کابل -- د داعش خراسان څانګې د لیندۍ په ۳مه په بغلان ولایت کې په یوه صوفي زیارت کې په ذکر کوونکو باندې د مرګوني برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د لیندۍ په ۲مه ای اېف پي ته وویل، یوه وسله وال د لیندۍ په ۱ د نهرین ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې په یوه زیارت کې په صوفیانو باندې «چې په یوه اونیز پروګرام کې د برخه اخیستنې لپاره راټول شوي وو» ډزې وکړې او ۱۰ تنه یې ووژل.
د سيمې يوه اوسېدونکي، چې ويل يې يو شمېر قربانيان یې پېژندل، وويل، په هغې شپه د سيد پاشا اغا په زيارت کې ذکر کوونکي راټول شوي ول.
هغه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، هغوی یو صوفیانه نعت پیل کړی و چې «یوه سړي په یوه ډله ذکر کوونکیو» باندې ډزې وکړې.
هغه زیاته کړه، «کله چې لمونځ کوونکي د سهار لمانځه ته ورغلل، جسدونه یې وموندل،»
د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهاني سلام ټایمز ته وویل، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو څو کسان نیولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د لیندۍ په ۲مه په خپله اېکسپاڼه وویل، «پرون د افغانستان د بغلان ولایت د نهرین په یوه جومات کې د لږ تر لږه ۱۰ صوفي مسلمانانو وژنه وحشتناکه پېښه ده،»
هغه زیاته کړه، «مذهبي اقلیتونه تر جدي ګواښ لاندې دي. لا زیات مخنیوي، خوندیتابه او عدالت ته اړتیا ده،»
د داعش خراسان څانګه په منظمه توګه د صوفي یا شیعه لږکیو په وړاندې د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخلي. هغوی دغه هدفونه بدعتیان بولي.
د داعش خراسان څانګې د ۱۴۰۰ لمریز له زمري میاشتې راهیسې، په کابل، کندوز او بلخ کې پر صوفي ځایونو د څلورو پخوانیو بریدونو مسؤلیت منلی و چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ۱۰۳ کسان یې وژلي او ۲۲۸ یې ټپیان کړي وو.
د خلکو غوسه
دې ډزو د افغانانو تر منځ پراخه غوسه راپارولې او دا ترهګریز برید یې د غیر اسلامي عمل په توګه غندلی و.
د بغلان یوه اوسيدونکي محی الدین حلیمي چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «د داعش خراسان څانګه یوه وحشي ترهګره ډله ده چې یواځینی هدف یې د بې ګناه او بې دفاع خلکو وژل دي،»
هغه وویل، «د داعش خراسان څانګه ادعا کوي چې مسلمانان دي، خو کړنې یې په بشپړه توګه د اسلام او انسانیت ضد دي. د داعش خراسان څانګې هدف دا دی چې په نړۍ واله کچه د سپېڅلي دین نوم بد کړي.»
په بغلان کې یوه دیني عالم محمد عاصي محمدي چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، د داعش خراسان څانګه یوه فرقه ییزه ډله ده چې د اسلام تر نامه لاندې جرمونه ترسره کوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «په جومات یا هر بل مذهبي ځای باندې برید یو غیر انساني عمل دی چې د اسلام دین یې په کلکه ردوي او غندي،»
هغه وویل، «د بې ګناه انسانانو وینه تویول، که هغه مسلمان وي او که غیر مسلمان، د اسلام له نظره حرام دی. د داعش خراسان څانګې د بې ګناه مسلمانانو او نورو د وينې د تويولو لپاره د اسلام له سپېڅلي دين څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.»
د داعش وروستي برید د نهرین ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی عبدالرحیم چې ۴۲ کاله عمر لري، حیران او سخت اندیښمن کړی دی.
هغه وویل، «د بغلان په ګډون په ټول هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ دي. که دا ترهګره ډله دا بې ګناه ځوانان په ډزو وژني ... بیا نو بل هیڅوک هم نه پرېږدي.»