د ښځو حقوق

د هرات هنري نندارتون د افغان نجونو خوبونه نندارې ته وړاندې کړل

د عمران راپور

د روانې میاشتې په لومړیو کې په هرات کې یوه هنري نندارتون د هغو ۱۵ ښځینه هنرمندانو هنري کار نندارې ته وړاندې کړ چې تېر کال له ښوونځیو څخه له ایسارېدلو سره سره یې خپلو انځورګریو ته دوام ورکړ. دغه نندارتون د تلې په ۱۱ - ۱۴مه د هرات په صلاح الدین سلجوقي تالار کې ترسره شو. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د روانې میاشتې په لومړیو کې په هرات کې یوه هنري نندارتون د هغو ۱۵ ښځینه هنرمندانو هنري کار نندارې ته وړاندې کړ چې تېر کال له ښوونځیو څخه له ایسارېدلو سره سره یې خپلو انځورګریو ته دوام ورکړ.

دغه نندارتون، چې د تلې په ۱۱ - ۱۴مه د هرات په صلاح الدین سلجوقي تالار کې ترسره شو، د هغوی ۱۵۰ انځوریز اثار نندارې ته وړاندې کړل.‌

اکثر هنري اثار د افغان نجونو هغه خوبونه انځوروي چې د هغو ننګونو او محدودیتونو په ترڅ کې چې دا وخت په هېواد کې ورسره مخامخ دي، د تطبیق وړ نه دي.

د الناز فروتن په نامه یوې انځورګرې چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل، «موږ غوښتل چې خپل انځورونه نندارې ته وړاندې کړو او وښیو چې افغان نجونې کولی شي چې تر هر ډول شرایطو لاندې وده وکړي.»

درې ځوانې هنرمندانې د تلې په ۱۱مه په هرات ښار کې په یوه هنري نندارتون کې د خپلو انځورونو په هکله خبرې کوي. [عمران/سلام ټایمز]

درې ځوانې هنرمندانې د تلې په ۱۱مه په هرات ښار کې په یوه هنري نندارتون کې د خپلو انځورونو په هکله خبرې کوي. [عمران/سلام ټایمز]

فروتن په ۱۲م ټولګي کې وه چې نجونې ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې.

هغې وویل، «موږ تازه دا سفر پیل کړی او غواړو چې خپل مسلکي فعالیتونه پراخ کړو. موږ هوډ کړی چې په دې لاره به ځو او لا سخت زیار به ګالو.»

په هرات ښار کې د ۱۱م ټولګي یوې زده کوونکې کوثر عمر چې ۱۷ کاله عمر لري او په دغه نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، وویل چې هغې او نورو هنرمندانو غوښتل چې په خپلو انځورګریو کې خپلې غوښتنې وښیي.

هغې وویل، «موجودو جنسیتي محدودیتونو نجونې مجبورې کړي چې خپلې ارادې لا نورې کلکې کړي او د خپلو هدفونو په ترلاسه کولو کې ټولې هڅې وکړي. هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ د پرمختګ د کمزوري کولو لپاره خنډونه رامنځته کړي.»

کوثر وویل، دا ګروپ غواړي نور نندارتونونه هم ترتیب کړي او نړۍ ته دا ور وښیي چې افغان نجونې به هېڅکله هم خپلې هڅې ونه دروي.

هغې وویل، «موږ غواړو چې د افغانستان هنري سکتور ته وده ورکړو -- نجونې استعداد لري او تر اوسه پورې یې ډېر څه ترلاسه کړي دي.»

نورو نجونو ته انګېزه ورکول

هنرمندانې وایي، د نندارتون بل هدف دا وو چې نورې نجونې وهڅوي څو د خپلو هیلو له تعقیبولو څخه لاس وانه خلي.

د ۱۱م ټولګي یوې زده کوونکی صاعقه جمشېدي وویل، افغان نجونې به تر هر ډول شرایطو لاندې غښتلې پاتې شي، هېڅکله به هیله له لاسه ور نه کړي او د خپلو هیلو پوره کولو ته به دوام ورکړي.

هغې وویل، «موږ اراده لرله چې د دې نندارتون په ترتیبولو سره د نجونو تر منځ د انګېزې ورکولو یو حس رامنځته کړو. نجونې استعداد لري، او هغوی یې باید څرګند کړي او پرې نه ږدي چې استعدادونه یې تر پښو لاندې شي.»

هغې زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې د خپل هېواد هنري سکتور ته انکشاف ورکړو او نړۍ ته یې ور وپېژنو.‌ موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونې استعداد لري او پرې به نه ږدي چې د هغوی په هیلو باندې ناوړه جوړجاړی وشي.»

په هرات ښار کې د ۹م ټولګي یوې زده کوونکې ثریا قادري چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل چې د انځورګرۍ زده کولو له هغې سره مرسته کړې څو هغه خفګان هېر کړي چې له ښوونځي څخه لیرې والي هغې ته پیدا کړی دی.

هغې وویل، «زه غواړم چې نورې نجونې وهڅوم او د خپلو انځورونو په ور ښودلو سره هغوی ته هیله ورکړم. هغوی باید هیله له لاسه ور نه کړي او نه پرمختګ ودروي.»

هغې زیاته کړه، «په پیل کې زه ډېره زیاته خفه وم، خو د وخت په تېرېدلو سره ما انځورګري د داسې یوه مسلک په توګه وموندله چې کولی شي زما ژوند بهتر طرف ته بدل کړي.»

قادري وویل، افغانې ښځې او نجونې کولی شي چې د خپل ژوند لوری بدل کړي، لاکن هغوی باید له روانو محدودیتونو سره سره د ټولنې فعاله برخه وګرځي.

هغې وویل، «له نېکه مرغه چې په وروستیو میاشتو کې ډېرې نجونې کارونو ته ستنې شوي او بیا یې ښوونه او روزنه او ټولنیز فعالیتونه پیل کړي دي. دا هر څه ډېر هیله بښونکي دي.»

د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه

د نندارتون کتونکو هغه په ښځو باندې د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کې یوه ګټوره لاره وبلله.

فاطمې کریمي چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل، هغه په دې خوشحاله ده چې ویني چې د نجونو استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کېږي.‌

هغې وویل، «دغو نجونو، چې د تېر کال په اوږدو کې یې انځورګري پیل کړې ده، ډېره زیاته وده کړې او ډېر جالب کارونه یې ترسره کړي دي. دا ښیي چې افغان نجونې ډېرې با استعداده دي او که هغوی ته فرصت ورکول شي، کولی شي چې وده او پرمختګ وکړي.»

کریمي وویل، نجونو له اوږدې مودې راهیسې ثابته کړې چې محدودیتونه نشي کولی د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.

د شهیرې الهامي په نامه د نندارتون یوې بلې کتونکې چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، «د نجونو له خوا د انځورګریو د یوه نندارتون ترتیبول ښیي چې د سختو محدودیتونو له لګولو سره سره، بیا هم ښځې کولی شي چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې یو فعال رول ولوبوي.»

هغې وویل، «په ټولنه کې د ښځو او نجونو فعاله برخه اخیستنه هغوی ځواکمنوي او د نورو نجونو د پرمختګ لپاره لاره هواروي. کله چې په زرګونو نجونې په ټولنه کې کار، ښوونه او روزنه او نور فعالیتونه پیل کړي، نور به له شک پرته د هغوی لاره تعقیب کړي او له خپلو کورونو څخه د وتلو جرئت به پیدا کړي.»

هغې زیاته کړه، «د افغان نجونو نوی نسل چې په تېرو ۲۰ کالونو کې را لویې شوي دي، پوهې او ځواکمنې دي او دا یې زده کړې چې څنګه بریالیتوبونه ترلاسه کړي.»

شهیرې وویل، «هر هغه بندیزونه چې د نجونو د پرمختګ پر وړاندې لګول کیږي هغه به ګټور نه وي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ستاسو له راپور څخه چې غواړي وښيي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه دی، مختلف نظر لرم. ښځې په ریښتیا هم په ټولنه کې تر یوه حده د خپل شتون د ثابتولو توان لري، خو دا فعالیتونه په هر ډول شرایطو کې په دې معنی نه دي چې د افغان ښځو لپاره هیڅ بدلون نه دی راغلی. حقیقت دا دی چې ښځې تر ټولو بد حالت کې دي. د ۲۰ کلونو لپاره، متحده ایالاتو او د هغه لویدیځو متحدینو هڅه وکړه چې په هیواد کې د ښځو د ازادۍ په هڅولو سره په ټولنه کې خپل رول ولوبوي. خو طالبانو د یوې میاشتې په دننه کې دا ټولې هڅې شنډې کړې. افغان ښځې په ناڅاپي ډول له خپلو ټولو مدني او انساني امتیازاتو څخه بې برخې شوې. طالبانو څومره چې کولای شوای ښځې یې جلا کړي. ښځې د پخوا په څېر د کار اجازه نه لري. د پخوا په څیر، دوی نشي کولی په خوندي توګه له خپلو کورونو څخه وځي. دوی ته د پخوا په څېر د ښوونځي او پوهنتون د تګ حق نه ورکول کېږي او نه هم په نورو ټولنیزو فعالیتونو کې د رول لوبولو اجازه ورکول کېږي. دا وړې کړنې نشي کولی په افغانستان کې د ښځو ناوړه وضعیت په سمه توګه انځور کړي. سلام ټایمز نور باید هڅه ونه کړي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند ښه انځور کړي.

ځواب ورکړئ

څه یو خوږ خبر دی. د هراتۍ نجونو یې کور اباد چې د خپل هنر له لارې نورې نجونې ناهیلۍ ته نه پرېږدي. زه وایم په اوس وخت کې چې د چا څه ډول هنر زده وي او ورسره نورې نجونې/مېرمنې انګېزه اخلي باید کار ترې واخلي او خلک په حرکت راولي. داسې د خوښۍ خبرونه دې لا پسې زیات شي. زه تر ډېره خبرونه نه ګورم خو چې کله یې ګورم/لولم نو نور سایټونه چې وګورم نو حتماً ډېر داسې خبرونه لولم چې ناهیلی کوي مې خو چې سلام ټایمز کې خبرونه ولولم هیلې مې راوټوکېږي. ستاسو د رپورټرانو یې کور اباد چې داسې تشویقي مسایل د راپور په ژبه تر نورو رسوي.

ځواب ورکړئ

په هیواد کې وضعیت په داسې شکل بدل شوی چې حتی دغو کوچنيو نندارتونونو ته هم خلک خوشحالیږي. د جمهوریت پر مهال هره ورځ د ښځو د فعالیتونو په هکله لسګونه نندارتونونه ترسره کېدل. څرنګه چې ښځې په فعاله توګه د ټولنې په ټولو برخو کې ښکېلې وې او حضور یې درلود، نو دا ډول فعالیتونه هغه وخت دومره مهم نه ښکارېدل. د طالبانو له خوا د واک تر لاسه کولو وروسته، پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول شول، چې حتی د ښځو له خوا د دغو کوچنیو فعالیتونو هرکلی کیږي. افغانستان شاید په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې ماضي یې له راتلونکې څخه ښه ده او د هرې ورځې په تیریدو سره یې یوه تیاره راتلونکې په تمه ده. خلک هره ورځ د جمهوري نظام په له لاسه ورکولو پښیماني کوي. په جمهوریت کې هر چا غږ درلود، هرڅوک حق لري چې په خپل طرز ژوند وکړي، خلاقیت تولید کړي، د ښې راتلونکې لپاره خوب او د ژوند هیله ولري. او اوس؟ د افغانانو لویه هیله له افغانستانه وتل دي. په افغانستان کې هیڅوک د ښېګڼې هیله نه لري او هر څوک غواړي چې خپل هیواد او وطن پریږدي. خدای دې افغانستان او افغانان له دې وحشي ځناورو وژغوري.

ځواب ورکړئ

زه د هرات ښځو او نجونو ته آفرین وایم. په هره برخه کې پرمختګونه کوي. دا د خوښۍ خبرونه دي. خدای دې یې ډېر کړي. البته،‌ یوه خبره ده چې باید ډېر تمرکز په داسې کارونو باندې وشي چې په کې ښکېل کسان ترې عواید ترلاسه کړي. مونږ تر هر څه مخکې عایداتي کارونو ته ضرورت لرو. د انسان چې اقتصادي ستونزې حل یا لږ تر لږه کمې وي، هغه کولی شي چې په نورو برخو کې په اسانۍ سره پرمختګ وکړي. تل دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ