تروريزم

د داعش خراسان څانګې بیرته راپورته کیدل د ثبات د ساتنې لپاره د همغږو اقداماتو لپاره اړتیا په ګوته کوي

د عمر راپور

د ۱۳۹۶ د زمري په ۱۱مه، په هرات کې پر یوه جومات له برید څخه وروسته چې ۳۳ تنه یې ووژل، په زرګونو افغانانو د داعش خراسان څانګې پر ضد مظاهره وکړه. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ۱۳۹۶ د زمري په ۱۱مه، په هرات کې پر یوه جومات له برید څخه وروسته چې ۳۳ تنه یې ووژل، په زرګونو افغانانو د داعش خراسان څانګې پر ضد مظاهره وکړه. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

شنونکي وايي، په افغانستان کې د امنیتي ننګونو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې بیا راپورته کېدل، له سیمه ییزې بې ثباتۍ څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره پر دې ټینګار کوي چې یو همغږی اقدام ترسره شي.

په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په افغانستان کې د عراق او سوریه مېشتې ډلې د یوې څانګې په توګه راڅرګندېدلو راهیسې، د داعش خراسان څانګه یو قويه ستره اجندا پر مخ وړي.

په ستراتیژیک ډول، د «خراسان» نوم یوې تاریخي سیمې ته اشاره کوي چې د ننني افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران سیمې په کې شاملې دي.

د داعش خراسان څانګې د دې نوم له لارې په دې سیمه کې د «خلافت» لپاره خپل کمپاین ته مشروعیت ورکړي او د پراخ ایډیالوژیک او سیمه ایز روایت در خوا یې ملاتړي راټول کړي دي.

په داسې حال کې چې پخواني افغان حکومت او ایتلافي ځواکونو د پوځي عملیاتو له لارې د داعش خراسان څانګه په پام وړ توګه کمزورې کړې وه، دغې ډلې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې راهیسې د واک له خلا څخه په ګټې اخیستو سره نوی ځواک ترلاسه کړی دی.

بې ثباتۍ ته لمنه وهل

د داعش خراسان څانګې په پرله پسې ډول د افغان سکانو، هندوانو او شیعه هزاره ګانو په ګډون لږکیو مذهبي ټولنې په نښه کړي، څو فرقه یيز اختلافات ژور کړي او داخلي بې ثباتي زیاته کړي.

دا ګروپ د حقاني شبکې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، لشکر طیبه، جیش محمد، سپاه صحابه او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ګډون سیمه ایزو ترهګرو شبکو څخه خپل غړي جذبوي.

د دغو ډلو جنګیالي او نور اکثر وروسته له هغه له داعش خراسان څانګې سره یوځای کیږي چې له خپلو ډلو څخه نهیلي شي یا لټه کوي چې لوی ځواک او سرچینې ومومي.

له یادو ډلو څخه ډېرې یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي تاریخچه لري، چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو عسکرو پر وړاندې جنګونه کړي، او په افغان ملکیانو او امنیتي منسوبینو باندې د ډېرو ویجاړوونکیو بریدونو ادعاګانې یې کړي دي.

د دوی بریدونو د زرګونو افغانانو ژوند اخیستی، چې ملکي وګړي او په ځانګړې توګه شیعه مسلمانان یې د تلفاتو له ٪۹۰ څخه ډېره برخه جوړوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه محمد نعیم غیور، چې په ایټالیا کې ژوند کوي، وویل، «د داعش خراسان څانګې جنګیالي په سیمه کې تر ټولو خطرناک ترهګر دي، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه سره را ټول شوي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی وکولی شوای چې د داعش خراسان څانګه د نړۍ په یو له تر ټولو خطرناکو ترهګرو سازمانونو باندې بدل کړي،»

تر ټولو وژونکي بریدونه

په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په تر ټولو ډېرو وژونکیو بریدونو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۳۹۴ کال هغه ځانمرګی برید چې ۳۳ تنه یې ووژل، او په ۱۳۹۵ کې یې په کابل کې د کاناډا د سفارت په ساتونکو باندې برید کې ۱۴ تنه ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، هم شامل دي.

په دې لړ کې په ۱۳۹۵ کال کې په کابل کې د روښنایۍ غورځنګ پر یوې غونډې د دوو ځانمرګو بریدګرو حمله چې له ۸۰ څخه زیات کسان په کې ووژل شول، او په ۱۳۹۶ کې په هرات کې پر جوادیه جومات برید چې ۴۰ تنه یې ووژل، هم شامل دي.

په ۱۳۹۷ کال کې د کابل په شش درک سیمه کې د داعش خراسان څانګې له خوا ترسره شويو غبرګو ځانمرګو بریدونو د نهو خبریالانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل؛ او په ۱۳۹۹ کې د کابل پوهنتون پر ودانۍ برید ۲۲ تنه ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

همدارنګه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د بې سرحده ډاکټرانو (اېم اېس اېف) په وینا، په دشت برچي سیمه کې په یوه زېږنتون باندې شوي برید ۱۶ میندې، یوه قابله او دوه کوچني ماشومان ووژل.

دغه زېږنتون د هزاره اقلیت ښځو ته خدمتونه وړاندې کول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د محلي رسنیو او د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، په مزارشریف کې د ایران قونسل جنرال لیکلي چې خامنه‌ ای ورته امر کړی چې له افغانستان سره خپله اړیکه تر اعظمي کچې ورسوي. پرون، د شنبې په ورځ، علي رضا احمدي په مزارشریف کې یوې غونډې ته وویل چې د ایران ستر مشر علي خامنه‌ ای له افغانستان سره د اعظمي ښکېلتیا پر سیاست ټینګار کوي. د هغه په وینا، د ایران مشر باور لري چې د سیمې ستونزې باید د سیمې هېوادونه پخپله حل کړي. په مزارشریف کې د ایران قونسل جنرال زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات لامل کيږي او د هغې د پالیسۍ او ستراتیژیو سره سم وي. همدارنګه، نوموړي وویل چې د ایران لومړیتوب له افغانستان سره د "اقتصادي اړیکو پراختيا" ده. ایران، لکه د نورو هېوادونو په څېر، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تهران له دې ډلې سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري. دا مهال ایران د افغانستان تر ټولو لوی اقتصادي شریک دی. موږ د ایران (؟!) اسلامي جمهوریت ته وایو چې ستاسې له مرستو څخه موږ په بشپړ ډول کرکه لرو، مهرباني وکړئ موږ یواځې پرېږدئ! نن ما دوه خطرناک خبرونه ولوستل، چې یو یې په بامیان کې د یو روغتون جوړېدل و، او بل په مزارشریف کې د ایران د ډیپلوماټ خبرې وې. دا دواړه خطرناک خبرونه دي. په حقیقت کې، ایران او پاکستان د همدې ډول مرکزونو (لکه روغتونونه، فرهنګي مرکزونه، تعلیمي مرکزونه، استخباراتي او شیطاني مرکزونه) په جوړولو سره خپلو ځانو ته د پښې ځای تثبیتوي. دا په داسې حال کې ده چې هیڅ یو له دې هیوادونو څخه افغانستان ته منظمې مرستې نه ورکوي، خو امریکا هره میاشت د افغان خلکو لپاره نقدي مرستې لېږي.

ځواب ورکړئ

موسوي بخاتي ویلي و چې د دې توافق له مخې، «د حشدالشعبي ځواکونه د “محصلانو” په توګه او د زده‌کړو لپاره د تهران پوهنتون ته لېږل کېږي.» د دې خبر خپرېدو د یو شمېر محصلانو اعتراضونه پارولي وو. د تهران پوهنتون یوې ډلې محصلانو د حشدالشعبي د غړو د محصل په توګه منل پر «پوهنتون پوځي یرغل» ګڼلی و. د تهران د

ځواب ورکړئ

موسوي بخاتي ویلي و چې د دې توافق له مخې، «د حشدالشعبي ځواکونه د “محصلانو” په توګه او د زده‌کړو لپاره د تهران پوهنتون ته لېږل کېږي.» د دې خبر خپرېدو د یو شمېر محصلانو اعتراضونه پارولي وو. د تهران پوهنتون یوې ډلې محصلانو د حشدالشعبي د غړو د محصل په توګه منل پر «پوهنتون پوځي یرغل» ګڼلی و. د تهران د پولیتخنیک آزادي غوښتونکې ټولنې په یوه اعلامیه کې دا عمل «د اعتراضونو د غلي کولو لپاره نوی جنګ» بللی و. همدارنګه، د هغو کسانو یوه برخه چې د «عراقي محصلینو» په توګه یاد شوي، د جامعة المصطفی العالمیه په نوم په دیني او مذهبي زده‌کړو بوخت طلاب دي، چې د دوی کره شمېر هم څرګند نه دی. جامعة المصطفی العالمیه په ۱۳۸۷ کال کې د علي خامنه يي په لارښوونه د «د بهرنیو تعلیمي مدرسو او حوزو سازمان» او «د نړیوالو اسلامي علومو مرکز» له یوځای کېدو څخه رامنځته شوې ده. دا اداره د ایران له لوري د شیعه تبلیغاتو لپاره یوه مهمه اداره ګڼل کېږي. دا مسئله له دې امله د اندېښنې وړ ده چې اول شوروی اتحاد د افغان محصلانو د روزنې له لارې بیا پاکستان د افغان وسله والو د روزنې له لارې او ورسره ایراني رژیم د محصلانو او وسله والو د روزنې له لارې افغانستان وران کړ او لیرې نه ده چې بیا هم هماغه لوبه تکرار شي.

ځواب ورکړئ

تاسو د داعش په هکله اندېښنه کوئ، ستاسو اندېښنه هم په ځای ده لاکن زه په سیمه کې د ایران د شیطاني سیاست په رابطه اندېښمن یم، ځکه دغه هېواد په تېر کې هم د حزب وحدت په نامه خونکارې ډلې د ملاتړ له لارې په افغانستان کې د کورني جنګ اور بل کړی و. تاسو دا خبر وګورئ چې بیا یې د افغانستان د ورانولو لپاره څه چل جوړ کړیدی. ایراني رسنۍ وايي چې په دغه هیواد کې ۳۳ زره افغانان محصلان په زده کړو بوخت دي. تسنیم خبري اژانس، بې له دې چې دې ته اشاره وکړي چې د دغو کسانو څومره په مدرسو یا علمیه حوزو او څومره په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، ویلي چې په ایران کې د نړیوالو محصلانو کابو ۹۵ سلنه عراقیان او افغانان دي او یوازې نژدې ۵ زره د نورو هیوادونو اتباع دي. تسنیم آژانس تسنیم د شنبې په ورځ د لړم ۲۶مه د ایران په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلانو په اړه په راپور کې د محصلانو د چارو د پخواني رييس هاشم داداش‌پور په قول ویلي چې تر اوسه «۵۶ زره عراقي» او «۳۳ زره افغان» محصلان په ایران کې زده‌کړو ته جذب شوي دي. دا په داسي حال کې ده، چې د ۱۴۰۰ کال د لوړو زده‌کړو د څېړنې او پلان جوړونې موسسې د معلوماتو له مخې، یوازې «شاوخوا ۹ زره افغان محصلان» په پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت وو. د تسنیم په راپور کې نه ده څرګنده شوې چې د «۳۳ زره افغان محصلانو» له ډلې څخه څومره یې اوس په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي. په ورته وخت کې، دا هم نه دي څرګند چې له «۵۶ زره عراقي محصلانو» څخه څومره یې د حشدالشعبي غړي یا د دیني زده‌کړو طالبان (طلبه) دي. د حشدالشعبي د ښوونې او روزنې مرستیال، حسین موسوي بخاتي، تیر کال د چنګاښ په ۱۸مه د تهران په سفر کې د تهران پوهنتون له چارواکو سره له غونډې وروسته له دې پوهنتون سره د «توافق او همکارۍ» اعلان کړی و.

ځواب ورکړئ