانډویان به یوه ورځ وکولی شي چې هغوی راخلاص کړي.»

هغه وویل، د داسې عملیاتو ترسره کول د امنیتي ځواکونو او د هغوی د کورنیو او په عمومي توګه د افغانانو په مورال باندې مثبت اغېز کوي.‌

د پوځي روزنې یوه برخه وال حبیب الله حبیبي هم عین احساس څرګند کړ.‌

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو ته پاملرنه او له زندان څخه یې ژغورنه د سرتیرو د مورال په لوړولو کې مرسته کوي.»

حبیبي وویل، داسې کار به د جګړې په ډګر کې د هغوی مورال لوړ کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امنیتي ځواکونه د ستاینې وړ دي. په دې کې شک نشته چې هغوی زړور دي او په میدان کې یې غوره پوځي روزنې ترلاسه کړي دي، لاکن څه وخت مخکې ما په یوه ټولنیزه رسنۍ ولوستل چې په زابل ولایت کې د اردو یو عسکر له ۳۰ نورو کسانو سره یوځای تښتېدلی دی. د هغه په وینا، په پام کې وه چې په سبا ورځ هغوی ووژل شي.‌ متل دی چې وایي یا کټ یا تابوت. په داسې حال کې چې طالبان د ماخستن لمانځه ته تللي وو، هغوی د طالبانو په پیره دار باندې برید وکړ او بیا وتښتېدل. عسکر کابل ته ورسېد او خپلې کورنۍ ته ستون شو او وروسته خپل پوځي واحد ته لاړ او هغوی ته یې کیسه وکړه چې وروسته په رسنیو کې د حکومت د فعالیت په توګه راپور کړای شوه.‌ دا کاملاً دروغ وو او هغه عسکر خپله وظیفه پرېښودله. پوښتنه دا ده چې دا څنګه شونې ده چې د حکومت یو ځانګړی پوځي واحد د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې غټې کلا ته ننوت،‌ د الوتکې له لارې به ننوتی وي نو، چې طالبان پرې هېڅ خبر شوي نه ول.‌ طالبان کولی شي چې په اسانۍ سره ټول حکومتي کسان وپېژني.

ځواب ورکړئ