څارونکي وايي، په نړۍ واله سطحه د داعش د آنلاین فعالیتونو د ځپلو د ډېرښت له امله په وروستیو میاشتو کې د دغې ډلې په آنلاین حضور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د آنلاین ملاتړو په شمېر کې کموالی د افراطي ګروپ له خوا د استخدام اصلي ستراتیژي، چې انټرنټ په ګرده نړۍ کې د ځوانانو د افراطي کولو لپاره استعمالوي، کمزوری کوي.
په تېر کال کې، امنیتي ځواکونو د داعش خراسان څانګې اړوند د یو شمېر بریدونو د پلانونو، چې په اروپا کې یې بېلابېل هېوادونه په نښه کړل، مخه ونیوله.
په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینسپوه فردوس خطیبي وویل، «د داعش خراسان څانګې د انلاین پلویانو خفګان هڅونکی او د نړۍ وال امنیت لپاره یو مثبت ګام دی،»
هغه وویل، «څومره چې داعش په ټولنیزو شبکو کې لږ ملاتړي لري، هغومره لږ امنیتي ګواښونه رامنځته کوي،»
هغه زیاته کړه، ټولنیزې رسنۍ د داعش خراسان څانګې لپاره د ګمارنې د یوې ارزانه وسیلې په توګه کار کوي، او ویې ویل، «څومره چې په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې نفوذ محدود وي، هومره موږ له لږو ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ کېږو.»
د خلکو له خوا رد
شنونکي وايي، د دې ډلې وحشیانه تکتیکونو حتی د هغې ملاتړي هم ترې لیرې کړي دي.
په هرات کې د ټولنیزو چارو شنونکي فرهاد مرادي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګې د بې ګناه ملکي وګړو په وژلو سره نړۍ ته ځان د یوې وحشي او ظالمې ډلې په توګه ور معرفي کړی دی،»
هغه وویل، «دا د دې ډلې لپاره د خلکو په علاقه مندۍ یا ملاتړ کې د پام وړ کمښت لامل شوی دی.»
مرادي یادونه وکړه چې، په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګه د مبالغوي پروپاګند له لارې له مذهبي عقیدې څخه ناوړه ګټه پورته کوي، «دا ډله نور نشي کولی چې خلک وغولوي.»
مرادي وویل، «د داعش نږدې ټول قربانیان، له افغانستان څخه نیولې تر پاکستان، ایران، روسیې، عربي هېوادونو او له هغو هاخوا ملکي وګړي دي،» او نوموړي داعش د یوه څرونکي خوځښت په توګه یاد کړ چې خاص مرکز نه لري او «بې معنی بریدونه» ترسره کوي.
په هرات کې د مدني ټولنې فعال پروېز آریا داعش یوه ماتې خوړلې ډله وبلله.
آریا وویل، «حتی د خپلو پلویانو په منځ کې، داعش نور شهرت نه لري. دغه ترهګره ډله تر خپل حاکمیت لاندې سیمه نه لري او خلک یې علاقه مند نه دي.»
هغه وویل، «د خلکو د کرکې زیاتوالی حتی د داعش ملاتړي له دې ډلې څخه لیرې کوي.»
په کابل کې مېشت د ټولنیزو چارو کارپوه احمد فواد رحیمي خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګې دوامدار آنلاین لاسرسی نړۍ وال ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «له پاکستان او افغانستان څخه نیولې تر عربي او افریقایي هېوادونو پورې، د داعش ټولې څانګې د ورته افراطي ایډیالوژۍ پلوي دي،»
رحیمي وویل، «که دا آنلاین پروپاګند کم نشي، نړۍ وال ثبات ته به نور لوی ګواښ هم رامنځته کړي.»
د داعش خبرونه
ځواب ورکړئ3 تبصره
زه کوم ځانګړی نظر نه لرم. زه نه پوهېږم چې دا ډله څوک ده. آیا تاسو کولی شئ موږ ته نور مالومات راکړئ؟
ځواب ورکړئ3 تبصره
ډېر ښه
ځواب ورکړئ3 تبصره