تروريزم

ترهګرو ډلو د تبلیغانو د بڼې نوې کولو او له دین څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره مصنوعي ځیرکتیا ته مخه کړې

د محمد قاسم لیکنه

د مصنوعي ځیرکتیا لخوا جوړ شوی یو کرېکټر په مسکو کې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د یوې ترهګرې حملې د ادعا کولو راپور لولي. [د اعماق خبري آژانس]

د مصنوعي ځیرکتیا لخوا جوړ شوی یو کرېکټر په مسکو کې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د یوې ترهګرې حملې د ادعا کولو راپور لولي. [د اعماق خبري آژانس]

په مصنوعي ځیرکتیا (AI) کې چټکو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د انځور او غږ په تولید کې، د القاعده په څېر ترهګرو ډلو ته د تبلیغاتو خپرولو نوې لارې پرانیستې دي.

تحلیلګران وایي چې دا ډله، چې له ډېرې مودې راهیسې د رسنیو د وسایلو په کارولو کې ماهره ده، اوس د خپلو پیغامونو د لا ریښتیني او باوري ښوولو لپارهد غږ تقلید او مصنوعي انځورونو په څېرد مصنوعي ځیرکتیا له ټکنالوژیو څخه ګټه اخلي.

محمد یونس توفیق، چې په هسپانیه کې د سایبري امنیت شنونکی دی، وویل چې القاعده په تېره یوه لسیزه کې په سیستماتیک ډول د مصنوعي ځیرکتیا برخې ته داخله شوې ده، چې جعلي خو قانع کوونکي منځپانګې یې رامنځته کړې دي چې خپل مشران د سپېڅلو او ځان تېرو اتلانو په توګه انځوروي.

هغه سلام ټایمز ته وویل: «په پیل کې، دې ډلې یوازې ساده ویډیو او ګرافیک اېډېټینګ کاراوه، خو اوس د متن څخه غږ ته او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د انځورونو د تولید د سافټویر له لارې کولای شي ویډیوګانې او ویناوې جوړې کړي چې له حقیقت سره د توپیر وړ نه دي.»

هغه وویل: «د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره دا ډله توانېدلې چې د خپلو مشرانو لپاره یو سپېڅلی او زړه راښکونکی انځور رامنځته کړي، چې ځینې وختونه یې په لمانځه، تدریس یا سمبولیکه جګړه کې ښیې ترڅو په خپلو لیدونکو کې روحاني احساسات را وپاروي.»

هغه وویل، په ځینو مواردو کې دا ډله حتی داسې ویډیوګانې هم تولیدوي چې پخواني مشران یې له ډیجیټلي بیا جوړو شویو څېرو او غږونو سره بیا راڅرګندېږي ترڅو نوي پیغامونه وړاندې کړي.

مولوي محمد ظاهر مسلم، چې په تهران کې د اسلامي مطالعاتو څېړونکی دی وویل چې فرېب او له دین څخه ناوړه ګټه اخیستنه تل د القاعدې په عملیاتو کې مرکزي برخه وه.

هغه وویل: «دا ډول پیغامونه پر بې تجربې ځوانانو یا هغو کسانو ژور اغېز کوي چې باوري مذهبي سرچینو ته محدود لاسرسی لري، چې په پایله کې د حق او باطل، ایمان او افراطیت ترمنځ توپیر ورځ تر بلې ستونزمن کوي.»

مسلم وویل چې القاعده د جهاد، شهادت او قربانۍ په څېر اسلامي مفاهمو په تحریفولو سره هڅه کوي چې تاوتریخوالی توجیه کړي او د خپلو پیروانو له احساساتو ناوړه استفاده وکړي.

د ډیجیټلي فرېب کشف

قدرت الله حکیمي، چې په فرانسه کې د ارتباطاتو کارپوه دی، وویل چې مصنوعي ځیرکتیا القاعدې ته دا وړتیا ورکړې چې جعلي خو قانع کوونکي پیغامونه تولید کړي.

هغه وویل: «دوی نامتو څېرې په ویډیوګانو کې ځای پر ځای کوي یا د مذهبي مشرانو غږ تقلیدوي ترڅو داسې ویناوې جوړې کړي چې په حقیقت کې هیڅکله نه دي ورکړل شوي.»

هغه زیاته کړه: «د دغه ډول پیغامونو موخه د خپلو مشرانو ستاینه او لوړول دي او د حکومتونو، رسنیو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د عامو خلکو راپارول دي.»

حکیمي ټینګار وکړ چې افراد باید د جعلي رسنیو نښې، لکه د شونډو غیر طبیعي حرکتونه یا مصنوعي غږونه، وپېژني او د احساساتي پیغامونو شریکولو دمخه یې له باوري سرچینو سره تصدیق کړي.

محمد فواد صدیقي، چې په اتریش کې د ترهګرۍ ضد شنونکی دی، وویل چې جعلي ویډیوګانې او غږیز فایلونه له مذهبي او احساساتي حساسیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره ډیزاین شوي دي.

هغه وویل: «دغو ټکنالوژیو القاعدې ته اجازه ورکړې چې په ټیټ لګښت او لوړ دقت سره په لویه کچه تبلیغات تولید کړي، پرته له دې چې پر لویو رسنیزو وسایلو تکیه وکړي.»

هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول مواد په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه شریکېږي، چې په زیانمنونکو ځوانانو کې استخدام او افراطیت ته لمن وهي.

هغه زیاته کړه: «دې نوې طریقې رواني اغېزې ژورې کړې دي او د دې لامل شوې چې حتی غیر سیاسي مذهبي کسان هم ځینې وختونه د داسې تبلیغاتو په جال کې راګیر شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500