د ښځو حقوق

د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو په هکله ډاډ له یوه لوی خبرداري سره مل دی

ای اېف پي

د افغانانو په ډله کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو هیئت سره ولیدل لږ تر لږه شپږ ښځې شاملې وې. په عکس کې د کانفرانس برخه والې افغانانې د چنګاښ په ۱۶مه لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانانو په ډله کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو هیئت سره ولیدل لږ تر لږه شپږ ښځې شاملې وې. په عکس کې د کانفرانس برخه والې افغانانې د چنګاښ په ۱۶مه لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو له خوا له دې سره موافقه چې د ښځو حقونو ته به درناوی کوي ښایي یو پرمختګ وبلل شي، خو فعالان پوښتنه کوي چې افراطي اسلامستان به -- چې د ازادیو په قید کولو کې نوم لري -- څنګه دغه محتاطانه کلیمې تفسیروي.

د افغان استازو او طالبانو تر منځ یوه تاریخي کتنه دوشنبه /د چنګاښ ۱۷مه/ ناوخته په داسې حال کې پای ته ورسېدله چې د اوږدې مودې دښمنانو په کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې د ښځو حقونو ته هم اشاره شوې ده.

د دوحې د غونډې برخه والو ومنله چې «د اسلامي ارزښتونو په اسلامي چوکاټ‌ کې دننه په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري چارو کې د ښځو د حقونو په هکله اطمینان ورکول» د تلپاتې سولې لپاره حیاتي ارزښت لري.‌

دا لفظونه مهم ښکاري، ځکه چې طالبان د ښځو د مهارولو د اوږدمهالي موقف له امله چې سنګسار، د غیرت په نامه وژنې او په تعلیم باندې بندیز په کې شامل ول، مشهور دي.‌

کتونکي خبرداری ورکوي چې دغه ژمنه یو پراخ تفسیر لري او دې پورې اړه لري چې د اسلام ارزښتونه څوک تفسیروي.‌

د ښځو د حقونو فعالې وږمې فروع په ټوېټر د پېغور په توګه لیکلي، «د طالبانو په واکمنۍ کې 'د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ' کې زمونږ د حقونو بشپړ درناوی شوی وو.»

«د دوحې د غونډې لاسته راوړنه څومره جالبه ده. بېرته په شا تګ!»

یوې افغانې فېسبوک کاروونکې منیژې قربان ویلي، «یو څو جاهل کسان» باید پرې نښودل شي چې اسلامي ارزښتونه پخپله خوښه تفسیر کړي.

هغې لیکلي، که نه، «هغوی به په وېروونکیو بلاګانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، واوړي. مونږ باید د نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان را وغواړو چې مونږ ته ارزښتونه تفسیر کړي.»

دغه ګډه اعلامیه د ښځو د یوې کوچنۍ ډلې په شمول د بانفوذه افغانانو او جیګپوړو طالب چارواکو تر منځ د دوه ورځنیو خبرو په پای کې خپره شوه.

په اعلامیه کې داسې ژمنه راغلې چې په ځینې مواردو کې د تاوتریخوالي د کمولو خبره کوي چې د ملکي خلکو تلفات «صفر» ته راښکته کړي.‌

خو په دغه دوه مخیز سند کې د اوربند هېڅ ژمنه نه ده شوې.

یوازې په خوله منل

طالبانو د ښځو حقونه یوازې په خوله منلي خو تل ورسره دا خبرداری شاملوي چې د اسلام له لارې به یې تعریفوي.

د مثال په توګه، د هېواد په هغو سیمو کې چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، اوسېدونکي د اورپکو په سخت دریځ‌ کې د لږو تغیراتو په هکله خبر ورکوي.‌

په ځینې سیمو کې، طالبان اوس نجونو ته اجازه ورکوي چې ابتدایه ښوونځیو ته لاړې شي، خو هغوی اوس هم د جنسیت په اساس ډلبندي کیږي او طالبان نصاب کنټرولوي.

البته، په دوره د ښځو د وهلو او سنګسارولو راپورونه، او همدارنګه تش په نامه ناموسي قتلونه -- چې په کې یوه نجلۍ په دې تورنېږي چې کورنۍ ته یې سپکاوی راوړی دی، لا هم عام دي.

د فېسبوک کاروونکې سمیرا صمیم لیکلي، «هیله ده، هیله ده چې طالبانو ته اجازه مه ورکوئ چې بیا د ښځو لپاره اسلامي اساسات تفسیر کړي. د هغوی لپاره اسلامي اساسات د ښځو وهل او بندي کول دي.»

د بشري حقونو د څار موسسه کې د ښځو د حقونو سرپرست منتظمې هیتر بار وویل، دا ښایي مثبت ښکاره شي چې په اعلامیه کې «د ښځو حقونه» کلیمې راغلې دي.‌

هغې ای اېف پي ته وویل، «خو په اسلامي چوکاټ کې د ښځو د حقونو کلیمې د طالبانو په نظریه کې کلاسیکه بڼه لري.»

بار وویل، طالبان «د جنسیت د برابرۍ په وړاندې اساسي اختلاف لري، نو مېز ته ناستې افغانانې پوهېږي چې هغوی هلته د خپل ژوند د مبارزې په لړ کې ناستې دي او هغوی هڅه کوي چې هغه وعدې وساتل شي چې د افغانستان اساسي قانون د جنسیت د برابرۍ په هکله کړي دي.»

د غوایي په میاشت کې د طالبانو د دوحې د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، مونږ د اسلامي ارزښتونو په اساس د ښځو حقونو سره «کومه ستونزه نه لرو».‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «مونږ یو بېل کلتور او بېل ارزښتونه لرو. زمونږ ارزښتونه، افغاني ارزښتونه، له ... غربي ارزښتونو څخه جلا دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، د هغوی هدف اسلامي نه وو. هغوی د ښځو او سړیو پر ضد جنګي جرمونه ترسره کړل، او تر ټولو بد یې دا وو چې هغوی د ښځو احترام نه کاوه، تر دې چې د طالبانو ډېرو وزیرانو ویل چې ښځې باید په حکومتي دوایرو کې نه وي ځکه چې هغوی مونږ (سړي) تحریکوي. په هغه وخت کې حتی مونږ طالبان په داسې حال کې لیدل چې ښځې یې د پښو د نه پټولو او داسې نورو له امله په قمچینو وهلې. نو مونږ څنګه کولی شو چې له داسې جاهلو خلکو څخه چې د حکومت اساس یې په تعصب او جهالت سره اېښودل شوی وو، د ښځو د حقونو تمه وکړو.‌ هغوی د دین او انسانیت په هکله هېڅ خبر نه ول. سره له دې چې هغوی له ښځو څخه پیدا شوي ول، لاکن هغوی ښځو ته هېڅ ارزښت نه ورکاوه، او هغوی ټول په کلیو کې لوی شوي ول. هغوی غوښتل چې د کلیو قوانین په ښارونو کې په ښځو تطبیق کړي. هغوی حتی په دې نه پوهېدل چې ښځه څه ده. زما په یاد دي چې یو وخت درې طالبانو له یوه ولایت څخه یوه نجلۍ راوستله او درې کسانو له هغې سره زنا کوله، او کله چې داسې وي، څنګه مونږ کولی شو چې له داسې وحشي خلکو نه د ښځو د حقونو تمه وکړو. طالبان باید د یوه سیاسي ځواک په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي. هغوی یاغیان دي او د خارجي هېوادونو له خوا تمویلیږي. مونږ باید هغوی په رسمیت ونه پېژنو. مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې هغوی وځپي.‌

ځواب ورکړئ