د روغتیايي او سوداګریزو اپليکېشنونو د پراختیا لپاره د افغان ځوانانو هڅې د نوښت او عملي ستونزو حل ته د پراخېدونکې ژمنتيا څرګندونه کوي.
د دوی کار ښيي چې د افغانستان ځوان نسل څنګه ورځ تر بلې سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او پر ټولنې متمرکزو حللارو ته مخه کوي، او په ورته وخت کې افراطي نظریې ردوي.
يوه بېلګه يې د "Doctorya RX" اپليکېشن دی چې د افغان ځوانانو له خوا جوړ شوی، تر څو ډيجېټلي نسخې، د ناروغانو د معلوماتو مدیریت او روغتيايي خدمات اسانه کړي.
دا نوښت هغه مهال رامنځ ته شو کله چې د هېواد په کچه ډېرو ځوانانو هڅه کوله ترڅو د ټولنې د ستونزو د حل او عامه خدماتو د بهبود په موخه عملي لارې ومومي.
د رغنده لارې انتخاب
که څه هم د القاعدې په څېر افراطي ډلې هڅه کوي د ځوانانو له نا هيلۍ، بېکارۍ او ناڅرګند حالت څخه ناوړه ګټه واخلي، ډېری افغان ځوانان د بېلابېلو فرصتونو په لټه کې دي.
د افراطي روايتونو د منلو پر ځای، هغوی په ټکنالوژۍ، زده کړو، انلاين سوداګرۍ او ټولنيزو خدماتو کې برخه اخلي.
د Doctorya RX اپليکېشن د نوښت او عملي ټکنالوژيکو حللارو په وړاندې کولو سره روغتيايي ستونزو ته رسیدګي کوي.
د دې اپليکېشن جوړوونکي، عمر آرين سروري سلام ټایمز ته وویل چې دا اپليکېشن د ډاکټرانو او روغتيايي مسلکي کسانو په لارښوونه جوړ شوی دی.
هغه وويل، «دا سافټ وېير د ډاکټرانو په لارښوونه په څلورو مياشتو کې جوړ شوی دی. دا پروګرام د ډاکټرانو او روغتيايي مرکزونو لپاره د ډيجېټلي نسخو داسې سيستم وړاندې کوي چې کاري بهير ساده کوي، دقت زياتوي او د ناروغانو د معلوماتو په مدیریت کې بهبود راولي.»
زموږ موخه دا ده چې په راتلونکي کې نور داسې پروګرامونه هم جوړ کړو چې د ټولنې اړتياوو ته ځواب وايي.
د کندز د عامې روغتيا رياست یوه چارواکي، عبدالحفيظ کاکړ، له دې نوښت څخه هرکلی وکړ او د ورته سيستمونو پر اړتيا يې ټينګار وکړ.
هغه وويل چې په اوسنیو شرایطو کې روغتيايي بنسټونه کولی شي له ټکنالوژيکي پرمختګونو څخه د پام وړ ګټه واخلي.
هغه سلام ټایمز ته وويل، «د روغتيايي خدمتونو ډيجېټلي کېدل کولی شي ډېری شته ستونزې هوارې او د خدمتونو د لېږد کيفيت لوړ کړي.»
کاکړ وويل چې د نوښتګرو او مسلکي ځوانانو په همکارۍ کولی شو روغتيايي خدمات په څو مياشتو کې په بشپړه توګه ډيجېټل کړو.
د ټولنيز مسئولیت پياوړتيا
په نوښتګرو پروژو کې ګډون کولی شي د ځوانانو د هدف احساس پياوړی کړي او هغوی وهڅوي چې په خپلو ټولنو کې رغنده ونډه واخلي.
په کابل کې مېشت د ټولنيزو چارو شنونکي، محمد هاشم احمدزي وويل، «کله چې ځوانان په نوښتګرو پروژو، ټولنيزو فعاليتونو او انکشافي پروګرامونو کې برخه اخلي، د هغوی د ارزښت احساس او پر ځان یې باور زياتېږي.»
احمدزی زياته کړه، «په کندوز کې د روغتيايي اپليکېشنونو د طراحۍ په څېر نوښتونه ښيي چې ځوانان کولی شي د ستونزو پر ځای د حللارې برخه وګرځي.»
هغه وويل چې دا ډول نوښتونه د ټولنې اړيکې پياوړې کوي او په ورته وخت کې د افراطي ډلو لپاره د نارضايتۍ او نااميدۍ د ناوړه ګټې اخيستنې فرصتونه له منځه وړي.
په اسپانيا کې مېشت د سيمه ييز امنيت کارپوه، محمد حنيف زاهدي وويل چې د Doctorya RX په څېر پروژې د افغانستان د ځوان نسل ترمنځ پراخ بدلونونه په ګوته کوي.
د زاهدي په وينا، د ټکنالوژۍ اړوند نوښتونه کولی شي د ځوانانو ترمنځ هيلې او د مسئولیت قوي احساس پياوړی کړي.
نوموړي وويل، «هغه ځوانان چې په ټکنالوژۍ کې کار کوي، د راتلونکي په اړه ډېر هيله مند دي او د خپلو ټولنو د ستونزو د حل لپاره د پیاوړي مسئولیت احساس لري.»
زاهدي وويل کله چې ځوانان د پوهې او عملي مهارتونو له لارې ګټور خدمات وړاندې کوي، د افراطي تبليغاتو پر وړاندې لږ زيانمن کېږي.
![د یوه لپټاپ د سکرين نږدې انځور چې د Doctorya RX اپليکېشن د ننوتلو صفحه ښيي. [د Doctorya RX له خوا]](/cnmi_st/images/2026/06/04/56366-doctorya_rx-585_329.jpg)