کابل -- داعش د مصنوعي ځیرکتیاله زیاتېدونکیو وړتیاوو څخه په استفادې سره پروپاګند چمتو کوي او خپروي. په دې لړ کې، هغوی د بریدونو جعلي ویډیوګانې جوړوي چې کتونکي وغولوي او خپل آنلاین حضور پراخ کړي.
داعش له داسې خبري نطاقانو څخه چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله یې جوړوي استفاده کوي تر څو داسې تظاهر کړي چې دا یو حقیقي خبر خپریږي.
مثلا، په یوه وروستۍ ویډیو کې چې داعش په بامیان ولایت کې د غوایي د ۲۸مې د حملې مسؤلیت پر غاړه واخیست، یادې ډلې د مصنوعي ځیرکتیاپه وسیله رامنځته شوی د خبرونو یو ویاند ګومارلی چې دودیزې جامې یې اغوستی او په پښتو ژبه خبرې کوي.
په ورته ډول، یوه بله ویډیو چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې، یو جعلي وړاندې کوونکی ښیي چې په کندهار ښار کې د یوه بمي برید مسؤلیت پر غاړه اخلي. په دغه برید کې چې د غوایي په ۳۱مه وشو، لږ تر لږه ۶ ملکي کسان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.
په ترکیه کې مېشت د کمپیوټر ساینس پروفیسر فیصل حدید وویل، د اسلامي ټولنو د مشهورو شخصیتونو له خوا د خبرونو وړاندې کولو څخه د داعش هدف دا دی چې د مصنوعي ځیرکتیاپه کارولو سره په اسلامي ټولنو کې نفوذ ترلاسه کړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «ډېر نالوستي یا لږ لوستي لیدونکي نشي کولی د مصنوعي ځیرکتیاپه وسیله رامینځته شويو څېرو او واقعي څېرو ترمنځ توپیر وکړي. داعش له دې وضعیت څخه داسې استفاده کوي چې پروپاګند خپور کړي او عام خلک وغولوي،»
حدید زیاته کړه، «داعش د جګړې په ډګر کې مات شوی او اوس هڅه کوي چې د خپلو فعالیتونو په اړه مبالغه وګړي او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د جعلي خبرونو په جوړولو سره خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړي،»
ځوانان غولول
د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د ویډیوګانو جوړولو څخه د داعش یو اصلي هدف دا دی تر څو د ځوانانو د غولولو په لړ کې خپلې وړتیاوې رامنځته کړي.
په هرات کې د یوه خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي یوه محصل ذکریا فیضي چې ۲۵ کاله عمر لري، (فیضي د امنیتي دلایلو له امله د خپل پوهنتون د نوم پټولو غوښتنه وکړه) وویل، په انټرنیټ د داعش تبلیغات کولی شي ځوان لیدونکي چې د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوجۍ په هکله ډېر معلومات نه لري، وغولوي.
هغه وویل، «د داعش له خوا له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې خطر د اندېښنې وړ دی. ځوان افغانان چې له ښوونې او روزنې څخه بې برخې دي او له بې کارۍ او اقتصادي ستونزو څخه کړېږي، په اسانۍ سره د داعش له خوا جوړو شویو ویډیوګانو باندې غولېږي.»
هغه زیاته کړه، «ځوانانو ته زما مشوره دا ده چې په انټرنیټ کې په هره ویډیو یا عکس باندې باور ونه کړي. د داعش په څېر ډېرې افراطي ډلې له مصنوعي ځیرکتیا څخه په استفادې سره جعلي ویډیوګانې تولیدوي او شریکوي.»
په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد شبیر احمد پیکار خبرداری ورکړ، چې د داعش له خوا په پروپاګند کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول یو جدي ګواښ دی.
هغه د مصنوعي ځیرکتیا پراخوونکیو او د انټرنیټ تنظیموونکو څخه وغوښتل چې دې ټکنالوجۍ ته د داعش او نورو ترهګرو ډلو لاسرسی محدود او حتی بند کړي.
هغه وویل، «دا ضروري ده چې په ځوانانو کې د مصنوعي ځیرکتیا د وړتیاوو په هکله پوهاوی زیات شي او په دې پوه کړای شي چې داعش ترې ناوړه ګټه پورته کوي،»
پیکار وویل، «د داعش له خوا د جعلي او غولوونکیو ویډیوګانو پر ځای، ځوانان باید د دغې ترهګرې ډلې اصلي اعمالو ته وګوري. داعش په بې رحمانه توګه بې ګناه خلک وژني او د جعلي ویډیوګانو له لارې خپل جرمونه توجیه کوي.»
داعش د امریکایی کومانډویانو له خوا د بغدادي په وژلو سره کمزوری او د نورو مشرانو په وژلو یې له منځه تللی دی. زه فکر کوم چې دا ترورستان چې د داعش تر نامه لاندې په افغانستان کې حملې کوي دا د پاکستاني استخباراتي ادارې له خوا تمویل شوې وسله والې ډلې دي چې غواړي افغانستان نا ارام کړي. په بامیانو کې د بهرنیو مېلمنو وژل یا د هغوی د افغان کوربنو وژل یو غیر اخلاقي او غیر اسلامي کار دی چې د پاکستان استخباراتو وکړ. پاکستان له تېرو پنځو لسیزو راهیسې هم افغانان وژني او هم هغه څوک وژني چې له افغانانو سره مرستې کوي. مونږ د افغانستان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د داسې ترهګریزو پېښو عاملان او حامیان ونیسي او داسې سزا ورکړي چې د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي. اصلا ترهګري یوه لویه فتنه ده چې یوازې د یوه هېواد له خوا له منځه نشي وړل کېدلی. افغان حکومت باید په دې برخه کې خپله مبارزه لا نوره ګړندۍ کړي. له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او چین څخه داسې وسلې او وسایل ترلاسه کړي چې د هغو په وسیله د داسې پېښو مخه ونیسي. د افغانستان حکومت باید په دې برخه کې له پخوانیو ځانګړیو ځواکونو او کومانډویانو څخه کار واخلي ځکه پخوانی ځانګړي ځواکونه او کومانډویان د ترهګریزو حملو په مهارولو کې ښه تربیه او تجربه لري. دغه راز، حکومت باید له نړۍ والې ټولنې او په مشخص ډول له ترکیې او هندوستان څخه د افغان اردو د پیاوړي کولو او روزلو لپاره مرسته ترلاسه کړي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
په اوس وخت کې هیڅ امکان نه لري چې داعش دې د افغانستان لپاره سر خوږی جوړ کړای شي، ځکه چې فعلاً کوم ځانګړی ملاتړ له ځان سره نه لري، لکه طالبانو چې ملاتړي پیدا او بلاخره د واک په تخت کېناستل. فعلاً طالبان د دې ظرفیت لري چې افغانشتان ته متوجه ګواښونه دفع کړي ځکه چې داعش یوه وړه ډلګۍ ده او د طالبانو فعلي حکومت په ټول افغانستان مجموعي دی. خو کذر چې خرابوي او د خلکو اذهانو کې ویره خپریږي هغه د میډیا پر بنسټ تبلیغات دي چې اوس لا مصنوعي ځیرکتیا هم راووته، خو هیله ده افغانان پرې غلط نه شي او نور ړوند قضاوت پرېږدي. که د پخوا په څېر خپله قاضیان شي ښایي دا ځل افغانشتان څو ټوټې او داخلې جګړې شروع شي. په دې هیله چې موږ په فکري لحاظ جوړ او د ژوند حوړولو او پرمختګ سوچ ولرو نه د ورانۍ.
ځواب ورکړئ2 تبصره