ټولنه

نهیلي افغانان د سختیو په بدترېدلو سره خپل پښتورګي خرڅوي

د عمر راپور

ځینو افغانانو چې له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي، د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د خپل بدن د غړو خرڅلاو ته مخه کړې. رنګین شاه او فرېبا چې یوه ځوانه جوړه ده او د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په یوه خټین کرایي کور کې ژوند کوي، هر یوه له مرګ څخه د خپلې کورنۍ د ژغورلو لپاره، خپل یو یو پښتورګی د ۲۰۰۰۰۰ افغانیو (۲۱۸۵ ډالرو) په بدل کې خرڅ کړی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- ځینو افغانانو چې له سختې لوږې او غریبۍ سره مخامخ شوي، د خپل بدن د غړو او ان د خپلو کوچنیانو خرڅلاو ته مخه کړې ترڅو ژوندي پاتې شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان باندې یوه بشري ناورین منګولې خښې کړي او د هېواد نیم وګړي د خوړو د نشتوالي له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) وویل، په افغانستان کې څوارلس میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دی، او اټکل ۳.۲ میلیونه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه کړېږي.

رنګین شاه او فرېبا چې یوه ځوانه جوړه ده او د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په یوه خټین کرایي کور کې ژوند کوي، له لوږې څخه د خپلې کورنۍ د ژغورلو لپاره، هر یوه خپل یو پښتورګی په ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ (۲۱۸۵ ډالر) پلورلی دی.

رنګین شاه (ښي طرف ته) او د هغه مېرمن فرېبا (چپ طرف ته) د سلواغې په ۲۱مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په خپل کور کې لیدل کیږي. هغوی دواړو خپل یو یو پښتورګی د ۲۰۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې خرڅ کړ ترڅو خپل مور پلار او بچیان له لوږې څخه پرې وژغوري. [عمر/سلام ټایمز]

رنګین شاه (ښي طرف ته) او د هغه مېرمن فرېبا (چپ طرف ته) د سلواغې په ۲۱مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په خپل کور کې لیدل کیږي. هغوی دواړو خپل یو یو پښتورګی د ۲۰۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې خرڅ کړ ترڅو خپل مور پلار او بچیان له لوږې څخه پرې وژغوري. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د سلواغې په ۱۹مه په هرات ښار کې هغه مرستې ترلاسه کوي چې سعودي عربستان کړي او د ملګرو ملتونو ادارې یې وېشي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د سلواغې په ۱۹مه په هرات ښار کې هغه مرستې ترلاسه کوي چې سعودي عربستان کړي او د ملګرو ملتونو ادارې یې وېشي. [عمر/سلام ټایمز]

هغوی چې اصلا د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي دي، دوه کاله مخکې د جنګ او وچکالۍ له لاسه مجبور شوي ول چې خپل کور پرېږدي.

رنګین شاه چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، «ما نشوای کولی چې کار پیدا کړم... زه مجبور شوم چې د اقتصادي ستونزو له امله خپل پښتورګی خرڅ کړم» او زیاته یې کړه چې پخوا هغه دومره پیسې ګټلې چې خپله کورنۍ پرې وچلوي.

کله چې هغوې هغه پیسې چې ده له خپلې پخوانۍ وظیفې څخه سپمولې وې خلاصې کړې، هر یو د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خپل یو، یو پښتورګی خرڅ کړ، چې په نتیجه کې اوس هغوی دواړه له روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي.

رنګین شاه نور نشي کولی چې دروند فزیکي کار وکړي یا یو شمېر خواړه وخوري. فریده چې ۲۵ کاله عمر لري، اوس د کالیو وینځلو په څېر د کور کارونو کولو لپاره د ګاونډیانو مرستې ته اړتیا لري.

هغې وویل، «موږ څه نه لرل چې خپل ماشومان پرې ماړه کړو او نه مو شوای کولی چې هغوی د لوږې له امله له لاسه ورکړو. موږ پرېکړه وکړه ترڅو خپل پښتورګي خرڅ کړو ځکه چې کومه بله لاره مو ونشوای موندلی.»

هغې وویل، جنګ د هغوی ژوند خراب کړی دی. که جنګ نه وای، هغوی به مجبورنه وای چې خپل پښتورګي خرڅ کړي.

ډېره زیاته نهیلي

رنګین شاه او فرېبا د ژوند سختیو سره په مقابله کې یواځې نه دي.

د بې کارۍ او بې وزلۍ په زیاتېدلو سره، ډېرې کورنۍ د ورځې یواځې یو وخت ډوډۍ پیدا کولی شي.

صابره چې ۳۵ کاله عمر لري او د شپږو ماشومانو مور ده، وایي چې هغې د مرستې ترلاسه کولو لپاره ډېرې لارې ولټولې. د هغې مېړه چې یو پولیس افسر وو اته کاله مخکې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه جګړه کې ووژل شو.

هغې وویل چې هغې کار کاوه او د ورځې یې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو (۲.۱۹ – ۳.۲۸ ډالر) ګټل خو اوس بې کاره ده.

هغې وویل، «موږ څه نه لرو چې ویې خورو، او زما ماشومان ډېر وختونه په وږې خېټه ویده کیږي. زه هېڅکله هم د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره داسې نهیلې شوې نه وم.»

هغې وویل چې د غریبۍ د رواني تاثیراتو له امله هغې ته د زړه ناروغي پیدا شوې او زیاته یې کړه چې دومره وس نه لري ترڅو ډاکتر ته لاړه شي.

فاطمه چې ۵۳ کاله عمر لري او په شینډنډ ولسوالۍ کې د جنګ له امله د هرات ښار ته را بې ځایه شوې ده، د خپل تنکي زلمي زوی لپاره د خوړو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ ده.

هغې وویل، «موږ په داسې یوه کرایي کور کې اوسېږو چې برق نه لري. په دې یخه هوا کې، موږ د سون تېل یا لرګي نه لرو چې خپل کور پرې تود کړو. موږ د سختې یخنۍ له امله د شپې له مخې په سختۍ سره ویده کېږو.»

هغې وویل، «موږ غوړي، اوړه یا بوره نه لرو چې ویې خورو. زه په هرات ښار کې هیڅوک نه پېژنم چې پیسې ترې پور کړم ... موږ د لوږې له عواقبو سره له مخامخ کېدلو څخه پرته بله لاره نه لرو.»

فاطمې وویل چې د هغې زوی ماغزو ته د ضربې له دوامدارو اغېزو څخه کړېږي، او زیاته یې کړه چې هغه وس نه لري چې خپل زوی د تداوۍ لپاره ډاکتر ته بوځي.

نړۍ واله مرسته

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو او خصوصي موسسو په افغانستان کې د مرستو وېشل زیات کړي، ډېر افغانان لا نورو مرستو ته اړتیا لري.

عبدالسلام چې ۷۵ کاله عمر لري او په هرات ښار کې ورځ مزدوري کوي، وویل چې د افرادو له خوا له څه ناڅه مرستې پرته، هغه له هېڅ نړۍ والې مرستندویې موسسې څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه وویل، «زما په کورنۍ کې ۷ کسان دي، او زه یواځینی نفقه ګټونکی یم. چې ریښتیا خبره وي، زه حتی دومره پیسې نشم ګټلی چې د هغوی لپاره یوه ډودۍ واخلم،» او زیاته یې کړه چې له هره ورځ لټون سره سره هغه نه دی توانېدلی چې یوه ثابته وظیفه ومومي.

محمد اکبر چې ۴۵ کاله عمر لري، د هرات اوسېدونکی دی، ورځ مزدوري کوي او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی هم وویل چې هغه د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

اکبر وویل چې هغه د ورځې د هرات ښار په کوڅو کې ګرځي او کار لټوي خو ماښام له کومې ګټې پرته کور ته ستنېږي.

اکبر وویل، «د کارونو د نشتوالي له امله زه د نورو په مرستو باندې متکي یم. ځینې خلک ماته په ورځ کې یا یوه ډوډۍ راکړي یا ۱۰ افغانۍ (۰.۱۱ ډالر) راکړي.

هغه وویل، «زه د رسنیو راپورونه وینم چې وایي چې نړۍ والې ټولنې له افغانستان سره مرسته کړې، لاکن زه نه پوهېږم چې هغه څنګه وېشل کېږي او څوک یې ترلاسه کوي.»

ملګرو ملتونو د مرغومي په ۲۱مه د یوه هېواد لپاره د مرستو په تر ټولو ستره او بې ساري غوښتنه کې وویل چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره د مرستې لپاره ۴.۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې ۶۲۳ میلیونو ډالرو نورو ته اړتیا ده چې له سرحدونو څخه بهر دېره شویو افغانانو ته مرستې ورسوي.

په عین ورځ، متحدو ایالاتو ژمنه وکړه چې سږ کال به افغانستان ته د مرستو په یوه ابتدایي کڅوړه کې له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه ډېره مرسته ورکړي.

د ملګرو ملتونو غوښتنه به، که پیسې ترلاسه کړي، له مرستندویو ادارو سره مرسته وکړي چې د خوراکي توکو رسول او د زراعت، روغتیایي خدمتونو، د خوارځواکۍ د تداوۍ، عاجلو سرپناوو، اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي، مصؤنیت او ښوونې او روزنې په برخو کې مرستې زیاتې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو خلک په درو ووهل. دا عکسونه د هرات ولایت د اوبي، ادرسکن او انجیل ولسوالیو دي. په اوبي ولسوالۍ کې طالبانو يو ځوان له يوې نجلۍ سره د جنسي اړيکو او ټيلېفوني اړيکې لرلو په تور په درو وواهه. په ادرسکن ولسوالۍ کې طالبانو یو بل کس طالبانو ته د ښکنځلو په خاطر شکنجه کړی او په انجیل ولسوالۍ کې طالبانو دوه تنه ملکي وګړي چې په جګړه بوخت وو په عام محضر کې ووهل. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تر دې مخکې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی و چې د خلکو له ځورولو ډډه وکړي.

ځواب ورکړئ

د داسې خبرونو په لوستو/اورېدو او د داسې صحنو په لیدو زره ځله په طالب لعنت وایم، ځکه چې د خلکو د دې بد اقتصادي وضعیت یو لامل د سپیرو طالبانو راتګ دی، که دوی نه و راغلي، خلکو مناسب ژوند درلود، ماښام ته یوه مړۍ ډوډۍ ور رسېده؛ مګر نن ورځ د لوږې له وجې خپل د بدن غړي خرڅوي، لوڼې پلوري او د همدې بد اقتصادي وضعیت له وجې فحاشي مخ په زیاتېدو ده، پخوا که یو ډول فحاشي روانه وه اوس د غربت له وجې د هغه دوه چنده زیاته روانه ده..... دا شو د طالب عمري عدالت!

ځواب ورکړئ