ديپلوماسي

د هرات او نیمروز اوسېدونکیو له امنیتي ځواکونو او حکومت څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره غونډه وکړه

د عمر راپور

د نیمروز له ۱۰۰۰ څخه ډېرو ځایي خلکو او د هرات شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکيو په هرات او زرنج ښارونو کې د سلواغې په ۱۳مه د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ کې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ. [عمر/عبدالله عزیزي]

هرات -- د نیمروز ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو او د هرات شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکيو د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۳مه/ په هرات او زرنج ښارونو کې د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ کې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ.

همدارنګه، د غونډو برخه والو له طالبانو سره د خپل هېواد د سولې په خبرو کې د ایران او روسیې لاسوهنه وغندله او د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د افغان ښځو د لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه یې وکړه.

د هرات یوه اوسېدونکي نسیم محمدي وویل، «زموږ امنیتي ځواکونه په سیمه کې د ډېرو ځواکمنو ځواکونه له ډلې څخه دي او هره ورځ د ترهګرو د ماتولو لپاره قربانۍ ورکوي. که د دوی زور نه وای، ترهګرو به افغانستان بېرته نیولی او د ټولې نړۍ امنیت به یې ګواښلی وای.»

هغه وویل، «موږ د خپل دیموکراتیک نظام چې په ډېرو قربانیو او هڅو جوړ شوی دی، ملاتړ او دفاع کوو، او هېڅ‌ ډلې یا هېواد ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ حکومت رانسکور کړي.»

د نیمروز ولایت له ۱۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۱۳مه په زرنج کې راټولېږي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او همدارنګه له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. [عبدالله عزیزي]

د نیمروز ولایت له ۱۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۱۳مه په زرنج کې راټولېږي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او همدارنګه له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. [عبدالله عزیزي]

د ښځو په ګډون د هرات له ۳۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۱۳مه په هرات ښار کې راټولېږي څو له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي او په طالبانو باندې فشار واچوي چې په سملاسي توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې بیا پيل کړي. [عمر]

د ښځو په ګډون د هرات له ۳۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۱۳مه په هرات ښار کې راټولېږي څو له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي او په طالبانو باندې فشار واچوي چې په سملاسي توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې بیا پيل کړي. [عمر]

محمدي وویل، «ټول افغانان د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.»

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي عبدالبصیر نېک اندېش وویل، افغانان به پرې نه ږدي چې «قسم خوړلي دښمنان» له دوی څخه د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې واخلي.

هغه وویل، «د افغانستان جمهوریت د زرګونو سرتیرو او ملکیانو په هڅو رامنځته شوی دی، او موږ به هېڅکله هم ګاونډیو هېوادونو او ترهګرو ته اجازه ورنه کړو چې قوي ستنې یې ونړوي.»

د زرنج یوه ځایي اوسېدونکي شرف الدین شرف وویل، «د شلو کالونو جنګ او وینه تویول بس دي.‌ هر څه چې وي، خلک سوله او ارامي غواړي.»

طالبان سولې ته ژمن نه دي

په هرات او نیمروز کې راټولو شویو کسانو ومنله چې طالبان په افغانستان کې سولې ته ژمن نه دي او دا چې یاغیان غواړي په مطلق ډول د هغو حکومتونو چې د هغوی ملاتړ کوي، او په ځانګړې توګه د ایران او روسیې هدفونه ترسره کړي.

هغوی له مسکو او تهران څخه د طالبانو لیدنې وغندلې او وایي چې اورپکي روسیې او ایران ته ځان د نږدې کولو سره د افغانانو پر وړاندې دښمني ښیي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي امېد ناب وویل، طالبانو د افغانانو د هیلو پر خلاف،‌ په وروستیو کې تهران او مسکو ته سفرونه وکړل ترڅو د راتلونکیو ګامونو لپاره چې یواځې د تهران او مسکو ګټې خوندي کوي، لارښوونې ترلاسه کړي.

په هرات کې د مدني ټولنې فعال آرش بشریار وویل، «ګاونډي هېوادونه د طالبانو په وربللو سره غواړي چې خپل قوت وښیي. دا ثابتوي چې هغوی اراده نه لري ترڅو په افغانستان کې د سولې په رامنځته کولو کې برخه واخلي.»

د دې پر عکس، د روسیې او ایران په څېر هېوادونه د دې لپاره د سولې په پروسه کې لاسوهنه کوي څو ډاډمنه کړي چې افغانستان له طالبانو سره سوله ونه کړي، او طالبان مجبور وي ترڅو د دې هېوادونو اوامر تعقیب کړي ځکه چې د هغوی ملاتړ ته اړتیا لري.

بشریار وویل، طالبان ادعا کوي چې دوی غواړي سوله وکړي، «پوښتنه دا ده چې هغوی له چا سره سوله غواړي وکړي، له افغانانو سره او که له ګاونډیو هېوادونو سره؟»‌

د لاسته راوړنو ساتل

نورې هغه غوښتنې چې د غونډو په ترڅ کې مطرح شوې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ‌ کې په شویو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د افغان ښځو په لاسته راوړنو باندې راڅرخېدلې.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې عابدې نافع وویل، «موږ نه غواړو چې ماضي ته بېرته ورستنې شو، او د سولې په خبرو کې باید زموږ د تېرو کالونو لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي.»

هغې وویل، هیڅوک هم دا حق نه لري چې د خپلو سیاسي هدفونو د ترسره کولو لپاره د افغان ښځو او نجونو په لاسته راوړنو باندې ناوړه جوړجاړی وکړي، او یادونه یې وکړه چې د ډېرو هڅو او قربانیو له برکته چې باید ضایع نشي ښځو ډېر اوږد مزل کړی دی.

هغې د طالبانو له خوا په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د هغوی د واکمنۍ پر مهال کړي ناوړه چلند او ظلمونو ته په اشارې سره وویل، «موږ دا فلم وار له مخه کتلی دی. موږ په طالبانو باندې باور نه کوو ځکه چې هغوی په خپلو ژمنو کې ریښتني نه دي. طالبان د امارت او خلافت د راستنولو په هکله فکر کوي. که هغوی قدرت ترلاسه کړي، هغوی به په ښځو باندې محدودیتونه ولګوي او د نجونو ښوونځي به بند کړي.»

نافع وویل، «موږ د هرات خلک په خپل ټول ځواک د خپلو امنیتي ځواکونو او جمهوریت ملاتړ کوو.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې صالحې محمدي وویل، د افغانانو له خوا د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې شوې لاسته راوړنې او ترلاسه شوي فرصتونه د بحث وړ نه دي او طالبان باید پوه شي چې هغوی نشي کولی نور د افغانانو له راتلونکي سره لوبې وکړي.

هغې زیاته کړه، طالبان دغو لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د ښځو لاسته راوړنو ته ارزښت نه ورکوي. هغوی اوس هم یو بند او غیرانساني ذهنیت لري.

نوموړې وویل، «موږ له هغوی څخه هېڅ تمه نه لرو، خو موږ په افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو له حقونو او لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي.»

صالحې وویل، «په افغانستان کې ښځې غواړي چې وده او پرمختګ وکړي.»

هغې وویل، «که طالبان د یوه راتلونکي حکومت برخه جوړېږي، هغوی نشي کولی چې د ښځو د فعالیتونو، کار او ښوونې روزنې مخه ونیسي.‌ دا د طالبانو مسؤلیت دی چې خپل وروسته پاتې ذهنیت بدل کړي، او هغوی باید پوه شي چې د افغانانو نوی نسل به د هغوی پر وړاندې مقاومت وکړي.»

د زرنج اوسېدونکې آمنې غفوري وویل، افغانانې دا ضروري وسایل په لاس کې لري چې د هر چا پر وړاندې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

هغې وویل، «افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې تعلیم ترلاسه کړی او اوس لوستې دي.»

آمنې وویل، دا نوی نسل «د شلو کالونو مخکې وخت د نسل په څېر نه دی چې د طالبانو هره غوښتنه به ومني. طالبان هېڅکله هم نشي کولی چې زموږ د پرمختګ مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو شمېر خېټوران راټول شول او له ولسواک نظام او امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ. په دې کې شک نشته چې خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره مینه لري، ځکه چې هغوی د دې هېواد تر ټولو ژمن خلک دي، لاکن له بده مرغه چې هغوی هره ورځ د حکومت د غلطو سیاستونو او رذیلو مشرانو له لاسه قرباني کیږي. په داسې غونډو کې د راټولو شویو خلکو ۸۰٪ د عین پروګرام د اجندا ملاتړ نه کوي، بلکې د یو وخت ډوډۍ لپاره راټولېږي، ځکه چې حکومت په داسې غونډو کې د خلکو لپاره بېلابېل ډول خواړه تیاروي، او په ځینو غونډو کې ان هغوی خلکو ته پیسې ورکوي. له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کول خلکو پورې تړلي دي، خو که سوله ونشي دا ځواکونه به ټول ووژل شي. د دغو ځواکونو په سلګونو تنه هره ورځ د طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي.‌ له امنیتي ځواکونو سره د یوځای کېدلو په برخه کې د خلکو لېوالتیا د څو کاله مخکې وخت په نسبت کمه شوې ده، او د دغو ځواکونو شمېر ورځ تر بلې کمېږي. که سوله ونشي، د دغو ځواکونو شمېر به ۵۰٪ ته راکم شي، او دا به ډېره سخته وي چې دا ځواکونه له افغانستان څخه دفاع وکړي او د خلکو امنیت تأمین کړي.‌ سوله باید په هره طریقه چې وي راشي. په طالبانو او افغان حکومت دواړو باندې باید فشار واچول شي چې یو ګډ حکومت جوړ کړي.‌ دا شونې ده، ځکه کله چې په تېرو دوو انتخاباتو کې د هېواد له اساسي‌ قانون څخه سرغړونه وشوه او اشرف غني په ناقانونه توګه له ډاکتر عبدالله عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ، هغه دا هم کولی شي چې ۵۰٪ قدرت له طالبانو سره شریک کړي، یا اشرف غني باید استعفا ورکړي او پرېږدي چې یو بې طرفه شخص، چې د ټولو ډلو لپاره د منلو وړ وي،‌ راشي او د حکومت مشر شي.

ځواب ورکړئ

د هرات تر څنګ د ننګرهار، خوست، کونړ، لوګر، پکتیا، کندهار، زابل، غزني... او نورو پښتون مېشتو سیمو د مدني فعالیتونو په هکله هم راپورونه خپاره کړئ. مننه

ځواب ورکړئ