د ښځو حقوق

د سولې د خبرو په پيلېدلو سره افغانو ښځو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره غونډه وکړه

د عمر راپور

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پيلېدلو سره، افغانانې یو ځل بیا خپل غږونه پورته کوي ترڅو د خپلو حقونو او لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه وکړي. [عمر]

هرات -- د روانې اونۍ په لومړیو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پیلېدلو سره، افغانانې یو ځل بیا د خپلو حقونو او لاسته راوړنو د ساتنې لپاره خپل غږ پورته کوي.

مذاکرات د شنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پرانستې په مراسمو سره پیل شول.

له تېرې میاشتې را په دیخوا ، د ښځو ولایتي شبکه، د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابري د ملاتړ موسسې په مرسته، د یوه لیک لپاره د افغان ښځو لاسلیکونه راټولوي ترڅو یې ملګرو ملتونو ته ولیږي.

دغه لیک نړۍ واله ټولنه هڅوي ترڅو د تېرو دو لسیزو په اوږدو کې د افغانو ښځو د لاسته راوړنو ملاتړ وکړي او که طالبان بیا قدرت ترلاسه کوي چې په ښځو باندې د هغوی له خوا د محدودیتونو لګولو مخه ونیسي.

یوې ښځینه معلولې ورزشکارې د وږي په ۲۰مه په هرات ښار کې د میرویس صادق په لوبغالي کې یوه جایزه پورته کړې ده. [عمر]

یوې ښځینه معلولې ورزشکارې د وږي په ۲۰مه په هرات ښار کې د میرویس صادق په لوبغالي کې یوه جایزه پورته کړې ده. [عمر]

په کندوز ښار کې د وږي په ۱۹مه د کندوز د ښځو چارو ریاست کې په لسګونو ښځې راټولې شوي او له طالبانو او افغان حکومت څخه د اوربند او د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه کوي. [هدایت الله]‌

په کندوز ښار کې د وږي په ۱۹مه د کندوز د ښځو چارو ریاست کې په لسګونو ښځې راټولې شوي او له طالبانو او افغان حکومت څخه د اوربند او د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه کوي. [هدایت الله]‌

یادې دوه غیرحکومتي موسسې د کابل، مزارشریف، کندهار او کندوز په ګډون یو شمېر ښارونو کې د لاسلیکونو د ټولولو لپاره د ښځو غونډې جوړوي چې تر ټولو وروستۍ یې د وږي په ۱۹مه د هرات ښار په تجارت آډیټوریم کې جوړه شوه.‌

تر اوسه پورې په ۱۵ ولایتونو کې ۱۵۰۰۰ ښځو دغه لیک لاسلیک کړی دی.

په هرات ولایت کې د ښځو د ولایتي شبکې رییسې فاطمې فراهي وویل، په لاسلیکوونکیو کې د جګړې د قربانیانو خپلوان، زده کوونکي، ښوونکي، استادان او ډاکتران شامل دي.

هغې وویل، «افغانانې د سولې د پروسې ملاتړ کوي ځکه هغوی نه غواړي چې جنګ نور دوام وکړي، خو هغوی داسې سوله نه غواړي چې په ساده ډول جنګ پای ته رسوي؛ هغوی داسې یوې هر اړخیزې سولې ته په تمه دي چې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې ساتي.»

فراهي وویل، «داسې سوله، چې ښځې کورونو پورې محدودوي او د هغوی لاسته راوړنې ویجاړوي، به دوام ونه کړي او د افغانو ښځو لپاره د منلو وړ نه ده.»

هغې وویل، «ښځې باید د هغوی له خوا د تعلیم، د ترلاسه کولو، کار یا په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښکېلتیا له حق څخه محرومې نه شي.»

هېڅ ښځه په طالبانو باندې باور نشي کولی

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې جمیلې عظیمي وویل، د اورپکې ډلې له خوا د سخت چلند تاریخچې هر افغان، په ځانګړې توګه ښځې اندېښمنې کړي دي چې طالبان به خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره خپلې ټولې ژمنې له پامه وغورځوي.‌

هغې وویل، «غټه اندېښنه دا ده چې ښایي موږ د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې له لاسه ورکړو او دا چې طالبان ښایي خپلې غوښتنې په افغانو ښځو باندې وتپي.‌ ښځې غواړي چې د سولې د پروسې برخه واوسي او له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.»

عظیمي وویل، «نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه متحده ایالات باید د سولې بین الافغاني پروسه وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان د ښځو لاسته راړنې له پامه ونه غورځوي.»

د افغانستان د ځوانانو پارلمان کې د هرات یوې استازې ایلناز عظیمي وویل، ښځې د سولې د پروسې په هکله سختې اندېښمنې دي.

هغې وویل، «موږ اندېښنه لرو چې افغانانې به له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه لیرې کړای شي. دا چې موږ اندېښنه لرو چې ښایي طالبان به وغواړي چې ښځې محرومې کړي، له دې امله موږ د نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه د ناټو او متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لرو.»

عظیمي وویل، «طالبان باید پوه شي چې افغانانې په هغه موقف کې نه دي چې ۲۰ کاله مخکې وې او دا چې هغوی به د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي. د سولې په خبرو کې باید د ښځو لاسته راوړنې وساتل شي، او هیڅوک هم دا حق نه لري چې د هغوی په سر جوړجاړی وکړي.»

د هرات د ولايتي شورا یوې غړې سکینې حسیني وويل، افغانانې وارخطا دي چې ښایی هغوی به یو ځل بیا د سیاست ښکار شي او خپلې ټولې لاسته راوړنې او فرصتونه به له لاسه ورکړي.‌

هغې وویل، «هېڅ ښځه هم په طالبانو باندې باور نشي کولی ځکه چې زموږ اکثرو د هغوی د واکمنۍ توره دوره لیدلې ده. ښځې به هېڅکله هم اجازه ورنه کړي چې هغه توره دوره بیا تکرار شي، او که اړتیا وي، ښځې چمتو دي چې لا نورې قربانۍ ورکړي.»

یوه ټولشموله سوله

د وږي په ۱۹مه د کندوز د ښځو چارو ریاست کې په لسګونو ښځې راټولې شوې او د یوه تلپاتې اوربند او د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندي کولو غوښتنه یې وکړه.‌

په کندوز ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې سلیمې حیدري په غونډه کې وویل، ښځې په طالبانو باندې تاکید کوي چې د مذاکراتو په پيلولو سره تلپاتې اوربند اعلان کړي.‌

هغې وویل، «موږ داسې یوه سوله غواړو چې په هغې کې د ژوند د هر مسلک اړوندې ښځې او سړي ... برخه واخیستلی شي. هغه باید یوه انساني سوله وي -- نه سیاسي.»

حیدري وویل، یوه له هغو مهمو توقعاتو څخه چې ښځې یې له مذاکراتو څخه لري دا ده چې دواړه لوري د ښځو د حقونو او د هغوی د تېرو دو لسیزو د لاسته راوړنو خوندي کولو ته ژمنتیا وښیي.

په کندوز کې د ښځو د حقونو یوې فعالې شیما حسیني وویل، «که جنګ ونه درول شي، د سولې پروسه هېڅ معنی نه لري. که جنګ روان وي، او زموږ په هېواد کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ترسره کیږي، د مذاکراتو پیل هېڅ مفهوم نه لري.»

هغې وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړي څو موږ وکولی شو یوه هراړخیزه سوله ترسره کړو.»

د کندوز پوهنتون یوې محصلې عزیزې امیني په غونډه کې وویل، «کله چې طالبان افغان حکومت ته خپله سره کرښه تعینوي، د افغان حکومت مرکچیان باید وښيي ... چې حکومت غواړي چې طالبان یو تلپاتې اوربند ومني او د ښځو حقونه او لاسته راوړنې وساتي.»

هغې وویل، «په افغانستان کې جګړه په موږ باندې تپل شوې ده.‌ موږ یوه باوقاره سوله غواړو، او طالبان باید نور خپل هېواد ویجاړ نه کړي.»

امیني وویل، «ټول مرکچیان باید داسې یوې اجماع ته ورسیږي څو هغوی وکولی شي چې داسې یو حل رامنځته کړي چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.»

د کندوز د ښځو د چارو رییسې نصیبې هولکر وویل، «افغانو ښځو له ډېرو کړاوونو سره سره هم په تېرو دو لسیزو کې غټې لاسته راوړنې لرلې دي، او هغوی نه غواړي چې په لاسته راوړنو باندې یې جوړجاړی وشي.»

هغې وویل، «ښځې هېڅکله هم دې ته چمتو نه دي چې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، او هغوی غواړي چې د سولې له هوکړې څخه وروسته په حکومت کې په لا ډېر قوت سره خدمت وکړي.»

د سولې لپاره ورزشکارانې

په هېواد کې د ښځو د حقونو په سر له اندېښنو سره سره، ځوانې افغانې ښځې له خپلو حقونو څخه استفادې ته دوام ورکوي او نوې لاسته راوړنې ترلاسه کوي.

مثلا، د وږي په ۲۰مه، ۲۵ معلولو ښځو د شطرنج،‌ غشي ویشتلو او بادمینټن سیالیو په یوه لړۍ کې چې د هرات ښار په میرویس صادق جمنازیم کې ترسره شول، برخه واخیستله.

دغه سیالۍ د سولې، او د شخړې د پای ته رسولو لپاره د غوښتتنې په درناوي ترسره شوې.

په هرات کې د ویلچیر باسکېټ بال د ټیم یوې غړې سوسن احمدي وویل، «موږ سولې ته هیله من یو، او هیله لرو چې زموږ په هېواد کې به جنګ پای ته ورسیږي او بل هیڅوک به هم معلول نشي.»

هغې وویل،‌ «موږ تمه لرو چې طالبان به تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د راوستلو لپاره به هڅې وکړي. کله چې هغوی افغاني ټولنې او حکومت ته راستنیږي، موږ هیله لرو چې هغوی به د ښځو په ځانګړې توګه زموږ په څېر ورزشکارانو مخه ونه نیسي، او موږ ته به اجازه راکړي چې په نړۍ واله سطحه د افغانستان لپاره ویاړونه راوړو.»

په هرات ښار کې یوې معلولې ورزشکارې شکریې امیري وویل، ټول معلول خلک چې د جنګ قربانیان دي د سولې او نېکمرغۍ راتګ ته په تمه دي.

هغې وویل، «موږ په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې موږ ته فرصت راکړي څو په نړۍ والو سیالیو کې برخه واخلو څو موږ وکولی شو چې نړۍ ته خپلې وړتیاوې وښیو او خپل هېواد ته ویاړ راوړو.»

هغې وویل، سوله به ښځې او نجونې وهڅوي چې په ورزشونو کې برخه واخلي او وبه کولی شي چې د افغانستان بیرغ په نړۍ کې پورته کړي.»

د هرات د پارالیمپیکس فدراسیون رییس نادرشاه حیدري وویل، معلول خلک تر نورو ډېر سولې ته اړتیا لري ځکه چې د جنګ اصلي قربانیان همدوی دي.

هغه وویل، «په هرات ولایت کې معلولو ښځو او نجونو له کالونو راهیسې افغانستان ته ویاړونه راوړي دي.»

هغه وویل، «په وروستیو کې، زموږ ورشکارانو ان په ایران کې په یو شمېر سیالیو کې مډالونه وګټل. دغو معلولو ورزشکارانو وکولی شوای چې د افغانستان نوم په نړۍ والو میدانونو کې پورته کړي.»

[له کندوز څخه هدایت الله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ښځو لاسته راوړنې د خلکو لپاره مهمې نه دي. د هغوی لپاره سوله مهمه ده. د طالبانو او حکومت تر منځ د جنګ په نتیجه کې، په تېرو شلو کالو کې په سلګونو زره بې ګناه ملکي خلک ووژل شول. اوس تاسو راغلي یئ او د لاسته راوړنو په هکله خبرې کوئ. ازادي او دیموکراسي د غرب لپاره جوړ شوي دي او هغه د هغوی لپاره یو ښه سیستم دی. زمونږ افغانانو لپاره، یو مرکزي اسلامي نظام ښه نتیجه ورکوي.‌ که دیموکراتیک سیستم په افغانستان کې ښه نتیجه ورکولی، په تېرو شلو کالو کې به یې ښه نتیجه ورکړې وای.‌ فساد له یوې ورځې څخه بلې ته پسې وده کوي. په کابل کې هره ورځ خلک د یوه موبایل فون لپاره په رڼا ورځ د لوټونکیو له خوا وژل کیږي. دا څنګه حکومت دی؟‌ خلک د طالبانو په سیمو کې هېڅ غلط کار نشي کولی. هلته لوټنې نشته، فساد نشته، او نه هم ظلم شته. ټولې ستونزې په هغو سیمو کې دي چې واک یې د حکومت په لاس کې دی.‌ څو چې په دې هېواد کې اسلامي شریعت تطبیق نشي، ستونزې به هوارې نشي او نه به دا هېواد جوړ شي.

ځواب ورکړئ

مونږ د ښځو د حقونو درناوی کوو، خو ډېرې هغه ښځې چې نن ورځ د ښځو د حقونو په هکله خبرې کوي هغوی د بهرنیو سفارتونو له خوا د دې لپاره حمایه کیږي چې د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ کړي.‌ نن ورځ چې د سولې یوه کړکۍ پرانستل شوې ده او افغانان په دې هېواد کې د سولې او ارامۍ لپاره هیله من شوي دي، مزدورې رسنۍ هڅه کوي چې د دروغو خبرونه خپاره کړي څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې ناکامې شي.‌ د افغانستان د خلکو لپاره، حتی د دې هېواد د زړورو ښځو لپاره د ښځو حقونه مهم نه دي، بلکې د هغوی لپاره سوله مهمه ده. د هغوی لپاره، د جنګ او وروروژنې پای ته رسېدل مهم دي، نه غیراسلامي ازادي. اسلام ښځو ته ډېر زیات حقونه ورکړي دي،‌ خو نور مذهبونه ښځې د جنسي وینځو په توګه استعمالوي. دا د یوې ښځې حق نه دی چې ځان لوڅ کړي، لاړه شي او فوټبال یا باسکېټ بال لوبه وکړي. همدارنګه، دا د ښځو حق نه دی چې په دفترونو کې کار وکړي او د هغوی آمران یې په جنسي توګه وزوروي. د افغانستان په ادارو کې هره ورځ‌ په لسګونو ښځو باندې جنسي تېری کیږي. ښځو ته باید په اسلامي چوکاټ کې دننه ازادي ورکړل شي. ښځې کولی شي چې په ټولنه کې حضور ولري خو په اسلامي حجاب کې. که یوه ښځه حجاب کاروي، هغه به هېڅکله هم په جنسي لحاظ ونه زورول شي. له دې امله، طالبان په دې برخه کې په حقه دي چې ښځو ته باید په اسلامي چوکاټ کې دننه او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره ازادي ورکړل شي. ۹۰٪ افغانان یو اسلامي نظام غواړي. هغوی داسې یو نظام غواړي‌ چې په کې زنا، لواطت، شراب، غلا، فساد او داسې نور نه وي.‌ هغه باید داسې یو نظام وي چې خلک کولی شي هرچېرته لاړ شي او د امن احساس وکړي. خلک داسې یو نظام غواړي چې له ظالمانو څخه د مظلومانو حقونه واخلي او زورور جنایتکاران عدالت ته را

ځواب ورکړئ

اصلا سوله پخپله غټه لاسته راوړنه ده. کله چې سوله وشي نه یوازې ښځې بلکې د ټولنې ټول اقشار کولی شي چې د پرمختګ فرصت ترلاسه کړي او پرمختګ وکړي. زه فکر نه کوم چې طالبان دې بیا د پخوا په څېر د ښځو د تعلیم مخه ونیسي. زما په یاد شي هغه وخت به هم طالبانو ویل چې د ښځو د تعلیم لپاره کافي اندازه امکانات نه لري چې په ستر او حجاب کې ورته د تعلیم امکانات برابر کړي. یوه بله خبره دا ده چې دا اوس چې په مکتبونو، پوهنتونونو او دفترونو کې د ښځو په حق کې څه روان دي یا په تلویزیونونو کوم ترکي او هندي سریالونه روان دي دا نه زمونږ د دین له مخې سم دي او نه د کلتور له مخې. اکثر یې مبتذل او غیر اخلاقي پروګرامونه او ډرامې دي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره هېڅ ګټه نه لري بلکې کورنۍ یو له بل نه سره لیرې کوي او په ټولنه کې فساد زیاتوی. باید چې افغان تلوزیوني چینلونه او رسنۍ خپل داخلي پروګرامونه جوړ او خپاره کړي او هغه چې له نورو هېوادونو نه راوړي باید داسې وي چې له افغانانو سره د علم، فرهنګ او ټکنالوجۍ په زده کړه کې مرسته وکړي. تل دې وي سوله.

ځواب ورکړئ