کابل -- د داعش خراسان څانګې په تېرو درې کلونو کې د افغان شیعه ګانو د په نښه کولو د لږترلږه ۱۷ بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) وینا، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې راهیسې په دې بریدونو کې له ۷۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په دې لړ کې، د وږي د ۲۲مې په برید کې لږترلږه ۱۴ هزاره ګان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي د وږي په ۲۳مه لیکلي، «د داعش خراسان څانګې په ۱۳۹۴ لمریز کې په افغانستان کې له راڅرګندېدلو راهیسې، په جوماتونو، ښوونځیو او کارځایونو باندې په خپلو بریدونو کې په زرګونو هزاره ګان او د نورو مذهبي اقلیتونو غړي وژلي او ټپیان کړي دي،»
په بلجیم کې مېشت افغان سیاسي شنونکي علي اکبر فتاحي سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه پراخه کړي.
هغه په داعش باندې «د فکري وروسته پاتې والي» تور پور کړ او ویې ویل، «هغه یوه ځانګړې ډله ده چې له خپلې ایډیالوژۍ څخه بهر هیڅوک نه مني.»
هغه وویل، د هزاره اقلیت په نښه کولو سره، پرته له دې چې له جدي پایلو سره مخامخ شي، د داعش خراسان څانګه «کولی شي چې ډېره سیاسي ګټه ترلاسه او خپل نړۍ وال لید زیات کړي،»
په اتریش کې مېشت افغان څیړونکي نبي الله فاطمي وویل، «له بده مرغه افغان حکومت د دې وضعیت د کنټرول لپاره کافي ظرفیت نه لري،»
هغه وویل، «دا ضروري ده چې د داعش له خوا د په نښه شویو ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره شي،»
د داعش خراسان څانګه فعالیتونه پراخوي
د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو» د ۱۴۰۰ لمریز د تلې په میاشت کې وویل، د داعش خراسان بمي بریدونه او په هزاره ټولنه باندې نور هدفي بریدونه د بشریت ضد جرمونه دي.
افغان ملکي وګړو سلام ټایمز ته وویل چې دوی د دې ډلې د وژونکو بریدونو په اړه په زیاتېدونکي ډول اندېښمن دي.
د کابل اوسیدونکي سید مهدي حسیني چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، «د داعش خراسان څانګې له خوا وروستي بریدونه ښیي چې دا ډله ډېره فعاله شوې او د هیواد مختلفو سیمو ته خپل عملیات غځوي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې په لسګونو ترهګرې ډلې فعالې دي، او له هغوی سره د داعش اړیکې مخ په ښه کېدو دي،»
هغه وویل، «د دغو ډلو په یو ځای کېدلو سره به نه یواځې د افغانستان امنیت له ګواښ سره، بلکې نړیوال امنیت به هم له زیاتېدونکو خطرونو سره مخامخ شي،»
حسیني وویل، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره مبارزه یو قوي پوځي ځواک ته اړتیا لري چې د هغوی مرکزونه په نښه کړي، او زیاته کړه، «څو چې په ځینو ولایتونو کې د دې ډلې خوندي پټنځایونه ویجاړ نه شي، د دې ډلې د خونړیو بریدونو مخنیوی به خورا ستونزمن وي.»
د کابل اوسیدونکي عبدالوکیل رضايي چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، د داعش خراسان څانګې په تېرو درې کلونو کې واک ترلاسه کړی، چې ورسره افغان قومي او مذهبي اقلیتونه د ناامنۍ احساس کوي.
هغه خبرداری ورکړ، «کله چې په خلکو باندې فشار زیات شي، خلک به جګړې ته مخه کړي. کله چې د خلکو د دفاع لپاره حکومت یا اردو نه وي، مجبور دی چې وسلې پورته او په مشروع ځاني دفاع لاس پورې کړي.»

په حقیقت کې داعش په افغانستان کې هېڅ وجود نه لري. زما مطلب هغه داعش دی چې په سوریه او عراق کې دی، هغه په افغانستان کې شتون نه لري. دا یواځې د پاکستان د استخباراتو ادارې یوه پروژه ده چې په سیمه کې کنټرول غواړي. زه فکر کوم چې دا مهال بشریت په نړۍ کې له یوه لوی بحران سره مخ دی. هغه څه چې په فلسطین، لبنان، اوکراین، افغانستان او چین کې روان دي د بحران یوه برخه ده. که د بحران ځپلو ټولنو مذهب یوې خواته پریږدو، موږ ټول انسانان یو. د افغانستان، فلسطین، لبنان، اوکراین، تل ابیب… اوسيدونکي ټول انسانان دي. متحده ایالات په نړۍ کې یوه لویه ډیموکراسي ده او خلک یې هوښیار خلک دي. روسیه یو لوی ځواک دی. چين يو ستر اقتصادي او سياسي قدرت دی. اروپا یوه متمدنه او پرمختللې سیمه ده. په عموم کې، د هر هېواد اوسیدونکي ځان د بل هېواد په پرتله ډېر باخبره ګڼي. موضوع جګړه ده چې د اقتصادي ګټو خبره ده. امریکا، چین، روسیه، پاکستان او اسراییل د روان بحران تر ټولو ډېر مسوول دي. ایران هم مسؤل دی او لوی لاس پکې لري او تر اسراییلو ډېر خطرناک دی. اسرائیل یواځې فلسطینیان وژني او د الجزیرې ټلویزیون په وینا تر دې دمه یې ۴۲۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي، خو ایران افغانان، سوریایان، عراقیان وژني او پر اسرائیلو بریدونه کوي، چې ثبوت یې د اکټوبر د لومړۍ نیټې د توغندیو برید دی. چین هم مسلمانان وژني او روسیې د اوکراین نیمه برخه ویجاړه کړه. امریکا د دې پر ځای چې پر بې ګناه فلسطیني ماشومانو رحم وکړي، د اسرائیلو ملاتړ کوي. او دا د حل لارې نه دي. موږ باید د متمدنو خلکو په توګه سره کښینو او مسایل د خبرو له لارې حل کړو او په دې برخه کې د امریکا متحده ایالات، چین، روسیه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات ستر مسوولیت لري، ځکه چې دا نن ورځ
ځواب ورکړئزه د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د ستونزې د حل لپاره اسانه لار لرم. په هرصورت، د دې پلان د پلي کولو لپاره، بشپړ صداقت او اخلاص ته اړتیا ده. په دې پروسه کې اسرایل، فلسطین، عرب لیګ، امریکا، انګلستان، ایران او نور هېوادونه او ښکېل اړخونه باید صداقت وښيي. که یو ګوند صادق نه وي، د پلان پلي کول ستونزمن دي.
راځئ چې دا وړاندیز ولولئ. وګوره، فلسطین یا د نن ورځې اسراییل شاوخوا 22000 مربع کیلومتره مساحت لري. سعودي عربستان چې اوس د نړۍ تر ټولو مخکښ مسلمان هېواد دی، څه باندې دوه میلیونه مربع کیلومتره ځمکه لري. متحده ایالات او کاناډا هر یو شاوخوا 10 ملیونه مربع کیلومتره مساحت لري. دا پدې مانا ده چې د سعودي عربستان مساحت د فلسطین مساحت شاوخوا 100 ځله دی. د متحده ایالاتو او کاناډا مساحت د فلسطین یا اوسني اسراییلو څخه شاوخوا 450 ځله ډېر دی.
حقیقت دا دی چې پر فلسطینیانو ظلم شوی او اوس هم ظلم کیږي. ځینې فلسطینیان یهود، ځینې عیسویان او زیاتره یې مسلمانان دي چې له سلګونو کلونو راهیسې په فلسطین کې اوسیږي، خو د انګرېزانو د استعماري سیاست په پایله کې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه یهودان د مسلمانانو او عیسویانو د کمزوري کولو په موخه دغې سیمې ته راوړل شول. دا یو بل حقیقت دی چې په فلسطین کې د یهودانو د اوسیدو تاریخ د مسلمانانو له تاریخ څخه ډېر اوږد دی. یهودان هم حق لري چې بیت المقدس ته نږدې ژوند وکړي خو دا کار چې یهودان د مذهب پر بنسټ دې خاورې ته راوستل کیږي، په داسې حال کې چې د سیمې اصلي مسلمان او مسیحي اوسیدونکي له دې خاورې ایستل کیږي، ناسم دی. همدارنګه ما په انټرنيټ کې په اسرائيلو کې داسې خلک وليدل چې په بشپړه توګه تورپوستي دي، خو صهيونيسټ رژيم د خپل دين په اساس هغوی راوستلي او په فلسطين کې يې ځای پر ځا
ځواب ورکړئپه هر صورت، اوس چې یهودیان ځواکمن دي او د یو زبر ځواک، متحده ایالاتو، له خوا یې ملاتړ کیږي او هره ورځ په سلګونو بې ګناه مسلمانان وژل کیږي، زه وایم چې د حل لاره شته. د انسان ژوند تر بل هر څه غوره دی:
ځواب ورکړئ- دا به ښه وي چې سعودي عربستان شاوخوا شل زره کیلومتره مربع ځمکه د فلسطیني مسلمانانو لپاره ځانګړې کړي ترڅو فلسطیني مسلمانان په کې مېشت شي.
- کاناډا او متحده ایالات چې لوی ډیموکراسي او بډایه هېوادونه دي، کولی شي له فلسطینیانو څخه پوښتنه وکړي چې ایا دوی غواړي په سعودي عربستان کې په نوې ځمکه کې ژوند وکړي یا که په متحده ایالاتو یا کاناډا کې دایمي ځمکه غواړي.
- اسراییل باید هری کورنۍ (فلسطینیانو) ته لږ تر لږه 300,000 ډالر ورکړي ترڅو د ځان لپاره کورونه جوړ کړي.
- سعودي عربستان، ایران او نور اسلامي هېوادونه باید د هغو یهودانو د وینې قیمت ادا کړي چې د 2023 کال د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا ووژل شول.
- اسرائیل، انګلستان او امریکا باید د 42000 فلسطینیانو د وینې قیمت ادا کړي.
که څه هم د انسانانو ژوند په پیسو نه پلورل کیږي، بلکې د عزت په خاطر باید د هر وژل شوي یهودي او هر شهید مسلمان په بدل کې درې میلیونه ډالره (یا د تړون له مخې) ورکړل شي.
- په عموم کې د فلسطین خاوره (اوس اسرائیل) باید اسراییلو ته وسپارل شي ځکه چې دوی له لرغونو وختونو راهیسې هلته اوسیږي ، مګر د بیت المقدس شاوخوا 1000 مربع کیلومتره ځمکه باید آزاده پریښودل شي او یو بې طرفه ځواک دې امنیت تامین کړي. سیمه باید د کوم هېواد له تسلط څخه آزاده وي، لکه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر.
په دې توګه به مسلمانان، یهودان او عیسویان وکولی شي چې الاقصی ته لاړ شي او یو بل ته درناوي وکړي. هېڅوک باید د بل د سپکاوي حق ونه لري. سرغړونکي باید مجاز
3 تبصره