د ښځو حقوق

حمایه شویو افغانو ښځو د هرات په حکومتي اداره کې د مشرتابه رولونه ترلاسه کړل

د عمر راپور

په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د هرات د والي مرستیاله منیسه حسن زاده د تلې په ۱۷مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو د درېیم نندارتون د پرانستې په مراسمو کې خبرې کوي. [مرضیه فرهاد ابراهیمي/فېسبوک]

په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د هرات د والي مرستیاله منیسه حسن زاده د تلې په ۱۷مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو د درېیم نندارتون د پرانستې په مراسمو کې خبرې کوي. [مرضیه فرهاد ابراهیمي/فېسبوک]

هرات -- په هرات ولایت کې ښځې په محلي حکومتي اداره کې په بې سابقې ډول د مشرتابه مهمو موقفونو ته پورته کیږي چې دا کار هغوی ته اجازه ورکوي چې سیمې ته د پرمختګ ورکولو او نېکمرغه کولو په برخه کې پراخ رولونه ترسره کړي.‌

د هرات د والي د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیاله، د اقتصاد رییسه، د حکومتي محاسبو رییسه، د حکومتي مطبعې رییسه، د ښځو د چارو رییسه، د اتومي انرژۍ رییسه، د ښاروالۍ مرستیاله، د پوهنې ریاست مرستیاله او د انجیل ولسوالۍ ولسواله په هغو موقفونو کې شامل دي چې ښځو په هرات ولایت کې نیولي دي.

د هرات د ولایتي ادارې د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیالې منیسې حسن زاده وویل، په حکومتي دوایرو کې د ښځو رول نور یوازې سمبولیک نه دی او په هرات کې اکثر مهم حکومتي موقفونه د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل ښځو نیولي دي.

حسن زاده د خپل موقف په هکله وویل، «دا لومړی ځل دی چې په هرات کې یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده. دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د ولایت د اقتصاد ریاست مشري کوي او دا لومړی ځل دی چې ښځې د یو څو مهمو حکومتي موسساتو مدیریت ترسره کوي.»

هغې وویل، د حکومتي موسساتو په مشرتابه کې د ښځو حضور ښځې دې ته هڅولي چې په ټولنه کې یو لا ډېر پراخ رول ولوبوي.

هغې وویل، «ډېرې ښځې کولی شي چې په اسانۍ سره د والي دفتر او نورو حکومتي ادارو ته ورشي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.»

د حسن زاده په وینا، څلور کاله مخکې یوازنۍ ښځه چې د ولایتي ادارې په مجلسونو کې به حاضره وه هغه د ښځو د چارو رییسه وه، خو اوس یو زیات شمېر ښځینه رییسانې برخه اخلي او د پرېکړې کولو په برخه کې رول لوبوي.

د هرات د ښځو د چارو رییسې انیسې سروري وویل، په هرات ولایت کې د ښوونکو په شمول ۳۴٪ دولتي کارمندان ښځې دي.‌

هغې زیاته کړه، «په هرات ولایت کې په مهمو حکومتي موقفونو کې د ښځو حضور په تېرو دوه کالو کې زیات شوی دی. پخوا کلونو کې، اکثر حکومتي موسسات سړیو اداره کول، خو اوس عین موسسات ښځې پر مخ بیایي.»

یو طلایي فرصت

د هرات د جنسیت یا جنډر د چارو رییسې وحیدې عزیزي وویل، ښځې له فرصت څخه استفاده کوي، خپلې وړتیاوې ښیي او د افغان حکومت په مشرتابه کې رول لوبوي.

هغې وویل، «ښځې د داسې موقفونو مشري په لاس کې لري چې څو کاله مخکې هیچا هم فکر نه کاوه چې د ښځو لاس ته به ورشي.»

هغې وویل،‌ د ۱۳۷۵ او ۱۳۸۰ کلونو تر منځ چې د هېواد واک د طالبانو په لاسونو کې وو ښځې تر ډېره کورونو پورې محدودې وې، خو وروسته له هغه چې یوه نړۍ وال ایتلاف اورپکي له واکه لیرې کړل ښځو دا ازادي ترلاسه کړه چې خپل مهارتونه وښیي او په تېرو دوه لسیزو کې یې په حکومت کې خپل رول په تدریج سره پراخ کړ.‌

عزیزي وویل،‌ «د افغانستان قوانینو ښځو ته د افغان حکومت په دوایرو کې مهمو رولونه ورکړي دي چې مونږ ته هیله مندي رابخښي. د حکومت د پرمختیایي هدفونو په اساس، تر ۲۰۲۰ کال پورې به په حکومتي موسساتو کې د ښځو حضور ۳۰٪ ته زیات شي چې دا کار وار له مخه په هرات ولایت کې شوی دی.»

د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته، «په هرات ولایت کې ښځو په حکومتي دوایرو کې د رولونو یوه لویه او بې سابقې برخه ترلاسه کړې ده. په حکومتي دوایرو کې د ښځو لپاره د مشرتابه د فرصتونو برابرولو حکومتولۍ او له حکومت سره د عامو خلکو قناعت ته وده ورکړې ده.»

هغې وویل، ښځې کولی شي چې د هېواد په وده او پرمختګ او همدارنګه په حکومت کې د خپلو رولونو له لارې د اداري فساد په مخنیوي کې د پام وړ مرسته وکړي.‌

د هرات ولایت د اقتصاد رییسې ناهید رحمتي وویل، د هغې هدف دا دی چې د افغانو ښځو وړتیاوې خلکو ته وښیي.

رحمتي چې په هرات پوهنتون کې یې اقتصاد او اداره لوستلي دي او درې میاشتې مخکې په خپل موقف مقرره شوې ده،‌ وویل، «ما د دې موقف لپاره د سړیو تر څنګ سیالي وکړه، او زه د تر ټولو لوړو نومرو له ترلاسه کولو څخه وروسته د هرات د اقتصاد رییسه انتخاب شوم. زه باور لرم چې ښځې د سړیو په څېر دا وړتیا لري چې په حکومت کې مشري وکړي او دا چې هغوی ته باید فرصت ورکړل شي.»

هغې وویل، «ما د اقتصاد ریاست په بېلابېلو موقفونو کې اوه کاله کار کړی دی. کله چې زه له پوهنتون څخه فارغه شوم، ما په ۵ مه رتبه له دې ریاست سره کار کول پیل کړل، دا چې ما خپلې وړتیاوې او مسلکي صلاحیتونه ثابت کړل زه وتوانېدم چې د دې ریاست مشرۍ ته ځان ورسوم.»

د اداري فساد په راکمولو کې د ښځو رول

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، وروسته له هغه چې ښځو د حکومتي دوایرو مشري پیل کړه،‌ «په دغو دوایرو کې فساد په پام وړ توګه کم شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «په وروستیو کلونو کې، په سلګونو نارینه کارمندان د اداري فساد او له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په تور بندي شوي، او تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي. په دې ټوله موده کې، حتی په یوه ښځه باندې د اداري فساد تور نه دی لګېدلی.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړې سکینه حسیني وړاندیز کوي چې د اداري فساد د مخنیوي د یوې لارې په توګه دې مهم حکومتي موقفونه ښځو ته ورکړل شي.‌

هغې وویل، «په حکومت کې ښځو ثابته کړې چې هغوی په اداري فساد کې ښکېلې نه دي، او د هغوی ډېر تمرکز په حکومتي دوایرو کې په اجرأتو او مدیریت باندې دی. ښځې مرسته کوي چې د حکومتي دوایر کار ترسره کړي او خلکو ته حکومتي خدمتونه ور ورسوي.»

حسیني وویل، «که حکومت ښځو ته ډېر فرصتونه، او د عوایدو د رامنځته کوونکیو ادارو لکه ګمرکونو مشري په لاس ورکړي، مونږ ټول به په افغانستان کې په اداري فساد کې د پام وړ کمی په سترګو ووینو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دښخو حق داسلامی شریعت دهغه تثبیت شوی حق منلای شو نه ترهغه نه پورته

ځواب ورکړئ

یوه خبره به درته وکړم که ټوکه یی ګڼئ که ریښتیا خو ښځو ته ډېر وخت ورکول هم نه دی په کار او ښځی دی هم په همدا ۳۰٪ باندی اکتفا وکړي ځکه که ډیر شي او ښځی یو ځل دواړه پښي په یوه پایڅه کی کړي بیا به تری د پرون ورځی مجاهدین او ملایان (طالبان) جوړ وي چی اوس مجاهدین هر څه چور کوي او وایي چی دا یی د جهاد او مقاومت غنیتمونه دي او ملایان نه د چا سوال مني او نه زارۍ چی کیني او سوله وکړي.‌ هر څه چی ورته پاکستان وایي هماغسی کوي.‌ اصلا هر انسان چی له خپل حد نه پورته شي هغه یا افراط کوي یا تفریط.

ځواب ورکړئ