د ښځو حقوق

ښځو په کابل کې په هنري نندارتون کې خپل استعداد او نوښت نندارې ته وړاندې کړل

د حمزه راپور

افغانانې د لیندۍ په ۲۱مه په کابل کې په یوه نندارتون کې خپلې انځورګرۍ ښیي. [حمزه/سلام ټایمز]

افغانانې د لیندۍ په ۲۱مه په کابل کې په یوه نندارتون کې خپلې انځورګرۍ ښیي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل – په افغانستان کې په ښځو باندې له تحمیل شویو محدودیتونو سره سره، د ۱۰ ښځینه هنرمندانو یوې ډلې تېره اونۍ په کابل کې په یوه نندارتون کې خپل هنري کار نندارې ته وړاندې کړ.‌

د لیندۍ د ۲۱مې د نندارتون هدف دا و چې هغه محدودیتونه له منځه وېسي او د خپلو استعدادونو په ښودلو سره ښځو او نجونو ته هیله ورکړي.

د صدای هموطن کلتوري او هنري بنسټ رییس او د نندارتون یوه منتظم سید محمد نصیر حسیني وویل، «دا یو ورځنی نندارتون د ښځې، وړتیا او نوښت تر نامه لاندې ترسره شو، چې ۱۰ ښځینه هنرمندانو په کې له ۶۰ څخه ډېرې هنري ټوټې وړاندې کړې او د افغانو ښځو هنري وړتیاوې او نوښتونه یې په کې څرګند کړل.»

هغه د لیندۍ په ۲۱مه وویل، «په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو او بدلونونو څخه وروسته د ښځو او نجونو په ښوونه او روزنه او کار، او دغه راز د هغوی په ټولنیزو، هنري او اقتصادي فعالیتونو باندې محدودیتونه ولګول شول.»

هغه وویل، «موږ دا نننی نندارتون د دې لپاره ترسره کوو چې دغه محدودیتونه لیرې کړو، او ښځې د هغوی د زیاتو ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو له امله وهڅوو او هیله ورکړو، د هغوی هنري وړتیاوو ته وده ورکړو او د هغوی وړتیاوې او استعداد څرګند کړو.»

هغه وویل، «افغانې نجونې او ښځې د لګول شویو محدودیتونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د نندارتون بل هدف دا و چې د هغوی د هنري کار لپاره یو مارکېټ ومومو څو ښځینه هنرمندانې وکولی شي چې خپلې انځورګرۍ او نور هنري کارونه خرڅ کړي او خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.»

حسیني وویل، «په نندارتون کې، د ښځو له خوا د نورو هنري آثارو سربېره، څلور خاص هنري آثار نندارې ته وړاندې شول.»

هغه وویل، «له دې جملې څخه یوه د ښوونځي انځورګري وه چې د نجونو د ښوونځیو د بندېدلو په اعتراض کې وښودل شوه. دویمه یو باغ و چې سولې او امنیت ته د افغانانو هیله یې ښودله، په داسې حال کې چې درېیمې یې د کورنیو اقتصادي ننګونې او بې وزلي ښودل، او څلورمه ټوټه د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدأ ښوونځي کې د یوې چاودنې انځور و چې د ۱۴۰۰ کال د غوایي په میاشت کې په لسګونو زده کوونکي په کې ووژل شول.»

د نجونو غږونه پورته کول

د نجونو د ښوونځیو دوامدار بندښت، هغه ننګونې او محدودیتونه چې ښځې ورسره مخامخ دي، او هغه درد او کړاو چې ښځې پرې اخته دي د هغه هنري کار عام موضوعات ول چې نندارې ته وړاندې کړای شول.

هما رجبي چې ۱۶ کاله عمر لري او د ښوونځيو له بندېدلو څخه وروسته یې هنري کار ته مخه کړې ده، وویل، «د ثانوي ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته، ما ونشوای کړای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم ځکه چې زه په ۱۰م ټولګي کې وم.»

هغې وویل، «له دې امله، ما یو کال مخکې انځورګري پیل کړه، او نن ما خپل هنري کار وښود، چې هغه ستونزې، دردونه او کړاوونه انځوروي چې افغانې نجونې او ښځې ورسره مخامخ دي.»

هما وویل، «ما خپلې دوه انځورګرۍ وښودلې؛ چې یوه یې د نجونو د ښوونځیو دوامدار بندښت او له ښوونې او روزنې څخه د هغوی محرومیت په ګوته کوي، او بل یې د نجونو له یوه ښوونځي سره نږدې چاودنه کې د زده کوونکيو وژل کېدل ښیي.»

هغې وویل، «زه د خپل هنري کار له لارې خپل او د نورو افغان نجونو غږ پورته کوم او په اوسنیو واکمنانو او نړۍ باندې غږ کوم چې د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ټولنه کې فعالیت وکړي.»

د فاطمې طاهري په نامه یوې ۱۸کلنې هنرمندې چې په نندارتون کې یې خپله انځورګري نندارې ته وړاندې کړی وه،‌ وویل، «له یوه کال څخه ډېر وخت وشو چې زموږ پر مخ ښوونځي تړلي دي.»

هغې وویل، «زما روح او روان په کور کې سخت ځپل شوي دي. ما یو کال مخکې انځورګرۍ ته مخه کړه، او نن ما د انځورګرۍ له لارې، په افغان ښځو او نجونو باندې لګېدلي بندیزونه او خپل او د نورو نجونو غوښتنې، نندارې ته وړاندې کړل.»

طاهري زیاته کړه، «تر هغه چې زما غوښتنې نه وي پوره شوي، زه به د انځورونو له لارې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړم څو د نجونو او ښځو د حقونو په هکله ډاډ ترلاسه کړم او زه به هیچا ته هم اجازه ورنه کړم چې موږ له ټولنې څخه وباسي.»

فرېبا حیدري چې ۱۶ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه ښوونځي کې د ۹م ټولګي زده کوونکې ده، هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته انځورګرۍ ته مخه کړله.‌

هغې وویل، «اوس زه د انځورګرۍ له لارې نړۍ ته ښیم چې د محدودیتونو له لګېدلو او د هغوی د ښوونځیو له بندېدلو سره سره، افغان نجونې کولی شي چې له هغو ننګونو او ستونزو سره چې دوی ورسره مخ دي‌ له بیلابیلو لارو مبارزه وکړي.»

د ښځو د هنري کار هرکلی وشو

د ښځو د حقونو یوې فعالې او د نندارتون نندارچۍ عاطفې حسیني وویل، «په اوسنیو شرایطو کې چې افغان نجونې او ښځې له ټولنیزو ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي، د نجونو د هنري کار د یوه نندارتون ترسره کول چې په کې د هغوی وړتیاوې، نوښت او استعداد ښودل شوی وي،‌ د درناوي وړ کارونه دي.»

هغې وویل، «دا د هغوی د استعداد د ودې لپاره یو ښه فرصت او د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ډاډمنولو په لور یو ګټور ګام دی.»

حسیني وویل، «د بل هر وخت په پرتله، نن ورځ افغان نجونې او ښځې ډېر ملاتړ، ازادۍ او ذهني ارام ته اړتیا لري. د داسې نندارتونونو ترسره کول نجونو ته په ټولنه کې د هغوی د بیا حضور او د هغوی د حقونو د ډاډمنولو لپاره هیله ورکوي.»

یوې بلې نندارچۍ سارا دولت شاهي وویل، هغې ټول هغه انځورونه او هنري کارونه چې نندارې ته وړاندې شوي ول، ولیدل.

هغې وویل، «د نجونو هنري استعداد د ستاینې وړ دي. د هغوی د هنري وړتیاوو او استعداد په ښودلو سربېره، ښځینه هنرمندانو له ښوونې او روزنې څخه د نجونو محرومېدل هم انځور کړل او نړۍ ته یې د افغان نجونو او ښځو درد او کړاو ور وښودل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

معلومات ښيي چې د دې پوهنتون پیسې مېرمن الفهري ته د خپل پلار څخه په مېراث کې ورپاتې وې چې لومړی یې د القرویین په نوم جومات جوړ کړ، بیا مدرسه او وروسته همدغه مرکز القرویین پوهنتون شو، چې د اسلام طلایي دوره کې یې ګڼ شمېر کادرونه او پوهان وروزل. له هغه وروسته، تر ننه پورې د نړۍ په لسګونو اسلامي هېوادونو کې هېڅ هېواد هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې حتی د یوې ورځې لپاره هم نه دي بندې کړي. په افغانستان کې کابل پوهنتون لومړنی پوهنتون و چې په ۱۹۳۲ کې یعنې له اوس نه ۹۰ کاله مخکې د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر وخت چې افغانستان له سقوي ورانکارۍ څخه وروسته د بیارغونې په لور حرکت پیل کړ، جوړ شو او تر اوسه یې په لسګونو زره نارینه او ښځینه کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، خو دا لا معلومه نه ده چې دا او د افغانستان نور پوهنتونونه به تر کله د نجونو پر مخ تړلی پاتې شي.

ځواب ورکړئ

طالبانو د خپلو افراطي اقداماتو په دوام د نامعلومې مودې په مخه د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو او لوړو زده کړو د موسساتو دروازې وتړلې. د دوی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندم یوه اعلامیه لاسلیک کړې، راغلي چې ټول امارتي (دولتي) او خصوصي پوهنتونونه او موسسات دې د نجونو د تحصیلاتو د تعطیل حکم په عاجل ډول عملي کړي او وزارت ته دې اطمینان ورکړي. نه یوازې دا چې طالبانو دغه اقدام اوس کړی بلکې په خپله لومړۍ دوره کې یې هم ویلي وو چې نجونې یې له زده کړو څخه تر امر ثاني پورې منع کړي دي، خو له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې چې د نړۍ وال ائتلاف له خوا یې واکمني نسکوره شوله، طالبانو نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړله. موږ ټول افغان ولس په دې باور یو چې دغه ډله په افغانستان کې د مدني او عصري پروګرامونو د مخنیوي حکم له پاکستاني استخباراتي ادارو څخه ترلاسه کوي او بیا یې عملي کوي او پخپله د طالبانو په ډله کې یو شمېر ملایان منجمد فکر لري او غواړي چې افغانستان د هغوی په لنډ فکر سره نه یوازې د مېږي په مزله مخکې لاړ شي بلکې په ناخبرۍ کې هېواد شاته بیایي. د تاریخي اسنادو له مخې، د نړۍ لومړنی پوهنتون په ۸۵۹ میلادي کال، یعنې له اوس نه ۱۱۶۳ کاله پخوا د یوې مسلمانې مېرمنې فاطمه الفهري له خوا په مراکش کې جوړ شو.

ځواب ورکړئ

غربي نړۍ کې خو دا کار له وړاندې شوی خو په عربي نړۍ کې د سارا صبري په نامه یوه مصرۍ مېرمن غواړي فضا ته لاړه شي. زما لپاره دا یو ښه خبر دی چې یوه مسلمانه مېرمن د لومړي ځل لپاره فضا ته ځي. دا کار د دې څرګندوی دی چې نارینه څه کولی شي، ښځې یې هم کولی شي. سمه ده چې په فزیکي لحاظ ښځې تر نارینه و یو څه کمزورې دي خو هغه چې نارینه کولی شي معلومه ده چې مېرمنې یې کولی شي. مطلب دلته خبره د استعدادونو ده. مونږ هم په افغاني ټولنه کې مختلف استعدادونه لرو. که په دغو استعدادونو کار وشي، وده ورکړل شي، باوري یم چې د هېواد او ټولنې لپاره به ښه نتیجه ورکړي. په کابل کې دغه هنري نندارتون یې ښه بېلګه د ه چې ښځو خپل لاسي هنرونه نندارې ته وړاندې کړي. په دې هیله چې افغان واکمن په افغانستان کې د انجونو مکتبونه پرانیزي تر څو هېواد ته په مختلفو برخو کې نارینه او ښځینه کادرونه وروزل شي او هېواد د سوکالۍ په لور روان شي.

ځواب ورکړئ

طالبان دې هم له دغو ښځو زده کړي چې هنر څه مانا، استعداد څه مانا، کار کول څه مانا، په حلاله توګه روزي ګټل څه مانا، تعلیم او تحصیل کول څه مانا؟ کله یې چې دغه سوچ وکړ وبه پوهېږي چې ژوند څه مانا او هېوادپالنه څه ته وايي او باید ژوند کې په څه شي وخت تېر کړو. دې ښځو خپل استعداد نندارې ته وړاندې کړی خو ای کاش چې په پیغام یې د وخت حاکمان پوهېدای چې له دوی څه غواړي او ښځې په ټولنه کې څه کولی شي. افغانستان د ځمکې لاندې زېرمو له پلوه یو غني هېواد دی خو د تعلیم او مهارتونو د نشتوالی له امله تر نن پورې چا دا زېرمې راونه ایستلې. که چا ایستلې هم وي په خپله ګټه یې ترې استفاده کړې ده. څنګه چې زموږ زېرمې لا په خپل حال پاتې دي دغسې زموږ ذهنونه نه دي سوان شوي او نه سایکل شوي چې د هېواد د جوړېدو په موخه ترې استفاده وشي. تېر ۲۱ کاله د خلکو فکرونه دېته اماده شول چې د هېواد جوړونې لپاره کار وکړي خو د امریکا او پاکستان پر مټ طالب په افغانانو حاکم شو چې هغه څه مو ذهن کې و هغه یې لکه د انګار نه پاتې ایرې داسې راتور کړه. افغان نر او ښځه دېته اماده شوي وي چې کار وکړي او وطن له سیالانو سره سیال کړي خو متاسفانه چې طالب هرڅه په غین ووهل چې بیا به کله هم دا فکر راژوندی نه شي، ځکه طالب خلک سرکوب کړي دي نه یې پرېږدي چې کار وکړي او نه یې د تشویق کیسه کې دي.

ځواب ورکړئ

دا ډول نندارتون د هغو نجونو غمجن انځورونه ښيي چې ښوونځي یې تړلي دي. د افغان نجونو درد ښيي چې د ښوونځیو دروازې یې تړلې دي. د دغو انځورونو هر یو د نجونو مظلوم مخونه ښیي. نجونو او میرمنو، تاسو خپلو هڅو ته دوام ورکړئ او دا انځور ستاسو د معصومیت مخ ښیي. تاسو ښځې او نجونې کولی شئ په هر هغه هنر کې کار وکړئ چې تاسو ورسره علاقه لرئ او په کافي اندازه لاسرسی ورته لرئ. د خپلو هنرونو په لاسته راوړلو کې له هېڅ ډول بندیزونو څخه مه وېرېږئ. تاسو کولی شئ د خپلو عکسونو په ښودلو سره نړۍ ته خپل غږ ورسوئ. تاسو میرمنې او نجونې ډیره هڅه وکړئ چې خپل وخت په کور کې ضایع نه کړئ. هڅه وکړئ لاسي صنایع، ګلدوزي او ګنډل زده کړئ او خپل درسونه په کور کې زده کړئ. خپلو وړو خویندو او ورونو ته درس ورکړئ او هغوی وهڅوئ چې ښوونځي ته لاړ شي. ستاسو خویندې باید دا فکر ونه کړي چې هغوی به څو کاله وروسته په کور کې پاتې شي. شاید هغوی فکر وکړي چې موږ باید نور ښوونځي ته لاړ نه شو. په دې حالت کې، تاسو باید خپلې کوچنۍ خویندې وهڅوئ چې ښوونځي ته لاړې شي او په سمه توګه زده کړه وکړي. دا حالت به همداسې پاتې نشي. د نړۍ هېوادونه د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرې اترې کوي، څو افغانستان له دغه ناورین څخه وژغوري او د نجونو د ښوونځیو دروازې بېرته د نجونو پر مخ پرانیزي. هیڅوک نشي کولی ستاسو د نجونو حقونه له پامه غورځوي. د اسلامي امارت د حکومت دنده ده چې تاسو ته ستاسو حقوق په سمه توګه درکړي.

ځواب ورکړئ

څنګه چې دغو ښځو خپل هنري کارونه او استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي دي،‌ همداسې باید تالبان هم خپل استعدادونه افغانانو او نړۍ والو ته وښیي. تالبان باید بې له ځنډ نه د نجونو مکتبونه پرانیزي، په حکومت کې ښځو او اقلیتونو ته برخه ورکړي. لاکن اقلیتونو ته د برخې ورکولو معنی دا هم نه ده چې د عطامحمد نور، اسماعیل خان، ظاهر قدیر، همایون همایون، عبدالله عبدالله، یونس قانوني، سیاف په څېر پخوانیو جنایتکارانو او فاسدانو ته په حکومت ځای ورکړي. باید نوي او ځوان کدرونه په حکومت کې ځای ونیسي او ملایان باید نور د پاکستان د استخباراتي ادارې له تلکونو نه ځانونه خلاص کړي. له پاکستان سره د اړیکو پر ځای، افغانان باید له امریکا، اروپا او نورې نړۍ سره مستقیما ارتباطات جوړ کړي. پاکستان د افغانستان دښمن دی او هېڅکله هم د افغانانو په ګټه کار نه کوي. چین د وږي سپي په څېر دی چې خلکو خلکو ته ډوډۍ نشي ورکولی، نو مونږ ته به یې څه ګټه راورسیږي. روسیه د لېونۍ خرې مثال لري چې په خپل ځان خولې لګوي. اوکراینیان د روسانو خپل نسل یا د تره زامن ول، لاکن روسانو په بې شرمۍ سره پرې حمله وکړله او په زرګونو بې ګناه ملکي خلک یې ووژل او اوکراین یې په کنډوالو باندې بدل کړ. تالبان باید دا درک کړي چې د افغانستان د نجات لاره دا ده چې له غربي نړۍ بالخصوص له امریکا او اروپایي اتحادیې سره اړیکې جوړې کړي. البته یوه شي ته باید تالبان او غربي نړۍ دواړه متوجه اوسي. که ژر تر ژره د پاکستان د ترهګرۍ فابریکې ور بندې نه کړي او د پاکستان په مقابل کې د دفاعي پر ځای تعرضي سیاست غوره نه کړي، پاکستان به هم غرب ته زیان ورسوي او هم به د تالبانو حکومت ته زیان ورسوي.‌

ځواب ورکړئ