افراطیت اوس یوې پېچلې ډیجیټلي مرحلې ته داخل شوی، چې پکې ترهګرې ډلې په پراخېدونکې توګه انلاین فضا ته د دودیزو جګړه ییزو میدانونو په پرتله لومړیتوب ورکوي.
دا ډلې له ټولنیزو رسنیو، رمز شوو اپلیکیشنونو او هدفمنې تبلیغاتي کړنلارې څخه هغو زیانمنو کسانو ته د رسېدو لپاره کار اخلي چې له ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شنونکي وایي چې افراطي تبلیغات په پراخېدونکې توګه د همغږو احساسي کمپاینونو له لارې د ځوانانو ترمنځ نارضایتي، بې باوري او د هویت کړکېچ څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
دې هدف ته د رسېدو لپاره، افراطي ډلو د ماهرو کسانو د جذب لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي تر څو خپل ماموریت په اغېزمن ډول ترسره کړي.
![کارپوهان وایي چې کاروونکي د محتوا له شریکولو مخکې باید سرچینې تایید او د تحریکوونکو یا مشکوکو پیغامونو له خپرولو ډډه وکړي. [Sora Shimazaki/Pexels]](/cnmi_st/images/2026/05/12/55993-pexels-sora-shimazaki-5926397-585_329.jpg)
کارپوهان وایي چې کاروونکي د محتوا له شریکولو مخکې باید سرچینې تایید او د تحریکوونکو یا مشکوکو پیغامونو له خپرولو ډډه وکړي. [Sora Shimazaki/Pexels]
د بېلګې په توګه، القاعده اوس کولای شي د انټرنېټ له لارې لرې او زیانمنو ټولنو ته نفوذ وکړي.
افراطیت ته اوښتل عموماً په تدریجي ډول رامنځ ته کېږي، چې له عادي انلاین محتوا څخه پیلېږي او بیا د منظمو افراطي شبکو پر لور پرمختګ کوي.
که سیمه ییزې ټولنې او عادي کاروونکي د ډیجیټلي جلب او جذب او تبلیغاتي میتودونو په اړه پوهاوی ونلري، نو دا ډلې په اسانۍ سره کولای شي له سایبري فضا څخه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه واخلي.
د عصمت الله نوري په نامه په لندن کې مېشت د نړیوالو چارو شنونکی، وایي چې افراطیت ته اوښتل ډېری وخت په انلاین فضا کې د تدریجي او پټو تماسونو له لارې رامنځ ته کېږي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «افراطي ډلې پوه شوې چې سایبري فضا د فزیکي جګړې د ډګر په څېر د نفوذ د پراخولو لپاره مهمه ده. له همدې امله دوی هڅه کوي تخنیکي مهارت لرونکي کسان جذب کړي تر څو خپل ډیجیټلي عملیات پیاوړي کړي.»
هغه وویل، «دا کسان کولای شي د آنلاین تبلیغاتو، د پټو اړیکو د شبکو د مدیریت، او حتی سایبري بریدونو په برخه کې رول ولوبوي.»
ډیجیټلي افراطیت او ټولنیزه زیانمنتیا
په هسپانیا کې د سایبري امنیت شنونکي محمد یونس توفیق وویل، ترهګر سازمانونه په چټکۍ سره خپلې تګلارې د ډیجیټلي محیط او سیستمونو د ناوړه استفادې لپاره عیاروي.
هغه وویل، «دا ډلې له ټولنیزو شبکو، رمز شویو پلټفارمونو او انلاین تبلیغاتو څخه د هغو کسانو د جلب او جذب لپاره کار اخلي چې په هکینګ، د اړیکو رمزولو، د پټو اړیکو د شبکو د مدیریت، ډیجیټلي تبلیغاتو او د استخباراتي معلوماتو د راټولولو او رواني جګړې په برخو کې مهارت لري.»
دا بدلون ښيي چې افراطیت نور یوازې په فزیکي بریدونو پورې محدود نه دی، بلکې په پراخېدونکې توګه د ډیجیټلي اړیکو او شبکو په سیستمونو کې نغښتی دی.
پوهاوی او د مخنیوي تدابیر
د ډیجیټلي افراطیت مخنیوی د عامه پوهاوي تر څنګ امنیتي هڅو ته هم اړتیا لري، ځکه چې د انلاین افراطیت د محدودولو لپاره باخبره ګډون اړین دی.
توفیق ټینګار وکړ چې د ډیجیټلي پوهاوي لوړول، د معلوماتي سرچینو تاییدول، او د شخصي سایبري امنیت ښه کول د خطرونو د کمولو اساسي ګامونه دي.
هغه زیاته کړه، «د ډیجیټلي پوهاوي لوړول، د قوي پسورډونو کارول، د حسابونو د امنیتي سیستمونو فعالول، له ناپېژندل شویو لینکونو او ډلو څخه ډډه کول، او د مشکوکو حسابونو، پاڼو او فعالیتونو په اړه د ټولنیزو رسنیو پلټفارمونو او اړوندو ادارو ته راپور ورکول کېدی شي د سایبري ناوړه استفادې د خطر د کمولو تر ټولو اغېزمن تدابیر وي.»
هغه وړاندیز وکړ چې کاروونکي باید د محتوا له شریکولو مخکې سرچینې تایید او د تحریکوونکو یا مشکوکو پیغامونو له خپرولو ډډه وکړي، ځکه چې افراطي شبکې له دغو پلټفارمونو څخه په استفادې سره د تبلیغاتو او کسانو د جذب لپاره کار اخلي.
![د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۲۳مه نېټه اخیستل شوی انځور ښيي چې یو کس په خپل ګرځنده تلفون کې ټولنیزې رسنۍ ګوري. [Cup of Couple/Pexels]](/cnmi_st/images/2026/05/12/55992-pexels-cup-of-couple-7657728-585_329.jpg)