کابل -- دوه پر درې برخې هغو افغانانو چې د سلام ټایمز له خوا په یوه آنلاین نظرپوښتنه کې یې برخه اخیستې وه په خپلو سیمو کې د داعش خراسان څانګې د پراختیا په هکله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
پوره ۶۵٪ ځواب ویونکیو د داعش خراسان څانګې د حضور په هکله وارخطایي ښودلې ده. ۱۴٪ نور غیر مطمئن دي، په داسې حال کې چې ۲۰٪ نور هېڅ اندېښنه نه لري.
دې سروې د لړم د ۱۰مې او ۱۱مې تر منځ د افغانستان له نږدې ټولو ولایتونو څخه ۶۵۰۰ ځوابونه ترلاسه کړل. د سروې د نتایجو لیدلو یا رایې ورکولو لپاره دلته کلېک وکړئ.
ملکي قربانیان
د داعش خراسان څانګې زیاتیدونکو بریدونو د خلکو اندیښنه زیاته کړې، او په دې لړ کې یې د لیندۍ په ۱ د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې په یوه زیارت ترسره کړي برید کې ۱۰ صوفي ذاکران ووژل.
له دې پېښې څخه دوه میاشتې وړاندې هم په دایکندي ولایت کې افراطي وسله والو ۱۴ ملکي وګړي ووژل.
د دایکندي اوسېدونکي جعفر نجفي چې ۲۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګې د تروریستي فعالیتونو زیاتوالی جدي او د اندېښنې وړ دی،»
هغه وویل، «داعش خراسان څانګې پخوا زموږ ولایت کې چندان حضور نه درلود، او موږ ډېر د خونديتوب احساس کاوه. تقریبا دوه میاشتې وړاندې د ملکي خلکو له وژنې څخه وروسته، موږ نور د خوندیتوب احساس نه کوو.»
هغه زیاته کړه، «په وروستیو میاشتو کې، موږ په مختلفو ولایتونو کې ولیدل چې د داعش خراسان څانګې څو بریدونه ترسره کړل. دا په افغانستان کې د دغې ډلې د پراخېدونکي نفوذ او د عملیاتو ساحه په ګوته کوي.»
هغه یادونه وکړه چې، «له بده مرغه، په دې ټولو تروریستي بریدونو کې، یواځې بې ګناه ملکي وګړي قرباني شوي دي،» او خبرداری یې ورکړ چې سم چې د داعش خراسان څانګه بیا قوت ترلاسه کړي یو بل بحران به رامنځته شي.
د هرات ښار اوسېدونکي مهدي فایض چې ۳۵ کاله عمر لري، هم د دغې ډلې پراخېدونکي نفوذ ته اشاره وکړه.
هغه وویل، «سږ کال، موږ له کابل څخه نیولې تر بلخ، کندهار، هرات، دایکندي، بامیان او بغلان پورې بېلابېلو ولایتونو کې ولیدل چې داعش څو بریدونه ترسره کړل. دا بریدونه ښیي چې داعش خراسان څانګه اوس تقریبا په ټول هیواد کې شته.»
هغه زیاته کړه، «داعش یوه خطرناکه ترهګره ډله ده، او زه په ډېرو ولایتونو کې د هغې د فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه لرم. زه هیله لرم چې دا ډله له منځه لاړه شي ترڅو افغانان نور د داسې وینې تویولو او تاوتریخوالي سره مخامخ نشي.»
زیاتېدونکی ګواښ
د چنګاښ په میاشت کې د ملګرو ملتونو یوه راپور د داعش خراسان څانګه په سیمه او بهر کې د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په توګه په ګوته کړه.
د افغانستان د امنیت څار موسسې په درې کالونو کې د داعش خراسان څانګې ۶۲ بریدونه مستند کړي، چې ۸۵۷ کسان یې وژلي او ۱۵۷۵ یې ټپیان کړي چې ډېر یې ملکي شیعه مسلمانان دي.
په ایټالیا کې مېشت افغان پوځي شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «پخوا په مرکزي سیمو لکه بامیان، دایکندي او غور کې د دې ترهګرې ډلې شتون څرګند نه وو،»
هغه وویل، «خو په دایکندي کې د هزاره ملکي وګړو وروستي وژل او په بامیانو کې پر سیلانیانو بریدونه د داعش د فعالیتونو زیاتوالی په ګوته کوي،» او اشاره یې وکړه چې دا ډله یوې پراخې جغرافیې ته پراخه شوې ده.
غیور وویل، «په داسې حال کې چې دا بریدونه ښایي د قدرت ښکارندوی وي، خو له بده مرغه د ملکي وګړو د ژوند په قیمت تمامېږي.»