د ښځو حقوق

افغانې ښځې نه غواړي چې د طالبانو د واکمنۍ بدرنګ وخت ته ورستنې شي

د عمر راپور

افغانې ښځې، چې یو وخت یې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له تعلیم او نورو حقونو څخه انکار کېده، غواړي چې هغوی د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په احتمالي مذاکراتو کې له پامه ونه غورځول شي. [عمر]

هرات -- افغانې ښځې، چې یو وخت یې د طالبانو د واکمنۍ په وخت (۱۳۷۵-۱۳۸۰) کې له تعلیم او نورو حقونو څخه انکار کېده، غواړي چې هغوی د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په احتمالي مذاکراتو کې له پامه ونه غورځول شي.

د افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دفتر یوې سلاکارې ګلثوم صدیقي وویل،‌«د طالبانو دوره یوه ناوړه او تیاره دوره وه، او مونږ به هېڅکله هم د هغه وخت تیاره،‌ چې مونږ په کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، هېره نه کړو.»

هغې وویل، «ما څو ځلې لیدلي چې طالبانو ښځې په بازار کې وېرولي او وهلي دي.»

په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر د ماشومانو د خوندي کولو د څانګې یوې افسرې ملکې رسولي وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو حق نه درلود چې کار وکړي او یوازې یو محدود شمېر ښځې په پټه د تعلیم او صحي خدمتونو په وړاندې کولو بوختې وې.‌

د هرات د ولایتي شورا غړې سکینه حسیني (له چپ درېیمه) د زمري په ۱۳مه په هرات ښار کې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې له یو شمېر ښځینه کارمندانو سره د ښځو د کاري شرایطو په هکله خبرې اترې کوي. [عمر]

د هرات د ولایتي شورا غړې سکینه حسیني (له چپ درېیمه) د زمري په ۱۳مه په هرات ښار کې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې له یو شمېر ښځینه کارمندانو سره د ښځو د کاري شرایطو په هکله خبرې اترې کوي. [عمر]

د پنځو ولایتونو ښځې د زمري په ۱۰مه په هرات ښار کې د ملکه ګوهرشاد په باغ کې راټولې شوي چې له طالبانو سره د سولې له یوه احتمالي تړون څخه وروسته د خپلو حقونو د خوندي کولو غوښتنه وکړي. د غونډې برخه والو وویل چې هغوی به طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې په افغانو ښځو باندې یوځل بیا خپله تیاره دوره تحمیل کړي. [عمر]‌

د پنځو ولایتونو ښځې د زمري په ۱۰مه په هرات ښار کې د ملکه ګوهرشاد په باغ کې راټولې شوي چې له طالبانو سره د سولې له یوه احتمالي تړون څخه وروسته د خپلو حقونو د خوندي کولو غوښتنه وکړي. د غونډې برخه والو وویل چې هغوی به طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې په افغانو ښځو باندې یوځل بیا خپله تیاره دوره تحمیل کړي. [عمر]‌

هغې وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تیاره وخت «له نن ورځې سره مقایسه کېدلی نشي».

هغې وویل، «په تېرو دوه لسیزو کې، هغوی (ښځو) وکولی شوای چې خپلو وړتیاوو ته وده ورکړي او د لوړې کچې او مهمو ادارو واګي ونیسي.»

رسولي زیاته کړه، «ما د طالبانو په وخت کې په پټه نجونو ته درس ورکاوه. ما د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په څو کلیو کې فعالیت کاوه چې ښوونې او روزنې ته د ښځو حق، چې طالبانو نه ورکاوه،‌ ژوندی وساتم.»

په هرات ولایت کې د ښځو د مصؤنیت د مرکز رییسې ثریا پاکزاد وویل، «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ښځو خپل ټول حقونه له لاسه ورکړي وو، چې ښځې یې په کورونو کې دننه کارونو کولو پورې محدودې کړې وې.»

هغې وویل، د هغې دورې بیا رایادول له دردونو ډک دي.

پاکزاد وویل، «ما د طالبانو په ترخه واکمنۍ کې دوه کاله تېر کړل او په کور دننه پاتې شوم، بیا مې پرېکړه وکړه چې نجونو او ښځو ته تعلیم ورکول پیل کړم. په هغه وخت کې، مونږ په کورونو کې ۱۰ ښوونځي جوړ کړل چې ځايي نجونو ته به مو په کې درسونه ورکول.»

له حقونو څخه محرومې

د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هغو ښځو ته چې د زده کړو یا کار لپاره به له کورونو څخه بهر وتلې سخته سزا ورکول کېدله.

د ښځو د حقونو یوې فعالې او د هرات ولایت د څارنوالۍ پخوانۍ رییسې ماریا بشیر خپلې ترخې خاطرې یادې کړې.

هغې وویل، «زه د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې له پوهنتون څخه فارغه شوم. ما حقوق او سیاسي علوم او په هغو کې د قضا او څارنوالۍ څانګه ولوستل او کار مې پیل کړی وو. زه د مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو بوخته وم.»

بشیر وویل، «د طالبانو د رژیم واک ته رسېدل زما لپاره یوه ډېره ترخه او د نه باور وړ پېښه وه ځکه چې هغوی [طالبانو] ویل چې ښځې نشي کولی کار وکړي او هغوی باید کورونو ته لاړې شي.»

هغې وویل، «د طالبانو په دوره کې یو ځل ما خپل تعلیمي اسناد په هرات ولایت کې د والي دفتر ته ور وړل. ما خپل د څارنوالۍ د فخر کارۍ اسناد ور وښودل او هغوی ته مې وویل چې زه څارنواله وم.»

هغې زیاته کړه، «ما فکر کاوه چې که د طالبانو والي زما تعلیمي‌ اسناد وګوري، هغه به موافقه وکړي چې زه کولی شم کار ته لاړه شم، خو له بده مرغه چې زه له یوه ډېر منفي عکس العمل سره مخامخ شوم. هغه زما اسناد رد کړل او زه مجبوره شوم چې په کور کېنم.»

بشیر وویل، «مونږ هېڅکله نه غواړو چې د طالبانو تیاره دوره بیا راشي، او مونږ به اجازه ورنه کړو چې دا کار وشي.»

هغې وویل، «د نن ورځې افغانې ښځې د طالبانو د واکمنۍ د وخت په څېر نه دي، او زه باور لرم چې مونږ به په ګډه او په یوه غږ له نړۍ والې ټولنې څخه وغواړو چې مونږ پرې نه ږدي.»

د ښځو د لاسته راوړنو خوندي کول

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو استازې الیتا مېلر د زمري په ۱۰مه په یوه مرکه کې وویل، «ملګري ملتونه په بشپړ ډول د افغانو ښځو د فعالیتونو او د هغوی د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.»

هغې وویل، «د افغانو ښځو لاسته راوړنې زمونږ سره کرښه ده، او مونږ به اجازه ورنه کړو چې هغه له لاسه وځي.»

هغې زیاته کړه، «مونږ هڅه کوو چې د کلیوالو او ښاري ښځو تر منځ ارتباطاتو ته وده ورکړو چې هغوی وکولی شي د ښځو داسې یوه قوي شبکه جوړه کړي چې کولی شي د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.»

د میلر په وینا، افغانو ښځو په وروستیو کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړي او خپل حقونه یې ترلاسه کړي دي، او زیاته یې کړه چې هېڅ فرد یا ډله نشي کولی چې د ښځو د ودې مخه ونیسي.

د هرات د ښځو د مصؤنیت د مرکز رییسې پاکزاد وویل، «مونږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ په برخلیک باندې لوبې وکړي.»

هغې زیاته کړه، افغانو ښځو د طالبانو په واکمنۍ کې سختې ستونزې ولیدلې، د خپلو لاسته راوړنو بیه یې پرې کړه او «نه غواړي چې هغه له لاسه ورکړي».‌

پاکزاد وویل، «افغانې ښځې نور د طالبانو د وخت ښځې نه دي. په هغه وخت کې به یوې نجلۍ په اسانۍ سره دا حکم مانه چې ښوونځي ته لاړه نشي، خو که تاسو نن د هغه عمر له یوې نجلۍ څخه وغواړئ چې په کور کې پاتې شي، هغه ...‌به بیا هم ښوونځي ته لاړه شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500