امنیت

افغان ځواکونو په غور ولایت کې د داعش خراسان څانګې یو شمېر غړي ووژل او ونیول

د عمر راپور

په عکس کې چې د وږي په ۶مه اخیستل شوی، د غور ولایت مرکز فیروز کوه لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وږي په ۶مه اخیستل شوی، د غور ولایت مرکز فیروز کوه لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- افغان ځواکونو په غور ولایت کې پر یوه پټنځای ترسره شوي برید کې د داعش خراسان څانګې یو قوماندان او د هغه یو ملګری وژلي دي.

د افغان چارواکو په وینا، دغه عملیات د تلې د ۲۹مې په ماښام د ولایت په مرکز فیروز کوه کې ترسره شول.

دغه راز، امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور څو تنه ونیول.

د افغانستان د اوسنۍ ادارې ویاند ذبیح الله مجاهدپه خپله اېکسپاڼه ویلي، نیول شويو کسانو تېره میاشت په دایکندي ولایت کې پر شیعه ملکي وګړو باندې ترسره شوي مرګوني برید او همدارنګه په کابل او بامیان کې په ترسره شویو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

د داعش خراسان څانګې غړو د وږي په ۲۲مه په دایکندي کې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۴ شیعه ملکي وګړي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

مجاهد وویل، له دغه پټنځای څخه وسلې، مهمات، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.

هغه زیاته کړه، دغې ډلې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش خراسان څانګې د مشرانو تر مستقیمې قوماندې لاندې فعالیت کاوه.

د عدالت غوښتنې

د دایکندي ولایت د تېرې میاشتې د برید د قربانیانو کورنیو د دې خبر هرکلی کړی دی.

۶۲ کلن حسین علي چې په پېښه کې یې خپل ځوان زوی له لاسه ورکړی ده، د نیول شویو کسانو د عادلانه مجازاتو غوښتنه وکړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هغې ورځې راهیسې چې د داعش خراسان څانګې زما زوی شهید کړ، ما شپه او ورځ ژړل. د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو ترهګرو په وژلو او نیولو سره، زما زړه یو څه سکون وموند.»

هغه وویل، «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو ... دغه خلک باید د خپلو عملونو په سزا ورسږي.»

۲۶ کلن جواد رضايي چې خپل پلار یې له لاسه ورکړی، هم د داعش د نیول شویو غړو د سملاسي محاکمې او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

هغه وویل، «حکومت باید زموږ د غم او درد د کمولو لپاره، دغو ترهګرو ته سزا ورکړي،»

هغه وویل، «زما پلار کروندګر و او ټول ژوند یې په بې وزلۍ کې تېر کړ، خو د داعش خراسان څانګې هغه په وحشیانه ډول شهید کړ.»

د داعش خراسان څانګې زیاتیدونکی نفوذ

شنونکي وايي، په دایکندي ولایت کې پر شیعه ولسي وګړو د داعش ډلې د تېرې میاشتې برید او په غور ولایت کې د هغوی د پټنځایونو شتون د افغانستان په مرکزي سیمو کې د دغې ترهګرې ډلې زیاتیدونکی نفوذ په ګوته کوي.

په ایټالیا کې مېشت د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، په دې سیمو کې د داعش خراسان څانګې نفوذ او فعالیتونو ټول شیعه ملکي وګړي له خطر سره مخامخ کړي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو وختونو کې، د داعش خراسان څانګې پټنځایونه ختیځو ولایتونو پورې محدود وو، خو په وروستیو کې لیدل شوي چې هغوی کلیدي ولایتونو ته نفوذ کړی دی. ‌په مرکزي ولایتونو کې د داعش شتون د اندېښنې وړ دی، ځکه چې نږدې ټول د دې ترهګرې ډلې هدف دی.»

غیور وویل، «د افغانستان په مرکزي برخو کې د داعش خراسان څانګې پټنځایونه... د هېواد د شمال او لویدیځ په ناامنۍ کې مرسته کوي،»

هغه خبرداری ورکړ چې، «د دې ډلې غړي کولی شي په اسانۍ سره ګاونډیو ولایتونو ته نفوذ وکړي او ترهګریز بریدونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500