د ښځو حقوق

افغانانې د طالبانو د ظلم پر وړاندې د مقابلې لپاره سره یو لاس ولاړې دي

د عمر راپور

په سلګونو افغانان د غوایي په ۶مه د هرات ولایت په هرات ښار کې راټول شوي ترڅو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ظالمانه نظر په هکله اندېښنه څرګنده کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د غوایي په ۶مه په زرګونو افغانو ښځو د هېواد په بېلابېلو برخو کې جلا جلا غونډې جوړې کړې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ظالمانه نظر په هکله اندېښنې څرګندې کړي.‌

هغوی د ښځې د سولې پروسه کې ایتلاف په نامه یوه غیر رسمی خوځښت د برخې په توګه راټولې شوې وې او ویل یې چې په طالبانو باندې باور نشي کېدلی.

د دغه ایتلاف هدف دا وو چې د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون پر اهمیت او دې باندې ټینګار وکړي چې هغه لاسته راوړنې چې افغانو ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې لرلې، خوندي کړي، او هم د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي.

د دغه ایتلاف د هرات د څانګې مسؤلې فرشتې یعقوبي وویل، دا مناسبه نه ده چې طالبانو نیمه ټولنه یعنې ښځې له پامه غورځولي او هېڅکله یې ارزښت نه دی ورکړی.‌

د غوایي په ۶مه په هرات کې په سلګونو ښځې راټولې شوې ترڅو د ښځو په هکله د طالبانو د نظر په اړه اندېښنه څرګنده کړي او د هغوی د حقونو ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې جریان وښیي. [عمر/سلام ټایمز]

د غوایي په ۶مه په هرات کې په سلګونو ښځې راټولې شوې ترڅو د ښځو په هکله د طالبانو د نظر په اړه اندېښنه څرګنده کړي او د هغوی د حقونو ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې جریان وښیي. [عمر/سلام ټایمز]

یعقوبي وویل، «موږ د سولې پروسه کې په یوه موثق او مشارکتي چلند باندې ټینګار کوو، داسې چې یوه هر اړخیزه سوله رامنځته شي او د مذاکراتو پر مېز باید د ښځو او ځوانانو غږونه واورېدل شي. د سولې د خبرو په ترڅ کې باید د ښځو او نجونو حقونه او لاسته راوړنې خوندي کړای شي.»

هغې وویل، «د افغانستان راتلونکی داسې نشي جوړېدلی چې د طالبانو تیاره دوره او د ښځو ضد کلتور بیا واک ترلاسه کړي. طالبان باید تېر وخت هېر کړي.»

هغې ټینګار وکړ چې په کار دی د سولې په خبرو کې له طالبانو څخه د ښځو د مسایلو په هکله لیکلې ژمنه واخیستل شي ځکه چې په طالبانو باندې اعتبار نه کیږي.‌

په هرات ښار کې د ملکې محمود زاده په نامه یوې خبریالې وویل، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره سخته مبارزه وکړه او قربانۍ یې ورکړې.

هغې زیاته کړه، «موږ افغانانې په طالبانو باندې باور نه کوو ځکه چې هغوی موږ نه یو قبولې کړي او هېڅکله به موږ قبولې نه کړي.»

محمود زاده وویل، «طالبان به ما په ټولنه کې د یوې ژورنالستې په توګه قبوله نه کړي. طالبان به هېڅکله نورې ښځې چې اوس ورزش کوي یا په تیاتر کې کار کوي، هم قبولې نه کړي.»

هغې وویل، طالبان اوس هم عین هغسې افراطي او دودیز نظریات لري چې ۲۰ کاله مخکې یې لرل.

نوموړې وویل، «د طالبانو په افراطي نظریاتو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

په بامیان ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې معصومې امیري وویل، طالبانو په وروستیو کې په ښځو باندې د خپلو ظالمانه اصولو تپل پیل کړي دي چې په ځینو ولایتونو کې یې وېره او وارخطایي رامنځته کړې ده.

طالبانو په ښکاره ښځو ته په درو د وهلو یا له هغه نه هم بدتر د سنګسارولو سزاګانې ورکړي دي.امیري وویل،دا پېښې په څرګنده ښیي چې طالبان اوس هم یو وحشي ګروپ دی، او که هغوی واک بیا ترلاسه کړي، افغانانې به د هغوی په واکمنۍ کې بیا له کړاوونو سره مخامخ شي.

هغې زیاته کړه، «طالبانو په ډېرو ولایتونو کې ښوونځي تړلي او نجونې یې د زده کړو له دوام څخه محرومې کړي دي.»

بې باوري

د هرات پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي یوې محصلې الحان سیرت وویل، راتلونکی ډېر غیر باوري دی.‌

هغې وویل، دا معلومه نه ده چې آیا طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته سوله وکړي.

سیرت وویل، «موږ ډېرې اندېښمنې یو چې که طالبان سوله وکړي او واک بیا ترلاسه کړي... آیا موږ به وکولی شو کار وکړو او د تېرو ۲۰ کالونو په څېر مثمرې واقع واوسو، که نه طالبان به خپل سخت محدودیتونه بیا وتپي.»

هغې وویل، طالبان به هېڅکله هم بدل نشي ځکه چې د ښځو پر وړاندې د هغوی ذهنیت اوس هم همغسې دی لکه په ۱۳۸۰ کې چې وو.

نوموړې وویل، «زه فکر نه کوم چې طالبان به ښځو ته اجازه ورکړي چې کار یا زده کړه وکړي، نه به هم هغوی ښځو ته اجازه ورکړي چې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.»

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي یوې محصلې شایستې مجددي وویل، د افغانستان د سیاسي چاپېریال او امنیت راتلونکی خفه کوونکی دی،‌ ځکه طالبان دې ته چمتو نه دي چې د سولې په روانو خبرو کې برخه واخلي،‌ او پر ځای یې خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی.

هغې زیاته کړه، «په داسې حال کې چې طالبان جنګ او د افغانستان ورانولو ته دوام ورکوي، موږ نشو کولی چې په تیاره کې واوسو او کړاوونه وزغمو.»

مجددي وویل، «طالبان فکر کوي چې هغوی کولی شي د بهرنیو ځواکونو له پوره وتلو څخه وروسته خپل اسلامي امارت بیا واک ته ورسوي.»

نوموړې وویل، «موږ ډېر اندېښمن یو چې امنیتي وضعه به لا نوره خرابه شي، او د ښځو د حقونو په وضعیت باندې به منفي اغېز وکړي.»

له مزارشریف څخه د دغه ایتلاف یوې غړې فریبا اکبري وویل، که څه هم موږ سولې ته هیله لرو، طالبان به هره ورځ د ښځو حقونو د فعالانو او نورو ښځو په نښه کولو او وژلو ته دوام ورکړي.‌

هغې خبریالانو ته وویل، د افغانستان راتلونکی باوري نه دی، او زیاته یې کړه چې طالبان هڅه کوي د ټولو افغانانو -- په ځانګړې توګه د ښځو راتلونکی تیاره کړي، ځکه چې هغوی د خپل جنګ او تاوتریخوالي شدت ته دوام ورکوي.

د راتلونکي لپاره مبارزه

له بې باورۍ سره سره، افغانانې وایي چې هغوی د ځانونو پر وړاندې د هر ډول ظالمانه هڅو په مقابل کې درېږي.

په تخار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې شکریې اماني د غوایي په ۶مه خبریالانو ته وویل، د افغانستان د بېلابېلو برخو ښځې به له خپلو لاسته راوړنو څخه د دفاع کولو لپاره سره څنګ په څنګ ودرېږي.

هغې وویل، د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو لوریو ټیمونه باید د ښځو حقونه په پام کې ونیسي او باید چې د افغانو ښځو په لاسته راوړنو باندې جوړجاړی ونه کړي.

له مزارشریف څخه د یاد ایتلاف یوې بلې غړې اورځلا طیب وویل، د ښځو له فعال ګډون څخه پرته به د سولې پروسه بې معنی وي.‌

هغې زیاته کړه، «زه به د یوې ښوونکې او د ښځو د حقونو فعالې په توګه،‌ دا ډاډمنه کړم چې زما حقونه خوندي شي او هغه څه چې ما ترلاسه کړي دي په هغو باندې ناوړه جوړجاړی ونشي.»

هغې وویل، «زه به دا یقیني کړم چې زما او زما د اولادونو راتلونکی د نن په نسبت ډېر روښانه وي.»

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې عاطفې غفوري وویل، «افغانې ښځې او نجونې به نور د طالبانو ناوړه او وحشیانه چلند ونه زغمي.»

هغې وویل، افغانې ښځې او نجونې به د طالبانو د هرو غیرمشروع غوښتنو پر ضد خپل غږونه پورته کړي او پرې به نه ږدي چې طالبان د هغوی د راتلونکي په هکله پرېکړې وکړي.

هغې وویل، «افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په بېلابېلو سکتورونو کې مهمې لاسته راوړنې لرلې،» او زیاته یې کړه چې په دغو لاسته راوړنو باندې باید په هېڅ شرایطو کې هم ناوړه جوړجاړی ونشي.

غفوري زیاته کړه، «طالبان باید د سولې پروسې سره یوځای شي او د افغانستان د موجودو حقیقتونو په منلو سره ټولنې ته راستانه شي.»

د هرات د والي مرستیالې مونسې حسن زاده وویل، د ښځو لاسته راوړنې د افغان حکومت لپاره داسې ارزښتونه دي چې باید جوړجاړی پرې ونشي.

هغې وویل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوي کې یو شمېر فعالې ښځې موجودې دي، او د سولې د خبرو په ترڅ کې به هغوی هېڅکله هم طالبان پرې نه ږدي چې په ټولنه کې د ښځو راتلونکی رول کم کړي.»

نوموړې وویل، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د ښځو لاسته راوړنې د حکومت لپاره یوه سره کرښه ده.

حسن زاده وویل، «نړۍ واله ټولنه به د افغانو ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه به پرې نه ږدي چې طالبان په ښځو باندې خپل راډیکال او افراطي نظریات وتپي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آفرین. ښځې باید دغسې خپل غږ پورته کړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي. ابله ورځ په جلال اباد کې هم ښځو دغسې غونډه کړې وه او د لوګر د بمي حملې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې وه. تاسو خو د ننګرهار د ښځو په لاریون باندې څه نه دي لیکلي. بله خبره، خوست او پکتیا خواته هم ډېرې ښځې په پوهنتونونو او مکتبونو کې درسونه وایي، د هغوی او د هغوی د فعالیتونو په هکله هم راپورونه ولیکئ. په احترام

ځواب ورکړئ