امنیت

په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز باندې د داعش برید غیر اسلامي او غیرانساني وبلل شو

د سلیمان او ای اېف پي راپور

یو زده کوونکی د لړم په ۴مه په کابل کې د کوثردانش ښوونیز مرکز له هغې سیمې سره نږدې خپل شیان لټوي چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کې یوه ورځ مخکې ځان وچاوه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو زده کوونکی د لړم په ۴مه په کابل کې د کوثردانش ښوونیز مرکز له هغې سیمې سره نږدې خپل شیان لټوي چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کې یوه ورځ مخکې ځان وچاوه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون استازو، دیني عالمانو او نورو چارواکو په کابل کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې شوی وروستی ترهګریز برید په کلکو ټکو وغانده، او هغه یې د انسانیت او د ټولو اسلامي نورمونو پر ضد یو جنایت وباله.

د شنبې د ورځې /د لړم ۳مې/ د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.

د کورنیو چارو وزارت وویل، اکثرو قربانیانو د ۱۸ او ۲۰ کالونو تر منځ عمرونه لرل.‌

د دغه وزارت ویاند طارق آرین وویل، «یوه ځانمرګي بمي بریدګر غوښتل چې کوثر دانش ښوونیز مرکز ته ننوځي، خو مرکز ته له ننوتلو څخه مخکې هغه خپل چاودېدونکي توکي وروسته له هغه وچول چې د انسټیټیوټ ساتونکیو وپېژاند.»

د داعش د یوه ځانمرګي بمي بریدګر له خوا د لړم په ۳مه په کابل کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز کې له ځان چونې څخه یوه ورځ وروسته، زده کوونکي د خپلو شیانو د لټولو په ترڅ کې کتابونه راټولوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د داعش د یوه ځانمرګي بمي بریدګر له خوا د لړم په ۳مه په کابل کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز کې له ځان چونې څخه یوه ورځ وروسته، زده کوونکي د خپلو شیانو د لټولو په ترڅ کې کتابونه راټولوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، «په نتیجه کې زموږ ۲۴ هېوادوال چې اکثر یې زده کوونکي وو شهیدان شول،‌ او له ۵۷ څخه ډېر نور ټپیان شول.»

یوه عیني شاهد علي رضا وویل چې دی له مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ متره لیرې ولاړ وو چې یوې «غټې چاودنې» وغورځاوه.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «زما هرې خواته ګرد او لوګی خپاره وو. ټول وژل شوي او ټپي شوي کسان زده کوونکي ول چې غوښتل یې دغه مرکز ته ننوځي.»

کوثر دانش ښوونیز مرکز د کابل په دشت برچي سیمه کې، چې تر ډېره په کې د شیعه هزاره ټولنې وګړي ژوند کوي، پروت دی.

په وروستیو کالونو کې په دغو خلکو باندې یو شمېر بریدونه شوي دي.

د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې په امام زمان جومات کې یوه بمي برید ۵۶ عبادت کوونکي ووژل، د ۱۳۹۷ د زمري په میاشت کې په موعود ښوونیز مرکز باندې یوه برید لږ تر لږه ۴۸ افغانان ووژل چې ډیری یې زده کوونکي وه؛ او د ۱۳۹۷ د وږي په میاشت کې د پهلوانۍ په یوه کلب باندې غبرګو بمي چاودنو له لومړۍ چاودنې څخه وروسته د لومړیو ور رسېدلو ژورنالستانو او د لومړنیو مرستو رسونکیو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او ۹۱ نور یې ټپیان کړل.‌

دغوایي په میاشت کې، درې وسله والو سړیو د دشت برچي روغتون د زېږنتون په څانګه باندې برید وکړاو ۱۶ میندې یې چې ډېرې یې د زېږونې په ترڅ‌ کې وې یا یې زېږونې کړې وې په سیستماتیک ډول ووژلې.

یو وحشیانه جنګي جنایت

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بې ګناه ملکي خلکو دغه روانه وژنه وغندله.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وویل، «په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې برید یو جنګي جنایت، له نړۍ والو بشري قوانینو څخه بشپړه سرغړونه ده، او موږ یې په کلکه غندو.»

هغه وویل، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۹۵۷ څخه ډېر ملکي خلک تلف شوي دي چې له دې ډلې څخه ۱۲۱۳ ملکي کسان وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپیان شوي دي. د ټولو ملکي تلفاتو له جملې څخه ۶۳۰ یې ماشومان دي.‌

فرهنګ وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه، ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو باندې غږ کوو چې په شخړه کې ښکېلو ډلو باندې فشار واچوي ترڅو په اوربند باندې سره سلا شي څو له دې ایسته ځوانان، ماشومان او نور ملکي خلک ونه وژل شي.»

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د لړم په ۳مه په انګلیسي ژبه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د کابل په لویدیځه برخه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې شوی وحشیانه برید د بشریت پر ضد جرمونو یو څرګند مثال او د نړۍ والو نورمونو خلاف عمل دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې وویل، «د ملګرو ملتونو عمومي منشي بیا غږ کوي چې د ملکي خلکو پر ضد قصدي بریدونه له نړۍ وال بشري قانون څخه جدي سرغړونې دي او ښایي چې جنګي جنایتونه وګڼل شي. هغه کسان چې دغه ډول جنایتونه ترسره کوي هغوی باید مسؤل ونیول شي.»

د هېواد د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله «د بزدلو ترهګرو له خوا شوی غیرانساني برید» وغانده.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «دا برید د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو او نورمونو خلاف دی. په بې ګناه ماشومانو او زده کوونکیو باندې په برید سره بزدلو ترهګرو وښودله چې هغوی هېڅ اصولو او اساساتو ته ژمن نه دي.»

په کابل کې یوه دیني عالم قربان علي محمدي وویل، «د بې ګناه خلکو وژل په اسلام کې یوه غټه او د نه بښلو وړ ګناه ده.»

هغه وویل، «خدای پاک ویلي دي، هر څوک چې یو بې ګناه انسان له کوم دلیل څخه پرته وژني دا داسې دی لکه ټول انسانان چې ووژني. قاتل به د تل لپاره په دوزخ کې وي.»

محمدي د زده کوونکیو ډله ییزه وژنه «غیر اسلامي او غیر انساني» وبلله.‌

هغه وویل، «د دغه جرم ترسره کوونکي ... د افغانانو او مسلمانانو دښمنان دي چې نه غواړي د افغانانو بچیان زده کړه وکړي او خپل هېواد له جهالت او تیارو څخه وژغوري.»

جنګ بس کړئ، سوله وکړئ

د قربانیانو کورنیو د سولې،‌ او په سملاسي توګه د جنګ د پای ته رسولو غږ وکړ.

د وژل شوي محمد مهدي پلار الله داد وویل، «زما زوی ۱۹ کلن وو او په کوثر ښوونیز مرکز کې یې زده کړه کوله.»

هغه وویل،‌ «هغه غوښتل چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي،‌ خو د افغانستان دښمنانو هغه او نور ماشومان ووژل.»

نوموړي وویل، «موږ نه غواړو چې نور جنګ او د افغانانو وژنه دوام ومومي. موږ په شخړه کې ښکېلو لوریو باندې غږ کوو چې جنګ پای ته ورسوي او ژر تر ژره سوله وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بیخي د ظلم انتها ده چې زدکونکي ماشومان ووژنې او کرونۍ یې د غم په ټغر کینیې.

ځواب ورکړئ

قسم په خدای د حکومت لپاره شرم دی چې نشي کولی حتی په کابل ښار کې چې مرکز دی امنیت برابر کړي. هره ورځ ترهګر ملکي خلک وژني، او حکومت یې یوازې غندي. ستاسو وظیفه څه ده؟ آیا ستاسو وظیفه غندل دي که خلکو ته امنیت برابرول؟ هغوی نشي کولی چې حتی د کابل امنیت ټینګ کړي، بیا څنګه کولی شي چې د هېواد د ټولو ولایتونو امنیت خوندي کړي؟ که تاسو نشئ کولی چې امنیت تأمین کړئ، ښه به دا وي چې لږ تر لږه استعفا وکړئ. تر څو پورې به د دې هېواد مظلوم خلک وژل کیږي او تاسو به په داسې مجللو کورونو کې ارام ژوند کوئ؟

ځواب ورکړئ

داعش د اسلام و انسانیت دښمن دی. د داعش پر وړاندې باید قاطعانه اقدام وشي. داعش تل د ملکی وګړو څخه قربانی اخیستې. د ملکی وګړو په وژلو څوک جنت ته نشي تلی آن که کافر هم اوسیږي. په اسلام کې د کافر وژنه هم ناجایزه ده. ته کافر پرته له کومې وجې نه نشې وژلی. اما داعش هر ورځ بیګناه مسلمانان وژنی. دا څه ډول مفکوره ده. آیا دوئ انسانان دی؟ آیا دوئ نه پوهیږي چې د بیګناه انسانو وژنه حرامه ده؟

ځواب ورکړئ