تروريزم

د داعش خراسان څانګې په مجازي نړۍ کې د افراطیت په پراخولو سره نړۍ وال امنیت ته ګواښ جوړ کړی دی

د عمر راپور

عکس چې د ۱۳۹۹ لمریز د وږي په ۲۹مه اخیستل شوی، یو سړی د خپل لپ ټاپ د کارولو پر وخت ښيي. [پېکسېلز/پاول ډانیلیوک]

عکس چې د ۱۳۹۹ لمریز د وږي په ۲۹مه اخیستل شوی، یو سړی د خپل لپ ټاپ د کارولو پر وخت ښيي. [پېکسېلز/پاول ډانیلیوک]

کابل – د داعش خراسان څانګې له خوا په مجازي نړۍ کې یرغلیز تبلیغات په ګرده نړۍ کې ځوان افراطیان ورجذبوي او نړۍ وال امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

د داعش خراسان څانګه خپل زهرجن پیغام د انګلیسي په ګډون په مختلفو ژبو خپروي.

په متحده ایالاتو کې په وروستيو کې د یوه کس نیولو دا خطر روښانه کړ.

د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي آی) د تلې په میاشت کې د نصیراحمد توحیدي په نامه یو افغان تبعه په اوکلاهوما کې نیولی و. په نوموړي تور دی چې غوښتل یې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو په ورځ ډله ییز برید وکړي.

توحیدي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستان څخه را کډه شوی دی. اېف بي آی وایي،‌ د داعش خراسان څانګې آنلاین پروپاګند هغه دې ته تشویق کړی چې له یادې ډلې سره ملګری شي.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نیونې او بریدونه

د برتانیا یوې استخباراتي ادارې اېم آی ۵ تېره میاشت خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه او القاعده په افغانستان کې دننه او بهر دواړو کې ګواښونه جوړوي.

د تېر لړم په میاشت کې، د برتانیا یوې محکمې دوه ورونه په دې تور محکوم کړل چې غوښتل یې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره یو ځای شي.

افغان وېټنېس ادارې او د معلوماتو د پیاوړتیا مرکز (سي آی آر) چې مرکز یې په برتانیا کې دی، د وږي په میاشت کې په یوه راپور کې وویل، چې د ۱۴۰۲ لمریز له غبرګولي راهیسې، د داعش خراسان څانګې څو ژبني پروپاګند ته وده ورکړې چې د ډېرو هېوادونو وګړي په نښه کوي.

د داعش خراسان څانګې د کب په میاشت کې په روسیه او د مرغومي په میاشت کې په ترکیه او ایران دواړو کې بریدونه وکړل.

په ورته وخت کې، چارواکو سږ کال په اتریش او فرانسه او تېر کال په جرمني کې د داعش خراسان څانګې پلانونه مات کړل.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نیونې او پېښې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ملګرو ملتونو د ۱۴۰۰ لمریز د زمري میاشتې راهیسې په ګرده نړۍ کې د داعش خراسان څانګې د ګواښ د زیاتېدا په هکله په مکرر ډول خبرداری ورکړی دی.

په هرات کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل ومنله، چې د داعش خراسان څانګه ټوله نړۍ ګواښي او خپل فعالیتونه پراخوي.

هغه وویل، «د داعش خراسان څانګه نور یوازې یوه نظري اندیښنه نه ده، بلکې یو فزیکي ګواښ دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې احساس کیدی شي. که دا ترهګره ډله ونه نیول شي، موږ به په ډیرو هیوادونو کې د وژونکو بریدونو شاهدان واوسو.»

افراطیت خپرول

څارونکي وايي، د داعش د پراخ مجازي پروپاګند هدف دا دی چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ اختلاف رامنځته کړي.

دا ډله هغه ځوان مسلمانان په نښه کوي چې لږ دیني پوهه لري، او هغوی د افراطیت او ذهني ګډوډۍ په لوري بیایي.

په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوه فردوس خطیبي وویل، د داعش خراسان څانګې جعلي مذهبي مواد د دې لپاره دي چې ځانګړې طبقه کسان په نښه کړي.

هغه وویل، «په مجازي نړۍ کې دا ډول مواد چې کنټرول یې ستونزمن دی، خورا خطرناک دي او ډېری خلک افراطیت ته ور سیخوي. په اروپا او متحده ایالاتو ... کې د داعش خراسان څانګې د زیاتېدونکي مجازي پروپاګند تر څنګ د دغه ډول افراطیت وروستۍ نښې څرګندې شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500