ځوانې افغان نجونې د هنر له لارې د خپل هېواد بډایه کلتوري میراث معرفي کوي او په ورته وخت کې د ترهګرۍ او افراطیت روایت ننګوي..
دغه یو ورکشاپ د افغانستان په لوېدیځ کې د لسګونو نورو ورکشاپونو له ډلې څخه دی چیرې چې په وروستیو کلونو کې سلګونه نجونو د مینیاتورۍ نقاشۍ ته مخه کړې ده.
د کمال الدین بهزاد په سبک د مینیاتورۍ هنر بیا راژوندي کېدل، چې ریښې یې له شپږو پېړیو څخه زیات پخوا د تیموریانو دورې ته رسیږي، یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.
دا دود چې د ځوانو ښځینه هنرمندانو له خوا ساتل شوی او پراخ شوی، په دې وروستیو کې د افغانستان په نوم د یونسکو د ناملموس کلتوري میراث په لست کې ثبت شوی دی.
![افغان ښځینه هنرمندانې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې په ۸مه نېټه په هرات کې په یوه هنري ورکشاپ کې د مینیاتورۍ په نقاشۍ بوختې دي. [عمر]](/cnmi_st/images/2026/04/16/55535-f_2-585_329.jpg)
افغان ښځینه هنرمندانې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې په ۸مه نېټه په هرات کې په یوه هنري ورکشاپ کې د مینیاتورۍ په نقاشۍ بوختې دي. [عمر]
دغه هنرمندانې د خپلو اثارو له لارې افغانستان د کلتور، تاریخ او تخیل د خاورې په توګه نړۍ ته وړاندې کوي، نه د جګړې او افراطیت د مرکز په توګه.
هغوی له دودونو څخه په ګټې او پکې نوښت سره، د مینیاتورۍ هنر په یوه معاصر کلتوري ځواک بدل کړی دی.
روښانه راتلونکې
دا هنرمندانې یوازې هنري اثار نه جوړوي، بلکې د خپلو خلاقانه هڅو له لارې په ټولنیزو بدلونونو کې فعاله ونډه اخلي او پر ځوان نسل اغېز کوي.
د دوی اثار ګډ ژوند، درناوی او زده کړه دودوي او په مستقیم ډول د هغو افراطي روایتونو پر وړاندې دریږي چې کلونه یې د افغانستان ټولنه اغېزمنه کړې ده.
دغه هنرمندانې د انځوریزو کیسو له لارې داسې پیغامونه وړاندې کوي چې تاوتریخوالی ردوي او پر ګډ انسانیت ټینګار کوي، او ځوانان د زغم او هیلو منلو ته هڅوي.
ګډون کوونکي نه یوازې هنري مهارتونه زده کوي، بلکې داسې ارزښتونه هم خپلوي چې د افراطي فکرونو پر وړاندې مقاومت پیاوړی کوياو د یو لا پراخه او ټولشموله راتلونکي لپاره زمینه برابروي.
شفیقې شمس، چې په هرات کې یوه هنرمنده ده، ټینګار وکړ چې هنر څنګه د جګړې پر بنسټ د جوړ شوي کلتور پر ځای د پخلاینې پر بنسټ کلتور ته لاره هواروي.
هغې وویل، «هنر خلک له جګړې او تاوتریخوالي لرې کوي او د سولې پر لور یې هڅوي. که څه هم موږ ښځې په محرومیت کې ژوند کوو، خو هنر موږ ته د هیلې یوه کړکۍ پرانستې ده او موږ ته یې ځواک او ارامتیا را په برخه کړې ده.»
بلې هنرمندې ملینا کاکړ وویل، «یوازینی عامل چې کولای شي په ټولنه کې د خلکو تر منځ یووالی او منل رامنځ ته کړي، کلتور او هنر دي. هنر د خپل سوله ییز طبیعت له امله خلک سره نږدې کوي او له جګړې او تاوتریخوالي یې لرې ساتي.»
د هنر په برخه کې د لېوالتیا ډېرېدل
په وروستیو کلونو کې په هرات کې د نجونو تر منځ د مینیاتورۍ، خطاطۍ او نقاشۍ په څېر هنري برخو کې لېوالتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده.
هنري ورکشاپونه او ګالریانېداسې د لاسرسي وړ ځایونه ګرځېدلي دي چېرته چې هره ورځ لسګونه نجونې ګډون کوي او د یو مخ پر ودې کلتوري خوځښت برخه ګرځي.
ډېری دغه پروګرامونه وړیا زده کړه برابروي تر څو مالي ستونزې د هڅاندو زده کوونکو د هنر د زده کړې مخه ونه نیسي.
سومیه سلیمانخېل، چې په هرات ولایت کې د یوې هنري ګالرۍ مشره ده، د دې لاسته راوړنې ارزښت د افغانستان د کلتوري هویت لپاره مهم وباله.
هغې وویل، «په افغانستان کې هنر سلګونه کاله پخوانی تاریخ لري، هغه وخت چې په هېواد کې د افراطیت هېڅ نښه نه وه.»
هغې زیاته کړه، «د افغانستان په نوم د مینیاتورۍ د هنر په ثبتولو سره، موږ د یونسکو په مرسته د افغانستان ښکلا، تاریخ او ارزښتونه نړۍ ته ور وپېژندل.»
هغې سلام ټایمز ته وویل، «د جګړو په کلونو کې ځوانان له هنر او د خپل هېواد له ارزښتونو لرې شوي وو، خو اوس د هنر د ودې له لارې موږ توانېدلي یو چې په ټولنه کې ګډ ژوند او پخلاینه پیاوړې کړو.»