کابل -- داعش په خپل تور بیرغ کې د شهادت کلیمې څخه کار اخلي څو ځان د یوه اسلامي حرکت په توګه مطرح کړي، په داسې حال کې چې د هغوی کارونه د اسلام ضد دي.
دیني عالمان داعش ډله یوه اسلام ضد او غیر انساني ډله بولي.
د غور ولایت یوه افغان دیني عالم، مولوي شرف الدین حکیمي وویل، «د داعش په بیرغ کې د شهادت کلیمې کارول د اسلام سپېڅلي دین ته ښکاره سپکاوی دی. د دې ډلې کړنې له اسلامي ارزښتونو سره حتی یوه زره هم نږدې والی نه لري.»
حکيمي د داعش له خوا د تروريستي فعاليتونو لپاره د نالوستو او بې وزلو مسلمانانو د غولولو او استخدامولو لپاره له اسلامي سمبولونو څخه کار اخيستل وغندل.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د یادې ډلې له خوا په خپل بیرغ کې د شهادت کلیمې په ګډون د اسلامي سمبولونو کارول یو ظاهري عمل دی. داعش د خپلو غیر انساني کړنو له لارې هڅه کوي ... اسلام ته زیان ور ورسوي.»
د بې ګناه ملکي وګړو وژل
په دې تېره لسیزه کې، داعش تقریبا یواځې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي دي.
په افغانستان کې، د داعش د خراسان څانګې اکثریت قربانیان مسلمانان دي.
مثلا، د وږي په ۲۲مه د داعش خراسان څانګې وسله والو په دایکندي ولایت کې، چې اکثره اوسېدونکي یې هزاره ګان دي، ۱۴ ملکي وګړي ووژل.
د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، دا ډله د عراق په کربلا کې د شیعه سپیڅلو ځایونو له زیارت څخه بېرته راستنېدله.
په هرات کې یوه دیني عالم، مولوي محمد اکرم حنفي وویل، اسلام «نه یواځې د مسلمانانو وژنه، بلکې د بې ګناه غیر مسلمانانو وژنه هم غندي. هیڅوک حق نه لري چې د یوه بې ګناه انسان وینه تویه کړي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ وینو چې د داعش ترهګره او جنایتکاره ډله په مختلفو هېوادونو کې بې ګناه خلک وژني،»
حنفي وویل، د داعش موخه دا ده چې د خپل تاوتریخوالي او وینو تویولو له لارې په ټوله نړۍ کې د اسلام سخت او وحشتناک انځور وړاندې کړي. په حقیقت کې اسلام د دغې ترهګرې ډلې ټول اعمال ردوي.
دروغ او دوکه
شنونکي وايي، داعش هڅه کوي چې مسلمانان وغولوي، او په دې توګه د خپلې ترهګرۍ د پراخولو لپاره استخدام او مالي ملاتړ جلب کړي.
په سوېډن کې مېشت د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «داعش په مختلفو هېوادونو کې د اسلامي نښانونو، لکه په خپل بیرغ کې د شهادت کلیمې، او همدارنګه د قران کریم آیتونو، په کارولو سره د خپلو اعمالو د توجیه له لارې ډېر ځوانان غولولي دي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ځوان پیروان، چې د خپل دین په اړه کافي پوهه نه لري، د داعش د فریبکارو شعارونو قرباني شوي دي،»
سادات خبرداری ورکړ چې، په ټولنیزو رسنیو کې د داعش د دروغو خپرول په ټوله نړۍ کې ځوانان په نښه کوي، او د دې رجحان دوام په جدي توګه نړۍ وال امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
هغه وویل، «په داسې حال کې چې داعش ادعا کوي چې یو اسلامي دولت دی، لاکن د هغوی یو عمل هم له اسلامي ارزښتونو سره سر نه خوري. په هرصورت، د دې ترهګرې ډلې پروپاګند او د دروغو ادعا ځینې مسلمانان غولولي او د دې ډلې د فعالیتونو دوام ته یې اجازه ورکړې ده.»
مهرباني وکړئ د شیعه افراطي او وژونکې ډلې په اړه هم وغږیږئ، چې سنيان د ظالمانو په توګه انځوروي او وژني په داسې حال کې چې دوی د مسلمانانو په ځمکو کې له ازادۍ څخه خوند اخلي. دا سنیان دي چې په شیعه قومونو کې یې ژوند په امن ندی، مګر تاسو دا بې رحمه تکفیري تقيه شیعه خوارج مخلوق نه ګورئ چې هرڅو په نښه کوي.
ځواب ورکړئ1 تبصره