د ښځو حقوق

په هرات کې د ولسوالۍ لومړنۍ ښارواله د خلکو په خدمت کولو کې د ننګونو په وړاندې بریالۍ شوه

د عمر راپور

سوسن احسان بهبودزاده، چې د ۱۳۹۸ په لومړیو میاشتو کې د افغانستان د محلي اورګانونو د خپلواکې ادارې له خوا تعین شوه، لومړنۍ ښځه ده چې په دغه هېواد کې د یوې ولسوالۍ د ښاروالې په توګه خدمت کوي. هغه دهرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د خلکو خدمت کوي. [عمر]

هرات -- سوسن احسان بهبودزاده اراده لري چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ځان لپاره کار او د خلکو لپاره ښه خدمت وکړي.

بهبودزاده چې د محلي اورګانونو خپلواکې ادارې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې تعین کړه، لومړنۍ ښځینه ښارواله ده چې د افغانستان په یوه ولسوالۍ کې خدمت کوي.

په انجیل ولسوالۍ کې ۵۵۰ کلي دي، چې ټول یې د بهبودزاده تر مشرۍ لاندې د ښاروالۍ خدمتونه ترلاسه کوي. هغه هره ورځ کلیو ته سفر کوي چې د ښاروالۍ خدمتونه وګوري او ویې ارزوي.

په هرات کې ځایي مقاماتو وویل، انجیل ولسوالۍ، د بهبودزاده د مشرۍ له برکته، په ۱۳۹۸ مالي کال کې له ۳۰ میلیونو افغانیو څخه ډېر عواید ټول کړل، او دغه ولسوالي وتوانېدله چې ټولې پیسې په بېلابېلو پروژو باندې ولګوي.

په عکس کې، د انجیل ولسوالۍ ښارواله سوسن احسان بهبودزاده (له ښي لوري څخه دویمه) د سلواغې په ۷مه په ولسوالۍ کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې خپلو ځایي کارکونکو ته خبرې کوي. [عمر]

په عکس کې، د انجیل ولسوالۍ ښارواله سوسن احسان بهبودزاده (له ښي لوري څخه دویمه) د سلواغې په ۷مه په ولسوالۍ کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې خپلو ځایي کارکونکو ته خبرې کوي. [عمر]

د ښځو لپاره کېدی شي دا ننګوونکې وي چې په دودیزه افغاني ټولنه کې کار وکړي، او بهبودزاده وویل چې هغه د ښاروالې په توګه د کار له پیلولو راهیسې له کلتوري محدودیتونو سره مخامخ ده.

هغې وویل، «ما د خپل کار لومړۍ ورځ د محدودیتونو او مخالفتونو په ترڅ کې پيل کړه. په انجیل ولسوالۍ کې ډېر بانفوذه خلک او مشران په دې خوښ نه ول چې زه په دې ولسوالۍ کې خدمت وکړم، او هغوی ماته اجازه نه راکوله چې دلته کار وکړم، خو زه د دغو خنډونو پر ضد ودرېدم، او بالاخره وتوانېدم چې هغوی ته ثابته کړم چې افغانې ښځې کولی شي په لوړو حکومتي موقفونو کې عین د سړیو په څېر کار وکړي.

بهبودزاده وویل، «اوس، هماغه خلک چې د یوې ښځې په توګه زما له مقررۍ سره خوښ نه ول زما تر څنګ ولاړ دي او له ما سره د ښاروالۍ د خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته کوي.»

«ما وکولی شوای هغوی په دې قانع کړم چې ښځې کولی شي چې په عامه سکتور کې کار وکړي او هغوی کولی شي چې د افغانستان په رغونه کې مرسته وکړي.»

د ارادې په اساس

بهبودزاده زیاته کړه، «که ما داسې کلکې ارادې نه لرلای، او له خپل کور څخه بهر د کار کولو هوډ مې نه وای کړای، اوس به ما په کور کې د زرګونو نورو ښځو په څېر د خفګان عمر تېرولای.»

هغې وویل، اوس ښځې فرصتونه لري چې له کورونو څخه بهر او په دولتي ادارو کې کار وکړي، او دا چې حکومت د ښځو ملاتړ، او د هغوی د وړتیاوو درناوی کوي.

هغې یاده کړه، دا چې ښځې د افغاني ټولنې نیمایي برخه جوړوي له دې امله هغوی کولی شي چې د هېواد د نېکمرغتیا او ودې په برخه کې ډیره ونډه واخلي.

همدارنګه، بهبودزاده په ښځو باندې غږ کوي چې په حکومت کې په بېلابېلو سطحو خپل حضور پياوړی کړي او د وزیرې او والي په څېر لوړ حکومتي موقفونه ترلاسه کړي.

هغې وویل، «زه باور لرم چې ښځې کولی شي په هغو ادارو کې چې د حفظ الصحې، زرغونتیا او ښاري پراختیا مسؤلیتونه پرمخ بیایي، له سړیو څخه ښخې ښه کار وکړي. که د افغانستان ټولې ښاروالۍ د ښځو له خوا اداره کېدلای، د هوا ککړتیا به کمه شوې وای، او ښارونو به یوه نوې بڼه غوره کړې وای.»

له بهبودزاده څخه مخکې نورو ښځو د ښاروالیو په موقفونو کې په بېلابېلو سطحو کارونه کړي دي.

په ۱۳۸۸ کال کې، افغان حکومت عذرا جعفري د دایکندی ولایت د مرکز نیلي د لومړۍ ښاروالې په توګه مقرره کړه چې ورپسې نورې ښځې هم په ورته موقفونو کې مقررې شوې.

ولسمشر اشرف غني په ۱۳۹۷ کې، ظریفه غفاري د میدان وردک ولایت د میدانښار د ښاروالې په توګه مقرره کړه.

غفاری هغه وخت رسنیو ته فریاد وکړ چې په دغه ښار کې زورواکو هڅه کوله چې د هغې په نوي موقف کې د هغې د کار مخه ونیسي. له پنځو میاشتو کلکې مبارزې څخه وروسته، بالاخره هغه وتوانېدله چې خپل موقف اشغال کړي.

ښځو د والیانو په توګه هم کار کړی دی -- چې په (۱۳۸۴ - ۱۳۹۲) کې د بامیان او (۱۳۹۴ - ۱۳۹۶) کې د دایکندې والیانې وې.

د حکومت هڅې

هرات ولایت په عامه سکتور کې د ښځو د ښکېلتیا په برخه کې تر ټولو مخکې دی.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، په دغه ولایت کې په ځایي حکومتي اداره کې د بل هر ولایت په نسبت ډېرې ښځې کار کوي، او ښځې په هرات کې د ټولو ملکي مامورینو تر ۳۴٪ پورې جوړوي.

په دغه ولایت کې ښځې په ټولنیزو چارو کې د والي د مرستیالې، د اقتصاد د رییسې، مستوفي او د حکومتي مطبعې د رییسې په توګه کار کوي او د یو شمېر حکومتي ادارو مرستیالانې یا رییسانې دي.

رحیمي وویل، «په هرات کې په کارپوهې ښځې شته، او موږ هڅه کوو چې په دولتي ادارو او د تصمیم نیونې په موقفونو کې د ښځو شمېر زیات کړو. افغان حکومت لا هم د ښځو ملاتړ جاري ساتي.»

د هرات د ښځو چارو رییسې انیسې سروري وویل، په وروستیو کالونو کې، ښځو د پام وړ لاسته راوړنې لرلي او په دغه ولایت کې یې وده کړې او په خصوصي سکتور کې یې فعال رول لوبولی دی.

هغې وویل، «په هرات ولایت کې ډېرې تعلیم یافته او تجربه لرونکې ښځې شته چې کولی شي مهم حکومتي موسسات مدیریت کړي. حکومت تل هڅه کړې چې د ښځو له وړتیاوو څخه ګټه واخلي او د هغوی ملاتړ یې کړی دی.»

سروري زیاته کړه، «هڅې روانې دي چې په هرات ولایت کې په ډېرو حکومتي ادارو کې ښځې استخدام کړای شي. زموږ هدف دا دی چې ښځې د مهمو او تصمیم نیوونکیو حکومتي ادارو د مدیریت مسؤلیت پر غاړه واخلي.»

هغې وویل، «موږ په دولتي ادارو کې یواځې سمبولیک حضور نه غواړو، بلکې موږ غواړو ووینو چې ښځې د مهمو مسایلو په هکله پرېکړې وکړي.»

ښځې پیاوړې کول

په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو راهیسې، ښځو دا فرصت ترلاسه کړ چې له کورونو څخه بهر کار وکړي، په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي او په دولتي ماموریتونو کې کار وکړي. همدارنګه، هغوی وتوانېدلې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته په تګ سره خپل مهارتونه پیاوړي کړي.

په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم جامي الاحمدي وويل، هغو تعلیمي فرصتونو ښځې د دې وړ کړې چې د مهمو حکومتي موسساتو د رییسانو، مدیرانو او رهبرانو په توګه کار وکړي.

هغې زیاته کړه چې، اوس ښځې کولی شي چې په آسانۍ سره د ولسوالې، ښاروالې او په ولسوالیو کې په نورو موقفونو باندې کار وکړي.

الاحمدي زیاته کړه، «په ټولو هغو حکومتي دوایرو کې چې ښځې په کې کار کوي اداري فساد کم شوی دی. ښځې وتوانېدلې چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي. موږ داسې ښځه نه ده لیدلې چې په یوه حکومتي اداره کې یې کار کاوه او هغه د اداري فساد په تور محاکمه شوې وي.»

هغې په ښځو باندې ټولنیزو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، «ښځې له یوې نیمې لسیزې څخه ډېرې مودې راهیسې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه او ترې دفاع کوي چې په هره برخه کې یې هغوی ته یو ښه ځای ور په برخه کړی دی. د دغو مبارزو له برکته، ښځې یوه ښه موقف ته رسېدلي، او حکومت هم د هغوی ملاتړ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه یوه زړوره ښځه ده چې په یوه سړي واکه سیمه کې چې د ښځو لپاره ننګوونکې ده خدمت کوي.

ځواب ورکړئ

په هرات کې تعلیم یافته او تجربه لرونکې ښځې نه غواړي چې د استخدام په مهمو پروسو کې د هغوی پر ضد توپیري چلند وشي بلکې عدالت غواړي، خو له بده مرغه چې اداري فساد ډېر پراخ شوی او بل لوري ته داسې غوښتنه کیږي چې ځوانو فارغانو د استخدام په برخه کې د تجربې په مسئله کې دې له انصاف څخه کار واخیستل شي چې تر اوسه لا نهایي شوی نه دی.

ځواب ورکړئ

خدای پاک دې هغه وساتي. هغه واقعاً د خپلو خلکو لپاره ښه خدمت کوي.

ځواب ورکړئ

خدای پاک ښځې د دې لپاره پیدا کړي چې په کور کې کېني او د ماشومانو پالنه وکړي او له کورونو څخه بهر له سړیو سره اختلاط ونه کړي. دا ډېره بده پرېکړه ده چې ښځې د والیانو یا ښاروالانو په توګه مقررې شي. د ښځو لپاره غوره وظیفه دا ده چې یا نرسه شي یا د ښځو ډاکتره او د ښوونځي ښوونکې. زه فکر کوم چې په اوس وخت کې دا مناسبه نه ده چې ښځه دې د والۍ یا ښاروالې په توګه کار وکړي ځکه چې امنیتي وضعه ښه نه ده. که طالبان هغوی ونیسي، سرونه به یې ور پرې کړي، نو ښه دا ده چې خطر په غاړه وانه خلي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په حکومتي ادارو کې د مشرانو په توګه د ښځو مقرري د اداري فساد په له منځه وړلو کې یو مهم رول لوبوي ځکه چې د سړیو په نسبت ښځې رشوت نه اخلي او د سړیو په نسبت ډېر ښه کار کوي. حکومت باید په بېلابېلو دوایرو کې ډېرې نورې ښځې هم د رییسانو په توګه مقررې کړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د حکومت په دوایرو کې ښځې د سړیو په نسبت ښه کار کوي ځکه چې هغوی رشوت نه اخلي، هغوی خیانت نه کوي، او په صداقت سره کار کوي.‌ د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، په حکومتي دوایرو کې اکثر نارینه مشران د ډلو کسان وو او هغوی د ډلو په خوله کارونه ترسره کول، له دې امله د ښځو مشري کولی شي چې مؤثره وګرځي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې سړیو ټولنه ویجاړه کړه او ښځو ته یې اجازه ورنه کړه چې خدمت وکړي. د هغوی د قدرت او ځان غوښتنې احساس دا هېواد خراب کړ، مونږ ښځې واقعاً د افغان سړیو په حال افسوس کوو.

ځواب ورکړئ