تروريزم

هنر او موسیقي کولی شي د افراطي تبلیغاتو پر وړاندې قوي وسیلې وګرځي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د ۱۴۰۳ د مرغومي په ۱ اخیستل شوی، یو افغان لرغون پلورونکی په هرات کې په خپل دوکان کې یو دوه تار ښیي. دوه تار له وچو لرګیو څخه جوړه د فولکلوریکې موسیقي یوه وسیله ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۴۰۳ د مرغومي په ۱ اخیستل شوی، یو افغان لرغون پلورونکی په هرات کې په خپل دوکان کې یو دوه تار ښیي. دوه تار له وچو لرګیو څخه جوړه د فولکلوریکې موسیقي یوه وسیله ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په هغه هېواد کې چې د اوږدې مودې راهیسې د جګړې او افراطیت له امله زیانمن شوی، افغان هنرمندان او ښوونکي وايي چې هنر او موسیقي کولی شي د افراطي ایډیالوژۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواکمنو وسیلو په توګه کار وکړي.

هغوی وویل، دا تخلیقي وسیلې د ساعت تېرۍ په پرتله ډېر د القاعدې د تبلیغاتو او استخدام پر وړاندې د کلتوري ډال په توګه کار کوي.

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي پخوانی استاد محمد نعیم افضلیار وویل، القاعدې او ورته نورو ډلو تل د کلتوري تشو او د ځوانانو لپاره د ګټورو فرصتونو له نشتوالي څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، موسیقي کولی شي ځوانانو ته د هیلې احساس ورکړي، هغه څه چې افراطي تبلیغات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

هغه زیاته کړه، «موسیقي، تیاتر، یا نور هنرونه په ټولنه کې منع شوي یا محدود دي. دا ډلې کولی شي په اسانۍ سره خپله ایډیالوژي تزریق کړي،»

افضل یار هنر د «ټولنې د دوهمې ژبې» په توګه یاده کړه، هغه ژبه چې د سیاست په پرتله په چټکۍ سره د سولې او یووالي پیغامونه خپروي.

هغه زیاته کړه، «دا نرم، اغېزمن وسایل کولی شي د القاعدې د تاوتریخوالي کیسې وننګوي،»

په جرمني کې مېشت د مدني ټولنې فعال محبوب الله سیرت هم ورته احساس څرګند کړ.‌

هغه وویل، «کله چې یو ځوان د موسیقۍ غږولو، سندرې ویلو یا په ډرامه کې د لوبیدو فرصت ولري، د دوی ذهن له خلاقیت څخه ډک وي، لاکن القاعده په قصدي ډول دا فرصتونه په نښه کوي، هڅه کوي ترڅو کلتوري سیمې محدود کړي،»

سیرت ټینګار وکړ چې هنر ځوانانو ته د ځان څرګندولو لپاره مثبت ځایونه ورکوي، هغوی ته اجازه ورکوي چې خپله انرژي د تاوتریخوالي پرځای په مثبتو اړخونو کې ولګوي.

هغه زیاته کړه، «د هنري اظهار منل نه یوازې د ودې لپاره فرصتونه برابروي بلکې همدارنګه القاعده د خپلو افراطي تبلیغاتو له اورېدونکیو څخه محروموي،»

هویت بېرته ترلاسه کول

شنونکي وايي، د هنر او موسیقۍ ترویج کولی شي افغان ځوانان د هغوی له کلتوري ریښو سره وصل کړي، ملي ویاړ پیاوړی کړي، او د القاعدې جذابیت کمزوری کړي.

دا پروګرامونه به ځوانانو ته د تړاو د احساس په ورکولو سره، په هغه نسل کې باور او هویت بیا رغوي چې افراطیان یې د جلا کولو هڅه کوي.

په انقره کې مېشت د هنر او کلتور فعال خسرو ثاقب وویل، د القاعدې ستراتیژي د ځوانانو په منځ کې د بې بنسټه احساس رامنځته کولو باندې اتکا کوي.

هغه وویل، «کله چې ولسي موسیقي، سیمه ایز شعر او دودیز هنرونه پیاوړي شي، ځوانان د خپل تاریخي هویت سره وصل کیږي. دا اړیکه د افراطیت په وړاندې ترټولو لوی ډال دی.»

ثاقب وویل، د افغانستان د هنري میراث بیا راژوندي کول نه یوازې ملي ویاړ ته وده ورکوي بلکې ځوانانو ته دا درس هم ورکوي چې روښانه او سوله ایز راتلونکی یوازې له کلتوري هویت سره د هغوی د تړاو په پاتې کېدلو سره جوړېدلی شي.

په ورته ډول، افغان ولسي هنرمند محمد رحیم ولیزاده، چې اوس په ایران کې مېشت دی، وویل چې موسیقي یوه ګډه ژبه ده چې کولی شي مختلفې قومي او مذهبي ډلې سره یوځای کړي، او دا هغه څه دي چې افراطیان ترې وېره لري.

هغه وويل، موسيقي ټولنيزې اړيکې پياوړې کوي او د افراطي ډلو لپاره د غړو ګمارل سختوي.

وليزاده وويل، «کلتوري پروګرامونه، کنسرتونه، د تياتر ننداره، او د لارې د سر هنر ټول د ځوانانو لپاره مثبت ځایونه برابروي چې له افراطي تبليغاتو څخه ځان خلاص کړي او د هیلې او تخلیق نوې لارې ومومي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500