په وروستیو کلونو کې، سلګونه افغان ځوانان چې د لوړو زده کړو په لټه کې دي، د هېواد د ځوان نسل په فکر کې د پام وړ بدلون څرګندوي.
هغه نسل چې د جګړې، افراطیت او ناامنۍ په فضا کې لوی شوی، اوس په پراخه کچه پرمختللو زده کړو او اوږدمهاله فردي ودې ته ژمن شوی دی.
دا افغان ځوانان، د القاعدې په څېر د افراطي ډلو برعکس چې تاوتریخوالی او سختدریځي ته وده ورکوي،داسې لاره غوره کړې چې پر پوهه، پوهاوي او پرمختګ تمرکز لري.
په لوړو پرمختللو زده کړو کې د لېوالتیا زیاتوالی دا ښيي چې هغه افراطي ایډیالوژۍ چې د ترهګرو سازمانونو له خوا ترویج کېږي، په ښکاره ډول رد شوې دي.
سره له دې چې اقتصادي ستونزې او بې کاري شته، دا ځوانان بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې په ځان کې مسلکي او عملي مهارتونو ته وده ورکړي..
دا بهیر د ملي پراختیا لپاره د یوې پراخې هڅې او همدارنګه په ټولنه کې د افراطیت د نفوذ پر وړاندې د مبارزې څرګندونه کوي.
دې ځوانانو درک کړې چې افراطیت راتلونکی نه لري، په داسې حال کې چې زده کړه د ودې، ثبات او اوږدمهاله پرمختګ لپاره زمینه برابروي.
عصري زده کړې د افغان ځوانانو وړتیا پیاوړې کوي څو د هغو تبلیغاتو او تحریف شوو روایتونو پر وړاندې ودرېږي چې د افراطي ډلو له خوا خپرېږي.
د افراطي ایډیالوژۍ پر وړاندې مبارزه
ځینې ځوانان ټینګار کوي چې افراطیت د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره یوازې ویجاړي او اوږدمهاله شاتګ رامنځ ته کړی دی.
محمد عمر احمدي، چې د هرات ولایت د ماسټرۍ یو محصل دی، وایي چې هدف یې د افغانستان بیا رغونه او د فقر او رکود د دورو پای ته رسول دي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «له پنځو لسیزو ډېره موده کېږي چې زموږ هېواد له جګړې او افراطیت سره مخ دی، او یو بشپړ نسل په محرومیت او فقر کې ژوند کړی دی.»
هغه زیاته کړه، «د یو متفاوت چاپېریال په رامنځ ته کولو سره، موږ غواړو خپل هېواد د پوهې او زده کړو له لارې بېرته ورغوو.»
هغه وویل چې د تروریزم له امله رامنځ ته شوو وېجاړیو لوستي ځوانان دې ته اړ کړي چې د هېواد د بیا رغونې لپاره له خپلې پوهې او عملي وړتیاوو څخه کار واخلي.
زده کړو او بېلابېلو علمي سرچینو ته لاسرسی د دې لامل شوی چېځوان نسلافراطي روایتونه رد کړي.
له نورو هېوادونو سره د افغانستان په پرتله کولو سره، ډېری ځوانان دې پایلې ته رسېدلي چې ثبات او سوکالي د زده کړو له لارې ترلاسه کېږي، نه د افراطي ایډیالوژیو له لارې.
دا پراخېدونکی پوهاوی د یوه داسې نسل هڅې ښيي چې غواړي یو متفاوت او رغوونکی راتلونکی جوړ کړي.
د افراطیت له منځه وړل
په تېرو درېیو اونیو کې، نږدې ۷۰۰ محصلینو د لیسانس په پروګرامونو او شاوخوا ۱۰۰ تنو نورو د هرات ښار په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ په پروګرامونو کې نوملیکنه کړې ده.
دغه محصلین د زرګونو داوطلبانو ترمنځ په سیالیزو ازموینو کې بریالي شوي او د زده کړو د دوام فرصت یې ترلاسه کړی دی.
د کابل په ګډون د نورو ولایتونو پوهنتونونو هم د افغان ځوانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره لاسرسی پراخ کړی دی.
د اکادمیک چاپېریال پر لور دا تمایل په مستقیم ډول افراطي ایډیالوژۍ ننګوي او د پوهې او نوښتي مفکورې فرهنګ ته وده ورکوي.
اکادمیک چاپېریالونه د ازادو بحثونو زمینه برابروي، ترڅو محصلین وکولای شي پرته له وېرې بېلابېل نظرونه وڅېړي او خپل نظریات شریک کړي.
دا ډول چاپېریال د نوښتي فکر مهارتونه پیاوړي کوي، کوم چېد افراطي روایتونو او ګمراه کوونکوایډیالوژیکو پیغامونو د رد لپاره اړین دي.
په هرات کې د ماسټرۍ پروګرام زده کوونکي عبدالهادي واصل وویل، په ټولګیو کې ګډون د هغه ذهنیت په پراخ ډول بدل کړی او منفي افکار یې کم شوي دي.
هغه وویل، «د عصري علومو ترڅنګ، دیني مضامین هم د لوستو استادانو له خوا تدریسېږي، او د ځینو افراطي ډلو په اړه زما برداشت بدل شوی دی.»
![د ماسټرۍ دورې محصلین د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۷مه نېټه په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې په درسي ټولګي کې حضور لري. [عمران/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2026/04/11/55503-m_1-585_329.jpg)