امنیت

عصري وسایل، زړه ایډیالوژي: ترهګرې ډلې څنګه خپلې تبلیغاتي ستراتیژۍ عصري کوي

د عمران راپور

یو سړی د ۱۴۰۰ لمریز د غبرګولي په ۱۹مه د داسې دستکشو په کارولو سره چې ګوتې نه پوښوي، په یوه لپ ټاپ لیکل کوي. [توفیق باربویا/پیکسلز]

یو سړی د ۱۴۰۰ لمریز د غبرګولي په ۱۹مه د داسې دستکشو په کارولو سره چې ګوتې نه پوښوي، په یوه لپ ټاپ لیکل کوي. [توفیق باربویا/پیکسلز]

القاعده د بې وزلو او نالوستو ځوانانو د غولولو لپاره له عصري ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي، او خپلې تبلیغاتي ستراتیژۍ له ډیجیټل عصر سره عیاروي.

دا ډله د ټولنیزو رسنیو او آنلاین پلیټ فارمونو په پراختیا سره، د اړیکو له دودیزو میتودونو څخه لیرې شوې، او خپل د رسنیو وسایل یې داسې رغولي ترڅو پراخو او ډېر زیان منونکيو لیدونکو ته ورسیږي.

پخوا به دې شبکې خپلې ویډیوګانې او بیانونه د محدودو ویب پاڼو له لارې خپرول، خو اوس د ټیلیګرام، ایکس، او یوټیوب په څېر پلیټ فارمونه د ایډیالوژۍ خپرولو او د پلویانو د ګمارلو لپاره د هغې اصلي وسیلې ګرځیدلي دي.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې سږ کال خپور شو تایید کړه چې دا بدلون د القاعدې د هغو هڅو یوه برخه ده چې د رسنیو د نفوذ لپاره له داعش ډلې سره سیالي کوي او د راتلونکي نسل د افراطیانو په منځ کې خپل انځور بیا جوړوي.

شنونکي وايي، ټولنیزې رسنۍ القاعدې ته د محدودې مذهبي پوهې یا زده کړې لرونکو کسانو ته ۲۴ ساعته لاسرسی ورکوي - هغه کسان چې ‌ډیر ژر ترنفوذ لاندې راتلای شي.

د هرات په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد زلمي انوري وویل، دا ډله خپل پروپاګند د مختلفو آنلاین چینلونو له لارې خپروي.

هغه وویل، «ټولنیزې رسنۍ او آنلاین پلیټ فارمونه دا آسانتیا رامنځته کوي ترڅو په ورته وخت کې ملټي میډیا محتویات خپاره کړي. القاعده دا وسایل د دې لپاره کاروي ترڅو په ټوله نړۍ کې د لوړ کیفیت ویډیوګانې او عکسونه د غولوونکو محتویاتو سره وویشي.»

انوري وویل، دا پروپاګند ډېری ځوانان چې کافي مذهبي زده کړې نه لري، په ځانګړي توګه په غریبو او بې ثباته هیوادونو لکه افغانستان، پاکستان، یمن، سوریه او د افریقا په ځینو برخو کې، د افراطیت او ترهګرۍ په لور راکاږي.

دا چې انټرنیټ د بې شمېره مستعارو حسابونو د جوړېدلو اجازه ورکوي، د القاعدې د محتویاتو چاڼول په زیاتیدونکي توګه ستونزمن شوي دي.

په لندن کې د افراطیت د څېړنو مرکز او د اېس آی ټي اي د استخباراتي ګروپ له خوا په یوه راپور کې موندل شوي چې په یمن، سومالیا او شمالي افریقا کې د القاعدې څانګې اوس مسلکي ایډیټینګ، احساساتي غږیز ریکارډونه، او حیرانونکي ویډیوګانې کاروي څو خپل جذابیت زیات کړي او اغیزمنیدونکي لیدونکي ور جلب کړي.

د دوکې له لارې اسلام تحریفول

د القاعدې د پخوانیو تبلیغاتو برعکس چې په وسله وال جهاد تمرکز کوي، د القاعدې اوسنی پیغام په اسلامي هویت، د مسلمانانو په وړاندې په نړیواله بې عدالتۍ ټینګار کوي، او د ایمان د بیا تازه کېدلو غوښتنه کوي.

شنونکي وايي چې په تبلیغاتو کې دا بدلون د دې ډلې د یوه نرم انځور ښودلو او د امنیتي ادارو له خوا له کشف څخه د مخنیوي لپاره دی.

په کابل کې سیاسي شنونکي علي احمد جهانګیري وویل، القاعده د خپلو ګټو د پرمخ بوولو لپاره له اسلامي اساساتو څخه ناوړه استفاده کوي.

هغه وویل، «القاعده دین ته د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري. هغه خپل افراطي او غیر انساني پیغامونه په مذهبي ژبه کې پټوي ترڅو احساساتي او بې خبره ځوانان وغولوي،»

هغه وویل، د دې ډلې کړنې «د انسانیت پر وړاندې جرمونه» دي چې له اسلام سره تړاو نه لري، لاکن له دین څخه یې ګټه پورته کول په غریبو هیوادونو کې زیان منونکي ځوانان ځان ته ورکش کوي.

په هرات کې یوه دیني عالم فقیر احمدي وویل، اسلام تاوتریخوالی او افراطیت منع کوي، خو القاعده دواړه هڅوي.

هغه وویل، «د القاعدې له خوا د افراطي تبلیغاتو خپرول د اسلام د مقدس دین سره تر ټولو لویه بې عدالتي ده،»

احمدي وویل، «دغه ترهګر سازمان د اسلام انځور تحریف کړی دی، او د تاوتریخوالي او وژنې د سرچینې په توګه یې وړاندې کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500