د ښځو حقوق

افغان ښځو په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د متحدو ایالاتو د ځانګړې استازې د ټاکل کېدلو هرکلی وکړ

د سلیمان راپور

ښځې د لیندۍ په ۲۵مه په کابل کې د مساوي حقونو د غوښتنې په ترڅ کې شعارونه ورکوي او لیکلي شعارونه یې پورته کړي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د لیندۍ په ۲۵مه په کابل کې د مساوي حقونو د غوښتنې په ترڅ کې شعارونه ورکوي او لیکلي شعارونه یې پورته کړي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د ښځو د حقونو افغان فعالانو او ښځو د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره د متحدو ایالاتو د ځانګړې استازې ټاکل کېدل ستایلي دي.

د متحدو ایالاتو حکومت د مرغومي په میاشت کې یوه افغان الاصله امریکایۍ پوهه رینا امیري د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د متحدو ایالاتو د ځانګړې استازې په توګه وټاکله.

امیری په توفتس پوهنتون کې قانون او دیپلوماسي لوستلي او د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې یې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې خدمت کړی دی.

مهم وخت

هغه په داسې حال کې وټاکل شوه چې د افغان ښځو حقونه تر ګواښ لاندې دي.

د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، د نجونو او ښځو حقونه محدود کړای شوي دي.

د هغه حکومت پر مهال، له ۲۷٪ څخه ډېر دولتي کارکوونکي ښځې وې. اوس هغوی ته ویل شوي چې تر امر ثاني پورې په کورونو کې پاتې شي.

نوی حکومت نجونې له شپږم ټولګي څخه وروسته زده کړو څخه منع کوي.

افغان شنونکي او عام وګړي تمه لري چې د کار او ښوونې او روزنې په برخو کې د ښځو له منځه تللې جایګاه بېرته اعاده شي.

هغوی هیله لري چې امیري به کولی شي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستل کېدلو، په سیاسي چارو او د کار د حقونو په برخو کې د ښځو د ګډون د یقیني کولو او د ۱۳۸۰ - ۱۴۰۰ کالونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په برخو کې مرسته وکړي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې تفسیر سیاه پوش سلام ټایمز ته وویل، «د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدل او کار او په سیاسي پروسه کې د ګډون کولو لپاره اجازه نه لرل هغه غټې ستونزې دي چې افغانانې ورسره مخامخ دي.»

هغې زیاته کړه، «زه له رینا امیري او نړۍ والې ټولنې څخه غواړم چې دا ستونزې حل کړي. امیري یوه ښه مخیېنه لري. افغانې ښځې تمه لري چې هغه به د دوی غږ د نړۍ والې ټولنې غوږونو ته ورسوي.»

نوموړې زیاته کړه، «افغانو ښځو او نجونو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې سترې لاسته راوړنې لرلې. په میلیونونو نجونې ښوونځیو ته لاړې، په لسګونو زره ښځې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې، په ازادانه ډول یې کار وکړ او په سیاسي او اقتصادي فعالیتونو کې بوختې وې.»

سیاه پوش وویل، «موږ هیله لرو چې افغانې ښځې او نجونې به وکولی شي چې د تېر په څېر په ازادانه ډول کار کولو ته دوام ورکړي.»

د ټاکلو ستاینه

مروه سادات چې ۲۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «افغانې ښځې او نجونې اوس په ډیر سخت وضعیت کې دي... موږ د خپلو ځانونو او لاسته راوړنو د خوندي کولو په برخه کې د ملاتړ لپاره د متحدو ایالاتو او نړۍ والې ټولنې مرستې ته اړتیا لرو.»

سادات چې د کابل اوسېدونکې او د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله ده، وویل، «زه د رینا امیري د ټآکل کېدلو هرکلی کوم... او دا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې د متحدو ایالاتو او نړۍ والې ټولنې د هڅو یو مهم ګام بولم.»

په کابل کې د بشري حقونو یوې فعالې مریم اروین وویل، «له بده مرغه چې په میلیونونو افغانانې د هغوی د جنسیت له امله په کورونو کې ایسارې پاتې دي.»

هغې وویل، «د افغانو ښځو له حقونو څخه د دفاع او په تېرو ۲۰ کالونو کې د هغوی د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د یوې ښځې ټاکل کېدل یو مثبت او د ستاینې وړ ګام دی.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوې فعالې خاطرې اسحاقزۍ سلام ټایمز ته وویل، «افغانانې د متحدو ایالاتو او نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.»

هغې وویل، «رینا یوه افغانه ده چې د افغان ښځو د حالت او هغو ننګونو په هکله چې هغوی ورسره مخامخ دي ښه پوهېږي.»

اسحاقزۍ وویل، «زه هیله لرم چې هغه به وکولی شي چې د افغان ښځو د حقونو په اعاده کولو او د هغوی له خوا د زده کړو، کار او سیاسي ګډون په برخو کې مهم رول ولوبوي.»

دندې او هیلې له منځه لاړې

حکیمه چې ۳۱ کاله عمر لري د کابل په لوېدیځه برخه کې ژوند کوي. هغه په ادبیاتو کې لېسانس لري او تر څلور میاشتې مخکې وخت پورې یې په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونځي کې تدریس کاوه.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «افغانو ښځو او نجونو په تېرو ۲۰ کالونو کې یو زرین فرصت درلود. موږ تر ډېره خپل اساسي حقونه چې پخوا مو نه لرل ترلاسه کړل،»

هغې وویل، نجونې په ازادانه ډول ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللې او په سیاسي فعالیتونو کې یې برخه اخیستله. په لسګونو ښځې د پارلمان غړې شوې؛ د وزیرانو، والیانو، سفیرانو، قاضیانو، څارنوالانو او پوځي افسرانو په توګه یې دندې ترسره کړې؛ او ډېرې ارزښتناکه لاسته راوړنې لرلې.»

حکیمې وویل، «د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې او نړۍ والې ټولنې څخه زموږ هیله او توقع دا دي چې هغوی دې د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره د تېر په څېر فرصتونه رامنځته کړي او نه دې پرېږدي چې د هغوی لاسته راوړنې خاورې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکا په ریښتیا هم د ښځو له حقونو دفاع کړې وای، په هغه تړون کې چې په قطر کې د اسلامي امارت او د امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ لاسلیک شوی و، د افغان ښځو حقونه باید په واضح ډول بیان شوي وای. نه د امریکا متحده ایالاتو او نه هم د افغان حکومت د ښځو استازو د ښځو له حقونو څخه دفاع کړې ده. دواړو ډلو افغانې ښځې او نجونې یوازې پرېښودې او په خپله مخه لاړل. اوس د امريکا د متحده ايالاتو د استازي راتګ هيڅ معنا نه لري. د ښځو او نجونو ټول حقونه باید د تړون له لاسلیک مخکې په رسمیت پېژندل شوي وای، چې دا کار نه د افغانستان اسلامي جمهوریت او نه هم د امریکا متحده ایالاتو حکومت کړی دی. اوس د افغانستان د اسلامي امارت واکمنان د ښځو او نجونو په وړاندې هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي.

ځواب ورکړئ

رینا امیري د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د متحدو ایالاتو د ځانګړې استازې په توګه داسې مهال ټاکل کېږي چې وار له مخه د افغان نجونو د هیلو ډیوې مړې شوي او ټول حقوق یې ترې اخیستل شوي دي. ۲۱مه پیړۍ چې دولتونه خپل لرلید یې ځانته له پخوا ټاکلی ورته رسېدل غواړي، خو د طالبانو (د افغانستان اوسني واکمنانو) لومړيتوبونه له نورې نړۍ سره مکمل توپیر لري او غواړي چې افغانستان سل کاله پخوا وختونو ته وګرځي. د طالبانو په نظر چې د ږیرې پرېښودل، له تعلیم او تحصیل څخه د نجونو متع کول، چادري اغوستل، د پوهنتونونو او ښوونځیو نسبتا پرمختللي نصاب کې تغیرات راوستل به سوچه مسلماني وي خو دا غلطه پرېکړه ده چې دوی کړې ده. په هر حال افغانستان اوس په بد وضعیت کې دی او افغانان په تیاره کې ژوند کوي. د ځوان نسل توقع دا نه وه چې داسې برخلیک سره به مخامخ کېږي خو دغه حالت چې پرې راغلی باید ترې راووېستل شي، روان حالت تغیر کړل شي. د افغان ښځو د حقونو برخه کې د رینا امیري ټاکل ښه پرېکړه ده، خو پخوا هم افغانستان کې د ښځو د حقونو بنسټونه موجود و مګر هېڅ فکر نه کوم چې د دې لوی قشر حقونه دې په منظم ډول ورکړل شوي وي. اوس نو په کار دا ده چې امیري په ریښتیني ډول د افغان ښځو د حقونو ورکولو برخه کې فعال رول ولوبوي او نه داسې چې د تېر جمهوریت پر مهال د ښځو د مدافعینو په څېر پڅه اوسي!

ځواب ورکړئ