تروريزم

افغان حکومت ژمنه وکړه چې له داعش څخه به د کابل پوهنتون د برید غچ واخلي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په کابل پوهنتون د داعش د وسله والو سړیو له یرغل څخه چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په کې ووژل شول، یوه ورځ وروسته د لړم په ۱۳مه، محصلینو او د مدني ټولنې فعالانو د اعتراض په دود بیرغونه پورته کړي او شعارونه ورکوي.

په کابل پوهنتون د داعش د وسله والو سړیو له یرغل څخه چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په کې ووژل شول، یوه ورځ وروسته د لړم په ۱۳مه، محصلینو او د مدني ټولنې فعالانو د اعتراض په دود بیرغونه پورته کړي او شعارونه ورکوي.

کابل -- سربداله محصلینو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ یوه ورځ وروسته له هغه چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په پوهنتون شوي یوه برید کې ووژل شول او داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، له کابل پوهنتون څخه بهر لاریون وکړ.

په داسې حال کې چې افغانستان د هېواد په کچه ماتم کاوه او تمه وه چې لومړنۍ جنازې ترسره شي، د لاریونوالو دغه کوچني ګروپ بیرغونه پورته کړي وو چې «زموږ وژل بس کړئ» پرې لیکلي وو.

په پوهنتون باندې د دوشنبې د ورځې /د لړم ۱۲مې/ په برید کې درې ترهګرو -- چې یوه یې ځان وچاوه -- د پوهنتون په محوطه باندې برید وکړ او زده کوونکي یې د هغوی په ټولګیو کې دننه ووژل.

داعش د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ کې په دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د ورته برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. هغه ځانمرګي بمي برید ۲۴ کسان ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل چې ډیری یې ځوان زده کوونکي ول.

دا سمدلاسه نه ده څرګنده شوې چې ترهګرو پوهنتون ته دننه چې امنیتي تلاشۍ په کې کېږي،‌ خپلې وسلې څنګه ننوېستلې.

چارواکو وویل، په دې هکله څېړنه روانه ده.‌

څو ساعته یې ونیو ترڅو افغان امنیتي‌ځواکونه د پوهنتون انګړ تصفیه کړي او د ترهګریز برید پای ته رسېدل اعلان کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ټوېټر ولیکل، موږ «به خپلې استخباراتي کمزورتیاوې له منځه وېسو.»

ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې ژمنه وکړه چې «د دغه بې رحمه برید او د بې ګناه محصلینو د وینې د هر څاڅکي غچ به واخلي.»

هغه زیاته کړه چې په پوهنتون کې شوې وژنې «به بې ځوابه پاتې نشي؛ موږ به انتقام واخلو.»

په ملګرو ملتونو کې، عمومي منشي انتونیو ګوتیریس وویل چې دی په پوهنتون باندې شوی «وحشیانه برید په کلکو ټکو غندي.»

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «دغه وحشیانه برید، چې په کابل کې په ۱۰ ورځو کې دننه په یوه ښوونیز مرکز باندې دویم برید دی، د تعلیم د ترلاسه کولو په برخه کې د انسان په حق باندې برید هم دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ډله ییزه وژنه وغندله او د زده کړې په یوه مرکز باندې یې یو «کرکجن» برید وباله.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې طالبان او افغان حکومت یې د سولې خبرو ته سره کېنول، په دواړو لوریو باندې ټینګار وکړ چې د یوې سیاسي هوکړې په کولو باندې کار چټک کړي.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «دا وحشیانه برید نه د حکومت لپاره او نه د طالبانو لپاره یو فرصت ده چې یو بل ملامت کړي. دلته یو ګډ دښمن موجود دی.»

هغه لیکلی، «د داعش او بل هېڅ ترهګر لپاره ځای مه پرېږدئ چې داسې غیرانساني کارونه ترسره کړي.»

په ورته وخت کې، په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکو د یکشنبې په ورځ /د لړم ۱۱مه/ وویل چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو په دغه ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د رسنیو او مالي چارو د مسؤلینو په ګډون د دغې ډلې درې غړي ونیول.

د والي د دفتر له خوا خپرې شوې اعلامیې په دې هکله څه جزیات نه دي ورکړي چې دغه عملیات کله ترسره شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې داعش او طالبانو چې په هره غیرانساني پېښه کې یې نوم یادیږي د الشباب، بوکوحرام، القاعدې، طالبانو په ډول سر راپورته کړ او په دې کې شک نشته چې هغوی د امریکا، انګلستان، فرانسې، جرمني، سعودي عربستان، ایران، پاکستان او روسیې په څېر هېوادونو له خوا تمویل کیږي او مالي ملاتړ یې کېږي، او دغه هېوادونه له هغوی څخه د خپلو شریرو هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي. پورتني راپور دا مسئله په لنډ ډول څېړلې ده. که هغوی نشي کولی چې مونږ ته مسئله واضح کړي، لږ تر لږه سببونه او تاثیرونه یې باید په روښانه توګه وړاندې کړي.

ځواب ورکړئ

حکومت او طالبان دې سوله وکړي او داعش دې په ګډه له منځه یوسي

ځواب ورکړئ