امنیت

افغان کومانډویانو ژمنه وکړه چې د هغو کسانو مخه به ډپ کړي چې سوله ټکنۍ کوي

د نجیب الله راپور

نويو روزل شويو افغان کومانډویانو د کب په ۱۲مه په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو په مرکز کې د خپل فراغت په مراسمو کې برخه اخیستې ده. [نجیب الله]

نويو روزل شويو افغان کومانډویانو د کب په ۱۲مه په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو په مرکز کې د خپل فراغت په مراسمو کې برخه اخیستې ده. [نجیب الله]

کابل -- افغان کومانډویانو چې د فراغت په وروستیو مراسمو کې یې له سلام ټایمز سره خبرې کولې د ټولو هغو کسانو پر وړاندې درېدلو ته د خپل چمتووالي ژمنه وکړه چې غواړي په افغانستان کې سوله ییز ژوند ټکنی کړي.‌

د کومانډو یوه بریدمن، جلال الدین چې له ۱۰ کالونو راهیسې د کومانډو په ځانګړیو واحدونو کې خدمت کوي، وویل، «که د خدای رضا وه، موږ چمتو یو چې له خپل هېواد څخه په مېړانه دفاع او د خپلو خلکو خدمت وکړو.»

هغه وویل، د پرمختللیو وسلو او د درنو وسلو د انداخت په ګډون، «موږ ډېر سخت او حیاتي ټریننګ ترسره کړ.»

وار وار دغو کومانډویانو د هغو افراطي او اورپکو ډلو پر ضد چې په افغانستان کې سوله ګواښي، خپل جنګي چمتووالی او برتري ثابته کړې ده.

ښځینه افغان کومانډویانو د کب په ۱۲مه په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو په مرکز کې د هغوی د ټولګي له نورو فارغېدونکیو غړو سره یو ځای د فراغت په مراسمو کې برخه اخیستې ده. [نجیب الله]

ښځینه افغان کومانډویانو د کب په ۱۲مه په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو په مرکز کې د هغوی د ټولګي له نورو فارغېدونکیو غړو سره یو ځای د فراغت په مراسمو کې برخه اخیستې ده. [نجیب الله]

اوس د کب په ۱۲مه په کابل کې له ۱۲۰۰ څخه د ډېرو تازه روزل شویو کومانډویانو په فراغت سره به دا ځواکونه لا نور پیاوړي شي.‌

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو مرستیال قوماندان تورن جنرال خیال نبي احمدزي د مراسمو په ترڅ‌ کې نویو فارغانو ته په وینا کې وویل، «کومانډویانو ته ډېر سخت او منظم ټریننګ ورکول کیږي څو داسې عملیاتو ته چمتووالی ونیسي او ترسره یې کړي چې نور واحدونه یې نشي ترسره کولی.»

هغه وویل، «د تېرو میاشتو په ترڅ کې، موږ وکولی شوای چې د یاغیانو څو زندانونه مات کړو او بندي ملکیان او زموږ خپل ځواکونه راخلاص کړو.»

سږ کال تر اوسه پورې، افغان کومانډویانو په هدفي عملیاتو کې د طالبانو له زندانونو څخه لږ تر لږه ۱۳۹ تنه زندانیان ژغورلي، د اورپکو د ځمکنیو ماینونو فابریکې، اډې او روزنیز مرکزونه یې ویجاړ کړي او مهم غړي یې ور وژلي دي.

احمدزي وویل، «دښمن په وروستیو کې غوښتل چې ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

هغه په ګرد افغانستان کې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د کومانډویانو وړتیا ته په اشارې سره وویل، «خو زموږ په هڅو، د کومانډو واحدونو هغوی هر چېرې چې وموندل هلته یې وځپل.»

د خلکو خدمت ته چمتو

د عبیدالله په نامه د کومانډو یوه بل سرتیري وویل، «زه خپلو خلکو ته اطمینان ورکوم چې زه چمتو یم د امنیت تأمینولو لپاره د هېواد په هرځای کې خدمت وکړم.»

هغه وویل، «زه به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د خپل هېواد دښمنانو ته اجازه ورنه کړم چې سوله مختله کړي،» او ټینګار یې وکړ چې د کومانډویانو «عالي وړتیاوې» به د طالبانو مخه ونیسي.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي متقاعد جنرال دولت وزیري وویل، «زه باور لرم چې کومانډو ځواکونه کولی شي چې د سیمې او نړۍ په کچه جنګي عملیات ترسره کړي او د طالبانو پر وړاندې مقابله وکړي.»

هغوی په وروستیو کالونو کې په هېڅ جنګي عملیاتو یا د جنګ میدان کې نه دي مات شوي، او کولی شي چې په بېلابېلو سیمو کې تر بېلابېلو شرایطو لاندې عملیات ترسره کړي.‌

هغه وویل، «هغوی د طالبانو زندانونه مات کړي او خپل بندیان یې ترې را خلاص کړي دي. په وروستیو کې هغوی په ننګرهار کې د طالبانو یو غټ مرکز ونیو.»

د دفاع وزارت وویل، افغان کومانډویانو د کب په ۱۰مه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو تر ټولو غټ عملیاتي مرکز ونیو

د دغه وزارت له خوا د کب د ۱۱مې په یوه اعلامیه کې راغلي، طالبانو له دغه مرکز څخه د دې لپاره کار اخیست ترڅو په ختیځو ولایتونو کې بریدونه پلان او ترسره کړي.‌

د ترهګریزو بریدونو پر ضد مؤثر

په کابل کې مېشت شنونکي متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، په افغانستان کې د جګړې د څرنګوالي په پام کې نیولو سره، کومانډویان کولی شي چې د حکومت ضد ځواکونو پر وړاندې په مبارزه کې یو مؤثر رول ولوبوي.‌

هغه وویل، «له هغه لومړۍ ورځې څخه چې د حکومت ضد عناصرو خپل چریکي جنګونه پیل کړل، یو شمېر پخوانيو پوځي افسرانو او پخپله ما حکومت ته مشوره ورکړه چې کومانډو ځواکونه غښتلي کړي.»

هغه وویل، له هغه وخت راهیسې دغو ځواکونو په څو ولایتونو کې بریالي عملیات ترسره کړي دي، او یادونه یې وکړه چې «د ترهګریزو بریدونو پر ضد د کومانډو عملیات ډېر مؤثر دي.»

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي ضیاءالدین اکاخېل وویل، «موږ په حکومت باندې غږ کوو چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو د ازادولو لپاره له کومانډویانو څخه کار واخلي ځکه چې د هغوی بریالیتوب حتمي دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ماته هره ورځ د ایمېل له لارې تازه خبرونه رالېږئ. مننه

ځواب ورکړئ

تاسو خو د بهسودو د ترهګر علیپور په رابطه چې د ایران د سپاه انقلاب له خوا حمایه کیږي او څو ورځې مخکې یې د افغانستان یوه څرخکه په ایرانۍ وسله وویشتله هیڅ نه دي لیکلي. د علي اکبر رائفي پور په نامه یوه ایراني فعال چې په ټویټر ۲۵ زره فالوورز لري، لیکلي دي: پس از لبنان ، عراق و سوریه حالا ظاهراً قرار است جنبش مقاومت اسلامی و حزب الله افغانستان هم شکل بگیرد تجربه نشان داده شیعه همچون ققنوس از پس هر آتشی که علیه او برافروزند پر قدرت تر از گذشته برخواهد خاست. #من_هم_علیپور_هستم #بهسود

ځواب ورکړئ