د ترهګرۍ ضد کارپوهانو وویل، د ډېرو هیوادونو د سایبري امنیت افسرانو د القاعدې پر وړاندې آنلاین مبارزه پیل کړې ځکه دا ډله په مجازي نړۍ کې خپل حضور ګړندی کوي او د ځوانانو د افراطي کولو لپاره د ټولنیزو رسنیو پلاټفورمونو څخه د برید د وسلې په توګه کار اخلي.
په لندن کې مېشت د نړۍ والو چارو شنونکي عصمت الله نوري سلام ټایمز ته وویل، «په ډیجیټل دور کې، د افراطیت او نړۍ وال امنیت ترمنځ د جګړې ډګر نور غرونو او دښتو پورې محدود نه دی،»
هغه وویل، «په مجازي نړۍ کې یوه نوې جبهه راڅرګنده شوې چې په هغې کې د القاعدې په څېر ډلې د پلویانو د نوي نسل د ګمارلو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي،»
نوري وویل، افراطي ډلې له عادي تبلیغاتو څخه مخته تللي، د ډیجیټل بازار موندنې پیچلي تخنیکونه کاروي چې په کې په احساساتي ډول ترتیب شوي محتویات او د مسلکي ملټي میډیا تولیدات شامل دي.
هغه وويل، د هغوی پيغامونه هغه اشخاص په نښه کوي چې د هویت بحران، بې وزلۍ یا له سیاسي پلوه څنډې ته کېدا پر وړاندې مبارزه کوي.
هغه روښانه کړه چې، «هغوی د بازار موندنې شرکت په څېر، خپله محتوا ځایي بڼې ته اړوي، په څو ژبو یې ژباړي، او د ابتدایي روزنې لپاره تړلي ګروپونه جوړوي،» او یادونه یې وکړه چې د ټولنیزو رسنیو پلاټفورمونه د هغوی د پیغام لېږدونې اساسي وسیلې ګرځیدلي دي.
په هسپانیه کې مېشت د سایبري امنیت شنونکي محمد یونس توفیق سلام ټایمز ته وویل، په دې دوره کې د القاعدې د نفوذ پر وړاندې مبارزه «نه یواځې یوه امنیتي مسئله ده بلکې یوه مالوماتي او سایبري ننګونه هم ده،»
د ډلې آنلاین ګواښ ته په ځواب کې، امنیتي ادارو د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ بیا ډیزاین کړې څو د هغوی نوي آنلاین استخدام او د هڅونې د کمپاینونو پر ضد مبارزه وکړي.
توفیق وویل چې هغه د نړۍ وال سایبير ایتلاف ملاتړ کوي څو «د ډلې افراطي محتویات تعقیب، لیرې او ځواب کړي،»
ډیجیټل دفاع
مذهبي عالمان هم د ډیجیټل جګړې ډګر سره یوځای کیږي.
په تهران کې مېشت اسلامي دیني عالم مولوي محمد ظاهر مسلم وویل، «د القاعدې عناصر د خپل روایت د جوړولو لپاره مسلکي ویډیو کلیپونه تولیدوي، لاکن په حقیقت کې، دا کیسې د اسلام په ریښتینې تعلیماتو کې ریښې نه لري،»
هغه وویل، «دا زموږ عالمانو دنده ده چې دا جعلي داستانونه له منځه وېسو. که نه نو، افراطیان به زموږ د ځوانانو په ذهنونو واکمن شي.»
دا ډله د جهاد او شهادت په څېر اسلامي مفاهیم تحریفوي څو خپل ماموریت د «جهاد» په توګه معرفي کړي. دا ستراتیژي په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې اغیزمنه ثابته شوې ده چې حکومتونه په کې د اساسي خدمتونو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وي.
لاکن د القاعدې د آنلاین فعالیت د مخنیوي لپاره مبارزه کې څرګند پرمختګ شوی دی.
د ترهګرۍ ضد شنونکي شفیق الله عاصي، چې په هالنډ کې مېشت دی، وویل چې په لویدیځه افریقا کې هیوادونه د سایبري چارو مامورینو ته روزنه ورکوي څو خپلې ډیجیټل ساحې خوندي کړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د روایتونو په جګړه او د ځوانانو لپاره د القاعدې د جذابیت د کمولو په برخه کې یو مهم ګام دی،»
په داسې حال کې چې فزیکي امنیتي ګواښونه دوام لري، متخصصین ټینګار کوي چې سملاسي ننګونه دا ده چې د ځوانانو ذهنونه په آنلاین فضا کې خوندي وساتل شي.
ظاهر وویل، «په سایبري جګړه کې له یووالي پرته، ناشونې ده چې د دې ګواښ پر وړاندې په مؤثره توګه مقابله وشي.»
ویډیو عکسونه
ځواب ورکړئ1 تبصره