د ښځو حقوق

افغانو ښځو د هرات د اراضۍ د مدیریت په سیستمونو کې بدلون راوست

د عمر راپور

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست کې د لوستو افغان ښځو هڅو د یادې ادارې په عملیاتو کې مثبت بدلون راوستي دي. د دغې ادارې نږدې ۵۰٪ کارکونکې ځوانې ښځې دي چې د افغانستان له پوهنتونونو څخه فارغې شوي او ځینو یې په بهر کې زده کړې کړي دي. [عمر]

هرات -- د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست کې د لوستو افغان ښځو هڅو د یادې ادارې په عملیاتو کې مثبت بدلون راوستلي دي.

د دغې ادارې نږدې ۵۰٪ کارکونکې ځوانې ښځې دي چې د افغانستان له پوهنتونونو څخه فارغې شوي او ځینو یې په بهر کې زده کړې کړي دي.

دغه ښځې د خپلې پوهې له لارې، توانېدلې دي چې په هرات کې د اراضۍ د مدیریت داسې یو عصري سیستم تطبیق کړي چې د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو د غصب په مخنیوي کې یې مرسته کړې ده.

د دغې ادارې رییس حارث اخترزاده وویل، لوستې ځوانې ښځې د دې ریاست د مهمو څانګو لارښوونه کوي.

دا سکرین شاټ عکس چې د سلام ټایمز له ویډیو څه اخیستل شوی، د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ د ریاست غړي د سلواغې په ۱۹مه د هغوی په دفتر کې ښیي.

دا سکرین شاټ عکس چې د سلام ټایمز له ویډیو څه اخیستل شوی، د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ د ریاست غړي د سلواغې په ۱۹مه د هغوی په دفتر کې ښیي.

هغه وویل، «زموږ د مسلکي کارکونکو په ډله کې،‌ ۳۸ داسې ښځې دي چې د لېسانس او ماسټرۍ کچې پورې یې زدکړې کړي دي.‌ هغوی د اراضۍ د مدیریت د سیستم په عصري کولو او د دولتي ځمکو په خوندي کولو کې ډېره مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه، «هغه ښځې چې په حکومتي موسساتو کې خدمت کوي هغوی د بشپړتیا او زیار نمونه دي. د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست کې زموږ د ښځینه همکارانو اجرأت د سیستمونو په جوړولو او د خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېر مؤثر ول.»

د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې،‌ دغه ریاست په ګرد هرات کې د دې مخه نیولې چې ۱۰ زره هکتاره ځمکه د ځمکو د غاصبینو لاس ته ولوېږي. د دغه ریاست د اراضۍ د مدیریت یوې مدیرې رویا شریفي وویل، د هغوی د نومونو په هکله قانون نافذوونکیو او قانوني ادارو ته راپور ورکړل شوی دی.

هغې زیاته کړه، «موږ د خپلو ښځینه همکارانو په مرسته د اراضۍ د مدیریت نوي سیستمونه پرانستي دي،‌ او دغو نویو سیستمونو موږ ته فرصت په لاس راکړی چې د ښار او ولسوالیو ټولې دولتي ځمکې په خپل ډېټابېس کې ثبت کړو. اوس هیڅوک هم نشي کولی چې حتی یوه ټوټه ځمکه غلا کړي.»

د ځمکو د مدیریت په سیستمونو کې تحول

ښځو د دغه ولایت د ځمکو د مدیریت د سیستمونو په وده کې یو مهم رول لوبولی دی.

د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست کې د ځمکو د بانک مسولې سهیلا غفوري چې مسلک یې انجنیري دی مرسته وکړه چې په هرات کې د دولتی ځمکو لپاره ډېټابېس جوړ کړای شي.

هغې وویل،‌ «ما په هرات پوهنتون کې ساختماني انجنیری ولوستله، په تایلنډ کې مې له یوه پوهنتون څخه د جغرافیوي معلوماتو سیستم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ،‌ او زه د دولتي ملکیتونو او ځمکو د ثبتولو په برخه کې د نویو مهارتونو ماهره یم.»

غفوري وویل، «زموږ هدف دا دی چې په هرات ولایت کې د ځمکو د معلوماتو د راټولولو او ذخیره کولو لپاره یو سیستم جوړ کړو،» او زیاته یې کړه چې دغه سیستم به د ځمکو د غصب په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست یوې دولتي کارکونکې سیما غوثي وویل، په دولتي ادارو کې د ښځو خدمت د سړیو د خدمت په څېر مؤثر دی.

هغې زیاته کړه، «موږ ښځو تعلیم کړی دی، او موږ غواړو چې د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړو.‌ موږ داسې نوې روزنه ترلاسه کړې چې کولی شي له موږ سره د یوه نوي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي

غوثي وویل،‌ دا تعلیم یافته ځوانې ښځې غواړي چې د سولې په خبرو کې د دوی لاسته راوړنې وساتل شي او که طالبان د حکومت برخه جوړېږي دوی په دولتي ادارو کې د ښځو لپاره یو فعال رول غواړي.‌

هغې وویل، «طالبانو په افغانستان کې یو شرمېدلی تاریخ پرېښی دی، او هغوی تل د ښځو د کار په مخ کې خنډونه جوړ کړي او د هغوی د ودې او تعلیم په وړاندې یې دښمني کړې ده،‌ خو اوس هغه وخت تېر شوی دی، او هیڅوک هم نشي کولی چې د ښځو د ودې مخه ونیسي

هغې زیاته کړه، که طالبان سوله وکړي او د حکومت برخه شي، هغوی به نور ونشي کولی چې په دولتي ادارو او پراخه ټولنه کې په ښځو باندې محدودیتونه ولګوي.

ښځې په دولتي ادارو کې

په هرات ولایت کې ځایي چارواکي وایي، د افغانستان حکومت ژمن دی چې ښځې دولتي ادارو ته راولي.

د هرات د والي مرستیالې مونسې حسن زاده وویل، په هرات کې په حکومتي دوایرو کې د ښځو حضور د څو کاله مخکې وخت په نسبت څو برابره ډېر شوی دی.

هغې وویل، «دا وخت په هرات ولایت کې ۳۸٪ دولتي کارکونکي ښځې دي. په حکومتي موسساتو کې د مشرتابه په موقف کې د پام وړ شمېر ښځې کار کوي، او د یو څو مهمو حکومتي ادارو مشري د ښځو پر غاړه ده.»

حسن زاده زیاته کړه، په حکومت کې ښځو ښودلې ده چې هغوی سترې وړتیاوې لري، او کولی شي چې د خپلو خلکو او هېواد په خدمت کې له سړیو څخه مخکې شي.

هغې وویل، «په هرات ولایت کې ښځې د خزانې ریاست، د هستوي انرژۍ اداره، د اقتصاد ریاست او د دولتي مطبعې په څېر حکومتي ادارې رهبري کوي. سربیره پردې، په څو مهمو دولتي ادارو کې د یو شمېر ریاستونو د مرستیالانو مقامونه د ښځو له خوا پر مخ وړل کیږي.»

د هرات د ولایتي شورا غړې جهانتاب طاهري وویل، ښځې په دولتي ادارو کې په صداقت او لیوالتیا سره کار کوي، چې دوی هلته خلکو ته خدمت کوي او مهم رول لوبوي.

هغې زیاته کړه، د لوړو زده کړو لرونکې ځوانې ښځې چې په هره دولتي یا خصوصي اداره کې کار کوي، ښې لاسته راوړنې لري ځکه چې دوی تخصص او مدیریتي مهارتونه لري.

طاهري وویل، «ښځینه مسلکي کسانو ته باید په دولتي ادارو کې د خدمت کولو ډېر فرصتونه ورکړل شي. که چیرې ښځو ته ډیر مدیریتي او پریکړه کوونکي رولونه ورکړل شي، دوی به وکولی شي چې په حکومتولۍ او د فساد پروړاندې مبارزه کې بدلون راولي.»

هغې وویل، په هیواد کې ډېر شمېر لوستې او غښتلې ښځې شته چې کولی شي په دولت او ټولنه کې مهم بدلونونه راولي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

گزارش های سلام تایمز در مورد پیشرفت های افغانستان از جمله ساختن بندها، مکاتب، پل ها و سایر پیشرفت های کشور برای مردم امیدواری میدهند. رسانه های دیگر به غیر از خبر های نا امید کننده چیزی را به مردم نشر نمی کنند و مردم کشور واقعاً مایوس شده اند و اکثر این رسانه ها که همیشه در مورد جنگ و مشکلات در افغانستان خبر های را نشر می کنند از سوی ایران تمویل می شود. ایران دشمن سرسخت نظام جمهوری در افغانستا است و ایران تلاش می کنند از تشکیل یک حکومت فراگیر و مردمی در افغانستان جلو گیری نماید تا اینکه به اهدف خود دست یابد. حکومت باید جلو رسانه های مزدور را بگیرد و بعوض سانه های مانند سلام تایمز را تشویق نمایند تا اینکه برای مردم اطلاع رسانی درست کنند.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د ښځو ونډه په حکومتی چارو کې اوس هم کمه ده. حکومت باید هڅه وکړي چې د ټول هېواد ښځو ته د زدکړې زمینه مساعده کړي تر څو مونږ په ټولو ولایتونو اداراتو کې د ښخو حضور وګورو. په افغانستان کې اوس هم داسی ولایتونه شته چې په کال کې ۵۰ ښخینه په کانکور آزموېنه کې ګډون نکوی نو پرمختګ به په هغه ولایت که څنګه راشي. لومړی باید مونږ د ښخو سواد کچه لوړه کړو او ورسته بیا ورته در کار زمینه برابره کړو.

ځواب ورکړئ

په هرات ولایت کې د ښځو پرمختګ واقعاً د لمس وړ دی، خو د هېواد په جنوب کې ښځو هېڅ پرمختګ نه دی کړی. په جنوب کې، خلک حتی خپلو ښځو ته د تعلیم ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي. یو محدود شمېر خلک خپلو لوڼو ته اجازه ورکوی چې یوازې ښوونځي ته لاړې شي، او کله چې هغوی له ښوونځي څخه فارغې شي، بیا اجازه نه ورکوي چې د کانکور امتحان ورکړي او د خپلې خوښې فاکولتې انتخاب کړي. دغې بې سوادۍ د ښځو د پرمختګ او په حکومتي دوایرو کې د هغوی د حضور سطحه ټیټه ساتلې ده. حکومت باید هڅه وکړي چې د ټولنې د خلکو، سړیو او ښځو دواړو د تعلیم لپاره لاره هواره کړي، څو مونږ وکولی شو چې په خپل هېواد کې د سواد سطحه پورته کړو او خپل هېواد جوړ کړو.

ځواب ورکړئ

د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، ښځو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. تر دې چې مونږ کولی شو ووایو چې په هېواد کې ښځو د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران د ښځو په پرتله ډېر پرمختګ کړی دی.‌ ښځې د وزیرې، معینې، والۍ، ښاروالې، ولسوالې او حتی د جنایي پولیسو د رییسې په څېر لوړو موقفونو کې کار کوي، خو په ایران کې تاسو نشئ کولی چې ښځې په لوړو حکومتي موقفونو کې په کار کولو ووینئ. په هېواد کې له جنګ او ناامنۍ سره سره، ښځو ډېر زیات پرمختګ کړی دی. په حکومتي دوایرو کې د ښځو په هکله یو ښه شی دا دی چې ښځې نه اختلاس کوي، نه رشوت اخلي او نه خیانت کوي. ولسمشر اشرف غني د ښځو د ودې او پرمختګ لپاره سخت کار کوي.

ځواب ورکړئ