امنیت

افغان کومانډو ځواکونو په هرات کې د طالبانو له زندان څخه ۳۴ بندیان را خلاص کړل

د عمر راپور

افغان کومانډو ځواکونو د کب په ۱۳مه شپه د یوه زړور برید په ترڅ کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړ، او ۳۴ تنه زندانیان یې له هغه ناوړه چلند څه راخلاص کړل چې هغوی د اورپکو له خوا ورسره مخامخ ول. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- افغان کومانډویانو د چارشنبې په شپه /د کب ۱۳مه/ د یوه زړور برید په ترڅ کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړ، او ۳۴ تنه زندانیان یې له هغه ناوړه چلند څه راخلاص کړل چې هغوی د اورپکو له خوا ورسره مخامخ ول.

په لویدځ زون کې امنیتي چارواکو وویل چې دغه عملیات د کروچي په غرني کلي کې په داسې حال کې چې د هوایي ځواک ملاتړ هم ورسره وو، ترسره شول.

کومانډو ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۱۱ د افغان ملي اردو سرتېري، ۷ افغان ملي پولیس، درې د هوایي ځواک غړي، ۷ حکومتي کارکونکي، ۵ ملکي کسان او یو د ولسي پاڅون غړی وژغورل.‌

په لویدیځ زون کې د کومانډو د ۲مې لوا قوماندان ډګروال فردین سپاه وویل،‌ امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه طالب اورپکي ووژل او د هغوی څه وسلې او مهمات یې ویجاړ کړل.

امنیتي ځواکونه او ملکي خلک د کب په ۱۳مه په داسې حال کې لیدل کيږي چې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه له را خلاصیدلو څخه وروسته اتڼ کوي. [عمر/سلام ټایمز]

امنیتي ځواکونه او ملکي خلک د کب په ۱۳مه په داسې حال کې لیدل کيږي چې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه له را خلاصیدلو څخه وروسته اتڼ کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان کومانډو ځواکونو له هغو بندیانو سره د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي چې هغوی د کب په ۱۳مه په هرات ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه را خلاص کړل. [عمر/سلام ټایمز]‌

افغان کومانډو ځواکونو له هغو بندیانو سره د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي چې هغوی د کب په ۱۳مه په هرات ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه را خلاص کړل. [عمر/سلام ټایمز]‌

هغه په ګذره ولسوالۍ کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، «د بندیانو له ژغورلو څخه وروسته، امنیتي ځواکونو د طالبانو زندان ویجاړ کړ. هغه یو خطرناک زندان وو او په پټه په غره کې جوړ کړای شوی وو.»

هغه وویل، «طالبانو د دغو زندانیانو کورنۍ ګواښلې او له هغوی څخه یې پیسې په زور اخیستلې، او ادعا یې کوله چې د بندیانو د لګښتونو لپاره یې اخلي.»

سپاه وویل، «طالبانو هغوی ته حتی کافي اندازه خواړه یا اوبه نه ورکول، او د هغوی له کورنیو څخه ترلاسه شوې پیسې به یې په خپلو جېبونو کې اچولې.»

د افغان ملي اردو د کومانډو یوه افسر لومړي بریدمن خیرالله وویل، «موږ د دغه ترهګر ګروپ په زندان باندې برید وکړ ترڅو خپل ملګري او خپل خلک وژغورو.»

هغه وویل، عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول «او امنیتي ځواکونو یا بندیانو ته په کې هېڅ زیان ونه رسېد».‌

هغه زیاته کړه، ازاد شوي بندیان «به په خوښۍ سره له خپلو کورنیو سره یوځای شي.»

بندیان شکنجه کول

ځینو بندیانو په دغه زندان کې تر اتو میاشتو پورې وخت تېر کړی وو او د طالبانو د ظلم، شکنجې او ناوړه چلند په هکله یې ترخې کیسې وکړې.

د افغان ملي پولیسو یوه افسر شرف الدین وویل هغه د طالبانو په زندان کې د شپږو میاشتو په ترڅ کې لمر نه دی لیدلی.

هغه وویل، «طالبانو زه ډېر شکنجه کړم او ډېر زیات یې ووهلم. طالبانو موږ په تلخونه کې ساتلو او ډېر لږ خواړه او اوبه یې راکول.»

هغه زیاته کړه، طالبانو بندیانو ته اجازه نه ورکوله چې اودس او لمونځ وکړي، او له بندیانو سره د هغوی چلند یې «غیر اسلامي» وباله.‌

هغه وویل، «که موږ به له یوه بندي ملګري سره یوه دقیقه خبرې هم وکړې، طالبانو به مو لاسونه شاته راوتړل او د څو ورځو په مخه به یې په یوه کوچني او تیاره تشناب کې بند کړو.»

د هرات اوسېدونکي فیروز احمد چې طالبانو پنځه میاشتې بندي کړی وو، وویل، طالبانو بندیانو ته ایله دومره خواړه او اوبه ورکول چې ژوندي پرې پاتې شي.‌

هغه وویل، «موږ سخت عذاب ولید. د شپې به هغوی دروازه کولپ کړه او تر سهار پورې به یې نه پرانستله. که موږ به هر څومره عذر زارۍ وکړل، هغوی به خبرې ته غوږ نه نیوه.»

احمد وویل، په پنځو میاشتو کې چې هغه بندي وو لمر یې په سترګو نه دی لیدلی، او هغه او د زندان نور ملګري یې رواني شکنجه کیدل.

د ولسي پاڅون د ډلې غړي زلمي نوري چې شپږ میاشتې یې په دغه زندان کې تېرې کړې وې، وویل، هغه د طالبانو له لاسه د نه زغملو وړ شکنجې ولیدلې.

هغه وویل، «ما حتی کافي اندازه خواړه نه لرل چې ویې خورم. هغوی به راتلل او له کوم دلیل پرته به یې موږ وهلو.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو به د بندیانو پښې سره تړلې او په فلزي کیبل باندې به یې وهل.»

نوري وویل، «موږ له کومانډو ځواکونو څخه مننه کوو چې موږ یې د طالبانو له ظلم څخه وژغورلو او یو نوی ژوند یې را په برخه کړ.»

غیراسلامي او غیرانساني

په هرات ښار کې د بشري حقونو یوه فعال عبدالعزیز مبارز وویل، د طالبانو له خوا د بندیانو پر وړاندې چلند یو بشر ضد جرم دی.

هغه وویل، «د نړۍ والو قوانینو او د بشري حقونو د اساساتو په اساس، د بندیانو شکنجه کول او ورسره ناوړه چلند کول ممنوع دي.‌ هېڅ ډله دا حق نه لري چې بندیان شکنجه کړي یا یې له کورنیو سره تماس بېخي پرې کړي.»

هغه وویل، «طالبان امنیتي منسوبین او ملکي خلک په خپلو صحرایي محکمو کې د بېلابېلو وختونو لپاره بندي کوي.»

هغه زیاته کړه، هغوی داسې قضایي صلاحیت نه لري چې قانوني تعقیب ترسره کړي، او نه هم داسې مناسب ځای لري چې بندیان په کې وساتي.

په بادغیس ولایت کې یوه دیني عالم مولوي محمد علي کریمي وویل، د اسلام له نظره، د جګړې بندیان ځانګړي حقونه لري او باید چې د توقیف پر وخت شکنجه نشي.

هغه یادونه وکړه چې د اسلام په اوایلو کې له هغو غیرمسلمانانو سره چې په جنګونو کې نیول کېدل ډېر ښه چلند کېده.

هغه وویل، «په اسلام کې له بندیانو سره ناوړه چلند کول او شکنجه ورکول منع دي»، او زیاته یې کړه چې د طالبانو له خوا له بندیانو سره ظلم او شکنجه ورکول له اسلامي حکمونو څخه د هغوی ناخبري ښیي.

د افغانستان ریښتني مدافعان

دیني عالمان وایي، افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان او د اسلامي او ملي ارزښتونو اصلي مدافعان دي.‌

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي محمد حسین عظیمي وویل،‌ د طالبانو لپاره دا حرام دي چې هغه کسان چې په امنیتي ځواکونو کې کار کوي ووژني.‌

هغه وویل، «د دې خاورې اصلي مدافعان امنیتي ځواکونه دي،» او زیاته یې کړه چې له هغوی سره تل د دیني عالمانو او خلکو دعاګانې ملې دي.‌

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه د افغانانو هیله ده. د دیني عالمانو په ګډون د افغانستان خلکو تل د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.»

عظیمي وویل، په افغانستان کې که جوماتونه دي که تعلیم او پرمختګ دی دا ټول د امنیتي ځواکونو د سخت زیار له امله دي چې امنیت یې ساتلی دی.‌

هغه وویل، «د دیني عالمانو په منځ کې اجماع پر دې ده چې امنیتي ځواکونه د دې هېواد اصلي مجاهدین دي چې د افغانانو له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع کوي.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي روح الله صدیقي وویل، امنیتي ځواکونه شپه او ورځ له هېواد څخه په زړورتیا سره دفاع کوي.

هغه وویل، «موږ له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه دفاع کوو. امنیتي ځواکونه د هېواد شاهرګاو د دې خاورې بچیان دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان کومانډویان دې تل بریالي او ویاړلي وي. هغوی تل کورنیو ته خوښي راوړي او د دښمن له زندانونو څخه یې په لسګونو کسان راخوشې کړي دي.

ځواب ورکړئ

د افغان کومانډو او سپیشل فورسز واقعا داسې څوک دي چې حساب او افتخار پرې کېدی شي. په کار ی چې نړۍ واله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي چې لږ تر لږه دوه لکه داسې اردو چې د اوسني کومانډو ځواک په څېر وړتیاوې ولري او شل زره سپیشل فورسز د افغانستان لپاره تربیه کړي ځکه چې افغانستان له یوې خوا د ایران له خوا له ستونزو سره مخامخ دی بلې خواته د پاکستان له خوا او بلې خواته د روسانو له خوا او که نړۍ واله ټولنه په دې کار کې ناغېړي وکړي، کیدی شي چې افغانستان بیا د پاکستان او ایران د ترهګریزو فعالیتونو په مرکز باندې بدل شي.

ځواب ورکړئ

افغان کومانډویانو په وروستیو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي. له دوه اونیو څخه په لږ وخت کې افغان کومانډویانو په څلورو ولایتونو کې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونو بندیان راخلاص کړل، او په داسې سیمو کې یې چې هلته تګ ډېر سخت دی خطرناک عملیات ترسره کړل. ډېر ښه! حکومت باید د هغوی قدر وکړي، ځکه هغه څه چې هغوی وکړل ناشوني وو، او دغو ځواکونو په زړورتیا سره ترسره کړل. ژوندي دې وي افغان کومانډویان.

ځواب ورکړئ