ټولنه

په جوزجان ولایت کې له اوږدې مودې راهیسې محرومه جوګي ټولنه له ‌‌‌‌‌‌ډیرو ستونزو سره مخ ده

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۲مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې اخیستل شوی، د جوګۍ ټولنې غړي د موسیقۍ محلي وسیلې غږوي. [عتیق الله ابراهیم زاده]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۲مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې اخیستل شوی، د جوګۍ ټولنې غړي د موسیقۍ محلي وسیلې غږوي. [عتیق الله ابراهیم زاده]

کندوز -- په جوزجان ولایت کې اوسېدونکي د جوګي ټولنې غړي وایي چې هغوی اساسي خدمتونو او حقونو ته لاسرسی نه لري، او له لسیزو راهیسې د هغوی همدا حال دی.

جوګیان یو قومي اقلیت دی چې ریښې یې ازبکستان او تاجکستان ته رسېږي.‌

دا چې د هغوی ژوند د نیمه کوچیانو په څېر دی، ډېر یې نه دي توانېدلي چې تذکرې ترلاسه کړي او په اصل کې بې وطنه دي. هغوی هېڅ کاري فرصتونو، زده کړې یا روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی نه لري.‌

محلي چارواکي وایي، د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په لمنو کې شاوخوا ۱۵۰ جوګي کورنۍ ژوند کوي.

په شبرغان ښار کې یوه جوګي قومي مشر قطب الدین چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، جوګیان له کالونو راهیسې له ټولنیزو خدمتونو څخه بې برخې ساتل شوي او د هغوی اکثر ماشومان بې تعلیمه دي ځکه چې هغوی ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل، «موږ له ټولو خدمتونو څخه بې برخې یو. زموږ ماشومان ښوونځیو ته نشي تللی، زموږ ناروغان په کلینیکونو کې روغتیایي پاملرنه نشي ترلاسه کولی، او موږ برېښنا یا د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لرو.»

هغه یادونه وکړه چې، جوګیان لږ تر لږه له ۱۰۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي، لاکن د اتباعو په توګه د هغوی حالت لا تر اوسه پورې څرګند نه دی.‌

هغه زیاته کړه، «موږ ځمکه، کورونه یا خدمتونو ته لاسرسی نه لرو.»

قطب الدین وویل، «موږ غواړو چې موږ ته ځمکه راکړل شي، زموږ ماشومانو ته ښوونځیو ته لاسرسی برابر شي او زموږ مشرانو ته د هېواد په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو مسایلو کې د نورو قومونو په څېر د رول لرلو فرصت راکړل شي.»

په جوزجان ولایت کې د نجیب الله په نامه یوه جوګي چې ۴۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل چې کابل تر اوسه پورې جوګیانو ته د تابعیت ورکولو مسئلې ته هېڅ پام نه دی کړی.‌

هغه وویل، «موږ هم انسانان یو، او موږ ته باید مساوي حقوق راکړل شي. ترڅو چې موږ ملکیت ونه لرو، حکومت به موږ ته افغاني تذکرې رانه کړي. له تذکرو پرته به نه حکومت او نه مرستندویې ادارې له موږ سره مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه، «زموږ ځوانان باید په کار وګومارل شي.»

نجیب الله وویل، «که زموږ ماشومان بې تعلیمه لوی شي، دا به زموږ خلکو او ټولنې ته زیان ور ورسوي. موږ باید ټولې هغه اسانتیاوې چې نور قومي ګروپونه یې لري، ولرو.»

ټولنیزې ستونزې

افغانستان چې له بې ساري اقتصادي ناورین سره مخامخ دیجوګیان په کې په ځانګړې توګه کم وسه دي.

د جوزجان یوه اوسېدونکي مرسلین نظري وویل، د تذکرو نشتوالي د اکثرو جوګیانو لپاره د کارونو موندل سخت کړي، او په جوزجان کې اوسېدونکي ډېر جوګیان د خیر غوښتلو کار کوي.

هغه وویل، «افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی. د تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، پشه یي، نورستاني... په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ټول قومي ګروپونه سره برابر حقونه لري، او ټولو ته باید یو ډول پاملرنه وشي.»

هغه وویل، «جوګیان د ټولنې یوه محرومه برخه ده. د هغوی مشران او ماشومان ډېر سخت ژوند تېروي.»

د جوزجان د والي ویاند فریدون نوري سلام ټایمز ته وویل، «جوګیان په دوامداره توګه ځایونه بدلوي او په یوه ثابت ځای کې ژوند نه کوي.‌ له دې امله، هغوی کافي اندازه ټولنیز خدمتونه یا تذکرې نه دي ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زموږ د معلوماتو په اساس، جوګیان حتی د زده کړو او روغتیا له اساسي حقونو څخه بې برخې دي. موږ د هغوی مشکلات ارزوو او په مرستندویو ادارو باندې غږ کوو چې د دغه قومي اقلیت اساسي ستونزې حل کړي.»

محلي مقاماتو له هغو جوګیانو څخه چې وار له مخه په نورو سیمو کې د استوګنې ځایونه لري، غوښتي چې خپلو مېنو ته ستانه شي. د نورو په وینا، چارواکو ویلي چې حکومت به هغو کسانو ته چې د استوګنې ځایونه نه لري، د استوګنې ځایونه ورکړي.

جوګیان ډېر وختونه له توپیري چلند سره هم مخامخ کیږی.‌

تر دې چې د هغوی په شاوخوا پرتې ټولنې هغوی ته اجازه نه ورکوي چې خپل مړي د هغوی په هدیرو کې خښ کړي.‌

رحمت الله چې ۴۷ کاله عمر لري، وویل، نتیجه دا ده چې بیا موږ خپل مړي د شپې په پټه ښخوو.

هغه وویل، «موږ نه ځمکه لرو چې ژوند پرې وکړو او نه هدیره لرو چې خپل مړي په کې خښ کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خدای دې د افغانانو په حال رحم وکړي. که هندو دی، که سک دی، که سوني دی، که شیعه دی او که بل هر قوم او مذهب پیروان دی د طالب بې شرفه په تنګ دی. خلک یې په سختو ستونزو کې اخته کړي. ولس یې له کړاو سره مخامخ کړی دی. مخکې له دې چې واک ته ورسېږي په تلویزیونې او راډیوي بحثونو کې یې ځانته د ملایکو خطاب کاوه چې د وطن او خلکو لپاره به دا کوو هغه کوو خو اوس چې واک د دوی دی هېڅ یې ونکړه؛ بلکې د خلکو شته امکانات یې هم له منځه یووړل او یا یې ترې واخیستل.

ځواب ورکړئ

نو په دې وطن کې د چا حالت ښه دی؟ له طالبانو او منافقینو پرته په هیواد کې بل څوک خوشحاله دی؟ په داسې حال کې چې د هېواد مطلق اکثریت خلک په اور کې سوځي او د وحشي طالبانو په زندان کې دي، سلام ټایمز ولې د یوې ځانګړې توکمیزې ډلې یادونه کوي؟ طالبانو په میلیونونو افغان ماشومان ښوونځیو ته له تللو څخه منع کړي دي. ملیونونه افغانان په قحطۍ کې ژوند کوي او د نړیوالو موسسو له مرستې پرته به له لوږې مړه شي. په زرګونو نور افغانان په ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا ایران او پاکستان کې په نامعلوم او مبهم حالت کې ژوند کوي چې له ډول ډول شکنجو سره مخامخ دي. دا مهال یو لوی روغتیایي ناورین روان دی. په ټول هیواد کې په زرګونو افغانان د کولرا په ناروغۍ اخته دي. دولتي روغتونونه هېچا ته سم روغتیايي خدمات نشي وړاندې کولی او د دوی لږ فعالیت هم د نړیوالو بنسټونو له برکته دی. خلک وزګار دي. نرخونه ورځ په ورځ لوړیږي. افغانۍ د معتبرو بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او هېواد د ناورین او تیارو کندې ته د تلو په حال کې دی. په دې حالت کې، تاسو کولی شئ ووایاست چې د جوګیانو څخه غوره ژوند څوک لري؟ د ټولو خلکو غږ باید پورته شي، نه یوازې د یوې کوچنۍ ډلې. مننه

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې هیڅوک خوشحاله نه دي. زموږ وطن د پاکستان په لاس کې دی. طالبان هغه څه مني چې پنجابیان (پاکستانیان) یې ورته وايي. دوی یوازې د پنجابي امر ته انتظار باسي. د هېواد ډېری وګړي په رواني ناروغیو اخته دي. دوی خفه او ستړي دي.

ځواب ورکړئ

هېڅوک هم خوشاله نه دي. وطن د پنجاب په لاس کې دی. پنجابی چې ملا ته څه وايي هغه یې ورسره مني. ملا نه په ښه پوهېږي نه په بد چې افغانان کوم څه خوښوي او کوم یې بد راځي. یوازې د پنجابي امر ته ناست دی هغه چې څه رقم ډول ورته وهي دوی ورته هماغسې ګډیږي. وطن کې اکثر خلک په روانی ناروغیو اخته دي. ستړي دي. ناهیلي دي...

ځواب ورکړئ

یوازې د جوګیانو نه، د ټولو افغانانو همدا حال دی. افغانستان په یوه زندان باندې بدل شوی دی. یو نظر دا دی چې، هر څه چې د پاکستان زړه غواړي هغه کوي او د طالبانو په لاس یې کوي. پاکستان بیا دا هر څه د انګریزانو په خوښه کوي. انګریزان له دې امله د داسې حالاتو ملاتړ کوي چې غواړي له افغانستان نه د خپلو تاریخي درې ماتو بدل واخلي. طالبان باید ځانونه هوښیار کړي. اول لویه جرګه راوبولي او د اقلیتونو په شمول ټولې ډلې راټولې کړي. که په راس کې طالب هم وایي په کار دی چې ټولو ته برخه ورکړي. بیا دې په شریکه له نړۍ والې ټولنې خبرې وکړي. د خدای د مقدس کلام (قران کریم) اول را نازل شوی لفظ (اقرأ) دی. دوی احمقان ۱۴۰۰ کاله وروسته هم نجونې مکتبونو ته نه پرېږدي. مونږ باید له نړۍ سره سیالان شو. که نه، نه یوازې د جوګیانو بلکې د ټولو افغانانو به حال همداسې خراب وي.

ځواب ورکړئ

خدای پاک دې پخپله زموږ د جوګیانو هیوادوالو مرسته وکړي. هغه مسله چې جوګیان له نیمې پیړۍ راهیسې له تبعیض سره مخامخ دي زما لپاره شخصاً د پوښتنې وړ ده. په افغانستان کې د شوروي اتحاد له راتګ او مداخلې مخکې د هېڅ قومي او نژادي ډلې پر وړاندې د تبعیض او تعصب نښه نه وه. افغانستان د سوله ایز ژوند سمبول وو او ټول توکمونه او نژادونه یې له مساوي حقونو برخمن وو. په افغانستان کې د مسلمانانو تر څنګ هندوانو، سکهانو، یهودانو او حتی عیسویانو کولای شوای چې په آزاده توګه ژوند وکړي او خپل مذهبي مراسم او وجایب ترسره کړي. د افغانستان حکومتونو له ټولو طبقو او توکمونو سره یو شان چلند کاوه او ټولو ته یې له مذهب، نژاد، تعصب او نژاد پرته خدمتونه وړاندې کول. افغاني ټولنې هم ټولو خلکو ته په مساوي سترګه کتل او د هغوی تر منځ هیڅ قومي یا مذهبي دښمني نه وه. د ثور د میاشتې له کودتا او پر افغانستان د روسانو له وحشیانه یرغل سره، د افغاني ټولنې بڼه بدله شوه او هر ځای تعصب او دښمني خپره شوه.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې په هیواد کې د جوګیانو وضعیت د څو ټکو په یادولو سره تشریح کړم: مګتان یو کوچنی توکمیز ګروپ دی چې ډېر وختونه یې نور خلک «جوګیان» بولي چې جوګیان اکثرا دا د سپکاوي اصطلاح ګڼي. دوی له څه باندې یوې پیړۍ راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي. دوی تر دې وروستیو ورځو پورې تابعیت نه درلود، خو اوس یې د قانوني پېژندنې او د خپل هویت د ثابتولو لپاره مبارزه پیل کړې ده. د دوی له لومړنیو لاسته راوړنو څخه یوه هم په تیرو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو په توګه د دې ډلې د خلکو ثبتول د سیاسي محاسبې او د دوی د تابعیت د حقونو لپاره یوه وسیله وه، لاکن دا کولی شي لویانو ته د تذکرو ویشلو ته لاره هواره کړي. دا ډله اوس هم له قانوني او ټولنیز پلوه له څرګند تبعیض سره مخامخ ده. جوګیان د ښارونو په څنډو کې ژوند کوي او ډیری یې سرپناه نه لري. په دې وروستيو کلونو کې يو شمېر جوګيانو په دولتي ځمکو کې کورونه جوړ کړي او د راتلونکي له کوم تضمين پرته په دغو کورونو کې شپې او ورځې تېروي. جوګیان د بشردوستانه مرستو په ګډون له هیڅ ډول امتیازاتو برخمن نه دي، ځکه چې د افغان حکومت له خوا له پامه غورځول کیږي او هم د خلکو له خوا له پامه غورځول کیږي، ډیری داخلي او بهرنۍ مرستندویه موسسې په ندرت سره د جوګیانو سیمو ته ورځي.

ځواب ورکړئ