کابل -- د برتانیا د داخلي استخباراتو اداره (اېم آی ۵) په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتېدلو په ترڅ کې د بهرمېشتو ترهګرو ډلو په ګواښ باندې تمرکز کوي.
د اېم آی ۵ عمومي رییس کین مککلم د تلې په ۱۷مه په لندن کې وویل، د داعش او القاعدې ګډ ګواښ«داسې تروریستي جریان دی چې ما ډېر اندېښمنوي،»
هغه وویل، «نن داعش هغه ځواک نه دی چې یوه لسیزه مخکې و، خو ... هغوی د ترهګرۍ د صادرولو هڅې بیا پیل کړي دي،»
هغه وویل، «په مسکو کې د داعش خراسان څانګې برید د هغې د وړتیاوو یوه وحشیانه مظاهره وه.موږ او ډیری اروپایی همکاران په خپلو وطنونو کې داعش پورې تړلی فعالیت کشفوو، او وار له مخه یې شنډوو.»
هغه وویل، «په تېره میاشت کې زموږ د لوړې سطحې د لومړیتوبونو له یو پر درې برخې څخه زیاتو څېړنو ... له بهرمېشتو ترهګرو ګروپونو سره یو ډول تړاو درلود،»
هغه زیاته کړه، «موږ ډېرې داسې قضیې هم وینو چې په کې ډېر ځوانان زهرجن آنلاین افراطیت ته ورکش کول کیږي،»
مککلم د برمنګهم د دوو ورونو یادونه وکړه چې د تېر لړم په میاشت کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره د یوځای کېدلو په هڅه کې په بند محکوم شول.
هغه وویل، نورې مسئلې چې چارواکي ورسره مبارزه کوي، له «آنلاین نفرت، د دسیسې تیوریو او ناسمو معلوماتو» څخه سرچینه اخلي.
مک ککلم وویل، «موږ دیری داسې بې ثباته اشخاصو سره مخ کیږو چې غواړي ترهګر شي مګرم د هغو ایډیالوژیو په هکله چې دوی یې تعقیبوي، لږ معلومات لري،»
ملګرو ملتونو د چنګاښ په میاشت کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې په ګډون د ځینو ډلو د مخ په زیاتیدونکيو فعالیتونو او نړیوال امنیت ته د هغوی د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.
په کور دننه او بهر تهدیدونه
په همدې حال کې، د کابل چارواکو په وار وار په افغانستان کې د داعش-خراسان مخ په زیاتیدونکي فعالیتونه رد کړي دي.
په پاریس کې مېشت افغان سیاسي شنونکي، محمد عمر سعیدي وویل، د هغوی له خوا ځواب نه ورکول د داعش خراسان څانګې ګواښ د افغانانو او ګاونډیو هیوادونو لپاره لاپسې زیات کړی دی.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش په څېر تروریستي ډلې او القاعده نه یواځې د افغانانو بلکې د سیمې امنیت هم ګواښي،»
هغه وویل، «له بده مرغه، د کابل حکومت لپاره دا ناشونې شوې چې د یادې ډلې د پیچلیو عملیاتو او بریدونو مخه ونیسي،»
د کابل اوسېدونکی، ۴۲ کلن منصور حسیني وویل، افغانان د تروریستي ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
هغه وویل، «د کابل حکومت د داعش خراسان پر وړاندې کمزوری عمل کوي، خو دغه وینه زبېښونکې ډله، لکه څنګه چې موږ په تیرو وختونو کې لیدلي دي، زموږ خلک وژني،»
حسیني وویل، که د کابل اداره د داعش خراسان پر ضد مرستې ته اړتیا ولري، نو باید «نړۍ واله مرسته وغواړي. موږ یواځې ژوندي پاتې کیدل غواړو... او حکومت باید زموږ امنیت تامین کړي.»
ډګروال صبغت الله محمدي، چې اوس په اسلام اباد کې اوسېږي، وویل، ترهګرې ډلې افغانستان یوه دوستانه سیمه ګڼي ځکه چې د هغوی پر وړاندې په رسمي توګه د اقدام نشتوالی ګاونډیو هېوادونو ته د هغوی نفوذ اسانوي.
هغه وویل، «په افغانستان کې ترهګرې ډلې، په ځانګړې توګه داعش خراسان څانګه او القاعده، پرمختګ ته دوام ورکوي،»
هغه زیاته کړه، «د داعش خراسان څانګې د افغانستان په شمال کې وده کړې، د تاجک او ازبک ټولنو له منځ نه کسان استخداموي، او په غرنیو سیمو کې یې د وسلو او مهماتو ذخیره زیاته کړې ده.»
زما د تجربې پر بنسټ، زه د افغانستان نوي حکومت ته مشوره ورکوم چې له نړېوالې ټولنې سره په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره اړیکې جوړې کړي. د تېرو پنځوسو کلونو تجربې ښودلې چې موږ په سیمه کې سخت مخالفین لرو. روسانو په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او د هغه وخت ولسمشر حفیظ الله امین یې وواژه. بیا یې پرله پسې ۹ کاله زموږ خلک ووژل. په کلیو یې بمبارۍ وکړې او پر ښارونو یې واکمني وکړله. دوی اته کاله شدیده جګړه وکړه خو بریالي نشول. بیا یې په ۱۹۸۶ کال کې ډاکټر نجیب ته واک وسپاره او هغه ته یې د ملي پخلاینې د اعلان سپارښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه په لکونو خلک مهاجر شوي وو. په سلګونو زره نور انسانان ووژل شول، په لسګونو زره معیوب شول، په ملیونونو ماشومان یتیمان شول او په سلګونو زره ښځې کونډې شوې. خلک ډېر په غوسه وو او هېچا نه غوښتل چې د ملي پخلاينې لپاره د نجيب غوښتنه ومني. ځکه چې د پاکستان د استخباراتو له خوا روزل شوي جهادي مشران ناخوښه وو او پاکستان دوی ته اجازه نه ورکوله چې له ډاکټر نجیب سره سوله وکړي. په هرصورت، په 1992 کې، شوروي پلوه رژیم ړنګ شو او واک د پاکستان لخوا رامینځته شویو ډلو ته وسپارل شو. دوی افغان پوځ ړنګ کړ او کابل یې په کنډوالو بدل کړ. له هغه وروسته طالبان راپورته شول. طالبانو کابل ښار ونیوه او د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانستان دوهم ولسمشر ډاکټر نجیب الله وواژه. دا په دې مانا چې له روسانو وروسته پاکستان دوهم هېواد و چې زموږ پر ولسمشر یې برید وکړ او وواژه... دا یوه اوږده کیسه ده. په حقیقت کې، په چین باور نشي کیدی. په همدې سلام ټایمز کې مې د چین په اړه ولوستل. چین د ورځې د رڼا د غل په څېر دی. يعنې خلک د شپې غلا کوي، خو چين په رڼا ورځ
ځواب ورکړئ2 تبصره
زه فکر کوم بهتره به دا وي چې د افغانستان حکومت له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا او اروپایي اتحادیې سره رابطه وکړي او په ګډه د پاکستان د نوې پروژې (داعش) پر وړاندې مبارزه وکړي.
ځواب ورکړئ2 تبصره