په وروستیو کلونو کې افراطي سازمانونو په چټکۍ سره ځانونه له نويو شرایطو سره عیار کړي او خپل فعالیتونه یې انلاین پلټفارمونو ته لېږدولي، ترڅو خپل لاسرسی او اغېز زیات کړي.
د القاعدې او «د عراق او سوریې اسلامي دولت» (داعش) په څېر ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخليتر څو خپلې چارې له هغو سیمو هم هاخوا وغځوي چې په فزیکي ډول یې تر ولکې لاندې دي.
اېکس (پخوانی ټویټر)، فېسبوک، ټیلیګرام او یوټیوب د جلب او جذب، د تبلیغاتو د خپرولو، د تاوتریخوالي د ترویج او د مالي مرستو راټولولو مهم وسایل ګرځېدلي دي.
د دغو ډلو له اساسي موخو څخه یوه دا ده چې د هدفمندو انلاین تګلارو له لارې زیان منونکي کسان وپېژني او جذب یې کړي.
ډېری جذب شوي کسان هغه بې سواده ځوانان یا هغه کسان دي چې د اسلامي اصولو په اړه کافي پوهاوی نه لري، او همدې کمزورۍ هغوی د افراطي ډلو د ګمراه کوونکو روایتونو پر وړاندې زیانمن کړي دي.
د تاوتریخوالي انځورونو، ایډیالوژیکو پیغامونو او تبلیغاتي ویډیوګانو لیدل په اغېزمنو ځوانانو کې افراطي فکر پیاوړی کوي.
په کابل کې د سایبري فضا کارپوه وحید احمد خردمند وویل، ټولنیزې رسنۍ ترهګرو ډلو ته دا زمینه هم برابروي چې پېچلي مالي شبکې جوړې کړي.
هغه وویل، «د القاعدې او داعش ډېری تبلیغاتي پیغامونه یوازې د کسانو د جذب لپاره نه وي، بلکې د مالي ملاتړ د راجلبولو لپاره هم خپرېږي.»
هغه زیاته کړه، «دا ترهګرې ډلې د فریب ورکوونکو او له مبالغې ډکو محتواوو خپرولو له لارې مالي سرچینې را جذبوي.»
د نړیوالې همغږۍ اړتیا
په تېرو لسیزو کې ترورېزم د داسې امنیتي ګواښ په توګه راڅرګند شوی چې یوازې د یوه هېواد په چوکاټ کې نه شي مهار کېدای.
د دې شبکې جوړښت دا ایجابوي چې غبرګونونه همغږي، څو اړخیز او په سیمه ییزه او نړیواله کچه اغېزناک وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېر نومبر میاشت کې خبرداری ورکړ چېترهګریز ګواښونه ورځ تر بلې پېچلي او د ټکنالوژۍ له پلوه پرمختللي کېږي.
د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په پراخه توګه ومنله چې ترورېزم نړیوال امنیت ګواښي او باید سیاسي رنګ ور نه کړل شي.
د شورا استازو وویل چې افراطي ډلې له نويو ټکنالوژیو ګټه اخلي او خپل ګواښونه یې، په ځانګړي ډول په ځینو افریقایي سیمو کې، پراخ کړي دي.
د ترورېزم ضد کمېټو راپور ورکړ چې د القاعدې او داعش په څېر ډلې له ټولنیزو رسنیو، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اسعارو او بې پیلوټه الوتکو څخه د جلب و جذب، تمویل او عملیاتي پلان جوړولو لپاره کار اخلي.
چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړ چې ترورېزم په زیاتېدونکي ډول له منظمو جرمونو سره تړاو مومي، او دا خطر شته چې له بې ثباته سیمو لکه د افریقا ساحل، افغانستان او پاکستان څخه نور هم خپور شي.
واحده تګلاره
شنونکي باور لري چې متحدې او همغږې نړیوالې هڅې کولای شي د ترهګرو ډلو د پلان جوړولو او عملیاتو وړتیا په څرګند ډول کمزورې کړي.
په هرات کې د سیاسي چارو شنونکي، سید عالم کروخي، د ترهګرۍ په دې ماهیت چې دوې تر یوه هیواده محدود ندي او پیچلي نړیوالې شبکې لري، ټینګار وکړ.
هغه وویل، «د ترهګرو ډلو د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره باید استخباراتي معلومات او تجربې د هېوادونو ترمنځ شریکې شي، څو وکولای شي په ګډه او همغږۍ سره دقیق عملیاتي پلانونه جوړ کړي او د ترورېزم پر ضد چټکې پرېکړې وکړي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، هېڅ هېواد نشي کولای په یوازې ځان ترورېزم مات کړي، او دا د ټولو دولتونو ګډ مسئولیت دی.
ترهګرې ډلې ورځ تر بلې خپلې چارې کوډ شوو او لږ څارل کېدونکې پلټفارمونو ته لېږدويچې دا کار د هغوی د پېژندنې او د قانون د پلي کولو بهیر ستونزمنوي.
په کابل کې د ټولنیزو رسنیو شنونکي ګلاب الدین احمدي وړاندیز وکړ، «د دې لپاره چې په ټولنیزو رسنیو او انلاین پلټفارمونو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه وڅارل شي او تعقیب شي، باید له پرمختللو ټکنالوژیو، لکه مصنوعي ځیرکتیا، څخه کار واخیستل شي.»
احمدي زیاته کړه، هر څومره چې په ټولنیزو رسنیو کې د ترهګرو ډلو د افراطي محتوا د خپرېدو مخه ونیول شي، په هماغه اندازه به ځوانان په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
![د ټولنیزو رسنیو د اپلېکېشنونو د ښودونکي ځیرک تلفون نږدې انځور، د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۳مه. [عبدالقادر امیراوغلو/پېکسلز]](/cnmi_st/images/2026/02/18/54593-pexels-kadiremir-31148083_2-585_329.jpg)