د ښځو حقوق

د سولې د خبرو په رانږدې کېدلو سره، افغانانې ژمنه کوي چې د طالبانو د تیارې دورې د بیا راتګ پر ضد به مبارزه وکړي

د عمر راپور

د افغانو ښځو د حقونو فعالانې د کب په ۱۸مه د ښځو د نړۍ والې ورځې په ترڅ کې د یوه سړک په اوږدو کې راغونډې شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانو ښځو د حقونو فعالانې د کب په ۱۸مه د ښځو د نړۍ والې ورځې په ترڅ کې د یوه سړک په اوږدو کې راغونډې شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- د سولې خبرو پیلولو ته د طالبانو او افغان حکومت په نږدې کېدلو سره، په هېواد کې ښځې وایي چې هغوی به د اورپکې ډلې د هرې هغې هڅې پر ضد مجادله وکړي چې غواړي پخوانۍ «تیارې دورې» ته ستانه شي او په ټولنه کې د هغوی لاسته راوړنې او برخه اخیستنه وځپي.‌

یو شمېر ښځینه فعالانو د خپلو اندېښنو د څرګندولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې «د تیاره تاریخ بیاراتګ ته نه» په شعار سره کمپاین پیل کړی څو د افغانستان سیاسي نظام ته د طالبانو په راستنېدلو سره د رامنځته کېدونکيو خطرونو په هکله خبرداری ورکړي.

د کمپاین یو پیغام وایي، «ښځې د تاریخ په هکله یوه قوي حافظه لري؛ موږ د سولې یواځې یو عادلانه حل منو.»

په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې د طالب بندیانو خوشې کول به بشپړ کړي، د ښځو اندېښنې زیاتېږي.‌ د بندیانو خوشې کول د نږدې دوه لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو د پيلولو لپاره یو مهم شرط دی.

افغانه فلم جوړوونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې په لپټاپ کمپیوټر باندې کار کوي. سادات ډارېږي چې که طالبان بیا واک ترلاسه کړي حالات به بنسټپالنې ته بېرته ور وګرځي او د ښځو حقونه به مهار کړای شي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

افغانه فلم جوړوونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې په لپټاپ کمپیوټر باندې کار کوي. سادات ډارېږي چې که طالبان بیا واک ترلاسه کړي حالات به بنسټپالنې ته بېرته ور وګرځي او د ښځو حقونه به مهار کړای شي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې نوریې افغان وویل، «طالبانو د سولې د خبرو په ترڅ کې دروغ ویلي دي ځکه چې هغوی ناوړه ارادې لري. د هغوی وضعیت ته اوس په پام سره او ترڅو هغوی وکولی شي چې هر څوک وغولوي،‌ د ښځو د محدودولو په هکله هغوی هېڅ هم نه دي ویلي، خو کله چې قدرت ته بېرته راستانه شي، بیا به په ښځو باندې خپله تیاره واکمني تحمیل کړي.»

هغې زیاته کړه،‌ په طالبانو باندې باور نشي کېدلی ځکه چې هغوی له تاوتریخوالي څخه ډک او د ښځو پر وړاندې د تعصب تاریخ لري.

نوریې افغان وویل، «په طالبانو کې د هغوی د واکمنۍ له وخت څخه هېڅ تغیر نه دی راغلی ځکه چې د هغوی پالیسۍ اوس هم د ښځو پر ضد دي، او هغوی اوس هم په ټولنه کې په ملکي او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو برخه اخیستنه نه تاییدوي.»

د هرات پوهنتون د ټولنپوهنې د ډیپارټمن یوې محصلې شبنم سلحشور وویل، «د دې کمپاین هدف دا دی څو ډاډمنه شي چې که طالبان سوله وکړي او د حکومت برخه وګرځي هغوی دا اجازه نه لري چې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه وکړي. افغانانې نه غواړي چې د طالبانو د واکمنۍ تیاره تاریخ تکرار شي.»

هغې زیاته کړه، «موږ هېڅکله هم نشو کولی چې هغه ضربه او درد چې زموږ میندو او خویندو د طالبانو له لاسه لیدلی دی هېر کړو، او موږ د ځوانو ښځو په توګه دې ته چمتو نه یو چې د تېر وخت هغه ترخه او تیاره واکمني بیا ووینو.»

سلحشور وویل، هره سوله چې په هغې کې د ښځو له حقونو څخه تېری کیږي او په ټولنه کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي هغه د منلو وړ نه دی.

هغې وویل، «افغانو ښځو د تېرو دو لسیزو په ترڅ کې ډېرې هڅې کړي چې خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي او په حکومت کې برخه واخلي، خو که طالبان راستانه شي، هغوی [ښځې] نه غواړي چې د څو لسیزو پخوانۍ دورې ته بېرته ستنې شي.»

د ښځو پر ضد د تعصب چلند

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې بهارې احمدي وویل، افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي او که طالبان له ښځو سره د پخوا په څېر د چلند نظر لري په کار دی چې له داسې کولو څخه مخکې تجدید نظر وکړي.‌

هغې وویل، «افغانانې به د طالبانو د ظلم او تیارې واکمنۍ په هکله پټه خوله پاتې نشي. موږ نورې یواځې نه یو ځکه چې نړۍ واله ټولنه له موږ سره ولاړه ده. که طالبان غواړي چې په راتلونکي کې په افغانستان کې له ښځو سره ظلم وکړي، موږ به خپل غږ پورته کړو او له ټولې نړۍ سره به یې شریک کړو.»

احمدي وویل، طالبان د هغو سیاسی، مدني او ټولنیزو لاسته راوړنو په هکله وارخطا دي چې افغانو ښځو ترلاسه کړي دي او که یاده اورپکې ډله بیا قدرت ترلاسه کړي هغوی به یو ځل بیا هڅه وکړي چې محدودیتونه پرې ولګوي.

هغې وویل، «طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې په ښځو باندې د ظلم وخت تللی دی، او هغوی باید په افغانستان کې له موجودو او نویو شرایطو سره ځانونه عیار کړي.»

هغې زیاته کړه، «موږ ښځې له خپلو حقونو او لاسته راوړنو څخه دفاع کوو،‌او موږ نور نه غواړو چې طالبان ښځې د پخوا په څېر تیارې دورې ته بېرته بوځي.»

په لندن کې د ښځو د حقونو یوې فعالې انجیلا غیور وویل، افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره قربانۍ ورکړي دي، او هغوی هېڅکله هم نه غواړي چې په کومو سیاسي معاملو کې د هغوی په سر جوړجاړی وشي.‌

غیور وویل، د طالبانو د سولې په مرکچي ټیم کې حتی د یوې ښځې نشتوالی «ښیي چې طالبان د ښځو پر وړاندې څومره ناوړه تعصب لري.»

هغې زیاته کړه، «د سولې خبرې د افغانو ښځو په وضعیت باندې یو غټ تاثیر لري، او دا چې د طالبانو په ټیم کې هېڅ ښځه نشته، د دې معنی دا ده چې هغوی به د ښځو حقونو ته له سره درناوی ونه کړي.»

هغې وویل، «مونږ ښځې هېڅ هیله نه لرو چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو په ذهنیت یا چلند کې بدلون راغلی دی، او موږ باور لرو چې هغوی به د ښځو د ازادیو د بندولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

غیور زیاته کړه، «طالبانو تل ثابته کړې ده چې هغوی د ښځو د فعالیتونو مخالف دي، او د هغوی تکتیکونه او د چلند طریقې ښیي چې هغوی ښځو ته هېڅ درناوی نه لري.»

هغې وویل، «موږ اندېښنه لرو چې که طالبان واک ترلاسه کړي، هغوی به بیا د افغانو ښځو مخه ونیسي، او له هغوی څخه به د زده کړو ترلاسه کولو او کار کولو فرصت واخلي.»

د ښځو لاسته راوړنې خوندي کول

حکومتي چارواکي وایي، هڅې روانې دي چې د ښځو لاسته راوړنې خوندي کړای شي.‌

د هرات د والي مرستیالې مونسې حسن زاده وویل، د ښځو دحقونو خوندي کول او په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د هغوی عادلانه برخه اخیستنه د هغوی لویو موضوعاتو په ډله کې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې به پرې بحث کیږي.

هغې وویل، د سولې په خبرو کې به د ښځو د تېرو دو لسیزو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.

حسن زاده زیاته کړه، «د ښځو لپاره، د سولې په خبرو کې طالبانو ته سره کرښه دا ده چې د ښځو د حقونو او د هغوی د لاسته راوړنو درناوی وکړي. ښځې باید د سولې په خبرو کې یو فعال حضور وساتي څو وکولی شي چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي او په راتلونکي کې په حکومت او ټولنه کې خپله برخه اخیستنه تثبیت کړي.»

هغې وویل، «افغان حکومت دې ته ژمن دی چې د ښځو حقونه خوندي کړای شي، او هغه به هېڅکله هم هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی له حقونو څخه سرغړونه وکړي. افغانانې په حکومت کې یو مهم رول لري او په مهمو پرېکړو کې برخه اخلي.»

حسن زاده وویل، «اسلام په بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او تجارتي کارونو کې د ښځو د برخه اخیستنې ډاډ ورکړی دی، خو طالبانو د خپلو شخصي عقایدو په اساس چې په اسلام کې هېڅ ځای نه لري، تل هڅه کړې ده چې د ښځو فعالیتونه مهار کړي او هغوی کورونو پورې محدودې کړي.»

د هرات د ښځو د چارو رییسې انیسې سروري وویل، افغانانې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې ډېرې بدلې شوي دي او نور به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د هغوی حقونه وننګوي.‌

هغې وویل، «که طالبان فکر کوي چې هغوی به واک ته په راستنېدلو سره د ښځو ازادۍ او په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د هغوی د برخه اخیستنې مخه ونیسي، هغوی غټه غلطي کوي ځکه چې نړۍ واله ټولنه، افغان حکومت او پخپله ښځې به هغوی ته د داسې کولو اجازه ورنه کړي.»

سروري زیاته کړه، «ښځې د حکومت او ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي.‌ هېڅ فرد یا ډله دا وړتیا نه لري چې په قدرت کې د ښځو په عادلانه برخه اخیستنه باندې سترګې پټې کړي. که طالبان غواړي چې د ښځو رول محدود کړي، هغوی به د ښځو له سخت غبرګون سره مخامخ شي.»

هغې وویل، د ښځو په لاسته راوړنو او حقونو باندې به جوړجاړی ونشي، او افغانانې اراده لري چې په راتلونکي حکومت او د افغانستان په پرمختګ کې فعال رول ولوبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان به هیڅ کله هم پر شا نه ځي او موږ به پر مخ ځو آن که طالبان هم واک ته ورسیږي. په دې باید طالبان هم پوه شي چې ښځې د یو هیواد نیمایي برخه تشکیلوي او پرته د ښځو له حضور څخه په یو هیواد کې چارې پر مخ بیول شونې نه ډه.

ځواب ورکړئ

د ۲۵ کاله مخکې وخت طالبان د نن ورځې له طالبانو سره فرق لري. اوس طالبان پوه شوي دي چې ښځې د ټولنې سمه نیمه برخه جوړوي او له ښځو څخه پرته ټولنه جوړول ناشوني دي. طالبانو هېڅکله هم نه دي ویلي چې هغوی په ټولنه کې د ښځو د حضور خلاف دي، خو ځینې خلک د طالبانو له راتګ څخه وېره لري، او له دې امله هغوی د سولې پروسه ټکنۍ کوي چې له طالبانو سره سوله ونشي او اوبه هغسې خړې وي لکه ۲۰ کاله مخکې چې وې، څو هغوی وکولی شي چې په خړو اوبو کې کبان ونیسي. تاسو پوهېږئ چې د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، خلکو پیسې غلا کړې او شتمن شول. اوس هغوی ډارېږي چې که طالبان قدرت ترلاسه کړي، هغوی به دوی ته اجازه ورنه کړي چې د پیسو اختلاس وکړي او رشوتونه واخلي. د طالبانو حتی سپی له دغو جنګسالارانو او د غرب له مزدورانو څخه بهتر دی.‌

ځواب ورکړئ

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت په ښځو باندې ظلم نه دی کړی، بلکې ښځو ته یې نجات ورکړی دی. د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې، د شمال ټلوالې جنګسالارانو په ښځو باندې جنسي تېري کول، هزاره ګانو د ښځو تیونه پرې کول. له دې امله، طالبان راپورته شول چې ښځو ته د وحشي جنګسالارانو له ظلمونو څخه نجات ورکړي. د دې ډلې پخوانی مشر ملا محمد عمر په یوه جومات کې امام وو. یوه ورځ، په زابل ولایت کې جومات ته دوه ښځې ورغلې او شکایت یې وکړ چې د جنګسالارانو یوه قوماندان په یادو دواړو ښځو باندې جنسي تېری کړی دی. له هغه وروسته، ملا عمر توپک ور واخیست او د جنګسالارانو پر ضد یې جهاد اعلان کړ، او ټولو افغانانو هغه وخت د طالبانو ملاتړ وکړ،‌ او طالبانو وکولی شوای چې په ډېر لږ وخت کې د افغانستان د خاورې ۹۵٪ برخه ونیسي. هغوی افغانانو ته د جنګسالارانو له ظلم او جبر څخه نجات ورکړ.‌

ځواب ورکړئ