زده کړه

په کابل کې په ښوونځي باندې مرګوني برید کې ټپي شوې هزاره نجلۍ په کانکور ازموینه کې بریالۍ شوه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

فاطمې امیري چې ۱۷ کاله عمر لري، د هغې په اکاډمۍ باندې په یوه مرګوني ځانمرګي بمي برید کې د خپلې یوې سترګې له لاسه ورکولو څخه یوه میاشت وروسته، د افغانستان د پوهنتونونو لپاره د کانکور په سخته ازموینه کې د سر په کتار کې ځای ونیو.‌ فاطمه په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې د تلې د ۸مې په برید کې سخته ټپي شوې وه. [لوانا سارمیني بوناکورسي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- یوې ځوانې هزاره ښځې د هغې په اکاډمۍ باندې په یوه مرګوني ځانمرګي بمي برید کې د خپلې یوې سترګې له لاسه ورکولو څخه یوه میاشت وروسته، د افغانستان د پوهنتونونو لپاره د کانکور په سخته ازموینه کې د سر په کتار کې ځای ونیو.

د اونۍ په پيل کې خپرو شویو نتایجو وښودله چې فاطمې امیري په کانکور کې د ۳۶۰ ممکنو نومرو له جملې څخه ۳۱۳ نومرې اخیستي دي. سږ کال په دې سخته ازموینه کې، له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو زده کوونکیو برخه اخیستې وه چې د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره وباسي.

تر ټولو مخکې زده کوونکي ۳۵۵ نومرې اخیستې وې، خو له ۳۰۰ څخه ډېرې نومرې اخیستونکي کسان په ډېره لوړه کټیګورۍ کې حسابیږي.‌

فاطمې د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۶مه/ وویل، «زه خوشحاله یم چې د خپلې خوښې مسلک ته بریالۍ شوې یم، خو زه له خپلو نومرو څخه راضي نه یم. زما هدف دا و چې ډېرې نومرې به ترلاسه کړم.»

د کابل یوه زده کوونکې فاطمه امیري چې ۱۷ کاله عمر لري، د لړم په ۱۶مه د ښار په دشت برچي سیمه کې د هغې په کور کې لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل یوه زده کوونکې فاطمه امیري چې ۱۷ کاله عمر لري، د لړم په ۱۶مه د ښار په دشت برچي سیمه کې د هغې په کور کې لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل یوه زده کوونکې فاطمه امیري او د هغې پلار سید حسن اغا د لړم په ۱۶مه د ښار په دشت برچي سیمه کې د هغوی په کور کې لیدل کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل یوه زده کوونکې فاطمه امیري او د هغې پلار سید حسن اغا د لړم په ۱۶مه د ښار په دشت برچي سیمه کې د هغوی په کور کې لیدل کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا د دغې ۱۷ کلنې نجلۍ له خوا یوه زړوره لاسته راوړنه وه.‌ هغې ویلي چې غواړي کمپیوټر ساینس ولولي.

هغه د تلې په ۸مه د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج د لوړو زده کړو مرکز باندې شوي برید کې سخته ټپي شوې وه. دا مرکز ځوانو سړیو او ښځو ته د کانکور د تیاري پروګرامونه وړاندې کوي.‌

یو ځانمرګی بمي بریدګر تالار ته ننوت او مخکې برخې ته چې نجونې او ځوانې ښځې په کې جلا شوې وې ورغی.‌ بیا یې یوه بم ته چاودنه ورکړه چې لږ تر لږه ۵۴ کسان یې ووژل.‌

په تالار کې د وژل شویو کسانو له جملې څخه ډېر یې د افغانستان د اقلیت هزاره ټولنې غړي ول.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو داعش په دې سیمه کې ګڼ‌ شمېر مرګوني بریدونه ترسره کړي چې ښوونځي، جوماتونه او د هزاره ټولنې غړي یې په کې په نښه کړي دي.‌

د وري په میاشت کې، په دشت برچي کې په دوو تعلیمي مرکزونو باندې یو لړ بمي بریدونه وشول چې لږ تر لږه ۶ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپيان کړل. هېڅ ډلې هم د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی نه دی.

د تېر کال د غوایي په میاشت کې په دشت برچي سیمه کې، لږ تر لږه ۸۵ کسان -- چې تر ډېره یې ښځې زده کوونکې وې -- د هغوی له ښوونځي سره نژدې په شویو درې بمي چاودنو کې،‌ ووژل شوې او خواوشا ۳۰۰ ټپیانې شوې.‌

بیا هم هېڅ‌ ډلې مسؤلیت پر غاړه وانه خیست،‌ خو د ۱۳۹۹ د لړم په میاشت کې داعش په عین سیمه کې په یوه تعلیمي مرکز باندې د شوي ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه.‌ په هغه برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي ول.

ښوونه او روزنه سخته ده

د فاطمې په څېر نجونو لپاره، حتی د داعش د بریدونو له ګواښ څخه پرته هم ښوونه او روزنه سخته ده.‌

له دې سره سره هم، افغان نجونې، چې اوس یې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو د بندولو دویم کال دی، هڅه کوي چې زده کړو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، د تېر کال په بهیر کې په ټول هېواد کې له یو میلیون څخه ډېرې تنکۍ ځوانې نجونې له ښوونې او روزنې څخه محرومې شوي دي.‌

په هېواد کې د نجونو ثانوي ښوونځي بند شوي، خو د لوړو زده کړو ځینې خصوصي مرکزونه -- لکه هغه چې فاطمې په کې زده کړې کولې -- لا هم پرانستي دي. نورې نجونې هڅه کوي چې په کور کې د زده کړو له لارې خپلې ښوونې او روزنې ته دوام ورکړي.

د فاطمې ټپونه لا رغېدلي نه وو چې د ازموینې ورکولو ته کېناستله. هغه په یوه سترګه ړنده او په یوه غږ کڼه شوې ده.‌

هغې په داسې حال کې چې له سترګو نه یې اوښکې روانې وې، وویل، «زه خوشحاله وم چې ومې کړای شوای چې امتحان ورکړم، خو زما درد زه په خپله خوښۍ ونه پوهولم.»

هغې وویل، «د امتحان په ورځ ماته خپلې مړې ملګرې را یادېدلې.»

کله چې نتایج اعلان شول، هغه د غمیزې ځای ته ورغله او هغوی ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل.

هغې وویل، «زه هلته لاړم او خپلو شهیدو شویو ملګرو ته مې وویل چې زه بریالۍ شوې یم. که څه هم سخته ده خو زه باید د هغوی لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړم

په کانکور کې د لوړو نومرو ترلاسه کوونکي دا فرصت ترلاسه کوي چې په پوهنتونونو کې ښه پوهنځي ولولي، خو د فاطمې هیله اوس دا ده چې په بهر کې د زده کړو چانس ترلاسه کړي.

هغې وویل، «زه باوري یم چې که زه دلته زده کړه وکړم، بیا به هماغسې پېښه وشي او کېدی شي چې زه هم ژوند له لاسه ورکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ننګرهار له یوې داسې سیمې (اچین ولسوالي) چې د داعش ځاله وه او کلونه کلونه پکې بې رحمانه وژنې وشوې، د سیمې مشران په کې په بمونو کېنول شول او چاودنې ورکول شوې، تر ټولو لوی بم (د بمونو مور) په کې استعمال شو چې تر اوسه په هغه ساحه کې نه فصل کېږي، نه مالداري کېږي او حتی هغه ماشومان چې نوي زېږي یا ړانده وي، یا ګوډ او یا په نورو قسما قسم ناروغیو اخته وي؛ یوه پېغله ترې په سږني کانکور کې خپل د کلونو کلونو هدف ته ورسېده. کمپیوټر ساینس پوهنځي ته کامیاب شوه. پلار یې خپله لور تشویق او په ټولنیزو رسنیو کې یې په ډېر ویاړ سره د هغې او خپل عکسونه نشر کړل. زموږ هره پېغله او هر ځوان له ځانه ځانګړي استعدادونه لري خو دا چې فرصتونه ورته نه ورکول کېږي، نو ځکه نه معلومېږي. کنه که چېرته زموږ ځوانانو ته فرصتونه برابر وی او ستونزې نه وې مطمین یم چې دا وطن به اوس له هر لحاظه اباد او سوکاله وو. د یوه اباد او په ځان بسیا افغانستان په هیله.

ځواب ورکړئ

که جګړه نه وای، زموږ هره ځوان او هرې پېغلې به له ځانه ځانګړې ځانګړې وړتیاوې ښودلې وې. خو متاسفانه چې زموږ ذهن د جګړې له کرکجنو چیغو او د بارونو له لوګیو ډک دی. پیدا شو، ځوانان شو، لویان شو، سپین ږیري شو او ایسته په جګړه کې مړه شو. خو اوس چې موږ هره ورځ څه وینو، ګورو، لولو واقعیت دادی چې افغانستان نور ښه طرف ته روان دی. ستاسو همدا خبر هغو ته په مخ یوه کلکه څپیړه ده چې وايي افغانستان کې د ښځو تعلیم یوه کلتوري مسئله ده. زه وایم زموږ کلتور دادی چې زده کړې وکړو او د دې معیوبې خورکۍ په څېر په نیم ځان خپل هدف ته ورسېږو. د نوي نظام په راتګ سره ټوله توجه ښځو ته ده خو منفي ده. مګر مثبت بیا دادي چې همدا ښځې کولی شي د ټولنې په مثبت بدلون کې رغنده رول ولوبوي. غزني کې د مسلم په نوم یوه خصوصي ټلوېزیون د سیرت النبي "ص" سیالۍ ترسره او یوې نجلۍ په کې د زرو تنو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ. دغه نجلۍ د اتم ټولګۍ زده کوونکې او ۱۲ کاله عمر لري. سلما نومېږي. نو دنیاوال استخبارات چې په بېلا بېلو بهانو یې زموږ د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلي ایا د دومره کم عمر او پوهې په لرلو سره به افغانانو په شا کړی شي؟ هېڅکله نه او موږ به لخیره د رڼا په لور ځو...

ځواب ورکړئ

د افغانانو تر منځ د هزاره، تاجک، پښتون، ازبک، او نورو نومونه اختلاف مه رامنځته کوئ. موږ ټول افغانان یو. ستاسو د متن له دې برخې څخه داسې ښکاري چې تاسو په قصدي توګه غواړئ چې د افغانانو تر منځ اختلافات رامنځته کړئ. مهرباني وکړئ له داسې کارونو څخه ډډه وکړئ. په درنښت، علي

ځواب ورکړئ

زه د علي خبره تاییدوم. لطفا د افغانانو تر منځ نفاق مه اچوئ. مونږ ټول یو افغانان یو. په تېرو ۴۵ کالونو کې او بلکې په افغانستان کې د اساسي قانون له لسیزې راهیسې ایران، روسیه، فرانسه او یو شمېر نور هېوادونه کوشش کوي چې د افغانستان د خلکو تر منځ قومي او مذهبي اختلافات رامنځته کړي. په دې سلسله کې ایران او سعودي عرب مذهبي اختلافات رامنځته کوي. روسیه، ایران، فرانسه قومي اختلافات رامنځته کوي او اقلیت قومونه د اکثریت پښتنو پر ضد جنګ ته هڅوي. د پښتون، هزاره، تاجک، ازبک... وینه یو رنګ لري. مونږ ټول افغانان یو. د دا ع ش له لعنتي فکر نه تر ټولو ډېر پښتانه متاثر شوي دي. د ننګرهار په څو ولسوالیو کې دا ع ش ډېر زیات ظلمونه کړي او ډېر زیات خلک یې وژلي دي.

ځواب ورکړئ