د افغان ښځينه هنرمندانو نوی نسل د مینیاتورۍ هنر د افراطي ايديولوژيو، په ځانګړې توګه د القاعدې له خوا د ترويج شويو مفکورو پر وړاندې د مقاومت يوه وسيله ګرځولې ده.
هغوی د پېچلو ډیزاینونو او روښانه رنګونو له لارې د افغانستان تاريخ، هويت او فرهنګي شتمني په څرګند ډول انځوروي.
د هغوی آثار هغه حقيقت راڅرګندوي چې ډېر وخت له پامه غورځول شوی، او ښيي چې افغان ټولنه په فعاله توګه افراطيت ردوي او د سولې، عزت او ګډ ژوند په ارزښتونو باور لري.
مريم محبوب، چې په هرات کې ۱۹ کلنه هنرمنده ده، وايي چې افغانستان د تاوتريخوالي له مخې نه بلکې د زغم او هيلې له مخې پېژندل کېږي.
![د افغان ښځينه هنرمندانو يوه ډله د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۸مه نېټه په هرات کې د يو هنري ورکشاپ په ترڅ کې د مينياتورۍ نقاشۍ تمرين کوي. [عمر]](/cnmi_st/images/2026/04/27/55660-f_3-585_329.jpg)
د افغان ښځينه هنرمندانو يوه ډله د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۸مه نېټه په هرات کې د يو هنري ورکشاپ په ترڅ کې د مينياتورۍ نقاشۍ تمرين کوي. [عمر]
هغې وويل، «زما هدف دا دی چې د مينياتورۍ هنر له لارې د خپل هېواد تمدن نړۍ ته وروپېژنم، هغه تمدن چې ډېر وخت هېر شوی دی.»
هغې زياته کړه، «زه غواړم دا پيغام ورسوم چې افغانان هغه شان نه دي لکه څنګه چې مخکې انځور شوي وو، بلکې موږ يو لرغونی تاريخ او تمدن لرو.»
هغې وويل، موږ نور نه غواړو چې افغانستان د یو تاوتريخجن هېواد په توګه معرفي شي.
د ميراث بيا راژوندي کول او د راتلونکې جوړول
هرات يو وخت د اسلامي نړۍ د مينياتورۍ هنر له مهمو مرکزونو څخه و، چې اغېز يې د سيمې له پولو هاخوا اوښته.
نن ورځ دغه هنرمندان هغه ميراث بيا راژوندی کوي او د خلاقيت، فرهنګي تسلسل او فکري ګډون له لارې د افغانستان انځور له سره تعريفوي.
په ورته وخت کې، دوی د هنر، زده کړو او فرهنګي فعاليتونو له لارې پر راتلونکي نسل ژور اغېز کوي.
ځوان افغانان ورځ تر بلې داسې فضاوې مومي چېرې چې خبرې اترې، خلاقيت او متقابل درناوی ترويج کېږي، او له دې لارې د افراطي روایتونو بديلونه پيدا کوي.
دغه ځوان هنرمندان په فعاله توګه ځوانانو ته د انتقادي فکر کولو، رغنده ګډون، او د ګډو انساني ارزښتونو د پراخې پوهې لارښوونه کوي.
د دوی کار دا څرګندوي چې د افغانستان فرهنګي بنسټ د شخړو او وېش پر ځای پر خلاقيت او زغم ولاړ دی.
له افراطيت څخه د وتلو لار
فرهنګي مرکزونه، ورکشاپونه او تعليمي پروګرامونه داسې منظمې لارې برابروي چې خلک ګډون، زده کړې او شخصي پرمختګ ته هڅوي.
په هرات کې، ارباب زاده ګالري د مينياتورۍ، نقاشۍ او خطاطۍ روزنه برابروي او د ځوانو ښځو لپاره يو ملاتړ کوونکی چاپېريال رامنځ ته کوي.
لیواله کسان کولای شي د نورو معلوماتو لپاره د واتساپ له لارې په (+۹۳ ۷۹۹ ۴۴ ۲۵۴۹) شمېره اړیکه ونیسي.
یو بل مرکز، نایکو، يوازې د ښځو لپاره فعاليت کوي او د هنري ودې او ټولنيز ګډون ورته فرصتونه برابروي.
هغه کسان چې ګډون ته لېواله دي کولای شي د واتساپ له لارې په (+۹۳ ۷۲۸ ۶۱ ۶۰۵۲) شمېره اړیکه ونیسي.
د بصري هنرونو تر څنګ، ځوانان هڅول کېږي چې د شعر په حلقو، د ليکلو په غونډو او تعليمي پروګرامونو کې برخه واخلي ترڅو خپل خلاقيت او نوښتي فکر پياوړی کړي.
دغه فضاوې د هدف، هويت او د تړاو احساس رامنځ ته کولو له لارې د افراطي ايديولوژيو پر وړاندې مقاومت پياوړی کوي.
زينب رسولي، چې په هرات کې ۱۵ کلنه هنرمنده ده، وايي چې هنر د نظرونو په بدلون او د افراطي فکر په کمولو کې مهم رول لري.
هغې سلام ټايمز ته وويل، «نړۍ افغانستان ته د يو شاته پاتې، جګړه ځپلي او درېيمې نړۍ د هېواد په توګه ګوري، خو دلته داسې خلک شته چې غواړي زموږ هنر نړۍ ته وښيي.»
هغې زياته کړه، «موږ رښتيا هم له جګړې ستړي شوي يو او غواړو له افراطیت او تاوتريخوالي ډک فکر له خپلې ټولنې لرې کړو.»
![د هرات په ارباب زاده ګالري کې د هنري اثارو يوه ټولګه نندارې ته وړاندې شوې ده. [ارباب زاده ګالري / فيسبوک]](/cnmi_st/images/2026/04/27/55659-arbab-585_329.jpg)